امریکا: طالبان ترهګرو ډلو ته پناه ورکوي او باید ځوابویونکي واوسي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي ویلي، چې طالبان ترهګرو ډلو ته پناه ورکوي او په افغانستان کې روان وضعیت له دغه هېواد څخه بهر هم اغېزې لري. هغه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې له طالبانو د «خبرو نه، بلکې د اقداماتو» غوښتنه وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی مایک والټز د افغانستان په اړه امنیت شورا ناستې ته وویل، چې له طالبانو سره تعامل هغه مهال نتیجه ورکولای شي چې دغه ډله خپلو ژمنو ته عملي بڼه ورکړي.
د امریکا استازي طالبان د امریکا او نورو هېوادونو د اتباعو په ناعادلانه نیولو هم تورن کړل او د امنیت شورا له غړو یې وغوښتل چې دغه نیونې وغندي او د بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړي.
هغه وویل، چې د ملګرو ملتونو راپورونه په افغانستان کې د خپلسرو نیونو، شکنجې، ناوړه چلند، جبري ورکېدو او له قضايي پروسې پرته د وژنو د دوام خبر ورکوي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدهکړو بندیز پنځم کال ته داخل شوی دی. د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان ښځو پر کار محدودیتونو د بشري مرستو بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.
د امریکا استازي وویل، د دوحې بهیر د پرمختګ لپاره یوه لاره کېدای شي، خو دا کار د طالبانو همکارۍ او د خپلو ژمنو پلي کولو ته اړتیا لري.
