• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بریکس غړو هېوادونو په منځني ختیځ کې د کړکېچ د کمېدو غوښتنه کړې

۲۲ وږی ۱۴۰۵ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۴:۰۳ GMT+۱

د بریکس غړو هېوادونو په منځني ختیځ کې د روانو ترینګلتیاوو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له ښکېلو لورو یې د «اعظمي زغم» غوښتنه کړې ده.

العربیه راپور ورکړی، چې د روسیې، چین، هند، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، مصر او ایران په ګډون د بریکس غړو هېوادونو شنبې(د وږي۲۱مه) د هند په نوي ډیلي کې د دغې ډلې د غونډې په څنډه کې په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې باید له هغو اقداماتو ډډه وشي چې په سیمه کې وضعیت لا پسې خرابولی شي.

دوی په اعلامیه کې ویلي، په منځني ختیځ کې د ترینګلتیاوو له پرله‌پسې زیاتېدو «ژوره اندېښنه» لري او پر ښکېلو لورو یې غږ کړی چې له زغم څخه کار واخلي او له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې د وضعیت د لا خرابېدو لامل کېږي.

پر ملکي او اټومي تاسیساتو د بریدونو اندېښنه

د بریکس غړو هېوادونو د ملکي زیربناوو او هغو سوله‌ییزو اټومي تاسیساتو پر وړاندې شوي بریدونه هم غندلي چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې تر بشپړې خوندي څارنې لاندې دي.

دوی ویلي، پر ملکي زیربناوو او د سوله‌ییزې اټومي انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه د نړیوالو قوانینو او د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې له اړوندو پرېکړه‌لیکونو سره په ټکر کې دي.

د بریکس غړو همداراز ټینګار کړی چې د وسله‌والو شخړو پر مهال هم باید د اټومي خوندیتوب او امنیت اصول مراعات شي، څو د خلکو ژوند او چاپېریال خوندي پاتې شي.

د بریکس هېوادونو په خپله اعلامیه کې ویلي چې اوسنۍ نړۍ د سیاسي قطبي کېدو او د باور د کمېدو له امله له جدي ننګونو سره مخ دی.

دوی د نړیوالې سولې او امنیت د پیاوړتیا لپاره د هغو اقداماتو ملاتړ کړی چې د شخړو د کمېدو او د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د زیاتېدو لامل کېږي.

د بریکس غړو همداراز ټینګار کړی چې د نړیوالې سوداګرۍ، اکمالاتي ځنځیرونو او انرژۍ د بهیر روان ساتلو لپاره باید د نړیوالو نافذه اصولو پر بنسټ له یو بل سره همکاري وشي.

دا اعلامیه په داسې حال کې خپرېږي چې په وروستیو میاشتو کې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې او د هرمز تنګي وضعیت هم د نړیوالې انرژۍ او سوداګرۍ لپاره د اندېښنې وړ مسله ګرځېدلې.

د راپورونو له مخې، د فبرورۍ له ۲۸مې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې له پیل وروسته، د ایران د احتمالي ګواښونو له امله د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ له خنډونو سره مخ شوی دی

ډېر لیدل شوي

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ
۱

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۳

د شل کلنې جګړې پنځه کاله وروسته؛ د قربانیو او پایلو پوښتنه لا هم بې‌ځوابه

۴

محيي‌الدین مهدي: پښتانه باید د افغانستان له نورو قومونو بښنه وغواړي

۵

پر کېیف د روسیې تازه بریدونه؛ رویټرز وایي د تېلو پر زېرمو بریدونو کې دوه کسان ووژل شول

•
•
•

نور خبرونه

حمدالله محب متحده عربي امارات کې د سپوږمکۍ د لېږد یو میلیارد ډالري پروژې مسوول دی

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۳۳ GMT+۱
100%

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار حمدالله محب اوس‌مهال د متحده عربي امارات د فضايي ټکنالوژۍ د یوې سترې پروژې مدیریت مخې ته وړي. پر دغې پروژې یو میلیارد ډالر پانګونه کېږي او ټاکل شوې چې له مصنوعي ځیرکتیا څخه برخمنې ۵۰ سپوږمکۍ جوړې او فضا ته واستوي.

