د چین استازی: طالبان دې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د چین استازي وویل چې پر ښځو د طالبانو محدودیتونه د افغانستان ټولنیز او اقتصادي پرمختګ ته زیان رسوي او له طالبانو یې وغوښتل چې د ښځو په ګډون د ټولو وګړو بنسټیز حقوق رعایت کړي.
نوموړي وویل، چې د افغانستان وضعیت له ځینو مثبتو پرمختګونو سربیره، د بشري حقونو او ترهګرۍ په برخه کې له پیچلو ننګونو سره مخ دی.
د چین استازي په وینا، نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره مرسته وکړي چې په تدریجي ډول له نړیوالې ټولنې سره مدغم شي.
په ملګرو ملتونو کې د چین استازي د خپلې وینا پرمهال زیاته کړه چې چین د دوحې بهیر او د شانګهای بهیر ملاتړ کوي او له افغانستان سره د لا زیات تعامل برابرولو په موخه د ویزو له محدودیتونو څخه د معافیتونو د دوام غوښتونکی دی.
د چین استازي وویل، چې د افغانستان د نفوس یوه پر درېیمه برخه د خوړو له سخت کمښت سره مخ ده او شاوخوا یو میلیون امیندواره یا تی ورکوونکې ښځې له خوارځواکۍ سره مخ دي.
نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان د بشري اړتیاوو یوازې یوه وړه برخه تامین شوې او د بشري بحران د دغه هېواد امنیتي وضعیت لا خرابولی شي.
همدارنګه د چین استازي وویل، چې لوېدیز هېوادونه باید د افغانستان په تړاو خپل تاریخي مسوولیت ته پاملرنه وکړي، بشري مرستې زیاتې کړي او د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.
نوموړي پر ښځو د طالبانو د لګول شویو محدودیتونو په اړه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې دغه محدودیتونه د ټول افغانستان ټولنیز او اقتصادي پرمختګ ته زیان رسوي.
د چین استازي له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان پرمختګ ته لومړیتوب ورکړي او د ښځو په ګډون د ټولو وګړو بنسټیز حقوق رعایت کړي.
نوموړي وویل چې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې په مرسته رسونه کې حیاتي رول لري او له طالبانو یې وغوښتل چې پر هغوی بندیزونه لرې کړي.
د چین استازي همدارنګه وویل چې ترهګري باید له رېښې وایستل شي او د القاعدې، داعش او د پاکستان د ټيټيپي په ګډون له ټولو ډلو سره مبارزه وشي.
نوموړي زیاته کړه چې په دې برخه کې باید هیڅ ابهام نه وي او له طالبانو یې وغوښتل چې له تروریزم سره د مبارزې لپاره سمه اراده وښيي.
