پاکستان: طالبان په سیمه کې وسله والو ته خوندي پټنځایونه برابروي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې چې د افغان طالبانو اداره نه یوازې په پاکستان، بلکې په ټوله سیمه کې وسله والو ته خوندي پټنځایونه برابروي او د وسله والو فعاليتونو او جرمونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په عملیاتو کې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د «عامه حقونو» په پلمه د فعالیت کوونکې یوې وسلهوالې شبکې بهرني روابط افشا شوي دي.
دغه وزارت ادعا کړې، چې په دغو عملیاتو کې د وسلو د قاچاق هغه ناقانونه شبکه هم افشا شوې چې د «افغانستان په ننګرهار ولایت کې د (زرشاد) په نوم د یوه کس له لارې فعالیت کوي او د خیبر پښتونخوا د تیراه او باړې له لارې یې په کشمیر کې دګډې ولسي کاري کمېټې د (ضیا) په نوم یوه غړي ته وسلې رسولې»
وزارت د ضیاپه نوم دغه کس د ګډې ولسي کاري کمېټې د مشرانو نږدې ملګري یاد کړی چې له دوو کلونو راهسې ناقانونه وسلې لېږدوي.
وزارت ویلي، دغو عملیاتو دا هم په ډاګه کړې چې د «افغان طالبانو رژیم په پاکستان او ټوله سیمه کې وسله والو ته خوندي پټنځایونه برابروي او د وسله والو فعاليتونو او جرمونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کوي».
طالبانو تر دې دمه د پاکستان د کورنيو چارو وزارت دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې تل داسې تورونه رد کړي دي.