محب د «مارلان سپېس» او «اوربټ ورکس» شرکتونو اجراییه مشر دی. دواړه شرکتونه په متحده عربي امارات کې مېشت دي او د فضايي ټکنالوژۍ، د سپوږمکیو د جوړولو او د هغو د کارونې په برخو کې فعالیت کوي.

«مارلان سپېس» او «لافت اوربیټل» شرکتونه د هغه ګډ کنسرسیوم مشري کوي چې د «الټایر – راتلونکی نسل» پروګرام د جوړولو لپاره یو میلیارد ډالره پانګونه کوي. ټاکل شوې، چې د دې پروژې په لومړي پړاو کې ۵۰ سپوږمکۍ جوړې شي او دا سپوږمکۍ به په ابوظبي کې تولید شي.

محب د دې پروژې د اعلان په مراسمو کې ویلي، چې کله یې د الټایر د جوړولو کار پیل کړ، نو پر داسې راتلونکي یې حساب کړی وو، چې «ځیرکتیا» به د ځمکې مدار ته ولېږدول شي او متحده عربي امارات به له هغو هېوادونو څخه وي چې دغه ټکنالوژي جوړوي.

هغه ویلي، چې ۵۰ سپوږمکۍ به د بېلابېلو وړتیاوو په لرلو سره د یوې ګډې شبکې په توګه فعالیت وکړي او ښايي دا پروژه د نړۍ له تر ټولو پرمختللو سپوږمکۍ لرونکو شبکو څخه یوه شي.

محب زیاته کړې، چې موخه یې یوازې په دې صنعت کې ګډون نه‌دی، بلکې غواړي په دې برخه کې مشري هم وکړي.

نوموړي الټایر او «الټایر – راتلونکی نسل» د هغو هڅو یوه برخه بللې چې موخه یې په ابوظبي کې د سپوږمکیو د جوړولو وړتیا په یوه «ملي توان» بدلول دي.

100%

د هغه په وینا، دا پروژه کولای شي متحده عربي امارات له یوه هېواد څخه چې د سپوږمکۍ خدمتونو پېرونکی دی، په داسې هېواد بدل کړي چې دغه خدمتونه نورو ته وړاندې کړي. په ورته وخت کې به د دې صنعت اړوند د انجنیرۍ وړتیاوې، فکري شتمني او د توکو او خدمتونو رسولو لړۍ هم د هېواد دننه وساتل شي.

هغه شرکت چې محب یې مشري کوي، «اوربټ ورکس»، په ابوظبي کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه برخمنې سپوږمکۍ طرحه کوي، جوړوي او د کار لپاره یې چمتو کوي.

دغه شرکت وايي، موخه یې دا ده، چې د سوداګریزو، ملکي او امنیتي موخو لپاره په هېواد کې دننه د فضايي چارو بنسټیزې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د اعلان شوې طرحې له مخې، د «الټایر – راتلونکي نسل» سپوږمکۍ به په رادار، رڼیزو حسکوونکو او نورو وسایلو سمبالې وي.

د معلوماتو یوه برخه به د ځمکې پر لور د خامو انځورونو له لېږلو مخکې په خپله سپوږمکۍ کې وڅېړل شي.

د دې سپوږمکیو شبکې لپاره اعلان شوې دندې په سمندر کې څارنه، د ځنګلي اورونو پېژندنه، د پېښو پر وړاندې چټک غبرګون او د بندرونو او مهمو بنسټونو څارنه ده.

«لافت اوربیټل» هم ویلي، چې د دغې سپوږمکېږي شبکې د ټکنالوژۍ، مصنوعي ځیرکتیا، کمپیوټري پروګرامونو او د عملیاتو په برخو کې به له «اوربټ ورکس» سره ګډ کار وکړي.

ټاکل شوې چې په ابوظبي کې جوړې شوې لومړنۍ سپوږمکۍ په راتلونکو اونیو کې فضا ته ولېږل شي.

«اوربټ ورکس» ویلي، چې د الټایر دنده د متحده عربي اماراتو د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي په خپل هېواد کې د سپوږمکیو د طرحې، جوړولو او کارولو بشپړ فضايي صنعت رامنځته کړي.

حمدالله محب د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د افغانستان د جمهوري نظام له ړنګېدو مخکې د پخواني ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار وو.

هغه له افغانستان څخه تر وتلو وروسته په متحده عربي امارات کې د فضايي ټکنالوژۍ په برخه کې سوداګریزو فعالیتونو ته مخه کړې ده.

