• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له ترکمنستان سره د تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ پروژې او د سوداګرۍ پر زیاتوالي خبرې کړې

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۰۶ GMT+۱

په هرات کې د طالبانو والي اسلام جار د ترکمنستان له سر قونسل باتور یولوف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پر زیاتوالي، د ترانزیټي لارو پر پراختیا، د هرات – تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ پروژې او له ترکمنستان نه فراه ولایت ته د برېښنا پر لېږد خبرې کړې دي.

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د تورغونډۍ له لارې د ترانزیټ او سوداګریزو راکړو ورکړو کچه لوړه شوې.
اسلام جار په دغه لیدنه کې د تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ د پروژې پر اهمیت ټینګار کړی او دا یې د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او ترانزیټ پراختیا لپاره مهمه یاده کړې ده.

هغه ویلي، دوی په تورغونډۍ کې ګمرکي چارې له اړوندو خدمتونو سره ۲۴ ساعته ترسره کوي او هیله یې څرګنده کړې چې د ترکمنستان مسوولین هم د یادې پولې اړوندو برخو کې خپلې همکارۍ او فعالیتونه زیات کړي.

په هرات کې د ترکمنستان سرقونسل باتور یولوف د یادو موضوعاتو د څار ډاډ ښودلی او زیاته کړې یې ده، چې دغه مسایل به د خپل هېواد مرکزي مسوولینو ته ورسوي. یولوف ویلي، چې د تورغونډۍ له لارې د ترانزیټي لارو د زیاتېدو او د سوداګرۍ د کچې لوړولو لپاره به هڅې وشي.

ډېر لیدل شوي

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ
۱

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲
ځانګړی راپور

په پاکستان کې افغان ښځینه زده کړیالانې: حکومت راته له رسنیو سره د خبرو نه کولو ویلي

۳
روغتیا او ژوند

روغتیايي مرکزونه کې د درملو کمښت؛ د افغانستان په سویل کې ناروغان له سخت کړاو سره مخ دي

۴
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۵

د روسیې په مشرۍ پوځي تمرین؛ له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د وسله‌والو د احتمالي نفوذ مخنیوی

•
•
•

نور خبرونه

راپور؛ د افغانستان د شل کلنې جګړې درې ښکېل لوري لاهم پوښتي چې دا هر څه د څه لپاره وو؟

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۱۹ GMT+۱
100%

د «پي‌بي‌اېس نیوز» په ځانګړي راپور کې د افغانستان د شل کلنې جګړې درېیو بېلابېلو اړخونو «پخواني افغان کومانډو، د امریکا پخواني سرتېري او یو پخواني طالب جنګیالي» سره مرکې شوې دي.

