د ترکیې یو بنسټ په افغانستان کې پر یتیمو او اړو ماشومانو د ښوونځي وسایل وېشي

د ترکیې د بشري مرستوبنسټ (İHH) اعلان کړی چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره به په افغانستان او ۲۰ نورو هېوادونو کې ۱۰زره یتیمو او اړو ماشومانو ته د ښوونځي اړین وسایل ووېشي.

د ترکیې د بشري مرستوبنسټ (İHH) اعلان کړی چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره به په افغانستان او ۲۰ نورو هېوادونو کې ۱۰زره یتیمو او اړو ماشومانو ته د ښوونځي اړین وسایل ووېشي.
د بنسټ د معلوماتو له مخې، هر ماشوم ته به د شاوخوا ۱۵۰۰ترکي لیرې په ارزښت د ښوونځي کڅوړې ورکړل شي.
په دغو کڅوړو کې کتابچې، قلمدان، پنسلونه، قلمونه، پنسل پاک، پېنسل تراش، خطکش، رنګې او نور اړین توکي شامل دي.
د ښوونځي د وسایلو دغه مرستې به په افغانستان، سوریه، پاکستان، بنګلهدېش، سومالیا، یمن، سوډان، لبنان، مالي، سریلانکا، تانزانیا، قرغیزستان، تایلنډ، توګو، تونس، سیرا لیون، نیپال او نورو هېوادونو کې ووېشل شي.
د بنسټ مرستیال مشر رشات بشېر ویلي، د دغو مرستو موخه په هغو سیمو کې د ماشومانو د زدهکړو ملاتړ دی چې د جګړو او بېلابېلو ناورینونو له امله له سختو شرایطو سره مخ دي.
بنسټ زیاتوي، چې که د خلکو مالي ملاتړ زیات شي، د مرستو د ترلاسه کوونکو ماشومانو شمېر ښايي ۳۰زرو ته لوړ شي.

د افغانستان د سویلي ولایتونو اوسېدونکي وايي، د روغتیايي خدمتونو، د درملو او طبي وسایلو د کمښت ستونزه ورځ تر بلې پراخېږي چې د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي یې له کړاو سره مخ کړي دي.
کندهار کې د درملو ټولنې پخواني مسوولان وایي، که څه هم دامهال پر قاچاقي لارو له پاکستان نه د درملو راوړل تر پخوا زیات شوي؛ خو بیا هم په بازار کې د درملو بیه لوړه ده.
د کندهار، روزګان او زابل ولسوالیو یوشمېر ناروغان وايي، روغتیايي مرکز ته له رسېدو وروسته یې هم د درملنې ستونزه نه ختمېږي؛ ځکه ډېری وخت د عادي درملو په ګډون «کینول، سرنج او نور طبي توکي» په روغتیايي مرکزونو کې نه پیدا کېږي او ناروغان اړ کېږي چې له بازاره یې په خپل شخصي لګښت وپېري.
د کندهار یو اوسېدونکی په دې اړه وايي: «موږ د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته ځو؛ خو هلته چې درمل نه وي، بیا مو بازار ته پسې استوي، د یوې کینول او عادي درملو لپاره هم باید له خپل جېب څخه پیسې ورکړو؛ که څوک پیسې ونه لري، ناروغ یې همداسې پاتې کېږي، په دولتي مرکزونو کې یې هم د درملو د نشتوالي له امله درملنه نهکېږي».
کندهار کې د درملو د ټولنې پخواني مسوولین وایي، که څه هم دامهال پر قاچاقي لارو له پاکستان نه د درملو راوړل تر پخوا زیات شوي؛ خو بیا هم په بازار کې د درملو بیه لوړه ده او په ګڼو دولتي روغتیايي مرکزونو کې درمل هیڅ ناروغ ته نه ورکول کېږي.
روغتیايي سرچینې وایي، د موسسو د ملاتړ او تمویل له کمښت سره په ګڼو سیمو کې روغتیايي خدمات هم محدود شوي او د ولسوالیو ناروغان تر ډېره د کندهار ښار او نورو لویو مرکزونو ته مراجعه کوي.
په روزګان کې بیا د لرو پرتو سیمو خلک وايي، د درملو له کمښت سره د خرابو لارو او د ټرانسپورټ لوړ لګښت ستونزه لا جدي شوې ده. د دوی په وینا، له یوې خوا ناوړه اقتصادي وضعیت او بل خوا پر خرابو لارو تر کندهار یا بل ځایه پورې تګ ناروغان نور هم له سختو ستونزو سره مخ کوي.
