• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ په لاهور کې له سهیل اپریدي سره د شوې پېښې غندنه وکړه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۸:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۰:۲۷ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ په لاهور د دغه ایالت له اعلی وزیر سهیل اپریدی سره د شوې پېښې په غبرګون کې د پنجاب پولیسو پر ضد د غندنې پرېکړه وړاندې کړې ده. په دغه پرېکړه کې د پېښې د مسوولو پولیسو د معلومولو او د هغوی پر وړاندې د سختو اقداماتو غوښتنه شوې ده.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه د مسند نشین انور خان په مشرۍ ترسره شوه. د ایالتي قانون وزیر افتاب عالم اسمبلۍ ته پرېکړه وړاندې کړه.
په پرېکړه کې ویل شوي چې دا مجلس د اعلی وزیر سهیل اپریدي سره د شوې پېښې غندنه کوي. د پرېکړې له مخې په لاهور کې سهیل اپریدی په زور د پولیسو موټر ته پورته کړل شوی او له خپل امنیتي پروتوکول څخه جلا کړل شوی دی. په پرېکړه کې ویل شوی دي چې ښاغلی اپریدی وروسته له امنیت پرته په یوه لرې سیمه کې پرېښودل.
په پرېکړه کې د پنجاب پولیسو دغه اقدام ډېره جدي موضوع بلل شوې او ویل شوي چې د اعلی وزیر سهیل اپریدی په دې ډول درول د پاکستان د اساسي قانون د څلورمې او څوارلسمې مادې سرغړونه ده.
په پرېکړه کې ویل شوي چې پولیس حق نه لري چې د یوه ایالت له منتخب اعلی وزیر سره داسې چلند وکړي. له همدې امله غوښتنه شوې چې د پېښې د مسوولو پولیسو د معلومولو لپاره دې د څار کمرې ثبتونه وکتل شي او د مسوولو کسانو پر ضد دې سخت اقدام وشي.
دوی ټینګار کړی چې سیاسي اختلافات په خپل ځای خو د هر منتخب استازي امنیت باید په پام کې ونیول شي.
د غونډې مسند نشین انور خان د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه یې د سپټمبر تر ۱۸مې وځنډوله.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۴

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۵

سي‌بي‌اېس په ایران کې د امریکا د اېف ۱۵ الوتکې د پرېوتو نوي جزییات خپاره کړل

•
•
•

نور خبرونه

په پاکستان کې افغان ښځینه زده کړیالانې: حکومت راته له رسنیو سره د خبرو نه کولو ویلي

۲۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۰:۳۰ GMT+۱
100%

پاکستان کې افغان طبي محصلین وايي، د ثبت او اسنادو د ستونزې له امله یې د زده‌کړو د دوام په اړه اندېښنې زیاتې شوي او چارواکو ځینو ته سپارښتنه کړې چې خپلې ستونزې له رسنیو سره شریکې نه کړي. بل لورته محکمې د یو شمېر محصلینو د زده‌کړو د دوام لپاره لنډمهاله حقوقي خوندیتوب ورکړی دی.

د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې یو شمېر افغان طبي محصلین، چې ځینې یې د زده‌کړو وروستیو کلونو ته رسېدلي، وايي د ثبت او اسنادو د لانجې له امله یې د څو کلونو زده‌کړې له ګواښ سره مخ دي.

دوی وايي، پاکستان ته یې د تحصیلي بورسونو له لارې د راتلو لپاره ازموینې ورکړې، پوهنتونونو کې شامل شوي او تر وروستیو کلونو پورې یې زده‌کړې په عادي ډول کړې دي، خو اوس د پاکستان د طبي او غاښونو شورا له لوري د ثبت موضوع راپورته شوې او د دوی د زده‌کړو د راتلونکي په اړه یې جدي اندېښنې پیدا کړې دي.

100%

په لاهور کې یوې افغان محصلې، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم نه دی ښودل شوی، افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل چې دوی ته د خپلو ستونزو د رسنیو سره د نه شریکولو په اړه هم پیغامونه ورکړل شوي دي.

نوموړې وویل: «موږ ته میسجونه راغلي چې موږ باید له رسنیو سره خپل موضوعات شریک نکړو.»

هغې وویل، د لاهور د محکمې له حکم وروسته د دوی په اړه «یو څه غلط فهمي» رامنځته شوې، ځکه د هغې په وینا، د محصلینو اصلي ستونزه لا نه ده حل شوې او یوازې یوه اوونۍ وخت ورکړل شوی دی.

نوموړې وویل، دوی ته ویل شوي چې د پاکستان له طبي او غاښونو شورا سره ثبت شوي نه دي، خو د هغې په باور دا موضوع د پاکستان د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ ستونزه ده.

نوموړې وایي: «دوی په ځای د دې چې خپل منځ کې سره همغږي شي، موږ ته یې سرخوږی جوړ کړی. د پاکستان حکومت دې له موږ سره د نورو بهرنیو زده‌کوونکو غوندې برخورد وکړي.»