دوی که څه هم د جګړې په بېلابېلو لیکو کې وو؛ خو د جګړې له پای ته رسېدو کلونه وروسته لاهم د هغې له اغېزو، قربانیو او پایلو سره مخ دي.
محمد چې د امنیتي دلایلو له امله یې نوم بدل شوی، د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پخوانی غړی دی. نوموړی وايي، له امریکایي ځواکونو سره یې اوږه په اوږه د طالبانو او داعش پر ضد عملیات کړي وو؛ خو تر ۲۰۲۱کال وروسته پټ ژوند ته اړ شوی دی.
هغه وايي: «په څو کلنې جګړه کې مو خپل ملګري له لاسه ورکړل، هر څه مو له لاسه ورکړل. هغه څه چې مو د دغه هېواد لپاره وکړل، اوس یې درد د ټول عمر لپاره راسره پاتې دی. داسې ښکاري چې هر څه بې‌ګټې وو».
د نوموړي په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هغه د خپلې پخوانۍ دندې له امله د څار او نیولو له وېرې پټ ژوند کوي او په دوامداره توګه له یوه ځایه بل ځای ته لېږدېږي. محمد وايي: «اوسنی ژوند مو یوازې انتظار دی؛ هغه انتظار چې کله به مو پیدا کړي او ژوند به مو پای ته ورسېږي».
بلخوا براین ریپي چې د امریکا د پوځ پخوانی ډاکټر دی او د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې وايي، د سپټمبر ۱۱مې بریدونو د هغه نسل د پوځیانو ژوند بدل کړ.
هغه وايي، کله چې افغانستان ته ولاړ، ورو ورو یې په ذهن کې دا پوښتنه پیدا شوه چې د دوی د جګړې موخه څه وه او د هغو افغانانو او طالبانو اړیکه د سپټمبر له یوولسمې بریدونو سره څه وه چې دوی ورسره جګړه کوله.
ریپي د خپلو وژل شویو ملګرو یادونه کوي او وايي، لا هم د جګړې خاطرې ورسره ژوندۍ دي. هغه وايي: «ډېر کسان چې زما په عمر وو او دلته یې جګړه کړې وه، اوس افغانستان ته ګوري او ویني چې طالبان واکمن دي. دا احساس پیدا کېږي، چې موږ خپل کلونه قربانۍ او ژوند د داسې څه لپاره مصرف کړل چې پایله یې هېڅ نه وه».
په راپور کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي خبرې هم را اخیستل شوې دي. هغه چې د شل کلنې جګړې پرمهال د طالبانو په لیکو کې جنګېده، وايي د طالبانو واک ته رسېدل د اوږدې مبارزې پایله ده.
فراهي ویلي: «کله چې امریکا جګړه پیل کړه، تر ټولو بده ورځ وه؛ خو تر شلو کلونو جګړې وروسته مو هېواد ازاد کړ او دا زموږ د قربانیو حاصل دی». هغه له امریکا غوښتي، چې پر افغانستان بندیزونه لرې کړي او له طالبانو سره عادي سیاسي او اقتصادي اړیکې پیل کړي.
راپور کاږي، د جګړې له پای ته رسېدو پنځه کاله وروسته هم د جګړې د دواړه خواوو ډېری غړي د خپلو قربانیو او د هغې جګړې د پایلو په اړه پوښتنې لري. راپور کې راغلي، چې افغانستان د سپټمبر یوولسمې بریدونو وروسته په بشپړه توګه بدل شو؛ خو شل کاله وروسته طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل او د جګړې له پای څخه د کلونو په تېرېدو سره لاهم ګڼ افغانان او پخواني بهرني سرتېري له دې پوښتنې سره مخ دي: «دا هر څه د څه لپاره وو؟»

د خوړو نړۍوال پروګرام: اقتصادي وده د افغانانو د ژوند د ښه‌والي لپاره بسنه نه‌کوي

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۷ GMT+۱
100%

د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل تازه راپور کې ویلي، د افغانستان اقتصاد لاهم د کورنۍ تقاضا، کرنې، صنعت او د راستنېدونکو کډوالو په مرسته محدوده وده کوي؛ خو دغه وده په هغه اندازه چټکه نه‌ده، چې د نفوس له زیاتوالي سره برابره شي او د خلکو پر ژوند د پام وړ مثبت اغېز وکړي.

