په کندوز کې د مسافرو بس د چپه کېدو له امله ۲۶ کسان ټپیان شوي

کندوز په علياباد ولسوالۍ کې د مسافرو یو بس چپه شوی چې له امله یې ۲۶ کسان ټپیان شوي دي.د پېښې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

کندوز په علياباد ولسوالۍ کې د مسافرو یو بس چپه شوی چې له امله یې ۲۶ کسان ټپیان شوي دي.د پېښې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، پېښه د بس د چلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
کندوز ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند جمعهالدین خاکسار وايي، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته ټول ټپیان روغتیايي مرکز ته انتقال شوي دي.
د هغه په وینا، د ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ نه دی او تر درملنې لاندې دي.
چارواکي وايي، د پېښې په تړاو نور جزیات به د څېړنو له بشپړېدو وروسته څرګند شي.

اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په افغانستان کې د کرنې د اقلیمي او اقتصادي ستونزو پر وړاندې د بزګرانو د مقاومت پیاوړتیا، بازارونو ته د هغوی د لاسرسي او د کلیوالو د کارموندنې لپاره د ۵ میلیونه یورو په ارزښت نوی نوښت پیل کړی دی.
د خوړو او کرنې سازمان د یکشنبې ورځې، د سپټمبر ۱۳مې، په اعلامیه کې ویلي چې د دغه نوښت له لارې به له زیان منونکو کورنیو، راستنېدونکو، بېځایه شویو او د هغوی له کوربه ټولنو سره په هغو سیمو کې مرسته وشي چې د خوړو او تغذیې له ناامنۍ، اقلیمي ګواښونو او د اقتصادي فرصتونو له کمښت سره مخ دي.
د دې پروګرام یوه مهمه برخه د څلورو ځانګړو خدمتونو د مرکزونو جوړول دي. دغه مرکزونه به بزګران او کلیوالي متشبثین له کرنیزو مشورو، تخصصي خدمتونو، کرنیزو سوداګریزو شرکتونو او بازارونو سره ونښلوي.
د خوړو او کرنې سازمان وايي، په دغو مرکزونو کې به بزګرانو ته د کرنې د نوو طریقو او ټکنالوژۍ ترڅنګ د اقلیم د وضعیت د شننې او د وختي خبرداري معلومات هم وړاندې کېږي، څو د هوا او اقلیمي شرایطو له بدلون سره سم د تولید او بازارموندنې پر مهال پر وخت پرېکړې وکړي.
د دې نوښت له لارې به دوه زره هکتاره زیانمن شوي ځنګلونه او څړځایونه هم بېرته ورغول شي او د ښځو او ټولنو په مشرۍ به د ۲۵۰ نیالګیو روزنځایونو ملاتړ وشي. د ایف ای او په وینا، دا اقدامات به د طبیعي سرچینو په ساتنه کې مرسته وکړي او د خلکو لپاره به د عاید او معیشت نوي فرصتونه هم رامنځته کړي.
د پروژې په بله برخه کې به له هغو کرنیزو او چاپېریالساتونکو سوداګریزو شرکتونو سره د برابرې ونډې مرستې وشي چې د پراختیا وړتیا لري. دغو شرکتونو ته به تخنیکي او سوداګریزې مشورې هم ورکول کېږي، څو د تولید او پروسس ظرفیت لوړ، له لا ډېرو سیمهییزو بزګرانو څخه محصولات واخیستل او په کلیوالو سیمو کې نوي کاري فرصتونه رامنځته کړي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې نوي سرپرست شارژدافېر، نیکولا بلومو، ویلي چې د دې اتحادیې مرسته د افغانستان د خلکو د خوړو خوندیتوب او اقتصادي پیاوړتیا ته د دوی د دوامدارې ژمنې څرګندونه کوي.
بلومو ویلي: «د افغانستان کرنیز ظرفیت لا هم په کافي اندازه نه دی کارول شوی او د هېواد د اقلیمي زیان له امله له محدودیتونو سره مخ دی.»
هغه زیاته کړې چې اروپايي ټولنه به له د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان سره په ګډه د کرنیزو مشورتي خدمتونو پیاوړتیا، د کرنیزو سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا، د طبیعت پر بنسټ د نوښتونو د هڅونې او د شواهدو پر بنسټ د معلوماتو او شننې د ښه کولو لپاره کار وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان استازي، ریچارډ ټرېنچارډ، ویلي چې دغه سازمان په داسې حال کې چې له ډېرو بشري مرستو څخه د دوامدارو پروګرامونو پر لور د تګ هڅه کوي، په افغانستان کې کرنیزو سوداګریزو شرکتونو د ودې، د کارموندنې او بزګرانو له بازارونو سره د نښلولو وړتیا ښودلې ده.
