• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان حکومت له نورو ایالتونو اسلام‌اباد ته د امنیتي ځواکونو د لېږد غوښتنه کړې

۲۳ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۴:۳۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۴۴ GMT+۱

په پنجاب کې د پراخ لاریون لپاره د تحریک انصاف ګوند د فعالیتونو له زیاتېدو سره هم‌مهاله د پاکستان فدرالي حکومت د اسلام‌اباد امنیت د ټینګښت لپاره له پنجاب، سند او بلوچستان ایالتونو څخه د ۲۳زره او ۵۰۰ امنیتي ځواکونه د لېږد غوښتنه کړې ده.

د پاکستان کابینې دغه درېیو ایالتونو ته په استولي لیک کې ترې غوښته کړې، چې دغه ایالتونه دې په ګډه دغه ځواکونه اسلام‌اباد ته ولېږي. د غوښتنې له مخې، پنجاب باید ۱۵زره، سند ۸زره او بلوچستان ۵۰۰ کسیز ځواک اسلام‌اباد ته واستوي.

کابینې یوه خبرتیا کې ویلي، چې یاد پولیس باید د سپټمبر تر ۲۰مې پورې په اسلام‌اباد کې ځای پر ځای شي. د پاکستان فدرالي حکومت دغه غوښتنه داسې مهال کړې، چې په وروستیو اوونیو کې په اسلام‌اباد او نورو ښارونو کې د حکومت پرضد د سیاسي فعالیتونو او لاریونونو د ترسره کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د سپټمبر په ۲۷مه د اسلام‌اباد پر لور د لاریون او د خپل مشر عمران خان د خلاصون لپاره په ټول هېواد کې د اعتراضونو د پیل اعلان کړی دی.

بلخوا د پنجاب حکومت په دغه ایالت کې د پنځو ورځو لپاره پر هغه غونډو، لاریونونو او مظاهرو بندیز لګولی چې له پنځو د ډېرو کسانو ګډون په‌کې وي. د پنجاب د کورنیو چارو وزارت وړاندې ویلي و، چې امنیتي او استخباراتي ادارو د ترهګریزو فعالیتونو په اړه باوري معلومات ترلاسه کړي. په دغه خبرداریو کې د ځانمرګو بریدونو، له چاودېدونکو توکو د ډکو موټرو او هدفي وژنو د احتمالي بریدونو یادونه هم شوې وه.

ډېر لیدل شوي

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و
۱

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۲

محيي‌الدین مهدي: پښتانه باید د افغانستان له نورو قومونو بښنه وغواړي

۳

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي

۴

د حمزه بن لادن د ویډیو له خپرېدو وروسته پر کابل د بې‌پیلوټه الوتکو ګزمې زیاتې شوې

۵

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

•
•
•

نور خبرونه

حمدالله محب متحده عربي امارات کې د سپوږمکۍ د لېږد یو میلیارد ډالري پروژې مسوول دی

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۳۳ GMT+۱
100%

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار حمدالله محب اوس‌مهال د متحده عربي امارات د فضايي ټکنالوژۍ د یوې سترې پروژې مدیریت مخې ته وړي. پر دغې پروژې یو میلیارد ډالر پانګونه کېږي او ټاکل شوې چې له مصنوعي ځیرکتیا څخه برخمنې ۵۰ سپوږمکۍ جوړې او فضا ته واستوي.

محب د «مارلان سپېس» او «اوربټ ورکس» شرکتونو اجراییه مشر دی. دواړه شرکتونه په متحده عربي امارات کې مېشت دي او د فضايي ټکنالوژۍ، د سپوږمکیو د جوړولو او د هغو د کارونې په برخو کې فعالیت کوي.

«مارلان سپېس» او «لافت اوربیټل» شرکتونه د هغه ګډ کنسرسیوم مشري کوي چې د «الټایر – راتلونکی نسل» پروګرام د جوړولو لپاره یو میلیارد ډالره پانګونه کوي. ټاکل شوې، چې د دې پروژې په لومړي پړاو کې ۵۰ سپوږمکۍ جوړې شي او دا سپوږمکۍ به په ابوظبي کې تولید شي.

محب د دې پروژې د اعلان په مراسمو کې ویلي، چې کله یې د الټایر د جوړولو کار پیل کړ، نو پر داسې راتلونکي یې حساب کړی وو، چې «ځیرکتیا» به د ځمکې مدار ته ولېږدول شي او متحده عربي امارات به له هغو هېوادونو څخه وي چې دغه ټکنالوژي جوړوي.

