ډنمارک: افغانستان باید د بیاځل لپاره د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نه شي

په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک استازي ویلي،چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو حضور او فعالیت لا هم د افغانستان، ګاونډیو هېوادونو او د نړیوالې سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی. هغه له طالبانو غوښتي د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې عملي اقدامات وکړي.
د ډنمارک استازي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل،چې افغانستان باید یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندي پټنځای بدل نه شي.
د ډنمارک استازي همداراز وویل، چې د ښځو او نجونو سیستماتیک ځپل او له هغوی سره تبعیض د ښځو پر ژوند او کرامت او دغه راز د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ، ثبات او د دوامدارې سولې پر راتلونکي لید اغېز کوي.
هغه یوې ګډې اعلامیې ته اشاره وکړه چې ډنمارک تېره میاشت د ۵۷ هېوادونو په استازیتوب وړاندې کړې وه او یو ځل بیا یې د ښځو او نجونو خلاف د سیستماتیک تبعیض د پای ته رسېدو او د ټولو افغانانو د حقونو او کرامت د درناوي غوښتنه کړې.
د هغه په وینا، نږدې ۲۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل پر زیانمنو ټولنو لا ډېر فشار واردوي.
د ډنمارک استازي وویل، چې د اغیزناکو او اصولي بشري مرستو رسولو لپاره د افغان ښځو بشپړ ګډون اړین دی او له طالبانو یې وغوښتل چې د ملګرو ملتونو او بشري مرستو د ادارو پر کارکوونکو ټول محدودیتونه لغوه کړي.
هغه زیاته کړه چې له افغانستان سره نړیوال تعامل باید د دغه هېواد د خلکو لپاره پر واقعي پایلو متمرکز وي.