د افغانستان رسنیو په ۲۰۲۴ کال کې هم په متحده عربي امارات کې د محب له لوري د «مارلان سپېس» شرکت له جوړېدو خبر ورکړی وو.

د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې محب، چې هغه مهال د «اوربټ ورکس» اجراییوي مشر وو له ابوظبي پراختیايي صندوق سره د سپوږمکیو په برخه کې یوه هوکړه هم لاسلیک کړې وه.

نوې پروژه د افغانستان په حکومت کې د محب د دندې له پای ته رسېدو وروسته د هغه له مهمو سوداګریزو فعالیتونو څخه ګڼل کېږي.

دا پروژه ښيي چې د نوموړي مسلکي فعالیتونه په وروستیو کلونو کې د افغانستان له سیاست او امنیتي چارو څخه د فضايي ټکنالوژۍ او د مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې پانګونې او سوداګرۍ ته اوښتي دي.

100%

د ملګرو ملتونو لوړپوړي چارواکي د ترهګرۍ د بدلېدونکې بڼې په اړه خبرداری ورکړی دی

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۱:۰۶ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د امنیت شورا د ترهګرۍ ضد کمېټې اجراییوي مدیرې ناتالیا ګرمن ويلي چې په وروستیو کلونو کې د تروریزم ګواښ «ډېر پراخ او غیرمتمرکز» شوی دی. نوموړې ويلي چې ترهګرو ډلو ځانونه له نویو شرایطو سره عیار کړي او له نوې ټیکنالوژۍ څخه ګټه پورته کوي.

ګرمن د جمعې په ورځ د سېپټمبر ۱۱مې نېټې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت د امنیت شورا په غونډه کې ډرون الوتکو ته د ترهګرو ډلو د اسانه لاسرسي په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دا تجهیزات د څارنې، پېژندنې او بریدونو د ترسره کولو لپاره کارول کېږي.

مېرمن ګرمن څرګنده کړه چې ترهرګرو ډلو خپل جوړښتونه له نویو شرایطو سره عیار کړي، خپل عملیات یې غیرمتمرکز کړي او خپلې مالي سرچینې یې متنوع کړې دي.

د هغې په وینا، دا ډلې د خپل نفوذ د پراخولو لپاره د کمزوري حکومتوالۍ، پر سرچینو د سیالۍ او سیمه ییزو ناخوښیو څخه ناوړه ګټه پورته کوي. هغې زیاته کړې چې غیرمتمرکزې هستې، کمزورې شبکې، د تروریستي ګواښ مخ پر زیاتېدونکې برخه جوړوي.

د ټیکنالوژي او مصنوعي ځیرکتیا د امنیت شورا د تروریزم ضد کمېټې اجراییوي مدیرې وویل چې ټیکنالوژۍ په ګړندۍ ډول د ترهګرۍ د ګواښ چاپیریال بدل کړی دی.

د هغې په وینا، ترهګرې ډلې د تبلیغاتو، د ځواکونو د جذبولو، د بریدونو د پلانولو، د معلوماتو د راټولولو او د مالي تمویل لپاره له رامنځته کېدونکو ټیکنالوژیو څخه ګټه اخلي.

همداراز نوموړې ټینګار وکړ چې د ترهګرو ډلو له خوا د ماشومانو او ځوانانو استثمار په یو جدي ننګونې بدل شوی دی اوټولنیزې شبکې، د انلاین لوبو چاپیریال او نورې مجازي پاڼې د زیان منونکو کسانو د پېژندلو او د هغوی، په ځانګړې توګه د ځوانانو د جذبولو لپاره کارول کېږي او د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګ دا بهیر لا ګړندی او پراخ کړی دی.

مېرمن ګرمن د تروریزم د مالي تمویل د دوام په اړوند وویل چې د تروریزم د مالي تمویل شبکې ډېرې غیرمتمرکزې شوي او د هغوی پېژندل لا پېچلي شوي دي. هغې د دودیزو لارو لکه د نغدو پیسو د لېږد او د حوالې د سیسټمونو د دوامداره کارولو خبر ورکړ او په عین حال کې یې وویل چې تروریستي ډلې تر بل هر وخت ډېر له انلاین تادیاتو، د ډله ییز تمویل له پلاتفورمونو (کراوډ فنډینګ)، موبایل پیسو او مجازي شتمنیو څخه ګټه اخلي.

