طالبانو له یونیسف غوښتي په ګودامونو کې شته مواد باید د ساتنې پر ځای ووېشي

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې مشر د یونېسف له استازو سره په کتنه کې له هغوی غوښتي چې، په ګودامونو کې شته مواد پر مستحقو کسانو ووېشي. نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې په ګودامونو کې باید مواد تر اوږدې مودې ونهساتل شي، بلکې پر مستحقو کسانو ووېشل شي.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ريیس نورالدین ترابي د یونېسف دفتر د بیړنیو حالاتو برخې له مسوولې ماریا، د OAWCK موسسې د شمال زون له مسوول رحمتالله شاکر او د هغه له مل پلاوي سره په کتنه کې د مرستو د وېش په برخه کې له پېښو سره د مبارزې ادارې او د یونیسف دفتر ترمنځ د همکاریو او همغږیو پر اغېز او اهمیت خبرې وکړې.
نورالدین ترابي زیاته کړه: «هغه توکي چې زموږ او ستاسو په ګودامونو کې شته، باید د اړتیا پر مهال زیانمنو او مستحقو کسانو ته ووېشل شي؛ ځکه دا توکي په حقیقت کې د خلکو ملکیت دی او باید زموږ په ګودامونو کې د اوږدې مودې لپاره پاتې نهشي».
دغې ادارې په ګودامونو کې د شته موادو د څرنګوالي او څومرهوالي په تړاو معلومات نهدي ورکړي.
دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، چې د یونېسف دفتر د بیړنیو حالاتو د برخې مسوولې مېرمن ماریا د یادې ادارې په ګودامونو کې د مرستندویه بستو د ساتنې په تړاو وویل: «د پېښو له امله زیانمنو کسانو ته د مرستو پر وخت رسولو لپاره باید په یوه چوکاټ سره هوکړې ته ورسېږو، څو د ادارې ترمنځ همغږي او همکاري لا پیاوړې شي».
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې دواړو لورو د همکاریو پر دوام او د دوامدارې همغږۍ لپاره د یوه عمومي چوکاټ پر رامنځته کېدو هم ټینګار کړی دی.
