انتونیو ګوترېش: د ښځو پر کار او د نجونو پر زدهکړو بندیز د زغملو وړ نه دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي، په افغانستان کې د ښځو پر کار او د نجونو پر زدهکړو بندیزونه «مطلق د زغملو وړ نه دي».

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي، په افغانستان کې د ښځو پر کار او د نجونو پر زدهکړو بندیزونه «مطلق د زغملو وړ نه دي».
ښاغلي ګوترېش د یوې خبري غونډې پر مهال د افغانستان انټرنشنل خبریالې مریم رحمتي ته وویل چې د افغان ښځو وضعیت د ملګرو ملتونو له بنسټیزو او تلپاتې اندېښنو څخه دی.
هغه وویل: «دا چې ښځو ته ان زموږ په ادارو کې د کار اجازه نه ورکول کېږي او دا چې د نجونو زدهکړو ته لاسرسی محدود شوی، مطلق د زغملو وړ نه دي. همداراز دا چې ښځو ته، له ځینو ځانګړو شرایطو پرته، د کار اجازه نه ورکول کېږي، مطلق د زغملو وړ نه دي».
د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړه چې دغه سازمان هڅه کړې نړیواله ټولنه بسیج او پر طالبانو فشار راوړي.
د ګوترېش په وینا، ملګرو ملتونو هڅه کړې طالبانو ته روښانه کړي چې د دوی اقدامات د افغانستان د پرمختګ وړتیا کمزورې کوي، بشري مرستو ته د رسېدو بهیر زیانمنوي او د هېواد د پرمختګ پر وړاندې سخت محدودیتونه رامنځته کوي.
د افغانستان انټرنشنل خبریالې په خپله پوښتنه کې د ایران د ګشت ارشاد په توقیف کې د مهسا امیني د وژل کېدو څلورم تلین ته هم اشاره وکړه او د ایران د ښځو د وضعیت په اړه یې له ګوترېش څخه وپوښتل.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په ایران کې د هغه څه په اړه چې نوموړي «د بشري حقونو د بېلابېلو ډولونو سرغړونه» وبلله، اندېښنه څرګنده کړه او په ځانګړي ډول یې د اعدام سزا ته اشاره وکړه.
ګوټېرېش وویل چې ملګري ملتونه د اعدام سزا له کارولو سره «په بشپړه توګه» مخالف دي.

په امريکا کې يوې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۵مه)، افغان وګړی محمد شريفالله ته د داعـ. ـش خراسان ډلې سره د همکارۍ په تور د شلو کلونو بند سزا واوروله. په دغه بريد کې، چې د ۱۴۰۰ لمريز کال د وږي په څلورمه ترسره شوی و، ۱۶۰ افغانان او ۱۳ امريکايي عسکر وژل شوي وو.
دا بريد په افغانستان کې د جمهوري نظام تر ړنګېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خلکو د ايستلو د بهير پر مهال او له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر بشپړ وتلو څو ورځې وړاندې شوی و.
د اسوشيټېډ خبري اژانس پرېس د راپور له مخې، قاضي انتوني ترنګا د چهارشنبې په ورځ د ويرجينيا ايالت د الکساندريا په فدرالي محکمه کې شريفالله ته تر ټولو لوړه ممکنه سزا وټاکله.
د منصفه پلاوي د روان کال په اپرېل مياشت کې هغه د داعش خراسان ډلې د مادي ملاتړ په جرم ګناهکار بللی و. خو د منصفه پلاوي غړي دې پایلې ته ونه رسېدل چې آيا د هغه همکاري د کابل هوايي ډګر په بريد کې د قربانيانو د مرګ سبب شوې وه که نه.
که دا موضوع ثابته شوې وای، شريفالله ښايي د عمر بند سزا ترلاسه کړې وای. څارنوالانو وويل چې نوموړي له بريد مخکې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته د تلونکو لارو پېژندنه د داعش خراسان ډلې لپاره کړې وه.
هغه په محکمه کې شاهدي ورنه کړه او د حکم له اورولو مخکې يې هم له خبرو کولو ډډه وکړه. قاضي ترنګا هغه «ژمن ترهګر» وباله او ويې ويل چې په چلند کې يې د پښېمانۍ هېڅ نښه نه ليدل کېږي.
