د طالبانو د کانونو وزارت: په هرات کې د ټاپي پروژې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، په هرات ولایت کې د ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان ـ هند د (ټاپي) ګازو نللیکې پروژې شاوخوا ۸۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
د یاد د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په هرات کې د یادې پروژې نللیکه ۱۵۳ کیلومتره غځېدلې چې له دې ډلې د ۱۵۰.۳ کیلومتره نللیکه د غځولو لپاره چمتو شوې چې د یادې برخې د کار ۹۸ سلنه جوړوي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۱۲۲.۳ کیلومتره نللیکه غځول شوې چې د ټولې پروژې د کار نږدې ۸۰ سلنه برخه جوړوي. خبرپاڼه زیاتوي، له دې ډلې ۷۱.۵ کیلومتره نللیکه تر ځمکې لاندې تېره شوې.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، د نللیکې د کیفیت، خوندیتوب او تخنیکي معیارونو د ارزونې لپاره د ۳۳ کیلومتره نللیکې ازموینه هم بشپړه شوې ده. د راپور له مخې، د پروژې اړوندو سړکونو په جوړولو کې هم پرمختګ شوی او تراوسه ۱۳۴.۲ کیلومتره سړکونه جوړ او بشپړ شوي دي.
یاد وزارت همداراز ویلي، چې د هرات ولایت لپاره د ګازو د وېش شبکې د ډیزاین چارې روانې دي او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې یې عملي کار پیل شي. د یاد وزارت په وینا، د ګازو دغه شبکه به د ټاپي پروژې له لارې لېږدول شوی ګاز د هرات صنعتي، سوداګریزو او استوګنیزو سیمو ته ورسوي او د انرژۍ د اړتیاوو پوره کولو ترڅنګ به د اقتصادي او صنعتي فعالیتونو لپاره هم زمینه برابره کړي.
د ټاپي (ترکمنستان–افغانستان–پاکستان–هند) د طبیعي ګازو نللیکې پروژه له کلونو راهیسې د سیمې له مهمو اقتصادي او انرژۍ پروژو څخه ګڼل کېږي. د یادې پروژې ټولیز اوږدوالی شاوخوا ۱۸۱۴ کیلومتره دی، چې ۸۱۶ کیلومتره یې د افغانستان له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو تېرېږي.