ټرېنچارډ ویلي: «موږ به له اروپايي ټولنې سره په ګډه بزګران له هغو معلوماتو، خدمتونو او بازارونو سره ونښلوو چې ورته اړتیا لري او له کرنیزو سوداګریزو شرکتونو سره به د پانګونې او پراختیا په برخه کې مرسته وکړو.»
د هغه په وینا، کله چې بزګران په ډاډه زړه تولید وکړي، سوداګریز فعالیتونه وده وکړي او محصولات بازارونو ته ورسېږي، نو کرنه د اقتصادي بیا رغونې او د ستونزو پر وړاندې د مقاومت په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی شي.
د پاکستان «فرايډې ټایمز» په یوه تحلیلي راپور کې ویل شوي چې د افغانستان اوسنی ناورین د طبیعي زېرمو له امله نه، بلکې د شوروي اتحاد، امریکا، پاکستان، سعودي عربستان او افغان لورو د لسیزو سیاسي او پوځي تګلارو او پرېکړو پایله ده.
د راپور په وینا، د افغانستان د یو ټریلیون ډالرو معدني زېرمو په اړه مشهور اټکل د احتمالي منابعو ارزونه ده، نه دا چې دغه شتمني دې په عملي ډول د افغانستان اقتصاد ته داخل شوې وي.
راپور استدلال کوي چې افغانستان لا هم یو جګړهځپلی او پر بهرنیو مرستو متکي هېواد دی او د طبیعي زېرمو له احتمالي عوایدو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې له خطر سره مخ دی، خو لا یې د «طبیعي شتمنيو ناوړه اغېزه» عملي بڼه نه ده تجربه کړې.
راپور وایي د افغانستان اوسنی وضعیت د ۱۹۷۹ کال د شوروي اتحاد له یرغل وروسته شکل واخیست، کله چې واشنګټن، اسلاماباد او ریاض د شوروي پر ضد د مجاهدینو ملاتړ پیل کړ.
د راپور په وینا، پاکستان، امریکا او سعودي عربستان د مجاهدینو د ملاتړ لپاره مالي، استخباراتي او مذهبي شبکې جوړې کړې چې وروسته یې د وسلهوالو تندلارو ډلو د پیاوړتیا زمینه برابره کړه.
تحلیل ټینګار کوي چې طالبان د شوروي ضد جګړې پر مهال نه وو موجود، بلکې په ۱۹۹۴ کال کې د کورنیو جګړو، د پخوانیو مجاهدینو د اختلافاتو او په پاکستان کې د مذهبي او لوژستیکي شبکو له چاپېریاله راپیدا شول.
راپورادعا کوي چې د طالبانو د واک ته رسېدو کیسه له کانونو سره نه، بلکې د سیمهییزو او نړیوالو لوبو له پایلو سره تړاو لري.
په راپور کې د پاکستان رول هم تر بحث لاندې نیول شوی او ویل شوي چې اسلاماباد د «ستراتیژیک ژورتیا» په نوم د یوې تګلارې له مخې طالبان د افغانستان په سیاست کې د نفوذ وسیله ګڼل.
خو د راپور د لیکوال په باور، همدا تګلاره وروسته د پاکستان پر ضد وګرځېده او اوس اسلاماباد له تحریک طالبان پاکستان او د طالبانو له حکومت سره له ستونزو سره مخ دی.
راپور همداراز د سعودي عربستان او روسیې رول ته اشاره کوي او وایي چې دواړو هېوادونو په بېلابېلو دورو کې د خپلو امنیتي اهدافو لپاره ګاونډي هېوادونه د نفوذ او رقابت د ډګرونو په توګه کارولي دي.
د لیکوال په باور، د افغانستان کیسه د هغو هېوادونو لپاره هم یو درس دی چې ګاونډیان د امنیتي حایلو سیمو په توګه کاروي، ځکه دا ډول سیاستونه وروسته د ناامنۍ بڼه بېرته خپلو پولو ته راګرځوي.
په تحلیل کې ویل شوي چې طالبان د ښځو پر زدهکړو، کار او عامه ژوند محدودیتونه، سیاسي ځپنه او د وسلهوالو ډلو لپاره د فعالیت زمینه برابروي او د افغانستان د اوسني وضعیت مسولیت هم لري.