هغې وویل، افغان محصلین د پاکستان بورسونو ته له غوښتنلیک او ازموینې وروسته دغه هېواد ته راغلي دي.

یاده محصله زیاتوي: «موږ د پاکستان بورسونو ته اپلای کړې، امتحان مو ورکړی، دوی راوستي یو؛ نو څنګه ممکنه ده چې د درس په منځ کې، یا په وروستیو کې چې زده‌کوونکي فارغېږي، موږ د دې ډول ستونزو سره مخ شو؟»

د زده‌کړو د درېدلو او له پاکستان څخه د وتلو ګواښ

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې افغان زده کړیالان اندېښه لري چې افغانستان ته په ستنېدو به یې د کلونو زده‌کړې او خواري له منځه ولاړه شي.

100%

د سند په ډاو پوهنتون یوې افغان محصلې، چې د امنیتي دلایلو له امله یې مستعار نوم «ډاکټره فاطمه» ښودل شوی، وویل چې تر اوسه له لیلیې نه دي ایستل شوي، خو ورته سپارښتنه شوې چې یا ځانونه د پاکستان له طبي او غاښونو شورا سره ثبت کړي او یا له پاکستانه ووځي.

نوموړې وايي، د دوی زده‌کړې د پای پړاو ته رسېدلې او په همدې وخت کې د دې ډول پرېکړې مطرح کېدل د افغان نجونو لپاره په ځانګړي ډول خواشینوونکي دي.

نوموړې وایي: «زموږ زده‌کړې نورې اخیر دي او په دې وخت کې داسې پرېکړه له افغان نجونو سره ناانصافي ده.»

د هغې په وینا، که افغان محصلین افغانستان ته ستانه شي، د کلونو هڅې به یې بې‌ګټې شي.

فاطمه زیاتوي: «زموږ خواري افغانستان ته په ګرځېدو له منځه ځي. په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز دی او که زموږ زده‌کړې بشپړې نه شي، نو ټوله خواري مو له منځه ځي.»

100%

د پښتونخوا د خیبر د غاښونو طب پوهنځي یوه افغان محصله، چې د زده‌کړو په وروستیو کلونو کې ده، هم د امنیتي دلایلو له امله له نوم ښودلو پرته وايي، د ثبت موضوع باید د محصلینو پر ځای د پوهنتونونو او اړوندو ادارو مسولیت وای.

نوموړې وویل: «د پاکستان حکومت افغان محصلینو ته بهانه جوړه کړې. دوی وایي چې د پاکستان له طبي شورا سره باید موږ راجسټر شو. دا کار اصلاً زموږ نه دی، دا د پوهنتون او د یاد وزارت دی.»

هغې وویل، که محصلین د ثبت لپاره شورا ته مراجعه هم وکړي، د ویزې ستونزه ورسره مخ ده.

نوموړې وایي: «فرض کړه موږ د پاکستان طبي شورا ته د ثبت لپاره لاړو؛ اول خو پاکستان افغانانو ته ویزه نه ورکوي. که موږ ورته ووایو چې غواړو راجسټر شو، نو دوی به معتبره ویزه غواړي، له کومه یې کړو؟»

نوموړې وايي، د لاهور د محکمې حکم د خیبر پښتونخوا د محصلینو وضعیت نه دی روښانه کړی او دوی لا هم د نامعلوم برخلیک په حالت کې دي.

یاده زدکړیاله وایي: «موږ تر اوسه په ځوړند حالت کې یو او هره شېبه زموږ د ویستلو پرېکړه کېدای شي. د افغان محصلینو غم باید وخوړل شي.»

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په پنجاب کې شاوخوا ۵۰ افغان نجونې، په سند کې شاوخوا ۴۰ او په خیبر پښتونخوا کې هم یو شمېر افغان نجونې په طبي او نورو زده‌کړو بوختې دي.

په طبي برخه کې ۱۴ افغان محصلینو خپلې زده‌کړې بشپړې کړي، اته نور تمه ده راتلونکی کال فارغ شي، او د نورو ۱۷۶ محصلینو د ثبت او اسنادو د ارزونې بهیر روان بلل شوی دی.

رسنیو د سپټمبر په ۹مه راپور ورکړی چې یوازې په لاهور کې په دوو طبي پوهنتونونو کې ۴۳ افغان محصلینو ته د وتلو لارښوونه شوې وه چې ۲۶ یې ښځې وې.

د دغه راپور له مخې، په کینګ اډوارډ طبي پوهنتون کې ۲۲ افغان محصلین وو چې پنځه یې ښځې وې، او په فاطمه جناح طبي پوهنتون کې ۲۱ افغان ښځینه محصلینو ته د وتلو د چارو د بشپړولو لارښوونه شوې وه.

