د استالف خټین لوښي؛ ۴۰۰کلن د کولالۍ هنر د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی

د افغانستان د پلازمېنې کابل په شمال کې د استالف ولسوالۍ یو کولال وايي، د سلګونه کلونو دغه پخوانی لاسي صنعت د بازار د نشتوالي او د عصري توکو د پراخېدو له امله د لهمنځه تلو له ګواښ سره مخ دی.
د راپور له مخې، د استالف د کولالۍ صنعت نږدې څلور پېړۍ مخینه لري او نسل په نسل تراوسه روان ساتل شوی دی. نوراحمد چې د پلار او نېکه مسلک پر مخ وړي، د خټینو لوښو، پیالو، کاسو او نورو کورنیو وسایلو پر جوړولو بوخت دی.
هغه وايي، پخوا په استالف کې تر ۳۰۰ ډېر د کولالۍ کارځایونو وو؛ خو اوس یې شمېر شاوخوا ۴۰ ته راکم شوی دی. د راپور له مخې، دغه محدود شمېر کارځایونه لاهم د ښځو په ګډون د څه باندې ۲۰۰ کسانو د عاید سرچینه ده.
د خټینو لوښو جوړولو بهیر له ځانګړو خټو او اوبو د ترکیب له چمتو کولو پیلېږي. وروسته کولال د دودیزو وسایلو پرمټ بېلابېل لوښي جوړوي، په بټیو کې یې پخوي او بیا پرې ځانګړي رنګونه او نقشونه لګوي.
بلخوا د استالف د لوښو یو پلورونکی ویس نظري وايي، دغه هنر ورته له پلار او نېکه پاتې دی او لا هم پېرودونکي لري. هغه ویلي: «خلک له بېلابېلو ولایتونو او وخت ناوخت بهرني سېلانیان هم د استالف لوښو پېرلو لپاره راځي».
د نوموړي په وینا، د خپلې لس کسیزې کورنۍ لګښتونه له همدې لارې برابروي او هره میاشت له ۱۵زرو تر ۲۰زرو افغانیو پورې عاید ترلاسه کوي. د کابل یو اوسېدونکی عثمان احمدي له یاد بازار څخه د لیدنې پرمهال ویلي، د استالف خټین لوښي د کیفیت او ښکلو نقشونو له امله ځانګړی شهرت لري.
هغه ویلي، د دوی د کورنۍ مشران په دې باور وو چې د دغه لوښو کارول روغتیا ته زیان نه رسوي؛ ځکه د جوړولو او رنګولو لپاره یې طبیعي مواد کارول کېږي.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو لسیزو کې د ښیښې، پلاستیک او نورو عصري توکو پراخې کارونې د خټینو لوښو تقاضا راکمه کړې او د دغه صنعت پر عایداتو یې منفي اغېز کړی دی.
د استالف کولالان او سوداګر له طالبانو غواړي، چې د تولید لپاره اسانتیاوې زیاتې کړي، د بازار موندنې برخه پیاوړې کړي او د افغانستان د کورنیو او نړۍوالو بازارونو دروازې ورته پرانېزي. د دوی په وینا، د مناسب ملاتړ په صورت کې به دغه څو سوه کلن دودیز هنر خوندي پاتې شي او راتلونکي نسلونو ته به هم ولېږدول شي.