د راپور له مخې، بې‌وزلي، د عاید محدود فرصتونه، د لومړنیو خدماتو کمښت او د خوړو ناامني لاهم د افغان کورنیو د اقتصادي مقاومت وړتیا کمزورې کړې ده. راپور کاږي، افغانستان لاهم د خوراکي او غیرخوراکي توکو په برخه کې پر وارداتو متکي دی او همدې چارې د هېواد بازارونه د سیمه‌ییزو سوداګریزو ستونزو او نړۍوالو بیو بدلونونو پر وړاندې زیانمن کړي دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶کال په جولای کې د انفلاسیون کچه ۷.۵ سلنې ته رسېدلې وه او د خوراکي توکو د انفلاسیون کچه هم اووه سلنه ثبت شوې ده. راپور ښيي، چې د روغتیا، استوګنې او ترانسپورټ لګښتونه د تېرکال پرتله د پام وړ لوړ شوي او دغه چاره د خلکو پر ورځني ژوند فشار زیاتوي.
د معلوماتو له مخې، د ډیزلو بیه په اګست میاشت کې ۳.۳ سلنه لوړه شوې او د تېرکال پرتله ۱۵ سلنه زیاته ده. همداراز د کیمیاوي سرو بیې هم د پام وړ لوړې پاتې دي، د یوریا سرې بیه د تېرکال پرتله ۳۵ سلنه او د ډي اې پي سرې بیه ۱۵ سلنه لوړه شوې ده.
راپور زیاتوي، د خوراکي توکو په بازارونو کې د وريجو، غوړیو او غنمو بیې لاهم د تېرکال پرتله لوړې دي. د معلوماتو له مخې، د شوله‌یي وریجو بیه ۳۲ سلنه، د پلوي وریجو بیه ۲۵ سلنه، د غوړیو بیه ۱۱ سلنه او د غنمو بیه ۱۴ سلنه لوړه شوې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام د کار بازار وضعیت هم اندېښمن بللی دی. د راپور له مخې، یو عادي مزدور په اوونۍ کې په اوسط ډول یوازې دوه ورځې کار مومي او لاس‌باړه یې ۳۰۸ افغانۍ ده.
راپور زیاتوي، چې د دغه عوایدو پر بنسټ یوه مزدوره کورنۍ یوازې د خوړو نړۍوال پروګرام د خوراکي کڅوړې نیمایي لګښت پوره کولی شي. د معلوماتو له مخې، په نورستان کې د یو مزدور میاشتنی عاید یوازې د خوړو د کڅوړې ۱۷ سلنې لګښت پوره کولو توان لري؛ په داسې حال کې چې په بغلان کې دغه کچه ۹۴ سلنې ته رسېږي.
راپور ښيي، چې د خوړو نړۍوال پروګرام د مرستې کڅوړې منځنۍ بیه په اګست میاشت کې ۵زره او ۴۱۰ افغانیو ته رسېدلې چې د تېر کال پرتله درې سلنه لوړوالی ښیي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د ارزونې له مخې، که څه هم افغانۍ په وروستیو میاشتو کې د ډالرو پر وړاندې پیاوړې شوې او د تبادلې منځنۍ کچه د یو ډالر په بدل کې ۶۵.۴ افغانۍ ثبت شوې؛ خو د ترانسپورټ لوړ لګښتونه، سوداګریزې ستونزې او نړۍوالې لوړې بیې د دغه مثبت اغېز لویه برخه له‌منځه وړي.
راپور خبرداری ورکوي، د کم کاري فرصتونه، د خوړو لوړې بیې، د کرنې د تولید لګښتونو زیاتوالی او دوامداره بې‌وزلي لاهم د مېلیونونه افغانانو د خوړو خوندیتوب او معیشت لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.

افغان محصلان: په پوهنتونونو کې تر منلو وروسته هم ترکیه تحصیلي ویزې نه‌راکوي

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۳۳ GMT+۱
100%

یوشمېر افغان محصلان وايي، سره له دې چې د ترکیې له پوهنتونونو یې منل لیکونه ترلاسه کړي او اړین پړاوونه یې بشپړ کړي؛ خو په کابل کې د ترکیې سفارت د دوی د تحصیلي ویزو غوښتنلیکونه رد کړي دي.

دغه ځوانانو له افغانستان انټرنشنل سره د پوهنتون د منلو اسناد او د ویزې ردېدو فورمې شریکې کړې دي. دوی وايي، د پوهنتونونو د منلو، د اسنادو برابرولو او د ویزې غوښتنلیک لپاره یې د وخت ضایع کېدو ترڅنګ ډېرې پیسې لګولې دي؛ خو اوس د زده‌کړو فرصت د لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ دي.

د وړاندې شویو اسنادو له مخې، دغه محصلانو د ترکیې د یدي‌تپه پوهنتون، خلیج پوهنتون او کیلیس ۷ ارالیک پوهنتون څخه منل لیکونه ترلاسه کړي دي. په یوه لیک کې چې د خصوصي یدی‌تپه پوهنتون اړوند دی، د ۲۰۲۶-۲۰۲۷ ښوونیز کال لپاره د سوداګرۍ مدیریت په څانګه کې د یوه افغان محصل منل تایید کړي او ورته ۵۰ سلنه بورس هم په پام کې نیول شوی دی.

د خلیج پوهنتون له‌خوا یو بل محصل ته ورکړل شوی منل لیک ښيي، چې نوموړی د استانبول په دغه پوهنتون کې د انجینرۍ پوهنځي د انګلیسي ژبې سافټویر انجینرۍ څانګې ته په رسمي ډول منل شوی دی. په یوه بل لیک کې د کیلیس ۷ ارالیک پوهنتون هم د یوه محصل لپاره د لېسانس په کچه د الهیات په څانګه کې د نوم‌لیکنې لپاره منل لیک لېږلی دی.