هغه ویلي، چې ۵۰ سپوږمکۍ به د بېلابېلو وړتیاوو په لرلو سره د یوې ګډې شبکې په توګه فعالیت وکړي او ښايي دا پروژه د نړۍ له تر ټولو پرمختللو سپوږمکۍ لرونکو شبکو څخه یوه شي.

محب زیاته کړې، چې موخه یې یوازې په دې صنعت کې ګډون نه‌دی، بلکې غواړي په دې برخه کې مشري هم وکړي.

نوموړي الټایر او «الټایر – راتلونکی نسل» د هغو هڅو یوه برخه بللې چې موخه یې په ابوظبي کې د سپوږمکیو د جوړولو وړتیا په یوه «ملي توان» بدلول دي.

100%

د هغه په وینا، دا پروژه کولای شي متحده عربي امارات له یوه هېواد څخه چې د سپوږمکۍ خدمتونو پېرونکی دی، په داسې هېواد بدل کړي چې دغه خدمتونه نورو ته وړاندې کړي. په ورته وخت کې به د دې صنعت اړوند د انجنیرۍ وړتیاوې، فکري شتمني او د توکو او خدمتونو رسولو لړۍ هم د هېواد دننه وساتل شي.

هغه شرکت چې محب یې مشري کوي، «اوربټ ورکس»، په ابوظبي کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه برخمنې سپوږمکۍ طرحه کوي، جوړوي او د کار لپاره یې چمتو کوي.

دغه شرکت وايي، موخه یې دا ده، چې د سوداګریزو، ملکي او امنیتي موخو لپاره په هېواد کې دننه د فضايي چارو بنسټیزې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د اعلان شوې طرحې له مخې، د «الټایر – راتلونکي نسل» سپوږمکۍ به په رادار، رڼیزو حسکوونکو او نورو وسایلو سمبالې وي.

د معلوماتو یوه برخه به د ځمکې پر لور د خامو انځورونو له لېږلو مخکې په خپله سپوږمکۍ کې وڅېړل شي.

د دې سپوږمکیو شبکې لپاره اعلان شوې دندې په سمندر کې څارنه، د ځنګلي اورونو پېژندنه، د پېښو پر وړاندې چټک غبرګون او د بندرونو او مهمو بنسټونو څارنه ده.

«لافت اوربیټل» هم ویلي، چې د دغې سپوږمکېږي شبکې د ټکنالوژۍ، مصنوعي ځیرکتیا، کمپیوټري پروګرامونو او د عملیاتو په برخو کې به له «اوربټ ورکس» سره ګډ کار وکړي.

ټاکل شوې چې په ابوظبي کې جوړې شوې لومړنۍ سپوږمکۍ په راتلونکو اونیو کې فضا ته ولېږل شي.

«اوربټ ورکس» ویلي، چې د الټایر دنده د متحده عربي اماراتو د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي په خپل هېواد کې د سپوږمکیو د طرحې، جوړولو او کارولو بشپړ فضايي صنعت رامنځته کړي.

حمدالله محب د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د افغانستان د جمهوري نظام له ړنګېدو مخکې د پخواني ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار وو.

هغه له افغانستان څخه تر وتلو وروسته په متحده عربي امارات کې د فضايي ټکنالوژۍ په برخه کې سوداګریزو فعالیتونو ته مخه کړې ده.

د افغانستان رسنیو په ۲۰۲۴ کال کې هم په متحده عربي امارات کې د محب له لوري د «مارلان سپېس» شرکت له جوړېدو خبر ورکړی وو.

د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې محب، چې هغه مهال د «اوربټ ورکس» اجراییوي مشر وو له ابوظبي پراختیايي صندوق سره د سپوږمکیو په برخه کې یوه هوکړه هم لاسلیک کړې وه.

نوې پروژه د افغانستان په حکومت کې د محب د دندې له پای ته رسېدو وروسته د هغه له مهمو سوداګریزو فعالیتونو څخه ګڼل کېږي.

دا پروژه ښيي چې د نوموړي مسلکي فعالیتونه په وروستیو کلونو کې د افغانستان له سیاست او امنیتي چارو څخه د فضايي ټکنالوژۍ او د مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې پانګونې او سوداګرۍ ته اوښتي دي.