هغې زیاته کړه چې ډېری تروریستي ډلې له مجرمانه فعالیتونو، لکه باج اخیستنې، د تاوان لپاره له سړي تښتونې، قاچاق او د طبیعي سرچینو له ناقانونه ګټې اخیستنې څخه عاید ترلاسه کوي.

ګرمن د تروریزم د مالي تمویل د خطرونو په اړه د مالي اقدام د ځانګړې ډلې د ۲۰۲۵ کال هراړخیز راپور ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دا راپور د تروریزم ضد کمېټې د اجراییوي مدیریت او د فرانسې د خزانې په همکارۍ چمتو شوی، او د نوې مالي ټیکنالوژۍ له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو او د مرستو د راټولولو د نویو لارو د پېژندلو پر اړتیا ټینګار کوي.

حمزه بن لادن د القاعده په تازه ویډيو کې؛ امریکا مخکې د هغه د وژل کېدو خبر ورکړی و

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۴۰ GMT+۱
100%

القاعدې د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت په خپره کړې ۵۲ دقیقې ویډیو کې د خپل پخواني مشر اسامه بن لادن زوی، حمزه بن لادن، دوه ځله ښودلی، چې افغاني پټکی یې په سر دی. امریکا په ۲۰۱۹ کال کې د هغه د وژل کېدو خبر ورکړی و.

د ترهګرۍ د څارنې یوې ادارې په وینا، دغه خپرونه د القاعدې د رسنیزې څانګې «الصحاب» له لوري د «له ۹/۱۱ وروسته ۲۵ کاله» تر سرلیک لاندې خپره شوې ده. په دې خپرونه کې د سپټمبر ۱۱مه د داسې یوې مهمې پېښې په توګه انځور شوې چې د نړۍ پر سیاسي او امنیتي وضعیت یې ژور اغېز کړی دی.

په خپرونه کې د القاعدې د پخوانیو فعالیتونو، په افغانستان او منځني ختیځ کې د وضعیت او د سپټمبر ۱۱مې له بریدونو مخکې د یو شمېر پېښو یادونه شوې چې د افغان جمعیت اسلامي د پخواني مشر احمد شاه مسعود وژل کېدل هم پکې شامل دي.

د خپرونې ډېره برخه له پخوانیو ثبت شویو انځورونو جوړه شوې چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو صحنې، د لویدیځو رسنیو راپورونه او د امریکايي او اروپايي شنونکو څرګندونې پکې شاملې دي. په دغو برخو کې د یادو بریدونو پر سیاسي، پوځي او اقتصادي اغېزو بحث شوی دی.

حمزه بن لادن په خپرونه کې دوه ځله راڅرګندېږي او دواړه ځله یې دودیزه افغاني پګړۍ پر سر ده. هغه لومړی د خپرونې له پیل شاوخوا نهه دقیقې وروسته ښکاري او د اسلام پر وړاندې د یوې ادعا شوې نړیوالې جګړې په اړه خبرې کوي.

نوموړی د خپرونې په وروستۍ دقیقه کې بیا راڅرګندېږي. د ترهګرۍ د څارنې د یادې ادارې په وینا، په رسمي رسنیزو موادو کې د حمزه بن لادن د مخ ښکاره کېدل د پام وړ موضوع ده.

حمزه بن لادن له کلونو راهیسې د القاعدې د احتمالي راتلونکي مشر په توګه یادېده. امریکايي چارواکو په ۲۰۱۹ کال کې اعلان وکړ چې هغه د ترهګرۍ ضد عملیاتو پر مهال وژل شوی، خو د هغه د وژل کېدو په اړه یې بشپړ جزیات نه وو خپاره کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر په ۱۴مه د حمزه بن لادن مړینه تایید کړه. امریکايي چارواکو هغه مهال ویلي و چې نوموړی د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ډيورنډ کرښې ته څېرمه سیمه کې د امریکا په عملیاتو کې وژل شوی، خو د عملیاتو نور جزیات یې نه وو ورکړي.

