ارونیمای ایپي په ټولنیزو شبکو کې له هند سفارت څخه غوښتي وو چې د هغې د مرستې لپاره لاس په کار شي. نوموړې د سېشنبې په ورځ ولیکل: «زه په خوندي ځای کې یم».
ارونیمای ایپي شاوخوا شپږ کاله کېږي چې په یوازې ځان بېلابېلو هېوادونو ته سفر کوي. هغه په انسټاګرام کې شاوخوا ۱.۲میلیونه او په یوټیوب کې له ۷۳۰ زرو ډېر کسان تعقیبوي.
د انډین اکسپرېس ورځپاڼې د راپور له مخې، دې هندۍ سیلانۍ ویلي چې تېره میاشت افغانستان ته تللې او د وږي میاشتې له پنځمې نېټې راهیسې په یوازې ځان د هېواد بېلابېلو سیمو ته سفر کوي.
د نوموړې په وینا، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د هغې شتون، په ځانګړي ډول په عامه ځایونو کې د ښځو د لږ حضور له امله، د خلکو پام ځان ته اړولی دی.
آرونیمای وایي، د دوشنبې په ماښام په یوه باروړونکي موټر کې بامیانو ته ورسېده. کله چې له موټر څخه ښکته شوه، د طالبانو یو شمېر ځواکونه ورغلي او د سفر اسناد یې ترې غوښتي دي.
د هغې په وینا، هغه طالبان چې د سفر د اسنادو په لوستلو نه پوهېدل، ورته یې وویل چې باید په یوازې ځان سفر ونه کړي او د هر ولایت د تېرېدو لپاره جلا اجازهلیک ته اړتیا لري. نوموړې زیاته کړې چې طالبانو یې له پاسپورټ او ویزې تر کتنې وروسته ورته ویلي چې د ښځو یوازې سفر کول د مقرراتو خلاف دي او باید ونیول شي.
ارونیمای ویلي: «له هغوی مې وغوښتل چې له افغانستانه مې وباسي، خو ویل یې چې ما قوانین مات کړي او زه به ونیوله شم. زما جرم څه و؟ دا چې د یوې ښځې په توګه په هغه هېواد کې یوازې سفر کوم چې ښځو ته په یوازې ځان د سفر اجازه پهکې نه ورکول کېږي».
هغې زیاته کړې: «څو ساعته په ډېر کړکېچن حالت کې وم او داسې احساس مې کاوه چې ښایي خپل ژوند له لاسه ورکړم. زه په بشپړه توګه وېرېدلې وم».
دې هندۍ سیلانۍ ویلي چې په جلالاباد کې هم د طالبانو سیمهییزو چارواکو د دې لپاره د سفر اجازه نه ده ورکړې، ځکه ښځه ده. د نوموړې په وینا، د سفر د اجازې ترلاسه کولو لپاره باید له هغې سره یو نارینه یا لارښود مل وي.
ارونیمای غواړي افغانستان پرېږدي او ازبکستان ته ولاړه شي، خو وایي چې په لاره کې د طالبانو له امنیتي پوستو څخه د تېرېدو په اړه اندېښنه لري.
طالبانو له واک ته د بېرته رسېدو راهیسې د ښځو پر تګ راتګ او په ټولنیز ژوند کې پر ګډون پراخ محدودیتونه لګولي دي. افغانې ښځې د ښارونو او ولایتونو ترمنځ د سفر لپاره د محرم له لرلو سره مخ دي او په یوازې ځان د ښځو د سفر د مخنیوي په اړه د بېلابېلو پېښو راپورونه هم خپاره شوي دي.
د دې هندۍ سیلانۍ موضوع په داسې مهال راپورته شوې چې په وروستیو کلونو کې ګڼ شمېر بهرني اغېزناکه کسان او ویډیو جوړوونکي افغانستان ته، چې د طالبانو تر واک لاندې دی، سفرونه کړي دي.
طالبانو هڅه کړې چې د بهرنیو اغېزناکو کسانو له حضور څخه په استفادې، د افغانستان یو دوستانه او عادي انځور وړاندې کړي.
په داسې حال کې چې یو شمېر خبریالان او د بشري حقونو څارونکي افغانستان ته د ننوتلو او په دغه هېواد کې د فعالیت پر مهال له محدودیتونو یا د ننوتلو له بندیز سره مخ شوي، د ټولنیزو شبکو ځینې ډېر لیدونکي لرونکي څېرې د طالبانو په اجازه افغانستان ته ننوځي او د بازارونو، سیاحتي سیمو او له طالب چارواکو سره د لیدنو کتنو ویډیوګانې خپروي.
په افغانستان کې د لوېدیځو هېوادونو ښځینه اغېزناکو کسانو په ازاد ډول سفرونه کړي، له ځايي خلکو سره یې نڅا کړې او یا یې له طالب ځواکونو سره انځورونه او ویډیوګانې اخیستې دي.
.