100%

د ملګرو ملتونو لوړپوړي چارواکي د ترهګرۍ د بدلېدونکې بڼې په اړه خبرداری ورکړی دی

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۱:۰۶ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د امنیت شورا د ترهګرۍ ضد کمېټې اجراییوي مدیرې ناتالیا ګرمن ويلي چې په وروستیو کلونو کې د تروریزم ګواښ «ډېر پراخ او غیرمتمرکز» شوی دی. نوموړې ويلي چې ترهګرو ډلو ځانونه له نویو شرایطو سره عیار کړي او له نوې ټیکنالوژۍ څخه ګټه پورته کوي.

ګرمن د جمعې په ورځ د سېپټمبر ۱۱مې نېټې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت د امنیت شورا په غونډه کې ډرون الوتکو ته د ترهګرو ډلو د اسانه لاسرسي په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دا تجهیزات د څارنې، پېژندنې او بریدونو د ترسره کولو لپاره کارول کېږي.

مېرمن ګرمن څرګنده کړه چې ترهرګرو ډلو خپل جوړښتونه له نویو شرایطو سره عیار کړي، خپل عملیات یې غیرمتمرکز کړي او خپلې مالي سرچینې یې متنوع کړې دي.

د هغې په وینا، دا ډلې د خپل نفوذ د پراخولو لپاره د کمزوري حکومتوالۍ، پر سرچینو د سیالۍ او سیمه ییزو ناخوښیو څخه ناوړه ګټه پورته کوي. هغې زیاته کړې چې غیرمتمرکزې هستې، کمزورې شبکې، د تروریستي ګواښ مخ پر زیاتېدونکې برخه جوړوي.

د ټیکنالوژي او مصنوعي ځیرکتیا د امنیت شورا د تروریزم ضد کمېټې اجراییوي مدیرې وویل چې ټیکنالوژۍ په ګړندۍ ډول د ترهګرۍ د ګواښ چاپیریال بدل کړی دی.

د هغې په وینا، ترهګرې ډلې د تبلیغاتو، د ځواکونو د جذبولو، د بریدونو د پلانولو، د معلوماتو د راټولولو او د مالي تمویل لپاره له رامنځته کېدونکو ټیکنالوژیو څخه ګټه اخلي.

همداراز نوموړې ټینګار وکړ چې د ترهګرو ډلو له خوا د ماشومانو او ځوانانو استثمار په یو جدي ننګونې بدل شوی دی اوټولنیزې شبکې، د انلاین لوبو چاپیریال او نورې مجازي پاڼې د زیان منونکو کسانو د پېژندلو او د هغوی، په ځانګړې توګه د ځوانانو د جذبولو لپاره کارول کېږي او د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګ دا بهیر لا ګړندی او پراخ کړی دی.

مېرمن ګرمن د تروریزم د مالي تمویل د دوام په اړوند وویل چې د تروریزم د مالي تمویل شبکې ډېرې غیرمتمرکزې شوي او د هغوی پېژندل لا پېچلي شوي دي. هغې د دودیزو لارو لکه د نغدو پیسو د لېږد او د حوالې د سیسټمونو د دوامداره کارولو خبر ورکړ او په عین حال کې یې وویل چې تروریستي ډلې تر بل هر وخت ډېر له انلاین تادیاتو، د ډله ییز تمویل له پلاتفورمونو (کراوډ فنډینګ)، موبایل پیسو او مجازي شتمنیو څخه ګټه اخلي.

هغې زیاته کړه چې ډېری تروریستي ډلې له مجرمانه فعالیتونو، لکه باج اخیستنې، د تاوان لپاره له سړي تښتونې، قاچاق او د طبیعي سرچینو له ناقانونه ګټې اخیستنې څخه عاید ترلاسه کوي.

ګرمن د تروریزم د مالي تمویل د خطرونو په اړه د مالي اقدام د ځانګړې ډلې د ۲۰۲۵ کال هراړخیز راپور ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دا راپور د تروریزم ضد کمېټې د اجراییوي مدیریت او د فرانسې د خزانې په همکارۍ چمتو شوی، او د نوې مالي ټیکنالوژۍ له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو او د مرستو د راټولولو د نویو لارو د پېژندلو پر اړتیا ټینګار کوي.

د لاهور عالي محکمې له حکم سره سره د افغان طبي محصلینو ستونزه لا نه ده حل شوې

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۴۸ GMT+۱
100%

د پاکستان لاهور ایالت عالي محکمې د افغان طبي محصلینو د زده‌کړو د دوام په اړه لنډمهاله حکم کړی، خو محصلین وايي لا هم بشپړ ډاډ نه لري او ځینې یې له لیلیو هم ایستل شوي دي.