وروسته بیا د حمزه بن لادن د ژوندي پاتې کېدو په اړه ناتایید شوي راپورونه او اټکلونه خپاره شوي دي. شنونکي وايي، په نوې خپرونه کې د هغه دوه ځله څرګندېدل ښايي د هغه د برخلیک په اړه د نویو پوښتنو د راپورته کېدو لامل شي او د اسامه بن لادن د میراث د ژوندي ساتلو او د القاعدې د پلویانو د نوي نسل د راجلبولو له هڅو سره تړاو ولري.

پر کېیف د روسیې تازه بریدونه؛ رویټرز وایي د تېلو پر زېرمو بریدونو کې دوه کسان ووژل شول

۲۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۶ GMT+۱
100%

رویټرز راپور ورکړی، چې روسي ځواکونو د جمعې په ورځ (د وږي ۲۰مه) د اوکراین د پلازمېنې کېیف د تېلو پر دوو زېرمو جېټ ته ورته بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي او په پایله کې یې دوه کسان هم وژل شوي دي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي بیا د روسیې دغه بریدونه «ترهګریز» بللي دي.

بل لور ته، روسي چارواکو ویلي، چې د روسیې په تولا او کورسک سیمو کې د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.

د جګړې په لومړۍ کرښه کې د نږدې څلور نیم کلنې جګړې په بهیر کې د پرمختګونو له درېدو وروسته، دواړو غاړو په وروستیو اونیو کې د یو بل پر اقتصادي او لوژستیکي مرکزونو بریدونه زیات کړي دي.

د اوکرایني چارواکو په وینا، په کېیف کې وژل شوي دوه کسان د تېلو په هغو سټېشنونو کې وو چې برید پرې شوی دی. د کیېف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، چې په دغو بریدونو کې د یوه ۱۲ کلن هلک په ګډون ۱۲ نور ټپیان شوي او پر یوه استوګنیز بلاک برید کې هم اته تنه ټپیان کړي دي.

د دغو بریدونو تر څنګ، د اوکراین په سویل ختیځ دنیپروپتروفسک او په شمال ختیځ خارکیف سیمو کې هم د روسيې بریدونو له امله دوه نور کسان وژل شوي او په دنیپروپتروفسک کې ۱۹ نور ټپیان شوي دي. همدارنګه په ختیځ دونېڅک سیمه کې د ګازو د یوه شرکت دوه کارکوونکي هم وژل شوي دي.

ولسمشر زیلېنسکي په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې جېټ ته ورته بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله د روسیې د بریدونو زیاتوالی په تدریجي ډول «ترهګریزه» بڼه غوره کوي. هغه زیاته کړې، چې روسیې په کیېف کې د اوکراین د تر ټولو لوی ګرځنده شبکې کیېفسټار یوه ودانۍ هم ویشتلې ده، خو د دغه شرکت په وینا، شبکه لا هم خپل کار ته دوام ورکوي.

د اوکراین د تېلو د شرکت یوکرنافتا اجراییوي رییس بهدان کوکورا ویلي، چې د دغو بریدونو تر شا هېڅ پوځي هدف نشته او دا پر ملکي وګړو «ترهګري» ده. د راپورونو له مخې، روسیې په وروستیو میاشتو کې د اوکراین د جګړې لومړۍ کرښې ته نږدې شاوخوا ۳۰۰ د تېلو سټېشنونه ویشتلي دي.

له بلې خوا، اوکراین هم د روسیې د انټرنیټي پلورنځیو او د تېلو پر تصفیه ځایونو بریدونه کړي دي. د روسیې د تولا والي دیمیتري مایلایف ویلي، چې د اوکراین په بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي او د کورسک والي هم د یوه ۳۷ کلن سړي له وژل کېدو خبر ورکړی دی.

زیلېنسکي هم تایید کړې، چې اوکرایني ځواکونو په ساراتوف او وولګوګراد سیمو کې پر صنعتي او د تېلو پر تاسیساتو بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې د روسیې د اوزون انټرنیټي شرکت په یوه لوژستیکي مرکز کې اور هم لګېدلی دی.

د جګړې دواړه غاړې په داسې حال کې د ملکي وګړو نښه کول ردوي چې په دې وروستیو اونیو کې د یو بل پر اقتصادي بنسټونو د بریدونو کچه لوړه شوې ده.