د روزګان د چورې ولسوالۍ یو اوسېدونکی امیر محمد وايي: «زموږ په ولسوالۍ کې اکثره وخت درمل نه وي، پخوا به یې ناروغ ته یو دوې ګولۍ ورکولې؛ خو اوس هغه لا نهشته. ناروغ باید ترینکوټ ته یا کندهار ته یوسو. لاره خرابه ده، موټر په سختۍ پیدا کېږي او کرایه یې هم لوړه ده، په شخصي روغتون کې د درملنې توان نهلرو، په هغه جنګونو کې لا داسې حالت نهو راباندې راغلی».
د کندهار ترڅنګ هلمند او زابل هم د پراخو غرنیو سیمو، خرابو لارو او لرو پرتو ولسوالیو له امله له ورته ستونزې سره مخ دي. په دې سیمو کې د درملو کمښت یوازې د یوه ناروغ د درملنې ستونزه نهده؛ بلکې د ماشومانو، امېندواره ښځو او بېړنیو ناروغانو ژوند هم اغېزمنوي.
د دغه سیمو اوسېدونکي وایي، کله چې په ولسوالۍ یا لرو پرتو سیمو کې درمل نهوي، ناروغ لومړی د موټر کرایه برابروي، بیا ښار ته سفر کوي او وروسته د شخصي روغتون، درملو او لابراتوار لګښتونه ورکوي چې دغه لګښت دوه سلنه خلک هم نهشي برابرولای.
په سویلي ولایتونو کې د درملو او روغتیايي خدمتونو کمښت هغه مهال لا جدي شو، چې د روغتیا په برخه کې د یوشمېر نړۍوالو او مرستندویه موسسو فعالیتونه کم یا محدود شول.
د تمویل کمښت د طالبانو لهخوا پر بشري او روغتیايي فعالیتونو لګېدلي محدودیتونه، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کاري چاپېریال تنګول او نور اداري او عملیاتي خنډونه هغه لاملونه بلل کېږي چې د روغتیايي پروګرامونو پر دوام یې اغېز کړی دی.
له دې سره په ځینو ولسوالیو کې د درملو، طبي وسایلو او نورو لومړنیو روغتیايي خدمتونو کمښت زیات شوی او هغه کورنۍ چې د شخصي درملنې توان نهلري، له جدي ستونزو سره مخ شوې دي.
یوشمېر افغان طبي محصلانو د پاکستان له حکومته غوښتي، د هغه افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه دې بېرته واخلي چې لا دمخه په طبي پوهنځیو کې شامل شوي او اجازه ورکړي چې دوی خپلې زدهکړې بشپړې کړي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۳مه) په یوه راپور کې ویلي، شاوخوا زر افغان محصلان چې نږدې ۳۵۰ یې نجونې دي؛ دامهال په پاکستان کې د طب او غاښونو په برخو کې پر زدهکړو بوخت دي.
د خیبر میډیکل کالج د وروستي کال محصل او د افغان طبي محصلانو د ټولنې ویاند عنایتالله مومند ویلي، افغانستان ته د افغان محصلانو د ستنېدو په اړه د پاکستان د طبي شورا پرېکړې د محصلانو اندېښنې زیاتې کړې دي.
نوموړي ویلي، شاوخوا ۲۰۰ نور افغان محصلان چې د تخصصي پروګرامونو د پیل په تمه دي له یادې پرېکړې اغېزمن شوي دي. مومند ټینګار کړی، چې پاکستان دې د تازه شاملېدو مخه ونیسي؛ خو هغه محصلان چې لا دمخه په طبي پوهنتونونو کې شامل شوي، د زدهکړو بشپړولو اجازه ورکړل شي.
د نوموړي په وینا، د ښځینه محصلانو وضعیت تر ټولو ډېر د اندېښنې وړ دی. هغه وايي، ښځینه محصلانې به د بېرته ستنېدو په صورت کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زدهکړو د لګېدلو بندیزونو له امله له زدهکړو بېبرخې شي.
هغه ویلي، ټول افغان محصلان له قانوني ویزو سره پاکستان ته تللي او یوشمېر هغه کسانو چې ویزې یې پای ته رسېدلې؛ د ویزو د غځولو لپاره غوښتنلیکونه هم سپارلي دي.
