د کابل اوسېدونکې: د کابل ښار پوهنې ریاست کې ښځینه کارکوونکې له محدودیتونو سره مخ دي

د کابل ښار یوې اوسېدونکې افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې د طالبانو د پوهنې په ریاست کې ښځینه کارکوونکې د محدودیتونو او د اداري چارو پرمهال له ستونزو او لالهاندۍ سره مخ دي.
هغې ویلي، د کابل ښار پوهنې ریاست کې د ښځینه کارکوونکو برخه په بشپړه توګه له نارینه کارکوونکو جلا شوې. د نوموړې په وینا، د ریاست یوازې یوه کوچنۍ برخه چې شاوخوا شپږ غرفې لري، ښځینه کارکوونکو ته ځانګړې شوې او ښځې اجازه نهلري چې د خپلو کاري چارو لپاره د نارینه کارکوونکو برخې ته ولاړې شي.
هغې ویلي، د ښځینه ښوونکو اسناد او عریضې باید د ریاست د خدماتي کار کوونکو له لارې بلې برخې ته ولېږدول شي؛ خو وخت ناوخت دغه اسناد او عریضې ورکېږي او څوک یې مسوولیت نه مني.
دغه ښځه زیاتوي، محدودیتونه ان د ډوډۍ د وېش پرمهال هم لیدل کېږي او د ښځینه برخې لپاره ډوډۍ د دروازې له لاندې ورکول کېږي. نوموړې وايي، په کابل کې د طالبانو د پوهنې ریاست د ښځینه کارکوونکو لپاره په یوه تړلي او ستونزمن چاپېریال بدل شوی او ښځې د خپلو ورځنیو کاري چارو د ترسره کولو پرمهال له محدودیتونو او لالهاندۍ سره مخ دي.
هغې همداراز ویلي، چې د ښځینه کارکوونکو د ستونزو لپاره څوک د ځواب ویلو او د دغه ستونزو د حل مسوولیت نه مني.
