په ملګر ملتونو کې د ایران استازي وویل چې داعش خراسان او نورې افراطي ډلې چې په افغانستان او سیمه کې فعالیت کوي، لا هم د ایران او د دغه هېواد د ګاونډیانو لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.
د هغه په وینا، د دې ګواښ پر وړاندې مبارزه پراخې او دوامدارې سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا لري.
د ایران استازي زیاته کړه چې نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه هم باید د طالبانو له ادارې سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره مرسته وکړي.
د ایران استازي په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان په ډېرو برخو کې د وسله والو نښتو او تاوتریخوالي کمېدل د طالبانو یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل چې د امنیتي وضعیت ښه والی باید وساتل شي.
د ایران استازي همداراز د کوکنارو د کښت د پام وړ کمېدل یوه داسې لاسته راوړنه وبلله چې نړیوالې مثبتې پایلې لري، خو ویې ویل چې دې چارې پر کلیوالو سیمو سخت اقتصادي فشار راوستی دی.
هغه د بدیلو معیشتونو، کلیوالي پراختیا او بازارونو ته د بزګرانو د لاسرسي په برخو کې د دوامدارې پانګونې غوښتنه وکړه، څو د نشه یي توکو د کښت د کمېدو بهیر دوام ومومي.
د ایران استازي د افغانستان بشري او اقتصادي وضعیت لا هم د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل چې د بهرنیو مرستو کمېدل، مالي او بانکي محدودیتونه، کمه پانګونه او د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل پر اقتصاد او عامه خدمتونو لا ډېر فشار واردوي.
هغه ټینګار وکړ چې بشري مرستې باید د اړتیا پر بنسټ او له سیاسي ملاحظاتو پرته افغانستان ته ورکړل شي.
د ایران استازي زیاته کړه چې هېواد یې د لسیزو بندیزونو او اقتصادي فشارونو، او هغه څه سره سره چې نوموړي د «امریکا تېری کوونکي اقدام او سمندري محاصرې» په توګه یاد کړل، د افغانستان د میلیونونو وګړو کوربه پاتې شوی او هغوی ته یې د زده کړو، روغتیايي خدمتونو او کار زمینه برابره کړې ده.
هغه وویل، چې ایران له افغانستان سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ، انرژۍ، رېل پټلۍ او کرنې په برخو کې اقتصادي همکارۍ ته دوام ورکړی دی. د هغه په وینا، د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا او افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرول سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو ته د افغانستان لاسرسی زیاتوي.
د ایران استازي په پای کې وویل، چې د ثبات د ټینګښت لپاره له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل دوام اړین دی.
د هغه په وینا، اصولي او عملي تعامل کولی شي د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي ټولنو د حقونو، په ښه کېدو کې مرسته وکړي.