بلخي د دوحې هوکړې ته په اشارې ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد په ځانګړي ډول د امریکا پر وړاندې د بریدونو لپاره ونه کارول شي. هغه همداراز د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د رسمي ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګښت او د افغانستان بانک د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو غوښتنه کړې ده.
د دوحې هوکړه چې د ۲۰۲۰کال په فبرورۍ کې د طالبانو او امریکا ترمنځ لاسلیک شوه، طالبانو پهکې ژمنه کړې وه چې دوی به د افغانستان له خاورې د امریکا او د دغه هېواد د متحدینو پرضد د «ترهګرو» ډلو د بریدونو مخه نیسي.
له دغه ژمنو سره د ملګرو ملتونو په راپورونو کې په وار، وار د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د القاعدې او داعش په څېر ډلو د حضور خبر ورکړل شوی دی. د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ چې شاوخوا اووه مېلیارده ډالر اټکل کېږي، لاهم د کابل او واشنګټن ترمنځ د اختلاف له مهمو موضوعاتو څخه ده.
بلخي: موږ له خپل تمې زیات او د ولس له تمې کم کار کړی دی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې د طالبانو ادارې له خپلو لومړنیو تمو څخه زیات کار کړی؛ خو منلې یې ده چې د افغانستان د عامو خلکو تمې یې نهدي پوره کړې.
بلخي وايي، پراخې اقتصادي ستونزې او نړۍواله انزوا د ټولنې د غوښتنې او تمې نه پوره کېدو اصلي لاملونه دي. نوموړي د افغانستان اقتصادي وضعیت او بېکارۍ ته په اشارې ویلي، چې د لویو قدرتونو له لوري رامنځته شوې ستونزې او انزوا د خلکو د غوښتنو د بشپړېدو پر وړاندې خنډونه دي.
هغه په ورته وخت کې په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو د حکومت له مهمو ټکو څخه د صادراتو زیاتوالی، د کارخونو فعالول او د کورني امنیت ساتل یاد کړي دي. دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته تراوسه له روسیې پرته هېڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نهده پېژندلې.
د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه
عبدالقهار بلخي د یادې مرکې په بله برخه کې د نجونو د زدهکړو محدودیتونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې حکومتونه خپل مقررات د خپلو لومړیتوبونو او ملي ګټو پر بنسټ تنظیموي.
هغه په لنډمهالي ډول د نجونو د زدهکړو ځنډول هم د همدغه لومړیتوبونو په چوکاټ کې بللي او ټینګار یې کړی، چې عمومي زدهکړې په بشپړه توګه نهدي منع شوې؛ بلکې د کورنۍ زدهکړې، دیني مدرسو او انلاین زدهکړو په څېر لاهم دوام لري.
د طالبانو ادارې په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی دی. دغه محدودیتونو په نړۍواله کچه پراخ غبرګونونه او نیوکې راپارولي او افغانستان یې په نړۍ کې یوازینی هېواد ګرځولی، چې نجونې پهکې له منځنیو او لوړو زدهکړو بېبرخې دي.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو په وار، وار ویلي، چې دغه تګلاره د نجونو له بنسټیزو حقونو ښکاره سرغړونه ده.