مومند زیاته کړې، چې افغان محصلان د وړتیا پربنسټ په پاکستان کې منل شوي؛ ځینې د پاکستان په بورسیو، ځینې د افغانانو لپاره ځانګړو شوو څوکیو او یوشمېر نور د افغانانو لپاره د پاکستان د تخنیکي مرستو د پروګرام له لارې په ښوونیزو مرکزونو کې ثبت شوي دي.
بلخوا د کېنګ اډوارډ میډیکل پوهنتون یوې محصلې نجما بيبي ویلي، که څه هم د لاهور عالي محکمې د پاکستان طبي شورا د جولای ۳۱مې او سپټمبر لومړۍ نېټې پرېکړې په لنډمهالي ډول ځنډولې دي؛ خو دغه پرېکړې د محصلانو ستونزه په بشپړه توګه نهده حل کړې.
یوې بلې افغانې محصلې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو پر زدهکړو د طالبانو بندیز ته په کتو افغانستان ته ستنېدل به د ښځینه طبي محصلانو راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کړي.
هغې ویلي، دوه کاله وړاندې د پاکستان د علامه اقبال بورسیې له لارې پاکستان ته تللې وه؛ څو طبي زدهکړې بشپړې او په راتلونکي کې په افغانستان کې ښځو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
وړاندې د سپټمبر په لومړۍ نېټه د پاکستان طبي شورا د افغان محصلانو د بېرته ستنېدو پرېکړه کړې وه. یادې پرېکړې په پراخه کچه غبرګونونه راوپارول.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي د افغانستان او عراق په اړه د امریکا او اروپا پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې لوېدیځ هېوادونو د خپلو ملي ګټو له امله په افغانستان او عراق کې د جګړو پرمهال د مېلیونونه انسانانو وژلو ته زمینه برابره کړه.
اڅکزي د سردار عطاءالله خان مېنګل د تلین په مراسمو کې د وینا پرمهال وویل، نړۍوال قدرتونه هغه مهال د بشري حقونو خبرې کوي چې د دوی ملي ګټې له ګواښ سره مخ نهوي؛ خو د خپلو ګټو له امله د نورو هېوادونو خلکو ته د درنو بشري زیانونو پروا نهکوي.
هغه د پاکستان د اوسني وضعیت په اړه خبرداری ورکړ، چې دغه هېواد د «ماتېدو او جوړېدو» پر دوهلارې ولاړ دی او که سیاسي مشرتابه له عقل او سیاسي تدبیر کار وانخلي؛ د هېواد د ماتېدو ګواښ زیاتېدای شي.
اڅکزي وویل، پاکستان د خپل تاریخ په یوه حساس پړاو کې دی او سیاسي ګوندونه باید خپله ګډه سیاسي پوهه وکاروي او داسې لاره غوره کړي چې هېواد د جوړېدو او پرمختګ پر لور ولاړ شي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې په پاکستان کې باید د اساسي قانون واکمني ټینګه شي، پوځ باید له سیاست څخه ووځي او پارلمان باید د واک اصلي سرچینه وي. هغه وویل، پښتانه، بلوڅان، سندیان او پنجابيان باید د خپلو سیمو د طبیعي سرچینو او شتمنیو د حقونو خاوندان وبلل شي.
اڅکزي له سیاسي ګوندونو وپوښتل، که جنرالان د خپلو سیاسي او قانوني ستونزو د حل لپاره له پارلمانه کار اخلي؛ نو سیاسي ګوندونه ولې په پارلمان کې داسې پرېکړه نهشي کولای چې په هېواد کې به اساسي قانون حاکم وي او پوځ به په سیاست کې لاسوهنه نهکوي.
اڅکزي پر ښوونیزو ادارو د سیاسي فعالیتونو د محدودېدو په اړه هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې له یوې خوا په پوهنتونونو کې د محصلینو پر ټولنو او سیاسي فعالیتونو بندیزونه لګېږي؛ خو له بلې خوا پوځي مرکزونه پوهنتونونو ته محصلین وربولي او د سیاست په اړه ورته ویناوې کوي.