د اسلامي همکاریو سازمان مشر: د اسلام په نوم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هېڅ مشروعیت نه لري

۲۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۰:۳۶ GMT+۱
100%

د اسلامي همکاریو سازمان مشر محمد بن عبدالکریم العیسی وایي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د هغوی د انساني درناوي د له منځه وړلو لپاره هېڅ ډول پلمه او توجیه نشته.

العیسی د وږي میاشتې په ۱۷مه په جده کې د «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې د دیني مشرانو ونډه» په نوم د نړیوالې غونډې پر مهال وویل، دیني مشران باید هغه تورونه چې د ښځو د مقام په اړه اسلام ته منسوبېږي، په څرګندو دلیلونو او هر اړخیز ډول ځواب کړي.

د اسلامي نړۍ د همکارۍ سازمان مشر له دیني عالمانو وغوښتل چې د ښځو د ستونزو په اړه د یوه هر اړخیز علمي اثر د چمتو کولو او بېلابېلو ژبو ته د ژباړلو لپاره ګډ کار وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې هر هغه تاوتریخوالی چې د ښځې جسمي یا روحي درناوی تر پښو لاندې کوي، هېڅ ډول دیني مشروعیت او خونديتوب نه لري.

العیسی زیاته کړه چې د شریعت په نوم د تاوتریخوالي توجیه کول او یا هغه اسلام ته منسوبول پر الله تعالی تهمت لګول دي.

د هغه دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د اسلامي نړۍ په ګڼو هېوادونو کې ښځې لا هم له ټولنیزو او اقتصادي محدودیتونو سره مخ دي.

خو په ټولو هېوادونو کې وضعیت یو شان نه دی. ځینو حکومتونو په وروستیو کلونو کې د زده‌کړو او د کار په بازار کې د ښځو د ونډې د زیاتولو لپاره یو شمېر بدلونونه راوستي دي.

افغانستان په دې برخه کې له نورو هېوادونو جلا حالت لري.

افغانستان اوس د نړۍ یوازینی هېواد دی چې په رسمي ډول پکې د نجونو او ښځو پر منځنیو او لوړو زده‌کړو بندیز لګېدلی او ښځې د کار له بازار څخه هم تر ډېره لرې کړل شوې دي.

له مصر تر پاکستانه؛ د کار په بازار کې د ښځو لږه ونډه

د کار په بازار کې د ښځو ونډه د هغوی د اقتصادي ځایګۍ د معلومولو له مهمو کچو څخه ګڼل کېږي.

په ۲۰۲۵ کال کې په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې یوازې شاوخوا ۱۹ تر ۲۰ سلنې د کار عمر لرونکو ښځو په کاري ځواک کې ونډه لرله، په داسې حال کې چې د نارینه‌وو ونډه له ۷۰ سلنې زیاته وه.

په جنوبي اسیا کې هم یوازې شاوخوا یوه پر درېیمه برخه ښځې د کار بازار ته ننوتې دي.

د «اکونومېسټ» اوونیزې په وینا، په ډېرو اسلامي هېوادونو کې د کار په ځواک کې د ښځو ونډه ټیټه ده.

د ۲۰۲۵ کال د شمېرو له مخې، ښځو د مصر د کاري ځواک شاوخوا ۲۰ سلنه، د پاکستان ۲۲ سلنه، د اردن ۱۹ سلنه، د ایران ۱۶ سلنه او د عراق ۱۳ سلنه جوړوله.

په افغانستان کې بیا د ښځو ونډه یوازې شاوخوا ۶،۸ سلنه وه.

د ښځو د کاري ونډې ټیټوالی یوازې د قوانینو پایله نه ده.

د ماشومانو پالنه، د خوندي ترانسپورټ نشتوالی، کورنی فشار او د ښځو د ونډې په اړه دودیز باورونه هم د دې لامل کېږي چې ښځې د کار بازار ته په پراخه کچه داخلې نه شي.

د منځني ختیځ، شمالي افریقا او جنوبي اسیا په ځینو برخو کې دغه دودیز باورونه لا هم د ښځو پر ژوند اغېز لري.

په ځینو ټولنو کې ان د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هم د خلکو له یوې برخې سره د منلو وړ بلل کېږي.

په هند کې نږدې ۴۰ سلنې ښځو ویلي چې په ځینو شرایطو کې مېړه حق لري خپله مېرمن ووهي.

دا کچه په هند کې له ۴۰ سلنې زیاته او په افریقايي هېواد مالي کې شاوخوا ۷۰ سلنې ته رسېږي.