د بشري حقونو د څار سازمان بیا ویلي چې کینګ اډوارډ پوهنتون ۲۰ افغان طبي محصلین د وتلو لپاره بللي وو چې څلور یې ښځې وې. دا شمېر د پاکستان د ټولو افغان طبي محصلینو عمومي شمېر نه، بلکې د یوه مشخص پوهنتون د یوې قضیې اړوند دی.

د محکمو لنډمهاله حکمونه د افغان محصلینو د زده‌کړو دوام تضمینوي

د لاهور او سند محکمې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا لارښوونې تر راتلونکو اورېدنو پورې ځنډوي.

د افغان محصلینو د حقوقي هڅو په پایله کې، لاهور او سند عالي محکمو د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د اړوندو لارښوونو د عملي کېدو په اړه موقتي حکمونه صادر کړي دي.

د لاهور عالي محکمې د راولپنډۍ څانګې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د ۲۰۲۶ کال د جولای ۳۱مې او سپټمبر لومړۍ نېټې لارښوونې تر راتلونکې اورېدنې پورې ځنډولې دي.

د محکمې له حکم سره سم، په عریضه کې شامل افغان محصلین کولای شي خپلو ټولګیو ته حاضر شي، خپلې طبي زده‌کړې او علمي فعالیتونو ته دوام ورکړي او په لیلیو کې پاتې شي.

د سپټمبر په ۱۰مه د ۱۴ افغان طبي محصلینو له خوا، چې اته یې ښځې وې، لاهور عالي محکمې ته هم عریضه وړاندې شوې وه.

په سند کې بیا د سپټمبر په ۱۴مه د افغان طبي محصلینو په تړاو د دوو جلا عریضو اورېدنه شوې ده.

100%

لومړۍ عریضه وکیل جبران ناصر د ډاو پوهنتون د روغتیايي علومو د درېیو افغان محصلینو په استازیتوب وړاندې کړې وه. محکمې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا اړوندې خبرتیاوې د دغو محصلینو په اړه تر سپټمبر ۲۹مې پورې ځنډولې دي.

دویمه عریضه وکیل افتخار احمد شاه د ۲۹ کسانو په استازیتوب وړاندې کړې وه چې د ډاو پوهنتون د روغتیايي علومو د طب او غاښونو پوهنځیو او د جناح سند طبي پوهنتون محصلین هم پکې شامل دي.

د دغو محصلینو په قضیه کې هم دپاکستان طبي او غاښونو شورااړوندې خبرتیاوې تر سپټمبر ۲۹مې پورې ځنډول شوې دي.

د وکیل جبران ناصر په وینا، چې په ایکس یې خپره کړې، د محکمې حکم هغه لارښوونې هم تر بلې پرېکړې پورې ځنډوي چې له مخې یې باید د هغو افغان محصلینو نوم‌لیکنه لغوه شوې وای چې د تحصیلي بورسونو له لارې پاکستان ته بلل شوي او اوس د ډاو پوهنتون د روغتیايي علومو په برخه کې د طب د وروستي کال زده‌کړې کوي.

د افغان محصلینو لپاره د حقوقي مبارزې پراخېدو غوښتنه

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړي زکیم خان وزیر ویلي چې د پي‌ټي‌اېم اسلام‌اباد وکیلانو د افغان طبي محصلینو پر وړاندې دپاکستان طبي او غاښونو شوراد پرېکړې پر ضد د لاهور عالي محکمې د راولپنډۍ څانګې ته عریضه وړاندې کړې ده.

100%

هغه ویلي، د اسلام‌اباد د فدرال طبي کالج د افغان محصلینو لپاره به هم ورته عریضه ثبت شي.

وزیر په خپله څرګندونه کې ویلي: «زده‌کړه حق دی. عدالت حق دی. د افغان محصلینو راتلونکی باید د تبعیض قرباني نه شي.»

دپاکستان طبي شورا او اسلام‌اباد متضاد دریځونه د ثبت لانجه لا پېچلې کوي

د پاکستان د طبي او غاښونو شورا وايي چې پر افغان محصلینو یې د تابعیت پر بنسټ عمومي بندیز نه دی لګولی او موضوع د ثبت او اسنادو له شرایطو سره تړاو لري.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، شورا ویلي چې له څه باندې ۲۰۰ افغان طبي محصلینو څخه د ۲۲ کسانو ثبت تایید شوی او د ۱۷۶ نورو د اسنادو د تایید بهیر روان دی.

محصلین بیا وايي، د ثبت ستونزه د پوهنتونونو او اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ موضوع ده او دوی باید د خپلو زده‌کړو په وروستیو کلونو کې د داسې اداري ستونزې له امله له زده‌کړو بې‌برخې نه شي.