د افغان طبي محصلینو مدافع وکیل جنید جبار خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، نږدې سل افغان محصلینو له نوموړي سره د خپلې ستونزې د حل لپاره اړیکه نیولې وه. د هغه په وینا، دغو محصلینو په قانوني ډول د پاکستان په طبي پوهنتونونو کې د طب پنځه کلنې زده‌کړې پیل کړې او ډېرو یې څو کاله زده‌کړې بشپړې کړې دي.

جبار خان وايي، د قضیې په لومړي پړاو کې یې د لاهور د بېلابېلو طبي پوهنتونونو د ۳۰ افغان محصلینو په استازیتوب لاهور عالي محکمې ته عریضه وړاندې کړه. په دغو محصلینو کې د کینګ اېډوارډ طبي پوهنتون، فاطمه جناح طبي پوهنتون، سیمز، امیرالدین طبي کالج او شیخ زاید طبي کالج محصلین شامل دي.

هغه وايي، د پاکستان اساسي قانون یوازې د دغه هېواد اتباعو ته بنسټیز حقوق نه ورکوي، بلکې په پاکستان کې مېشت بهرني وګړي هم د قانون له مخې له ځینو بنسټیزو حقونو برخمن دي.

د نوموړي په وینا، یاد افغان محصلین په قانوني لارو پاکستان ته تللي، په طبي پوهنتونونو کې یې داخله اخیستې او ډېرو یې معتبرې ویزې لرلې. هغه وویل، د ځینو محصلینو زده‌کړې تر څلورم او پنځم کال پورې رسېدلې وې، خو ناڅاپه ورته وویل شول چې زده‌کړې یې درول کېږي او باید له پاکستانه ووځي.

جبار خان د دې پرېکړې په اړه وویل: «که د کوم ځانګړي محصل پر وړاندې امنیتي یا قانوني ستونزه وي، باید د هغه قضیه په جلا ډول وڅېړل شي.»

نوموړي وویل، د پاکستان د طبي او غاښونو شورا وکیل په محکمه کې ادعا کړې وه چې د ځینو افغان محصلینو ویزې نشته او امنیتي ستونزې هم شته؛ خو د ده په وینا، محکمې له دغو دلایلو وروسته د شورا استدلال ونه مانه او د محصلینو په ګټه یې لنډمهاله حکم صادر کړ.

د جبار خان په وینا، محکمې امر کړی چې د افغان محصلینو زده‌کړې باید ونه درول شي، له لیلیو دې ونه ایستل شي تر څو وکولای شي چې خپلو زده‌کړو ته له خنډ پرته دوام ورکړي.

هغه وايي، د محکمې له حکم مخکې د ځینو افغان محصلینو لیلیې تړل شوي، خونې یې لاک شوي او ځینو ته د پولیسو له لوري د ځورونې ګواښونه هم شوي وو.

جبار خان زیاتوي چې د محکمې له لنډمهاله حکم وروسته یو شمېر افغان محصلین بېرته خپلو تعلیمي ادارو ته ستانه شوي، خو هغه ادعا ردوي چې ګواکې یوازې د هغو افغان محصلینو د ایستلو موضوع مطرح ده چې ویزې یې پای ته رسېدلې دي.

د نوموړي په وینا، د پاکستان د طبي او غاښونو شورا پرېکړه په عمومي ډول پر افغان طبي محصلینو اغېز کوي، «که ویزې یې معتبرې وي او که نه».

محصلین لا هم بشپړ ډاډ نه لري

په لاهور کې افغان طبي محصل دلاور خان وايي، سره له دې چې محکمې د دوی په ګټه لنډمهاله حکم صادر کړی، خو محصلین لا هم بشپړ ډاډ نه لري.

دلاور خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، تر هغه به محصلین ډاډه نه شي چې د پاکستان طبي او غاښونو شورا رسمي لیک صادر نه کړي، ځکه د نوموړي په وینا، پوهنتونونه د زده‌کړو د دوام لپاره رسمي مکتوب غواړي.

هغه وايي، افغان محصلین له لیلیو ایستل شوي او ځینې یې اوس په لاهور او ځینې نور په پېښور کې دي.

دلاور خان زیاتوي چې تر اوسه یو شمېر محصلینو ته په خپلو پوهنتونونو کې د زده‌کړو اجازه هم نه ده ورکړل شوې او د دوی اندېښنې لا هم پر خپل ځای دي.

