د طالبانو دفاع وزیر د ترکیې د استخباراتو له مشر سره لیدلي

د طالبانو د دفاع وزارت وايي، چې محمد یعقوب مجاهد د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې له مشر ابراهیم کالن او ورسره مل پلاوي سره په کابل کې لیدلي دي.
د طالبانو دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، امنیتي مسایلو او د سیمې د امنیت او ثبات په اړه خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د امنیتي او دفاعي اړیکو د لا پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی دی.
له دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني او د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق هم په کابل کې له ابراهیم کالن او مل پلاوي سره لیدلي دي.
په کابل کې دوو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې کالن پرون کابل ته راغلی و او د طالبانو له چارواکو سره له لیدنو کتنو وروسته نن بېرته ترکیې ته ستون شوی دی.
دا د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان ته د ترکیې د یوه لوړپوړي چارواکي لومړنی سفر دی.
د سرچینې په وینا، « په دغو لیدنو کې د افغانستان او ترکیې پر دوهاړخیزو اړیکو، امنیتي مسایلو او د افغانستان او پاکستان پر اړیکو خبرې شوې دي».
سرچینه وايي، چې په دغو خبرو اترو کې د تورخم، سپین بولدک او نورو لارو پر بیا پرانېستلو هم خبرې شوې دي.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې کالن له عبدالحق وثیق سره د دوه اړخیزو امنیتي مسایلو په تړاو درې ساعته خبرې کړې دي.
سرچینه وايي، چې « ددغو خبرو اترو یو بحث ښايي د ټي ټي پي د فعالیتونو په تړاو خبرې او د دوحې او قطر د ناستو تعقیب وي».
ابراهیم کالن د ۲۰۲۳ کال د جون په ۵مه د ترکیې د ملي استخباراتو د رییس په توګه وټاکل شو. هغه تر دې مخکې د دغه هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان د امنیت او بهرني سیاست ارشد سلاکار و.
کالن د افغانستان په تړاو له دې وړاندې هم په مهمو امنیتي او سیاسي هڅو کې ښکېل پاتې شوی دی.
د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند په خبرو کې، چې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب په دوحه کې و شوې، کالن هم ګډون کړی و.
د ترکیې امنیتي سرچینو هغه مهال وویل، چې د دغه هېواد استخباراتي ادارې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په خبرو کې مهم رول لوبولی.
د پاکستان او طالبانو د استخباراتي ادارو رییسانو او دفاع وزیرانو هم په دغو خبرو کې ګډون کړی و.