د پاکستاني چارواکو او رسنیو د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۷ زره افغان محصلین په پاکستان کې په پوهنتونونو او مسلکي کالجونو کې زده‌کړې کوي، خو د ښځینه محصلینو د دقیق شمېر په اړه تازه رسمي احصایه نه ده خپره شوې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: قانوني اسناد لرونکي افغان محصلین پاتې کېدای شي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان د تېرې پنجشنبې په ورځ په خپله لومړۍ اوونیزه خبري غونډه کې وویل چې هغه افغان محصلین چې قانوني اسناد لري، کولای شي په پاکستان کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

100%

نوموړي وویل، تر اوسه داسې پرېکړه نه ده شوې چې ټول افغان محصلین دې بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي.

سجاد حیدر خان وویل: «هغه افغان محصلین چې قانوني ویزې لري، کولای شي په پاکستان کې پاتې شي.»

د بهرنیو چارو وزارت دا دریځ دپاکستان طبي او غاښونو شوراد ثبت له موضوع سره په داسې حال کې مطرح کېږي چې یو شمېر افغان طبي محصلین وايي، دوی د زده‌کړو په منځ یا د فراغت په درشل کې له داسې ستونزې سره مخ شوي چې د دوی د راتلونکي په اړه یې جدي اندېښنې پیدا کړې دي.

په دې توګه د افغان طبي محصلینو د قضیې اصلي اختلاف د درېیو موضوعاتو پر محور راڅرخي: دپاکستان طبي او غاښونو شوراد ثبت او اسنادو غوښتنې، د محصلینو د زده‌کړو د دوام حق او د پاکستان د حکومت د قانوني ویزو لرونکو افغان محصلینو په اړه رسمي دریځ.

که څه هم لاهور او سند عالي محکمو تر اوسه د اړوندو محصلینو لپاره موقتي حقوقي خوندیتوب برابر کړی، خو د محصلینو په وینا د دوی اساسي ستونزه لا نه ده حل شوې او د قضیې وروستۍ پرېکړې ته سترګې په لار دي.

سویلي وزیرستان کې د نجونو ښوونځیو ته ګواښونه؛ د زرګونو نجونو زده‌کړې یې له ګواښ سره مخ کړي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۳ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د سویلي وزیرستان په ځینو سیمو کې د نجونو ښوونځیو ته د تړل کېدو ګواښونو او پر ځینو ښوونیزو مرکزونو د بریدونو له امله د زرګونو نجونو د زده‌کړو بهیر اغېزمن شوی. چارواکي وايي، که دا خراب امنیتي وضعیت همداسې دوام وکړي نو د ۱۰ زرو څخه د ډېرو زده‌کوونکو پر زده‌کړو به اغېز وکړي.

د رسمي شمېرو له مخې په سویلي وزیرستان لوېر کې ۱۸۴ دولتي او له ۱۸ ډېر خصوصي د نجونو ښوونځي شته چې زرګونه زده‌کوونکې پکې زده‌کړې کوي.
د سویلي وزیرستان لوېر مرستیال کمېشنر مسرت زمان افغانستان انټرنیشنل - پښتو ته تایید کړې چې د ولسوالۍ په ځینو سیمو کې ناپېژاندو وسله والو د نجونو ښوونځیو ګواښونه کړي دي.
د نوموړي په وینا، په اغېزمنو ښوونځیو کې لومړني، منځني او لېسې شاملې دي. هغه وویل چې د وضعیت د ارزولو او ښوونځیو ته د خوندي چاپېریال د برابرولو لپاره له اړوندو ادارو سره اړیکې روانې دي.
مسرت زمان زیاته کړه چې د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره د ولسوالۍ د استخباراتي او امنیتي کمېټې غونډه هم رابلل شوې ده. په دې غونډه کې به د ښوونځیو پر امنیت د زده‌کړو د بیا پیل او د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د اقداماتو په اړه بحث وشي.
د سویلي وزیرستان پولیسو مرستیال مشر نادر وزیر افغانستان انټرنیشنل - پښتو ته ویلي چې د برمل، واڼا او توی خولې په ځینو سیمو کې د نجونو ښوونځیو ته د ګواښونو ورکړل شوي دي.
نوموړي وویل چې تر اوسه د هېڅ کومې ډلې له خوا په رسمي ډول نه لیکلی او نه ویډیويي بیان خپور شوی او مسؤلیت په رسمي ډول چا نه دی منلی او د هېڅ ښوونځي ادارې هم رسمي شکایت نه دی ثبت کړی.

