محب د «مارلان سپېس» او «اوربټ ورکس» شرکتونو اجراییه مشر دی. دواړه شرکتونه په متحده عربي امارات کې مېشت دي او د فضايي ټکنالوژۍ، د سپوږمکیو د جوړولو او د هغو د کارونې په برخو کې فعالیت کوي.
«مارلان سپېس» او «لافت اوربیټل» شرکتونه د هغه ګډ کنسرسیوم مشري کوي چې د «الټایر – راتلونکی نسل» پروګرام د جوړولو لپاره یو میلیارد ډالره پانګونه کوي. ټاکل شوې، چې د دې پروژې په لومړي پړاو کې ۵۰ سپوږمکۍ جوړې شي او دا سپوږمکۍ به په ابوظبي کې تولید شي.
محب د دې پروژې د اعلان په مراسمو کې ویلي، چې کله یې د الټایر د جوړولو کار پیل کړ، نو پر داسې راتلونکي یې حساب کړی وو، چې «ځیرکتیا» به د ځمکې مدار ته ولېږدول شي او متحده عربي امارات به له هغو هېوادونو څخه وي چې دغه ټکنالوژي جوړوي.
هغه ویلي، چې ۵۰ سپوږمکۍ به د بېلابېلو وړتیاوو په لرلو سره د یوې ګډې شبکې په توګه فعالیت وکړي او ښايي دا پروژه د نړۍ له تر ټولو پرمختللو سپوږمکۍ لرونکو شبکو څخه یوه شي.
محب زیاته کړې، چې موخه یې یوازې په دې صنعت کې ګډون نهدی، بلکې غواړي په دې برخه کې مشري هم وکړي.
نوموړي الټایر او «الټایر – راتلونکی نسل» د هغو هڅو یوه برخه بللې چې موخه یې په ابوظبي کې د سپوږمکیو د جوړولو وړتیا په یوه «ملي توان» بدلول دي.
د هغه په وینا، دا پروژه کولای شي متحده عربي امارات له یوه هېواد څخه چې د سپوږمکۍ خدمتونو پېرونکی دی، په داسې هېواد بدل کړي چې دغه خدمتونه نورو ته وړاندې کړي. په ورته وخت کې به د دې صنعت اړوند د انجنیرۍ وړتیاوې، فکري شتمني او د توکو او خدمتونو رسولو لړۍ هم د هېواد دننه وساتل شي.
هغه شرکت چې محب یې مشري کوي، «اوربټ ورکس»، په ابوظبي کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه برخمنې سپوږمکۍ طرحه کوي، جوړوي او د کار لپاره یې چمتو کوي.
دغه شرکت وايي، موخه یې دا ده، چې د سوداګریزو، ملکي او امنیتي موخو لپاره په هېواد کې دننه د فضايي چارو بنسټیزې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د اعلان شوې طرحې له مخې، د «الټایر – راتلونکي نسل» سپوږمکۍ به په رادار، رڼیزو حسکوونکو او نورو وسایلو سمبالې وي.
د معلوماتو یوه برخه به د ځمکې پر لور د خامو انځورونو له لېږلو مخکې په خپله سپوږمکۍ کې وڅېړل شي.
د دې سپوږمکیو شبکې لپاره اعلان شوې دندې په سمندر کې څارنه، د ځنګلي اورونو پېژندنه، د پېښو پر وړاندې چټک غبرګون او د بندرونو او مهمو بنسټونو څارنه ده.
«لافت اوربیټل» هم ویلي، چې د دغې سپوږمکېږي شبکې د ټکنالوژۍ، مصنوعي ځیرکتیا، کمپیوټري پروګرامونو او د عملیاتو په برخو کې به له «اوربټ ورکس» سره ګډ کار وکړي.
ټاکل شوې چې په ابوظبي کې جوړې شوې لومړنۍ سپوږمکۍ په راتلونکو اونیو کې فضا ته ولېږل شي.
«اوربټ ورکس» ویلي، چې د الټایر دنده د متحده عربي اماراتو د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي په خپل هېواد کې د سپوږمکیو د طرحې، جوړولو او کارولو بشپړ فضايي صنعت رامنځته کړي.
حمدالله محب د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د افغانستان د جمهوري نظام له ړنګېدو مخکې د پخواني ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار وو.
هغه له افغانستان څخه تر وتلو وروسته په متحده عربي امارات کې د فضايي ټکنالوژۍ په برخه کې سوداګریزو فعالیتونو ته مخه کړې ده.
د افغانستان رسنیو په ۲۰۲۴ کال کې هم په متحده عربي امارات کې د محب له لوري د «مارلان سپېس» شرکت له جوړېدو خبر ورکړی وو.
د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې محب، چې هغه مهال د «اوربټ ورکس» اجراییوي مشر وو له ابوظبي پراختیايي صندوق سره د سپوږمکیو په برخه کې یوه هوکړه هم لاسلیک کړې وه.
نوې پروژه د افغانستان په حکومت کې د محب د دندې له پای ته رسېدو وروسته د هغه له مهمو سوداګریزو فعالیتونو څخه ګڼل کېږي.
دا پروژه ښيي چې د نوموړي مسلکي فعالیتونه په وروستیو کلونو کې د افغانستان له سیاست او امنیتي چارو څخه د فضايي ټکنالوژۍ او د مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې پانګونې او سوداګرۍ ته اوښتي دي.