هغه د سند په اړه وویل، چې په کراچۍ او د سند په نورو برخو کې مېشت پښتانه د دغه ایالت د اقتصاد او پرمختګ برخه دي او د کراچۍ په جوړولو کې یې ونډه اخیستې ده. اڅکزي له سند ایالتي حکومت وغوښتل، چې له پښتنو سره له فشار او زنداني کولو ډډه وکړي او د هغوی سیاسي او مدني حقونو ته درناوی وکړي.
نوموړي د سویلي پښتونخوا ایالت د جوړېدو په اړه وویل، که دغه موضوع د بلوچستان د وېشلو لپاره د کومې دسیسې په توګه مطرح کېږي پښتانه یې نه غواړي؛ خو په هر ډول حل کې باید د بلوڅانو حقونه هم خوندي وي.
اڅکزي وویل، د پښتنو او بلوڅانو ترمنځ باید د برابرۍ او متقابل درناوي اصل مراعات شي. هغه د پښتنو د سیاسي وضعیت په اړه وویل، چې پښتانه «مړه نهدي؛ بلکې ویده دي» او که د پښتنو، بلوڅانو او سندیانو مشران ګډ غږ پورته کړي، نو پښتانه به بېرته سیاسي فعالیت ته راوګرځي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، په دولتي روغتیايي بنسټونو کې یې د نږدې پنځو زرو کسانو د ګومارنې بهیر پیل کړی دی. لا روښانه نه ده چې ښځې به د دغو نږدې پنځو زرو ټولو بستونو لپاره د نوماندۍ حق ولري او که یوازې به د دې بستونو یوې برخې ته غوښتنلیک ورکولی شي.
یاد وزارت وايي، د دې اقدام موخه د روغتیايي خدمتونو ښه کول او په افغانستان کې د روغتیايي او درملیزو بنسټونو د ظرفیت پیاوړتیا ده.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالولي صدیقي د شنبې په ورځ د دغو بستونو د اعلانولو د بهیر د پیل پر مهال وویل چې د «مسلکي او وړ» کسانو ګومارنه د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه ده.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په وینا، په دغه استخدامي بهیر کې له دویمې تر شپږمې رتبې پورې بستونه شامل دي او اړین کسان به د ازادې سیالۍ له لارې وګومارل شي.
دغو بستونو کې د روغتیا، تخنیک او ادارې بېلابېلې برخې شاملې دي چې متخصصین او ډاکټران، د لابراتوار کارکوونکي، د ایکسرې او بېهوښۍ تخنیکران، فیزیوتراپیستان، د ارتوپیدۍ تخنیکي کارکوونکي، سرپرستان او اداري او خدماتي کارکوونکي پکې شامل دي.
دغه وزارت وايي، په ولایتونو کې ۱۲۰۰ اداري بستونه او د روغتیايي معلوماتو د مدیریت سیستم اړوند بستونه په ولسوالیو کې، او شاوخوا ۱۸۰۰ مسلکي بستونه د ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو کې د ازادې سیالۍ لپاره اعلان شوي دي.
همداراز ټاکل شوې چې د روان کال په اوږدو کې د جمهوریت روغتون شاوخوا ۱۸۰۰ نوي او خالي بستونه هم اعلان او د ازادې سیالۍ له لارې ډک شي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، د غوښتونکو ټاکنه به د هغوی د تخصص، وړتیا، تحصیلي اسنادو او د هر بست لپاره د ټاکل شویو شرایطو پر بنسټ ترسره کېږي.
د ښځینه روغتیايي کارکوونکو ونډه روښانه نه ده
د افغانستان روغتیايي نظام په داسې حال کې د نږدې پنځو زرو کسانو د ګومارنې بهیر پیلوي چې دغه نظام له مسلکي کاري ځواک، په ځانګړي ډول له ډاکټرانو، قابلو او نورو ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت له ستونزې سره مخ دی.
د عامې روغتیا وزارت د دغو بستونو د ترکیب، په استخدامي بهیر کې د ښځو د ونډې او ښځو ته د ځانګړو شویو کاري فرصتونو په اړه جزیات نه دي خپاره کړي.
همداراز لا روښانه نه ده چې ښځې به د دغو نږدې پنځو زرو ټولو بستونو لپاره د نوماندۍ حق ولري او که یوازې د بستونو یوې برخې ته به غوښتنلیک ورکولی شي.