100%

بلخوا، د واڼا په ځینو سیمو کې د شپې له خوا ښوونیزو مرکزونو ته د چاودېدونکو توکو له لارې د زیان رسولو پېښې هم ثبت شوې دي. په اغېزمنو ښوونځیو کې د اعظم ورسک دولتي لېسه او د جنان کوټ دولتي د نجونو لېسه هم شامل دي.
د جنان کوټ د نجونو لېسې زده‌کوونکې اقصی وزیر افغانستان انټرنیشنل - پښتو ته ویلي چې د وروستۍ چاودنې له امله د ښوونځي ودانۍ زیانمنه شوې او د څه باندې ۴۰۰ زده‌کوونکو پر زده‌کړو یې اغېز کړی دی.
اقصی وزیر چې د لسم ټولګي ازموینه یې ورکړې غواړي خپلو لوړو زده‌کړو ته دوام ورکړي خو په سیمه کې د نجونو لپاره د لوړو زده‌کړو فرصتونه محدود دي او امنیتي وضعیت د زده‌کوونکو او د هغوی د کورنیو لپاره جدي اندېښنه ده.
نوموړې وايي; که په سیمه کې ښوونیز مرکزونه فعال نه شي زده‌کوونکې به اړې شي چې د زده‌کړو د دوام لپاره ډیره اسماعیل خان او نورو ښارونو ته ولاړې شي.
د زده‌کوونکې اقصی وزیر پلار عظمت الله وزیر افغانستان انټرنیشنل - پښتو ته ویلي چې د خپلو لوڼو د زده‌کړو ترڅنګ د هغوی امنیت هم د کورنیو لپاره تر ټولو لویه اندېښنه ده.
هغه وویل، کورنۍ غواړي لوڼې یې زده‌کړې وکړي او د خپل راتلونکي په اړه خپله پرېکړه وکړي خو که ښوونځي تړلي وي او امنیتي وضعیت ښه نه شي نو د ماشومانو هره ورځ ښوونځي ته لېږل به د مور او پلار لپاره ستونزمن شي.
عظمت الله وزیر زیاته کړه چې د سیمې عادي کورنیو ته په لرې پرتو ښارونو کې د خپلو لوڼو د زده‌کړو زمینه برابرول اسانه نه دي ځکه د استوګنې، سفر او نورو لګښتونو توان نه لري.
نوموړي وویل؛ د ښوونځي تړل کېدل یوازې د یوې ودانۍ تړل کېدل نه دي بلکې د یوې ټول نسل د زده‌کړو او راتلونکي د اغېزمنېدو معنا لري.

100%

ځايي ټولنیز فعالان وايي چې په سویلي وزیرستان کې د نجونو زده‌کړې له وړاندې هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د ښوونځیو کموالی، د ښوونکو نشتوالی، اوږده واټنونه، امنیتي اندېښنې او د لوړو زده‌کړو د مرکزونو محدود شمېر هغه ستونزې دي چې د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې خنډونه جوړوي.
د روښانه راتلونکي په نوم خیریه بنسټ مشره ګل نساء وزیرې غوښتنه کړې چې زیانمن شوي د نجونو ښوونځي دې ژر بېرته ورغول شي او د زده‌کوونکو د زده‌کړو لړۍ دې په هېڅ صورت ونه درول شي.
نوموړې وايي چې حکومت باید یوازې د ښوونځیو د ودانیو پر بیارغونه بسنه ونه کړي بلکې د نجونو لپاره د خوندي ښوونیز چاپېریال د ښوونکو د شتون او دوامدارې څارنې لپاره هم عملي پلان جوړ کړي.
د هغې په وینا؛ که اوسنی وضعیت دوام وکړي تر ټولو ډېر زیان به هغو نجونو ته ورسېږي چې له وړاندې د زده‌کړو له محدودو فرصتونو سره مخ دي.
ګل نساء وزیره وايي چې په ځانګړې توګه د لېسې او لسم ټولګي په کچه د زده‌کړو اغېزمنېدل به د نجونو لوړو زده‌کړو ته لاسرسی نور هم محدود کړي.

محمودخان اڅکزی: د افغانستان او عراق په جګړو کې امریکا او متحدینو یې مېلیونونه انسانان ووژل

۲۳ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۰۳ GMT+۱
100%

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي د افغانستان او عراق په اړه د امریکا او اروپا پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې لوېدیځ هېوادونو د خپلو ملي ګټو له امله په افغانستان او عراق کې د جګړو پرمهال د مېلیونونه انسانانو وژلو ته زمینه برابره کړه.

اڅکزي د سردار عطاءالله خان مېنګل د تلین په مراسمو کې د وینا پرمهال وویل، نړۍوال قدرتونه هغه مهال د بشري حقونو خبرې کوي چې د دوی ملي ګټې له ګواښ سره مخ نه‌وي؛ خو د خپلو ګټو له امله د نورو هېوادونو خلکو ته د درنو بشري زیانونو پروا نه‌کوي.

هغه د پاکستان د اوسني وضعیت په اړه خبرداری ورکړ، چې دغه هېواد د «ماتېدو او جوړېدو» پر دوه‌لارې ولاړ دی او که سیاسي مشرتابه له عقل او سیاسي تدبیر کار وانخلي؛ د هېواد د ماتېدو ګواښ زیاتېدای شي.