خو راپور کې ټینګار شوی چې د افغانستان ټولې ستونزې یوازې د افغانانو پر غاړه نه شي اچول کېدای، ځکه بهرنیو قدرتونو هم د هېواد په څلور لسیزو جګړو او بېثباتۍ کې مهم رول لوبولی دی.
راپور کې راغلي چې د افغانستان د وسني وضعیت لومړنۍ لامل د مس، لاجورد یا لیتیوم په هېواد کې شتون نه وو؛ بلکې دا باور و چې یو کوچنی هېواد د لویو قدرتونو د امنیتي اهدافو لپاره قرباني کېدای شي.
د راپور په وینا، همدغه فکر د طالبانو د راټوکېدو، د سیمې د بېثباتۍ او د دوامدارو جګړو لپاره زمینه برابره کړه.
د «رېر ارت اېکسچینجز» په یوه راپور کې ویل شوي چې که څه هم د طالبانو حکومت امریکا او بهرنیو پانګوالو ته د افغانستان د کانونو په سکتور کې د پانګونې بلنه ورکړې، خو د معدني زېرمو په اړه مطرح کېدونکې لوړې شمېرې لا هم د واقعي پانګونې او تولید لپاره کافي تضمین نه برابروي.
راپور د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وروستیو څرګندونو ته اشاره کوي، چې ویلي یې و افغانستان د کانونو، کرنې او زیربناوو په برخو کې د بهرنیو پانګونو هرکلی کوي.
د راپور له مخې، هغه مشهور اټکل چې د افغانستان معدني زېرمې یې شاوخوا یو ټریلیون ډالره ارزولي، د ټولو معدني سرچینو مجموعه ده او یوازې د نادرو عناصرو یا «رېر ارت» فلزاتو ارزښت نه ښيي.
راپور وايي، د هلمند د خانشین سیمه د نادرو فلزاتو له مهمو احتمالي زېرمو څخه بلل کېږي. د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې په ۲۰۱۲ کال کې اټکل کړی و چې د دغې سیمې په یوه برخه کې لږ تر لږه ۱.۲۹ میلیونه ټنه د سپکو نادرو فلزاتو مرکبات شتون لري.
خو راپور وايي، چې دغه شمېرې د لومړنیو جیولوژیکي ارزونو پر بنسټ ولاړې دي او لا هم د سوداګریز استخراج لپاره اړینې تخنیکي او اقتصادي مطالعې نه دي بشپړې شوې.
د راپور په وینا، تر اوسه د دغو زېرمو لپاره نه کره استخراجاتي پلان شته، نه د پروسس بنسټونه او نه هم د پانګونې بشپړ چمتو شوی چوکاټ.
راپور په وینا، د کانونو اقتصادي ارزښت یوازې د زیرمو له حجم سره نه ټاکل کېږي، بلکې د فلزاتو ډول، د استخراج لګښت، د پروسس ظرفیت او د بازار موندنې امکانات هم مهم رول لري.
راپور زیاتوي چې افغانستان د نادرو فلزاتو د نړیوال بازار لپاره لا هم چمتو نه دی، ځکه د کانونو د پراختیا لپاره سړکونه، برېښنا، اوبه، د فلزاتو د پروسس فابریکې او د فاضله موادو د مدیریت سیستمونو ته اړتیا شته.
راپور استدلال کوي چې د دغو بنسټیزو اسانتیاوو له نشتوالي سره، افغانستان لا هم له چین سره د نادرو فلزاتو په نړیوال بازار کې د سیالۍ وړتیا نه لري.
راپور د چینايي شرکتونو فعالیتونو ته هم اشاره کوي او وايي، که څه هم چینايي شرکتونو د افغانستان د ځینو سترو کانونو قراردادونه ترلاسه کړي، خو دا د پراخ تولید معنا نه لري.
د راپور له مخې، د لوګر د مس عینک پروژه له نږدې دوو لسیزو راهیسې د قراردادونو او ژمنو باوجود تر اوسه په بشپړه توګه د استخراج مرحلې ته نه ده رسېدلې.
راپور همداراز یادونه کوي چې افغانستان په بشپړه توګه تر نړیوالو بندیزونو لاندې نه دی، خو د طالبانو پر یو شمېر مشرانو او ادارو لا هم محدودیتونه شته او هر ډول سوداګریزه پانګونه له حقوقي او مالي ننګونو سره مخ کېدای شي.