د طالبانو له لوري د ښځو پر زدهکړو، کار او تګ راتګ لګېدلو محدودیتونو هم د روغتیا په برخه کې د ښځینه کارکوونکو کمښت زیات کړی دی. کارپوهان او نړیوال بنسټونه وايي، دغه محدودیتونه په ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی ستونزمنوي.
د روغتیا نړیوال سازمان د روان کال په چنګاښ کې ویلي وو چې د مالي سرچینو د کمښت له امله په افغانستان کې د ۱۵۰ څخه د زیاتو روغتیايي مرکزونو فعالیت درول شوی دی.
د دغو مرکزونو تړل کېدو د میلیونونو کسانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی محدود کړی او د افغانستان پر روغتیايي نظام یې لا زیات فشار راوستی دی.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په غبرګون کې ویلي وو، که نړیوال بنسټونه د دغو مرکزونو د فعالیت لګښتونه برابر نه کړي، د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د روغتیايي برخې د بودجې په زیاتولو سره د دغې کمښت یوه برخه جبران کړي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت تر اوسه د نږدې پنځو زرو بستونو د استخدام بشپړ مهالوېش او د نوملیکنې دقیق شرایط نه دي خپاره کړي.
دغه وزارت د روان کال په زمري کې هم د روغتیايي برخې د پراختیا لپاره خپله نوې ستراتېژي اعلان کړې وه او ادعا یې کړې وه چې دغه پلان به د مور او ماشوم د پاملرنې په ګډون د روغتیايي خدمتونو له ښه کېدو سره مرسته وکړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج حقاني د ملا هبتالله له خوا د ننګرهار یو ګوښه شوی طالب چارواکی او د ټولنیزو رسنیو فعال، قاري ساجد خوږیاڼی، د دغه ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ امنیه قوماندان ټاکلی. هغه چې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس و، دوه نیم کاله مخکې له دندې ګوښه شوی و.
افغانستان انټرنشنل - پښتو ته سرچینې وايي، ساجد خوږیاڼی د حقاني شبکې له مخکښو مطبوعاتي فعالانو څخه دی او د دې شبکې د مشر سراجالدین حقاني په پاملرنه بېرته پر دنده ګومارل شوی دی.
د هبتالله پټ منتقد او د حقاني په مزاج برابر سړی
د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴مه، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، قاري ساجد خوږیاڼی ښايي یوازېنی طالب چارواکی و چې د جمهوري نظام په یوه مهمه نفوذي سیمه، ننګرهار، کې یې نرم چلند د خلکو پام ځانته اړولی و.
هغه د جلالاباد ښاروال و؛ یوه مهمه عایداتي اداره چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې مشري ور وسپارل شوه.
ساجد خوږیاڼی مخکې د طالبانو د یوه سختدريځه قوماندان په توګه د هدفي وژنو او نورو پېښو په تړاو تورن شوی و، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې په ننګرهار کې یو شمېر سیمهییز ملاتړي، په ځانګړي ډول ځوانان، پر ځان راټول کړل او د سیمهییزو کوډونو په کارولو یې د خپل نظام او په ځانګړي ډول د هغې شبکې ملاتړ ته وهڅول چې دی ورسره تړلی و.
دا سړی سراجالدین حقاني و، چې خپله یې د قاري ساجد د رهبر په توګه په افغانستان کې ورته شالید او ځانګړنې لرلې. خو د ساجد خوږیاڼي کړنې د هبتالله اخوندزاده د پلویانو له سترګو پټې نه وې.
ننګرهار، چې تر اوسه هم ډېری چارواکي یې د هبتالله اخوندزاده د ځانګړې شبکې اړوند دي، هغه مهال پکې د لوړو زدهکړو اوسني وزیر، شیخ ندا محمد ندیم، د امنیه قوماندان په توګه دنده لرله.
ساجد خوږیاڼی د هبتالله د پلویانو د څار او غوښتنې له امله له ښاروالۍ لیرې او د چپرهار ولسوالۍ امنیه قوماندان وټاکل شو.
هغه وروسته څو نورې نظامي دندې هم ترسره کړې، تر دې چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په پای کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رییس په توګه وټاکل شو.
ساجد خوږیاڼی، چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېر فعال دی، د سرچینو د معلوماتو له مخې، له حقاني شبکې څخه خړوبیږي او د دغې شبکې د دریځونو د ملاتړ ترڅنګ د طالبانو د مشرتابه سخت دریځه کړنې په بېلابېلو بڼو نقدوي.