د دغه لیکونو نېټې ښيي، چې ځینو محصلانو د ۲۰۲۶کال په جون او جولای میاشتو کې د پوهنتونونو د منلو اسناد ترلاسه کړي دي. د دوی د ویزو د رد اسناد بیا شاوخوا له یوې میاشتې تر ۴۰ ورځو وروسته صادر شوي دي.

د ترکیې پوهنتونونو له‌خوا منل، د ویزې صادرېدو معنا نه‌لري. غوښتونکي له منل کېدو وروسته باید د ویزې اړوند نور پړاوونه هم بشپړ کړي، چې په ترکیه کې د اوسېدو پرمهال د مالي توان ثابتول او د جرمي سابقې نه‌لرل هم په‌کې شامل دي.

دغه ځوانان وايي، تمه یې لرله چې د پوهنتون د منل لیک او د اړینو اسنادو له بشپړولو وروسته به یې غوښتنلیکونه په پوره روڼتیا وڅېړل شي. د ویزې په هغه ردپاڼو کې چې دغه ځوانانو له افغانستان انټرنشنل سره شریکې کړې، د غوښتنلیک د ردولو کوم روښانه لامل نه‌دی ذکر شوی. په سند کې یوازې لیکل شوي: «د غوښتونکي د ویزې غوښتنلیک له مناسبې ارزونې وروسته د نه منلو وړ تشخیص شوی او د ویزې لپاره ورکړل شوی فیس هم بېرته نه ورکول کېږي».

لږترلږه پنځه هغه ځوانان چې د ویزې غوښتنلیکونه یې رد شوي، د ردېدو لامل په اړه د وضاحت غوښتنه کوي. دوی وايي، غوښتونکی باید پوه شي چې د هغه په غوښتنلیک کې ستونزه د اسنادو له کومې برخې یا شرایطو سره تړاو لري.

یو بل هغه ځوان چې د ویزې غوښتنلیک یې رد شوی، له ترکیې سفارت څخه یې د خپلې دوسیې د بیا ارزونې غوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي، مسوول چارواکي باید دغه موضوع وڅېړي او که د غوښتونکو اسناد بشپړ وي؛ نو وړو کسانو ته دې ویزې صادرې شي.

افغانستان انټرنشنل د دغه محصلانو د ویزې غوښتنلیکونو د ردېدو او د تحصیلي ویزو د ارزونې بهیر په اړه د ترکیې سفارت د نظر ترلاسه کولو لپاره په کابل کې له دغه سفارت سره اړیکه نیولې؛ خو د دغه خبر تر خپرېدو پورې یې کوم ځواب نه‌دی ترلاسه کړی.

یوه هندۍ سېلانۍ چې په افغانستان کې له محرم پرته ګرځېدو کې له ستونزو سره مخ ده

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۰:۰۰ GMT+۱
100%

هندۍ سیلانۍ آرونیمای ای‌پي وایي، په بامیانو کې طالبانو هغه مهال ودروله چې یوازې یې سفر کاوه او هېڅ نارینه ملګری ورسره نه و. نوموړې زیاتوي، طالبانو ورته ویلي چې د مقرراتو د ماتولو له امله باید ونیول شي. هغه وایي،‌ کابل کې له هند سفارت سره یې تر اړیکې وروسته ستونزه هواره شوه.

ارونیمای ای‌پي په ټولنیزو شبکو کې له هند سفارت څخه غوښتي وو چې د هغې د مرستې لپاره لاس په کار شي. نوموړې د سې‌شنبې په ورځ ولیکل: «زه په خوندي ځای کې یم».

ارونیمای ای‌پي شاوخوا شپږ کاله کېږي چې په یوازې ځان بېلابېلو هېوادونو ته سفر کوي. هغه په انسټاګرام کې شاوخوا ۱.۲میلیونه او په یوټیوب کې له ۷۳۰ زرو ډېر کسان تعقیبوي.