راپور کې راغلي چې د افغانستان کانونه د راتلونکي لپاره د پام وړ اقتصادي ظرفیت لري، خو اوسنۍ ادعاوې تر ډېره د جیولوژیکي امکاناتو په کچه دي او لا تر اوسه په عملي تولید، سوداګریز استخراج او نړیوالې سیالۍ نه دي بدلې شوي.
راپور وايي، چې افغانستان دا مهال د کانونو د فعال نړیوال عرضه کوونکي پر ځای د راتلونکو احتمالي فرصتونو خاوند بلل کېدای شي.
د «افټربرنر مېګفلګ» مجلې په یوه راپور کې راغلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته د افغانستان د هغه هوايي ځواک ډېره برخه له منځه تللې چې امریکا د دوو لسیزو په اوږدو کې د میلیاردونو ډالرو په لګښت جوړ کړی و.
د راپور له مخې، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې (سېګار) د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې، د کابل تر سقوط اووه میاشتې مخکې، خبرداری ورکړی و چې افغان هوايي ځواک د امریکايي سلاکارانو او قراردادیانو له دوامداره ملاتړ پرته د ځان بساینې وړتیا نه لري.
راپور وايي، د امریکا پروګرام تر ډېره د پیلوټانو او تخنیکي کارکوونکو پر روزنې متمرکز و، خو د لوژستیک، اکمالاتو، مالي مدیریت او د تجهیزاتو د ساتنې بنسټیز سیستمونه کمزوري پاتې شول.
د راپور له مخې، کله چې د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون له مخې امریکايي قراردادیان او تخنیکي پرسونل ووتل، د افغان هوايي ځواک د فعالیت اساسي ستنې هم ورسره له منځه ولاړې.
په راپور کې راغلي چې امریکا د پخوانیو «مي-۱۷» چورلکو پر ځای افغان هوايي ځواک ته «بلک هاک» چورلکې ورکړې وې، خو دغه الوتکې د ځانګړو پرزو او پرمختللي تخنیکي ملاتړ اړتیا لري.
د راپور په وینا، د نړیوالو بندیزونو له امله د بلک هاک چورلکو لپاره د پرزو او تخنیکي خدماتو ترلاسه کول ستونزمن شوي او یوازې محدود شمېر یې د الوتنې وړ پاتې شوي دي.
راپور همداراز یادونه کوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له تحولاتو سره سم لسګونه افغان پیلوټان له خپلو الوتکو سره ازبکستان او تاجکستان ته وتښتېدل.
د راپور له مخې، شاوخوا ۴۶ الوتکې ازبکستان او لږ تر لږه ۱۷ نورې تاجکستان ته رسېدلې وې.
راپور وايي چې د الوتکو تر وتلو مهمه مسله د روزل شویو پیلوټانو او تخنیکي متخصصانو وتل وو، ځکه د یوه جنګي پیلوټ روزنه کلونه وخت او پراخ لګښت غواړي.
د راپور په وینا، هوايي ځواک یوازې الوتکې نه دي، بلکې پیلوټان، د ساتنې تخنیکران، د اکمالاتو کارکوونکي او د انجینرۍ متخصصان یې اصلي بنسټ جوړوي.
راپور زیاتوي، که څه هم طالبان د «مي-۱۷»، «مي-۸»، «بلک هاک»، «سیسنا ۲۰۸» او ځینو نورو الوتکو د فعال ساتلو ادعا کوي، خو د دغو الوتکو د فعالیت کره او خپلواکې شمېرې نه شته.
په راپور کې راغلي چې هغه هوايي ځواک چې په ۲۰۲۱ کال کې له سلو څخه زیاتې د کار وړ الوتکې او د روزنې فعال سیستم درلود، اوس د خپلې پخوانۍ وړتیا یوازې یوه برخه ساتلې ده.
د «افټربرنر مېګفلګ» په وینا، د افغانستان د هوايي ځواک تجربه ښيي چې د یوه هوايي ځواک جوړول یوازې د الوتکو پېرل نه دي، بلکې د لوژستیک، تخنیکي ملاتړ، بشري ظرفیت او د ساتنې د دوامداره شبکې شتون هم ورته حیاتي ارزښت لري.
د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړي محييالدین مهدي له افغانستان انټرنشنل سره په یوې تازه مرکه کې ویلي، په هېواد کې هغه مهال ملي باور رامنځته کېدلای شي، چې د پښتنو مخور شخصیتونه د تېر تاریخ مسوولیتونه ومني او د هزارهګانو په ګډون د هېواد له نورو قومونو بښنه وغواړي.