اڅکزي وویل، پاکستان د خپل تاریخ په یوه حساس پړاو کې دی او سیاسي ګوندونه باید خپله ګډه سیاسي پوهه وکاروي او داسې لاره غوره کړي چې هېواد د جوړېدو او پرمختګ پر لور ولاړ شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې په پاکستان کې باید د اساسي قانون واکمني ټینګه شي، پوځ باید له سیاست څخه ووځي او پارلمان باید د واک اصلي سرچینه وي. هغه وویل، پښتانه، بلوڅان، سندیان او پنجابيان باید د خپلو سیمو د طبیعي سرچینو او شتمنیو د حقونو خاوندان وبلل شي.

اڅکزي له سیاسي ګوندونو وپوښتل، که جنرالان د خپلو سیاسي او قانوني ستونزو د حل لپاره له پارلمانه کار اخلي؛ نو سیاسي ګوندونه ولې په پارلمان کې داسې پرېکړه نه‌شي کولای چې په هېواد کې به اساسي قانون حاکم وي او پوځ به په سیاست کې لاسوهنه نه‌کوي.
اڅکزي پر ښوونیزو ادارو د سیاسي فعالیتونو د محدودېدو په اړه هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې له یوې خوا په پوهنتونونو کې د محصلینو پر ټولنو او سیاسي فعالیتونو بندیزونه لګېږي؛ خو له بلې خوا پوځي مرکزونه پوهنتونونو ته محصلین وربولي او د سیاست په اړه ورته ویناوې کوي.

هغه د سند په اړه وویل، چې په کراچۍ او د سند په نورو برخو کې مېشت پښتانه د دغه ایالت د اقتصاد او پرمختګ برخه دي او د کراچۍ په جوړولو کې یې ونډه اخیستې ده. اڅکزي له سند ایالتي حکومت وغوښتل، چې له پښتنو سره له فشار او زنداني کولو ډډه وکړي او د هغوی سیاسي او مدني حقونو ته درناوی وکړي.

نوموړي د سویلي پښتونخوا ایالت د جوړېدو په اړه وویل، که دغه موضوع د بلوچستان د وېشلو لپاره د کومې دسیسې په توګه مطرح کېږي پښتانه یې نه غواړي؛ خو په هر ډول حل کې باید د بلوڅانو حقونه هم خوندي وي.

اڅکزي وویل، د پښتنو او بلوڅانو ترمنځ باید د برابرۍ او متقابل درناوي اصل مراعات شي. هغه د پښتنو د سیاسي وضعیت په اړه وویل، چې پښتانه «مړه نه‌دي؛ بلکې ویده دي» او که د پښتنو، بلوڅانو او سندیانو مشران ګډ غږ پورته کړي، نو پښتانه به بېرته سیاسي فعالیت ته راوګرځي.

پرله‌پسې ګرځبندیز؛ په خیبرپښتونخوا کې د زرګونو ماشومانو زده‌کړې له خطر سره مخ دي

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۴۸ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي اندېښنو له امله په بېلابېلو ولسوالیو کې کابو هره اونۍ ګرځبندیز لګېږي چې له امله یې د خلکو ورځنی ژوند او په ځانګړي ډول د ښوونځیو د زده‌کوونکو او ښوونکو تګ راتګ اغېزمن شوی دی. سیمه‌ییز قومي مشران وايي، چې د ناامنیو سزا باید ماشومانو ته ورنه‌کړل شي.

په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي اندېښنو له امله په وزیرستان، خیبر، مومند، باجوړ او نورو قبایلي سیمو کې وخت ناوخت ګرځبندیز لګېږي. د ګرځبندیز له امله نه یوازې د عامو خلکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کېږي بلکې ښوونځیو ته د زده‌کوونکو او ښوونکو تګ راتګ هم محدودېږي.
د خیبر ولسوالۍ د یوه ښوونځي مدیر فاروق شاه افغانستان انټرنشنل- پښتو وویل، چې د ګرځبندیز له امله زده‌کوونکي او ښوونکي نه‌شي کولای په عادي ډول ښوونځيو ته تګ راتګ وکړي او له دې سره د ماشومانو د زده‌کړو مهم وخت ضایع کېږي.
هغه وايي: «زما په ښوونځي کې شاوخوا زر ماشومان زده کړې کوي، خو د ګرځبندیز له امله د هغوی تعلیمي بهیر په مستقیم ډول اغېزمن شوی دی».
فاروق شاه له حکومت او سیمه‌ییزې ادارې غواړي، چې د ګرځبندیز پر مهال دې ښوونځیو ته د تلونکو زده‌کوونکو او ښوونکو لپاره ځانګړې اجازه ورکړل شي، څو د ماشومانو زده‌کړې په بشپړه توګه ونه‌درېږي.
هغه وړاندیز کوي، چې زده‌کوونکو ته دې د ښوونځي په یونیفورم او بکس سره د تګ راتګ اجازه ورکړل شي او د امنیتي پوستو لپاره دې د زده‌کوونکو او ښوونکو د پېژندلو روښانه تګلاره جوړه شي.
د نوموړي په وینا، د دولتي او خصوصي ښوونځیو ښوونکو ته باید ځانګړې پېژندپاڼې ورکړل شي، څو هغوی یې په امنیتي پوستو کې له ښودلو وروسته ښوونځیو ته د تګ اجازه ترلاسه کړي.
هغه وايي: «د ماشومانو پر راتلونکي رحم وکړئ او له زده کړو یې مه محروموئ».
نوموړی زیاتوي، چې په قبایلي سیمو کې لا له وړاندې د ناامنیو له امله کاروبار او د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن شوی او که د ماشومانو زده‌کړې هم په پرله‌پسې ډول وځنډېږي، نو د هغوی راتلونکی به هم له جدي ستونزو سره مخ شي.
فاروق شاه وايي: «امنیت مهم دی، خو د ماشومانو د تعلیمي راتلونکې ساتنه هم باید د امنیتي اقداماتو ترڅنګ د حکومت له لومړیتوبونو څخه وي».
هغه ټینګار کوي، چې د قبایلي سیمو ماشومان باید د اوسنیو امنیتي حالاتو له امله له زده‌کړو بې برخې نه‌شي.
نوموړي وویل، چې د ماشومانو زده‌کړې او راتلونکی د ټولنې لپاره مهم دی او په اوسنیو حالاتو کې د ښوونځیو د زده کړو روان ساتل د حکومت او ټولنې ګډ مسوولیت دی.

