د طالبانو روغتیا وزارت: په کور دننه د درملو تولید د افغانستان ۳۰سلنه اړتیا پوره کوي

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د درملو د تولید ظرفیت مخ په پراخېدو دی او دامهال د هېواد دننه تولیدېدونکي درمل په کور دننه د درملو شاوخوا ۳۰ سلنه اړتیا پوره کوي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې ۱۳۰ د درمل جوړولو کارخونې فعالې دي او تر ۲۰۰ د ډېرو هغو درملو واردات محدود شوي چې په کور دننه تولیدېږي.
د یاد وزارت په وینا، د کورني تولید پراختیا به د درملو پر وارداتو لګښتونه راکم کړي، صنعتي فعالیتونه به زیات کړي او د کارموندنې نوي فرصتونه به رامنځته کړي.
د روغتیايي چارواکو په باور، د درملو د وارداتو د محدودولو تګلاره هغه وخت بریالۍ کېدای شي چې کورنۍ کارخونې د بازار اړتیاوو ته په کافي اندازه، مناسبه بیه او ثابت کیفیت درمل وړاندې کړي.
د وزارت د ارزونې له مخې، که د تولید ظرفیت د بازار له اړتیاوو سره برابر نه وي، ښايي په بازار کې د ځینو درملو د کمښت او یا د بیو د لوړېدو ګواښ زیات شي.
د طالبانو عامې روغتیا وزارت همداراز ویلي، چې د ابن سینا دولتي درمل جوړولو فابریکې د بیا فعالولو چارې هم روانې دي او هڅه کېږي د درملو د کورني تولید کچه نوره هم لوړه شي.
د یاد وزارت په وینا، که د تولید له زیاتوالي سره د کیفیت کنټرول، لابراتواري ازموینې، دوامداره عرضه او اغېزمنه څارنه یقیني شي؛ نو افغانستان کولای شي چې په راتلونکو کلونو کې د خپلو درملو اړتیا لویه برخه د هېواد دننه تولید کړي.
د طالبانو روغتیا وزارت وایي، چې د درمل جوړولو صنعت پراختیا نه یوازې د روغتیا په برخه کې د ځانبساینې کچه لوړولی شي؛ بلکې د هېواد د اقتصاد او کارموندنې له مهمو سکټورونو هم ګرځېدای شي.