هغه وویل: «موږ لا هم نه پوهېږو چې پاکستان له افغانستانه څه غواړي او د روان وضعیت له امله مو هیلې کمې شوې دي.»

د کراچۍ د طالبانو قونسلګري: د حل لپاره همکاري کوو

په همدې حال کې، په کراچۍ کې د طالبانو جنرال قونسلګرۍ ویلي چې سرپرست جنرال قونسل مولوي سید عبدالجبار تخاري د هغو افغان طبي محصلینو له یو شمېر سره لیدلي چې د عملي زده‌کړو په پړاو کې د کراچۍ په دولتي روغتونونو کې بوخت دي.

د قونسلګرۍ په وینا، افغان محصلینو له تخاري سره په پاکستان کې د افغان محصلینو د ایستلو د وروستي ضرب‌الاجل په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

قونسلګرۍ ویلي، تخاري محصلینو ته ډاډ ورکړی چې جنرال قونسلګري به د ستونزې د حل لپاره د قانوني لارو په موندلو کې له هر ډول همکارۍ ډډه ونه کړي.

افغان طبي محصلین وايي، د محکمې له لنډمهاله حکم سره سره لا هم د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د رسمي اقدام په تمه دي او غواړي د خپلو زده‌کړو د بشپړولو لپاره روښانه او عملي تضمین ترلاسه کړي.

په بلوچستان کې دوو وسله‌والو پېښو اته کسان وژلي

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۲۸ GMT+۱
100%

د پاکستان د بلوچستان په خضدار او ګوادر ولسوالیو کې په دوو جلا وسله‌والو پېښو کې اته کسان وژل شوي. په خضدار کې د واده پر مراسمو د ډزو له امله څلور کسان وژل شوي، او په ګوادر کې وسله‌والو د ملي لوژستیکي ادارې څلور کارکوونکي وژلي دي.

د خضدار ولسوالۍ د وډه سیمې اوسېدونکي وايي، د پنجشنبې په شپه شاوخوا لس بجې د واده د مراسمو پر مهال ډزې شوې چې له امله یې څلور کسان وژل شوي او د اووه کلن شهزیب په ګډون څو نور کسان ټپیان شوي دي.

د بلوچستان نیشنل ګوند مشر سردار اختر جان مېنګل په خپله ایکس پاڼه کې ادعا کړې چې پېښه د یار محمد سونارو په کلي کې شوې ده. نوموړي ویلي، په سیمه کې د واده لپاره چمتووالی نیول کېده، خو د پېښې له امله هغه کور د ماتم پر کور بدل شوی دی.

د پېښې د قربانیانو خپلوانو او ځايي اوسېدونکو د اعتراض په توګه د کوټې ـ کراچۍ لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې او د پېښې د پلټنې او د مسولینو د محاسبې غوښتنه یې کړې ده.

تر اوسه د پاکستان امنیتي ادارو د دغې پېښې د څرنګوالي او د سردار اختر مېنګل د ادعاوو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.

بل لور ته، د بلوچستان د ګوادر ولسوالۍ د پاکستان ـ ایران پولې ته څېرمه په یوه وسله‌وال برید کې د ملي لوجیسټيک ادارې څلور کارکوونکي وژل شوي دي.

د پولیسو په وینا، پېښه د جمعې په ورځ د جیوني تحصیل څخه شاوخوا ۶۰ کیلومتره لرې، د «۲۵۰» په نوم سرحدي سیمې ته څېرمه شوې ده. پولیس وايي، نامعلومو موټرسایکل سپرو وسله‌والو پر یوه پک‌اپ موټر ډزې وکړې چې له امله یې په موټر کې سپاره څلور واړه کسان ووژل شول.

پولیس زیاتوي چې بریدګرو وروسته موټر هم سوځولی او له سیمې تښتېدلي دي. د پولیسو په وینا، وژل شوي کسان د ملي لوجیستیک ادارې کارکوونکي وو او له هغوی سره موجودې نغدې پیسې هم د بریدګرو له لوري وړل شوې دي.

پولیسو د وژل شویو کسانو په توګه د پنجاب د لیه ولسوالۍ ۲۴ کلن غلام مصطفیٰ، د شیخوپورې ولسوالۍ ۳۴ کلن صنم مسیح، د کوټې د نوا کلي ۳۶ کلن کنول شهزاد او د خیبر پښتونخوا د کرک ولسوالۍ د تخت نصرتي سیمې ۲۶ کلن دانش اقبال پېژندلي دي.

