د برېتانیا استازې: طالبان دې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو او ازادیو ته درناوی وکړي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د برېتانیا استازې ویلي چې لندن پر افغان ښځو د طالبانو محدودیتونه او سیستماتیک تبعیض په کلکه غندي. نوموړې له طالبانو غوښتي چې د نړیوالو قوانینو لهمخې دې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو او ازادیو ته درناوی وکړي.
نوموړې د چارشنبې په ورځ، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناستې ته ویلي چې هېڅ هغه هېواد پرمختګ نه شي کولی چې د نفوس نیمايي برخه یې له عامه ژوند محرومه وي.
نوموړې د ملګرو ملتونو پر افغان ښځینه کارکوونکو د طالبانو بندیز ته په اشاره له دې ډلې وغوښتل چې افغانانو ته د مرستو رسولو د بهیر پر وړاندې رامنځته شوی دغه خنډ دې لرې کړي.
په ملګرو ملتونو کې د برېتا استازې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو یادونه هم کړې او له دواړو لوریو یې د تاوتریخوالي د کمولو او خبرو اترو غوښتنه کړې ده.
په ورته مهال د برېتانیا استازې په افغانستان کې د بشري بحران په اړه هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې که طالبان پر ښځو ځپونکو محدودیتونو ته دوام ورکړي ښايي په افغانستان کې بشري فشارونه لا زیات شي.
د برېتانیا استازې یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ په سیاسي بهیر کې او له نړیوالې ټولنې سره په رغنده توګه ښکېل شي. نوموړې زیاته کړه:«زموږ موخه لا هم داسې افغانستان دی چې باثباته او سوکاله وي، له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي او د خپلو ټولو خلکو حقونو ته درناوی ولري».