د دې حالت زیانونه یوازې ټولنیز نه دي.

د ښځو له کار بازار څخه ایستل لوی اقتصادي زیان هم لري.

نړیوال بانک اټکل کړی چې د ښځو د کار پر وړاندې د خنډونو له منځه وړل په ډېرو هېوادونو کې د هر وګړي عاید شاوخوا ۲۰ سلنه لوړولی شي.

سعودي عربستان؛ د ښځو د زیاتې ونډې یوه بېلګه

په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې بیا وضعیت بل ډول روان دی.

سعودي عربستان د دې بدلون یوه څرګنده بېلګه ده.

په دغه هېواد کې په وروستیو کلونو کې د ښځو اقتصادي ونډه په چټکۍ زیاته شوې او په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۳۴ سلنې ته رسېدلې ده.

«اکونومېسټ» لیکلي چې خبره په پای کې یوازې د ښځو پر جامو یا تګ راتګ پورې نه محدودېږي.

مهمه پوښتنه دا ده چې ایا ښځې زده‌کړې کولی شي، کار کولی شي، عاید ترلاسه کولی شي او د خپل ژوند په اړه خپله پرېکړه کولی شي که نه.

افغانستان بیا د اسلامي نړۍ د ډېرو نورو هېوادونو پر خلاف په بل لوري روان دی.

طالبانو د ۱۴۰۰ لمریز کال په زمري کې واک ته له بېرته رسېدو وروسته پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه ولګول.

نجونې له شپږم ټولګي پورته له رسمي زده‌کړو بې برخې شوې او ښځو ته هم په پوهنتونونو کې د زده‌کړې اجازه نه ورکول کېږي.

د یونیسف د شمېرو له مخې، د طالبانو له بېرته واکمنېدو راهیسې له ۲،۶ میلیونو څخه ډېرې افغانې نجونې له منځنیو زده‌کړو بې برخې شوې دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې شاوخوا ۳،۸ میلیونه له اوو تر ۱۸ کلونو عمر لرونکې نجونې له ښوونځي بهر پاتې دي.

محدودیتونه یوازې تر زده‌کړو نه دي محدود شوي.

ښځې د کار له بازار، عامه ژوند او د ټولنې له ډېرو فعالیتونو څخه هم لرې کړل شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې د اټکل له مخې، نږدې ۸۰ سلنه ځوانې افغانې ښځې نه زده‌کړې کوي، نه کار کوي او نه هم د مسلکي وړتیاوو د زده‌کړې په کوم بنسټ کې ګډون لري.

په ځوانو نارینه‌وو کې دا کچه شاوخوا ۲۰ سلنه ده.

د ښځو پر وړاندې دا محدودیتونه اقتصادي زیان هم لري.

ملګرو ملتونو اټکل کړی چې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ پر ښځو لګېدلو محدودیتونو د افغانستان اقتصاد ته شاوخوا ۹۲۰ میلیونه ډالره زیان اړولی دی.

بندیزونه اوس روغتیايي برخې ته هم رسېدلي دي.

د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر راهیسې د ښځو لپاره د طب، نرسنګ او قابله‌ګۍ زده‌کړې هم منع شوې دي.

یونیسف خبرداری ورکړی چې که دا حالت دوام وکړي، افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې د شاوخوا ۲۰ زره ښځینه ښوونکو او له پنځو زرو څخه د زیاتو ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.

کله چې د طالبانو یو چارواکی ښځې «کم‌عقلې» بولي

په داسې حالت کې د طالبانو د ځینو چارواکو څرګندونو هم څو ځله غبرګونونه راپارولي دي.

د طالبانو لپاره د جوزجان والي عبدالله سرحدي په دې وروستیو کې یوې هغې ښځې ته چې غوښتل یې له خپل تاوتریخجن مېړه څخه بېله شي، «بې‌عقله» او «کم‌عقله» ویلي دي.

هغه تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د ښځو ښوونځي ته تګ هغوی «بدبخته» کوي او «سترګې یې وځي».

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم په حکومتي ادارو کې د ښځو شتون د «فسادونو» د رامنځته کېدو لامل بللی او ویلي یې دي چې د ښځو د زده‌کړو موضوع لا هم «شرعي حل» ته اړتیا لري.