د پولیسو په وینا، د وژل شویو کسانو جسدونه د ګوادر جي‌ډي‌اې روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې له ځایه یوه موټرسایکل هم ترلاسه شوی چې ښايي د بریدګرو له ډلې پاتې شوی وي.

پولیس وايي، د برید په اړه پلټنې روانې دي او تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې برید مسولیت نه دی منلی.

په ګوادر او شاوخوا سیمو کې په تېرو کلونو کې د غیرمحلي کارکوونکو، مزدورانو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې د ورته بریدونو ګڼې پېښې شوې دي چې په ځینو مواردو کې یې بلوڅ وسله‌والو ډلو مسولیت منلی دی.

حمزه بن لادن د القاعده په تازه ویډيو کې؛ امریکا مخکې د هغه د وژل کېدو خبر ورکړی و

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۴۰ GMT+۱
100%

القاعدې د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت په خپره کړې ۵۲ دقیقې ویډیو کې د خپل پخواني مشر اسامه بن لادن زوی، حمزه بن لادن، دوه ځله ښودلی، چې افغاني پټکی یې په سر دی. امریکا په ۲۰۱۹ کال کې د هغه د وژل کېدو خبر ورکړی و.

د ترهګرۍ د څارنې یوې ادارې په وینا، دغه خپرونه د القاعدې د رسنیزې څانګې «الصحاب» له لوري د «له ۹/۱۱ وروسته ۲۵ کاله» تر سرلیک لاندې خپره شوې ده. په دې خپرونه کې د سپټمبر ۱۱مه د داسې یوې مهمې پېښې په توګه انځور شوې چې د نړۍ پر سیاسي او امنیتي وضعیت یې ژور اغېز کړی دی.

په خپرونه کې د القاعدې د پخوانیو فعالیتونو، په افغانستان او منځني ختیځ کې د وضعیت او د سپټمبر ۱۱مې له بریدونو مخکې د یو شمېر پېښو یادونه شوې چې د افغان جمعیت اسلامي د پخواني مشر احمد شاه مسعود وژل کېدل هم پکې شامل دي.

د خپرونې ډېره برخه له پخوانیو ثبت شویو انځورونو جوړه شوې چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو صحنې، د لویدیځو رسنیو راپورونه او د امریکايي او اروپايي شنونکو څرګندونې پکې شاملې دي. په دغو برخو کې د یادو بریدونو پر سیاسي، پوځي او اقتصادي اغېزو بحث شوی دی.

حمزه بن لادن په خپرونه کې دوه ځله راڅرګندېږي او دواړه ځله یې دودیزه افغاني پګړۍ پر سر ده. هغه لومړی د خپرونې له پیل شاوخوا نهه دقیقې وروسته ښکاري او د اسلام پر وړاندې د یوې ادعا شوې نړیوالې جګړې په اړه خبرې کوي.

نوموړی د خپرونې په وروستۍ دقیقه کې بیا راڅرګندېږي. د ترهګرۍ د څارنې د یادې ادارې په وینا، په رسمي رسنیزو موادو کې د حمزه بن لادن د مخ ښکاره کېدل د پام وړ موضوع ده.

حمزه بن لادن له کلونو راهیسې د القاعدې د احتمالي راتلونکي مشر په توګه یادېده. امریکايي چارواکو په ۲۰۱۹ کال کې اعلان وکړ چې هغه د ترهګرۍ ضد عملیاتو پر مهال وژل شوی، خو د هغه د وژل کېدو په اړه یې بشپړ جزیات نه وو خپاره کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر په ۱۴مه د حمزه بن لادن مړینه تایید کړه. امریکايي چارواکو هغه مهال ویلي و چې نوموړی د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ډيورنډ کرښې ته څېرمه سیمه کې د امریکا په عملیاتو کې وژل شوی، خو د عملیاتو نور جزیات یې نه وو ورکړي.

وروسته بیا د حمزه بن لادن د ژوندي پاتې کېدو په اړه ناتایید شوي راپورونه او اټکلونه خپاره شوي دي. شنونکي وايي، په نوې خپرونه کې د هغه دوه ځله څرګندېدل ښايي د هغه د برخلیک په اړه د نویو پوښتنو د راپورته کېدو لامل شي او د اسامه بن لادن د میراث د ژوندي ساتلو او د القاعدې د پلویانو د نوي نسل د راجلبولو له هڅو سره تړاو ولري.