د انډین اکسپرېس ورځپاڼې د راپور له مخې، دې هندۍ سیلانۍ ویلي چې تېره میاشت افغانستان ته تللې او د وږي میاشتې له پنځمې نېټې راهیسې په یوازې ځان د هېواد بېلابېلو سیمو ته سفر کوي.

د نوموړې په وینا، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د هغې شتون، په ځانګړي ډول په عامه ځایونو کې د ښځو د لږ حضور له امله، د خلکو پام ځان ته اړولی دی.

آرونیمای وایي، د دوشنبې په ماښام په یوه باروړونکي موټر کې بامیانو ته ورسېده. کله چې له موټر څخه ښکته شوه، د طالبانو یو شمېر ځواکونه ورغلي او د سفر اسناد یې ترې غوښتي دي.

د هغې په وینا، هغه طالبان چې د سفر د اسنادو په لوستلو نه پوهېدل، ورته یې وویل چې باید په یوازې ځان سفر ونه کړي او د هر ولایت د تېرېدو لپاره جلا اجازه‌لیک ته اړتیا لري. نوموړې زیاته کړې چې طالبانو یې له پاسپورټ او ویزې تر کتنې وروسته ورته ویلي چې د ښځو یوازې سفر کول د مقرراتو خلاف دي او باید ونیول شي.

ارونیمای ویلي: «له هغوی مې وغوښتل چې له افغانستانه مې وباسي، خو ویل یې چې ما قوانین مات کړي او زه به ونیوله شم. زما جرم څه و؟ دا چې د یوې ښځې په توګه په هغه هېواد کې یوازې سفر کوم چې ښځو ته په یوازې ځان د سفر اجازه په‌کې نه ورکول کېږي».

هغې زیاته کړې: «څو ساعته په ډېر کړکېچن حالت کې وم او داسې احساس مې کاوه چې ښایي خپل ژوند له لاسه ورکړم. زه په بشپړه توګه وېرېدلې وم».

دې هندۍ سیلانۍ ویلي چې په جلال‌اباد کې هم د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو د دې لپاره د سفر اجازه نه ده ورکړې، ځکه ښځه ده. د نوموړې په وینا، د سفر د اجازې ترلاسه کولو لپاره باید له هغې سره یو نارینه یا لارښود مل وي.

ارونیمای غواړي افغانستان پرېږدي او ازبکستان ته ولاړه شي، خو وایي چې په لاره کې د طالبانو له امنیتي پوستو څخه د تېرېدو په اړه اندېښنه لري.

طالبانو له واک ته د بېرته رسېدو راهیسې د ښځو پر تګ راتګ او په ټولنیز ژوند کې پر ګډون پراخ محدودیتونه لګولي دي. افغانې ښځې د ښارونو او ولایتونو ترمنځ د سفر لپاره د محرم له لرلو سره مخ دي او په یوازې ځان د ښځو د سفر د مخنیوي په اړه د بېلابېلو پېښو راپورونه هم خپاره شوي دي.

د دې هندۍ سیلانۍ موضوع په داسې مهال راپورته شوې چې په وروستیو کلونو کې ګڼ شمېر بهرني اغېزناکه کسان او ویډیو جوړوونکي افغانستان ته، چې د طالبانو تر واک لاندې دی، سفرونه کړي دي.

طالبانو هڅه کړې چې د بهرنیو اغېزناکو کسانو له حضور څخه په استفادې، د افغانستان یو دوستانه او عادي انځور وړاندې کړي.

په داسې حال کې چې یو شمېر خبریالان او د بشري حقونو څارونکي افغانستان ته د ننوتلو او په دغه هېواد کې د فعالیت پر مهال له محدودیتونو یا د ننوتلو له بندیز سره مخ شوي، د ټولنیزو شبکو ځینې ډېر لیدونکي لرونکي څېرې د طالبانو په اجازه افغانستان ته ننوځي او د بازارونو، سیاحتي سیمو او له طالب چارواکو سره د لیدنو کتنو ویډیوګانې خپروي.

په افغانستان کې د لوېدیځو هېوادونو ښځینه اغېزناکو کسانو په ازاد ډول سفرونه کړي، له ځايي خلکو سره یې نڅا کړې او یا یې له طالب ځواکونو سره انځورونه او ویډیوګانې اخیستې دي.

.