100%


سیمه‌ییز قومي مشر ملک شېر زمان افغانستان انټرنشنل- پښتو وویل، چې د وسله‌والو ډلو فعالیتونو او پرله‌پسې ناامنیو تر ټولو ډېر عام خلک اغېزمن کړي او د ماشومانو پر زده‌کړو یې هم مستقیم منفي اغېز کړی دی.
هغه وايي، چې په خیبر کې پرله‌پسې ګرځبندیز او نامعلوم وضعیت د ماشومانو لپاره ښوونځي ته تګ هم په یوه ستونزمن او خطرناک کار بدل کړی دی.
د هغه په وینا، ماشومان کله ناکله څو څو ورځې ښوونځیو ته نه‌شي تللی چې له امله یې د هغوی په زده‌کړو کې لویه تشه رامنځته کېږي او تعلیمي راتلونکی یې له خطر سره مخ کېږي.
نوموړي پر حکومت سختې نیوکې وکړې او څرګنده یې کړه، که دولت خپلو خلکو ته امنیت او ماشومانو ته د زده کړو زمینه نه شي برابرولی، نو خلک به د خپل راتلونکي په اړه له کومه ډاډ ترلاسه کړي؟
ملک شیر زمان وايي، چې د حکومت مسوولیت یوازې د اعلانونو تر کچې محدود نه‌دی بلکې باید داسې خوندي چاپېریال رامنځته کړي چې ماشومان وکولای شي له وېرې پرته ښوونځیو ته لاړ شي.

100%


هغه ټینګار کوي، چې د خیبر ماشومانو ته باید د ناامنیو، ګرځبندیز او اداري کمزوریو له امله سزا ورنه‌کړل شي او د وسله‌والو د فعالیتونو بار باید پر ماشومانو ونه اچول شي.
د نوموړي په وینا، حکومت باید د دایمي سولې، د خلکو د خوندیتوب او د ښوونځیو د فعالیتونو د دوام لپاره عملي ګامونه واخلي؛ ځکه که اوسنی وضعیت دوام وکړي د قبایلي سیمو د یوه بشپړ نسل د زده کړو او راتلونکي د زیانمنېدو وېره شته.

د یادونې وړ ده، چې په خيبرپښتونخوا کې د بېلابېلو لاملونو له‌مخې، شاوخوا ۴،۹ میلیونه ماشومان ښوونځيو ته نه‌ځي.

د لاهور عالي محکمې له حکم سره سره د افغان طبي محصلینو ستونزه لا نه ده حل شوې

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۴۸ GMT+۱
100%

د پاکستان لاهور ایالت عالي محکمې د افغان طبي محصلینو د زده‌کړو د دوام په اړه لنډمهاله حکم کړی، خو محصلین وايي لا هم بشپړ ډاډ نه لري او ځینې یې له لیلیو هم ایستل شوي دي.

د افغان طبي محصلینو مدافع وکیل جنید جبار خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، نږدې سل افغان محصلینو له نوموړي سره د خپلې ستونزې د حل لپاره اړیکه نیولې وه. د هغه په وینا، دغو محصلینو په قانوني ډول د پاکستان په طبي پوهنتونونو کې د طب پنځه کلنې زده‌کړې پیل کړې او ډېرو یې څو کاله زده‌کړې بشپړې کړې دي.

جبار خان وايي، د قضیې په لومړي پړاو کې یې د لاهور د بېلابېلو طبي پوهنتونونو د ۳۰ افغان محصلینو په استازیتوب لاهور عالي محکمې ته عریضه وړاندې کړه. په دغو محصلینو کې د کینګ اېډوارډ طبي پوهنتون، فاطمه جناح طبي پوهنتون، سیمز، امیرالدین طبي کالج او شیخ زاید طبي کالج محصلین شامل دي.