له نارنج ګل مشاعرې پر هبتالله «د کاڼي ګوزار» او د کور ناستۍ سزا
اصلي جنجال د ۱۴۰۳ لمریز کال د وري میاشتې په ۵مه، د جلالاباد په سراجالعمارت ماڼۍ کې د نارنج ګل په دودیزه کلنۍ مشاعره کې جوړ شو.
دا ماڼۍ د امیر حبیبالله خان د ژمنۍ دمې ځای و. د طالبانو مشهور ملاتړي شاعر او د ساجد خوږیاڼي نږدې ملګري مطیعالله تراب پکې داسې شعرونه وویل چې د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شول، خو د طالبانو پر امیرالمؤمنین ملا هبتالله د «کاڼي ګوزار» ګڼل کېدل.
مطیعالله تراب، چې وروسته د زړه ناروغۍ له امله ومړ، د حقاني شبکې له مشر او د طالبانو له کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني سره نږدې اړیکې او راشه درشه لرله.
هغه په خپلو شعرونو کې پر ملا هبتالله اخوندزاده په ښکاره او کنایوي ډول توندې نیوکې وکړې.
تراب په خپلو شعرونو کې هبتالله اخوندزاده کابل ته د راتګ، د لویې جرګې او ملي پخلاینې، نجونو ته د زدهکړو د حق ورکولو، د ملي بیرغ او ملي سرود او د خلکو د غوښتنو د منلو غوښتنه کړې وه.
د یادونې وړ ده چې هغه مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني هم په څو ویناوو کې ورته کنایوي نیوکې او غوښتنې لرلې، خو کندهار ته له احضارېدو وروسته یې په شا شو.
له دغې مشاعرې وروسته، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته سرچینو ویلي و چې مطیعالله تراب او د مشاعرې سمبالوونکی قاري ساجد خوږیاڼی د طالبانو د سیمهییزو چارواکو له خوا احضار شوي او له هغوی سره توند چلند شوی دی.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل چې له دغې احضارۍ او د ملا هبتالله د ډلې له غوسې وروسته، قاري ساجد خوږیاڼی د خپل سپیناوي لپاره بلخ ولایت ته ولاړ او د دغه ولایت له والي او د هبتالله له نږدې کس حاجي یوسف وفا سره یې ولیدل.
خو له دې سره بیا هم، د هماغه کال د وري په ۲۱مه له دندې ګوښه شو او تر اوسه یې د «کور ناستۍ» دوره تېره کړه.
د یادونې وړ ده چې د ملا هبتالله اخوندزاده غوسه یوازې پر مطیعالله تراب او قاري ساجد محدوده پاتې نه شوه.
تر دې پېښې وروسته، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ټولو ولایتي ادارو ته شفاهي امر وکړ چې تر بل امر پورې د ټولو دودیزو مشاعرو، لکه د پروان د ارغوان ګل مشاعرې، جوړول وځنډوي.
د ساجد خوږیاڼي مرموزه ګیله؛ ازموینه، صبر او زغم
ساجد خوږیاڼي د خپلې نوې مقررۍ په تړاو په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې یو محتاطانه او له کنایې ډک پوسټ خپور کړی دی.
نوموړي لیکلي: «یقیناً مسؤلیت دروند بار دی او بیا د خپل کلي او ولس مسؤلیت، له خدای تعالی یې پوره توفیق غواړم چې په دغه امتحان کې مو هم کامیاب کړي. ملګرو، د انسان ژوند ټول له امتحاناتو سره مخ دی، په هر حال کې باید له صبر، زغم او حوصلې سړی کار واخلي؛ دا نظام زموږ خپل دی او د دې لپاره مو بېدریغه ستړې تېرې کړې دي، په هر حالت کې به یې د سر په بیه ساتنه کوو».
ځینې څارونکي باور لري چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني، له خپل امیر ملا هبتالله اخوندزاده څخه د اطاعت له بیا بیا ټینګار سره سره، په عمل کې د هغه پر وړاندې خپلو پټو مزاحمتونو ته دوام ورکوي.
د دوی په وینا، حقاني په دولتي ګومارنو، ولسي او بهرنیو اړیکو او نورو برخو کې هڅه کوي خپلې غوښتنې، تعاملات او مصلحتونه وساتي او د راتلونکي لپاره خپل نفوذ هم پیاوړی کړي