د طالبانو د احصایې اداره: د افغانستان ۹۲،۶ سلنه سړکونه خامه او یوازې ۷،۴ سلنه پاخه دي

۲۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۳۷ GMT+۱
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو اداره وايي، چې د افغانستان په کچه ۹۲،۶ سلنه سړکونه خامه او یوازې ۷،۴سلنه یې پاخه دي. دوی ویلي کابل د څلورو زرو او ۸۴ کیلومترو په اوږدوالي تر ټولو ډېر پاخه سړکونه لري، په داسې حال کې چې نورستان یوازې ۱۲ کیلومتره پاخه سړکونه لري.

دغې ادارې، سې‌شنبه د وږي په ۲۴مه، د سړکونو د شبکې د وضعیت په اړه د خپلو موندنو د خپرولو پر مهال ویلي چې د لومړي ځل لپاره یې د افغانستان د سړکونو ټوله شبکه تثبیت کړې ده.
د احصایې او معلوماتو ادارې د معلوماتو له مخې، د هېواد د سړکونو ټول اوږدوالی څه باندې ۲۴۵ زره او ۷۲ کیلومتره دی چې له دې ډلې ۱۸ زره او ۲۴۱ کیلومتره یا ۷،۴ سلنه پاخه او ۲۲۶ زره او ۸۳۱ کیلومتره یا ۹۲،۶سلنه نور خامه سړکونه دي.
دغې ادارې ویلي، دا ارزونه د هېواد د سړکونو د شبکې د وضعیت د یوه جامع او واحد انځور د برابرولو په موخه ترسره شوې ده. د معلوماتو د راټولولو لپاره د ټولګټو وزارت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د «OpenStreetMap» نړیوالې شبکې او د سپوږمکۍ له انځورونو څخه هم کار اخیستل شوی دی.
د ارزونې له مخې، په ولایتونو کې د پاخه سړکونو اوږدوالی او د ټولې سړک شبکې په پرتله یې ونډه توپیر لري.
کابل د څلورو زرو او ۸۴ کیلومترو په اوږدوالي تر ټولو ډېر پاخه سړکونه لري، په داسې حال کې چې نورستان یوازې ۱۲ کیلومتره پاخه سړکونه لري.
د ټولې سړک شبکې په پرتله د پاخه سړکونو د ونډې له مخې، کاپیسا د ۲۵،۱سلنې په لرلو سره په لومړي ځای کې ده، خو دایکنډي او غور د ۰،۵ سلنې په لرلو سره تر ټولو ټیټه ونډه لري.
دغې ادارې ویلي، د ارزونې پر مهال څلور زره او ۷۴۷ لوی او واړه پلونه، اته زره او ۶۸۱ پلچکونه او ۸۵۴ سېلاب‌برونه هم تثبیت او ثبت شوي دي. سربېره پر دې، ۱۶ ویجاړ شوي پلونه او ۲۴۹ داسې سیمې هم په نښه شوې دي چې د پلونو جوړولو ته اړتیا لري.
د احصایې او معلوماتو ادارې د ارزونې یوه برخه د کلیوالي سیمو د وګړو د سړکونو شبکې ته د لاسرسي کچه هم ښيي.
د دغې ادارې په وینا، د دوه کیلومتره واټن د معیار له مخې، شاوخوا ۴۱ سلنه کلیوالي وګړي پاخه سړکونو، ۶۳ سلنه عمومي سړکونو او ۹۶ سلنه د سړکونو ټولې شبکې ته لاسرسی لري.
دغې ادارې ویلي، د ارزونې پایلې د ولایتونو ترمنځ د سړکونو شبکې ته د لاسرسي په کچه کې د پام وړ توپیرونه ښيي چې د ترانسپورټي زیربناوو د پراختیا او ښه والي لپاره د اړتیا وړ سیمو په پېژندلو کې ترې کار اخیستل کېدای شي.
افغانستان له څو لسیزو جګړو او د زیربناوو د کمې پانګونې له امله د سړکونو له کمښت او د ډېرو لارو له خامه پاتې کېدو سره مخ دی. د هېواد خراب او غیرمعیاري سړکونه د ترافیکي پېښو له مهمو عواملو څخه هم بلل کېږي.
په وروستیو کلونو کې ترافیکي پېښې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.