محیيالدین مهدي په دې مرکه کې وویل: «په افغانستان کې به هغه مهال ملي باور رامنځته شي چې د پښتنې ټولنې مخور نه یوازې له هزارهګانو، بلکې له نورو قومونو څخه هم بښنه وغواړي».
له مسعود او مزاري څخه د تېرېدو غوښتنه
محیيالدین مهدي همدا راز له تاجکانو او هزارهګانو غوښتي چې له دوو جهادي مشرانو عبدالعلي مزاري او احمدشاه مسعود پر سر له جنجالي بحثونو څخه تېر شي.
هغه ویلي، چې د ۱۳۷۰مې لمریزې لسیزې په شخړو کې پاتې کېدل د دواړو قومونو ترمنځ د اختلافونو د لا ژورېدو لامل کېږي.
مهدی په دې مرکه کې ویلي، چې له دغو دوو تاریخي څېرو څخه تېرېدل د هغوی سپکاوی یا بېاحترامي نهده. هغه په ورته وخت کې د مسعود او مزاري ترمنځ د هغو مسایلو پر نه بحث کولو ټینګار کړی، چې ده ورته «ذاتالبیني اختلاف» ویلی دی.
دغه څېړونکي ویلي، چې د مسعود او مزاري ترمنځ اختلاف ایدیولوژیک وو.
د نوموړي په خبره: «د دغو دوو څېرو اختلاف ایډیالوژیک وو. هم مسعود پر سیاسي اسلام سمبال وو او هم ښاغلی مزاري».
مهدي زیاته کړې: «ما په څرګندو ټکو ویلي، چې باید سیاسي اسلام یوې خواته کېښودل شي. د هغوی د مقابلې لامل همدا موضوع وه. که دا موضوع یوې خواته کېږدو، زموږ ستونزه حلېږي».
هغه همداراز د سیاسي اسلام له ادبیاتو څخه د واټن نیولو غوښتنه کړې او په ځانګړي ډول یې د «جهاد» د کلمې کارول یاد کړي دي. مهدي ویلي، هغه کسان چې نن د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي، باید «مجاهدین» ونهبلل شي.
د افشار د پېښې د څېړلو غوښتنه
مهدي د کابل په لوېدیځ کې د افشار د پېښې په اړه هم د یوې حقیقت موندونکې ډلې د جوړېدو غوښتنه کړې ده. د هغه په وینا، په دې ډله کې باید د تاجکانو او هزارهګانو استازي شامل وي او د څېړنې پایلې باید له خلکو سره شریکې شي.
مهدي په ورته وخت کې د کابل کورنۍ جګړې او د افشار پېښه د دواړو خواوو د «تېروتنو» پایله بللې ده.
نوموړی وایي: «هر کال د افشار د پېښې په درشل کې په ټولنیزو شبکو کې هغه مستعارې پتې، چې د دښمن په لاس کې دي، دغه نه رغېدلی زخم بیا پرانیزي، څو هغه جوړ نه شي او پر سرطان بدل شي».
د افشار پېښه د ۱۳۷۱ لمریز کال په ژمي کې د کابل ښار په لوېدیځ کې رامنځته شوه. د عبدالعلي مزاري په مشرۍ د حزب وحدت اسلامي ځواکونو او د احمد شاه مسعود په مشرۍ د جمعیت اسلامي ځواکونو تر منځ د جګړې پر مهال افشار د سختو نښتو پر ډګر بدل شو.
د دې پېښې په تړاو د ملکي وګړو د وژل کېدو، د خلکو د ورکېدو او د کورونو د ویجاړېدو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي.
د افشار د پېښې په اړه د ښکېلو لورو د مسوولیت او د مرګژوبلې د کچې په اړه روایتونه یو له بل سره توپیر لري.
سره له دې، افشار لا هم د افغانستان د کورنیو جګړو له تر ټولو لانجمنو او بحثپارونکو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.
په افغانستان کې د فدرالي نظام غوښتنه
مهدي همدا راز په افغانستان کې د فدرالي نظام غوښتنه هم کړې او ویلي یې دي، چې فدرالیزم د افغانستان د تجزیې په معنا نهدی. هغه د پاکستان د بېلېدو موضوع ته په اشارې ویلي، چې د هند له نیمې وچې څخه د پاکستان بېلېدل او د افغانستان فدرالي کېدل یو شان موضوعات نهدي.
مهدی ټینګار کړی، چې «دی د افغانستان د تجزیې دښمن دی».