دا بريد په افغانستان کې د جمهوري نظام تر ړنګېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خلکو د ايستلو د بهير پر مهال او له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر بشپړ وتلو څو ورځې وړاندې شوی و.
د اسوشيټېډ خبري اژانس پرېس د راپور له مخې، قاضي انتوني ترنګا د چهارشنبې په ورځ د ويرجينيا ايالت د الکساندريا په فدرالي محکمه کې شريفالله ته تر ټولو لوړه ممکنه سزا وټاکله.
د منصفه پلاوي د روان کال په اپرېل مياشت کې هغه د داعش خراسان ډلې د مادي ملاتړ په جرم ګناهکار بللی و. خو د منصفه پلاوي غړي دې پایلې ته ونه رسېدل چې آيا د هغه همکاري د کابل هوايي ډګر په بريد کې د قربانيانو د مرګ سبب شوې وه که نه.
که دا موضوع ثابته شوې وای، شريفالله ښايي د عمر بند سزا ترلاسه کړې وای. څارنوالانو وويل چې نوموړي له بريد مخکې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته د تلونکو لارو پېژندنه د داعش خراسان ډلې لپاره کړې وه.
هغه په محکمه کې شاهدي ورنه کړه او د حکم له اورولو مخکې يې هم له خبرو کولو ډډه وکړه. قاضي ترنګا هغه «ژمن ترهګر» وباله او ويې ويل چې په چلند کې يې د پښېمانۍ هېڅ نښه نه ليدل کېږي.
په بريد کې د وژل شويو امريکايي سرتېرو ځينو مور او پلار هم په محکمه کې خبرې وکړې. هغوی د خپلو اولادونو يادونه وکړه او ويې ويل چې دې بريد د دوی د کورنيو پر ژوند ژور اغېز کړی دی.
څارنوالانو د شلو کلونو بند غوښتنه کړې وه، خو مدافع وکيلانو د اوولسو کلونو سزا غوښتې وه. هغوی وويل چې شريفالله هېڅکله د داعش خراسان ډلې له مشرانو څخه نه و او د کابل هوايي ډګر په بريد کې د مستقيم رول له امله هم نه دی محکوم شوی.
د هغه وکيلانو وويل چې د امريکا حکومت شريفالله دې هېواد ته په دې ګومان راوستی و چې ګواکې د ابي ګېټ په بريد کې يې لاس درلود، خو دا ادعا يې په محکمه کې ثابته نه کړه. په مقابل کې څارنوالانو وويل چې شريفالله له تنکۍ ځوانۍ راهيسې له داعش خراسان ډلې سره بيعت کړی و او له امريکايانو سره د هغه کرکه د تاوتريخوالي د کړنو انګېزه وه.
د څارنوالانو په وينا، نوموړي يوه خبريال ته ويلي وو چې غواړي د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له يوولسمې وروسته پر افغانستان د امريکا د بريد له امله امريکايان «ونيسي او ووژني».
څارنوالانو همدارنګه شريفالله په لسګونو نورو بريدونو کې هم په لاس لرلو تورن کړی، چې له هغو څخه يو هم د ۲۰۲۴ کال د مارچ په مياشت کې مسکو ته نږدې د کروکوس کنسرټ تالار بريد و. په هغه بريد کې شاوخوا ۱۴۰ کسان وژل شوي وو.
مدافع وکيلانو وويل چې د اېفبيای د پلټنو پر مهال د شريفالله له خپلو څرګندونو پرته، داسې بل ثبوت نه دی وړاندې شوی چې هغه د کابل هوايي ډګر له بريد سره وتړي. د هغوی په وينا، ښايي شريفالله په پاکستان کې د بند پر مهال د شکنجې له وېرې داسې خبرې کړې وي چې ګومان يې کاوه امريکايي پلټونکي يې اورېدل غواړي.
د امريکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ څېړنو ښودلې ده چې د داعش ډلې غړي عبدالرحمان لوګري د ابي ګېټ ځانمرګی بريد ترسره کړی و. هغه د کابل له سقوط مخکې د افغانستان په يوه زندان کې ساتل کېده، خو کله چې طالبانو زندان ونيو، ازاد شو.
د اېفبيای د اسنادو له مخې، شريفالله ويلي وو چې لوګری يې د زندان له وخته پېژانده او پوهېده چې هغه له داعش ډلې سره اړيکې لري.