هغه وايي، د پاکستان اساسي قانون یوازې د دغه هېواد اتباعو ته بنسټیز حقوق نه ورکوي، بلکې په پاکستان کې مېشت بهرني وګړي هم د قانون له مخې له ځینو بنسټیزو حقونو برخمن دي.

د نوموړي په وینا، یاد افغان محصلین په قانوني لارو پاکستان ته تللي، په طبي پوهنتونونو کې یې داخله اخیستې او ډېرو یې معتبرې ویزې لرلې. هغه وویل، د ځینو محصلینو زده‌کړې تر څلورم او پنځم کال پورې رسېدلې وې، خو ناڅاپه ورته وویل شول چې زده‌کړې یې درول کېږي او باید له پاکستانه ووځي.

جبار خان د دې پرېکړې په اړه وویل: «که د کوم ځانګړي محصل پر وړاندې امنیتي یا قانوني ستونزه وي، باید د هغه قضیه په جلا ډول وڅېړل شي.»

نوموړي وویل، د پاکستان د طبي او غاښونو شورا وکیل په محکمه کې ادعا کړې وه چې د ځینو افغان محصلینو ویزې نشته او امنیتي ستونزې هم شته؛ خو د ده په وینا، محکمې له دغو دلایلو وروسته د شورا استدلال ونه مانه او د محصلینو په ګټه یې لنډمهاله حکم صادر کړ.

د جبار خان په وینا، محکمې امر کړی چې د افغان محصلینو زده‌کړې باید ونه درول شي، له لیلیو دې ونه ایستل شي تر څو وکولای شي چې خپلو زده‌کړو ته له خنډ پرته دوام ورکړي.

هغه وايي، د محکمې له حکم مخکې د ځینو افغان محصلینو لیلیې تړل شوي، خونې یې لاک شوي او ځینو ته د پولیسو له لوري د ځورونې ګواښونه هم شوي وو.

جبار خان زیاتوي چې د محکمې له لنډمهاله حکم وروسته یو شمېر افغان محصلین بېرته خپلو تعلیمي ادارو ته ستانه شوي، خو هغه ادعا ردوي چې ګواکې یوازې د هغو افغان محصلینو د ایستلو موضوع مطرح ده چې ویزې یې پای ته رسېدلې دي.

د نوموړي په وینا، د پاکستان د طبي او غاښونو شورا پرېکړه په عمومي ډول پر افغان طبي محصلینو اغېز کوي، «که ویزې یې معتبرې وي او که نه».

محصلین لا هم بشپړ ډاډ نه لري

په لاهور کې افغان طبي محصل دلاور خان وايي، سره له دې چې محکمې د دوی په ګټه لنډمهاله حکم صادر کړی، خو محصلین لا هم بشپړ ډاډ نه لري.

دلاور خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، تر هغه به محصلین ډاډه نه شي چې د پاکستان طبي او غاښونو شورا رسمي لیک صادر نه کړي، ځکه د نوموړي په وینا، پوهنتونونه د زده‌کړو د دوام لپاره رسمي مکتوب غواړي.

هغه وايي، افغان محصلین له لیلیو ایستل شوي او ځینې یې اوس په لاهور او ځینې نور په پېښور کې دي.

دلاور خان زیاتوي چې تر اوسه یو شمېر محصلینو ته په خپلو پوهنتونونو کې د زده‌کړو اجازه هم نه ده ورکړل شوې او د دوی اندېښنې لا هم پر خپل ځای دي.

هغه وویل: «موږ لا هم نه پوهېږو چې پاکستان له افغانستانه څه غواړي او د روان وضعیت له امله مو هیلې کمې شوې دي.»

د کراچۍ د طالبانو قونسلګري: د حل لپاره همکاري کوو

په همدې حال کې، په کراچۍ کې د طالبانو جنرال قونسلګرۍ ویلي چې سرپرست جنرال قونسل مولوي سید عبدالجبار تخاري د هغو افغان طبي محصلینو له یو شمېر سره لیدلي چې د عملي زده‌کړو په پړاو کې د کراچۍ په دولتي روغتونونو کې بوخت دي.

د قونسلګرۍ په وینا، افغان محصلینو له تخاري سره په پاکستان کې د افغان محصلینو د ایستلو د وروستي ضرب‌الاجل په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

قونسلګرۍ ویلي، تخاري محصلینو ته ډاډ ورکړی چې جنرال قونسلګري به د ستونزې د حل لپاره د قانوني لارو په موندلو کې له هر ډول همکارۍ ډډه ونه کړي.

افغان طبي محصلین وايي، د محکمې له لنډمهاله حکم سره سره لا هم د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د رسمي اقدام په تمه دي او غواړي د خپلو زده‌کړو د بشپړولو لپاره روښانه او عملي تضمین ترلاسه کړي.