په بريد کې د وژل شويو امريکايي سرتېرو ځينو مور او پلار هم په محکمه کې خبرې وکړې. هغوی د خپلو اولادونو يادونه وکړه او ويې ويل چې دې بريد د دوی د کورنيو پر ژوند ژور اغېز کړی دی.
څارنوالانو د شلو کلونو بند غوښتنه کړې وه، خو مدافع وکيلانو د اوولسو کلونو سزا غوښتې وه. هغوی وويل چې شريفالله هېڅکله د داعش خراسان ډلې له مشرانو څخه نه و او د کابل هوايي ډګر په بريد کې د مستقيم رول له امله هم نه دی محکوم شوی.
د هغه وکيلانو وويل چې د امريکا حکومت شريفالله دې هېواد ته په دې ګومان راوستی و چې ګواکې د ابي ګېټ په بريد کې يې لاس درلود، خو دا ادعا يې په محکمه کې ثابته نه کړه. په مقابل کې څارنوالانو وويل چې شريفالله له تنکۍ ځوانۍ راهيسې له داعش خراسان ډلې سره بيعت کړی و او له امريکايانو سره د هغه کرکه د تاوتريخوالي د کړنو انګېزه وه.
د څارنوالانو په وينا، نوموړي يوه خبريال ته ويلي وو چې غواړي د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له يوولسمې وروسته پر افغانستان د امريکا د بريد له امله امريکايان «ونيسي او ووژني».
څارنوالانو همدارنګه شريفالله په لسګونو نورو بريدونو کې هم په لاس لرلو تورن کړی، چې له هغو څخه يو هم د ۲۰۲۴ کال د مارچ په مياشت کې مسکو ته نږدې د کروکوس کنسرټ تالار بريد و. په هغه بريد کې شاوخوا ۱۴۰ کسان وژل شوي وو.
مدافع وکيلانو وويل چې د اېفبيای د پلټنو پر مهال د شريفالله له خپلو څرګندونو پرته، داسې بل ثبوت نه دی وړاندې شوی چې هغه د کابل هوايي ډګر له بريد سره وتړي. د هغوی په وينا، ښايي شريفالله په پاکستان کې د بند پر مهال د شکنجې له وېرې داسې خبرې کړې وي چې ګومان يې کاوه امريکايي پلټونکي يې اورېدل غواړي.
د امريکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ څېړنو ښودلې ده چې د داعش ډلې غړي عبدالرحمان لوګري د ابي ګېټ ځانمرګی بريد ترسره کړی و. هغه د کابل له سقوط مخکې د افغانستان په يوه زندان کې ساتل کېده، خو کله چې طالبانو زندان ونيو، ازاد شو.
د اېفبيای د اسنادو له مخې، شريفالله ويلي وو چې لوګری يې د زندان له وخته پېژانده او پوهېده چې هغه له داعش ډلې سره اړيکې لري.
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی وايي، طالبان مسوولیت لري چې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د ترهګریزو بریدونو د پلانولو او ترسره کولو لپاره د افغان خاورې د کارېدو مخه ونیسي. نوموړي زیاته کړه، چې د ثبات د ټینګښت لپاره له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل دوام اړین دی.
په ملګر ملتونو کې د ایران استازي وویل چې داعش خراسان او نورې افراطي ډلې چې په افغانستان او سیمه کې فعالیت کوي، لا هم د ایران او د دغه هېواد د ګاونډیانو لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.
د هغه په وینا، د دې ګواښ پر وړاندې مبارزه پراخې او دوامدارې سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا لري.
د ایران استازي زیاته کړه چې نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه هم باید د طالبانو له ادارې سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره مرسته وکړي.
د ایران استازي په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان په ډېرو برخو کې د وسله والو نښتو او تاوتریخوالي کمېدل د طالبانو یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل چې د امنیتي وضعیت ښه والی باید وساتل شي.
د ایران استازي همداراز د کوکنارو د کښت د پام وړ کمېدل یوه داسې لاسته راوړنه وبلله چې نړیوالې مثبتې پایلې لري، خو ویې ویل چې دې چارې پر کلیوالو سیمو سخت اقتصادي فشار راوستی دی.
هغه د بدیلو معیشتونو، کلیوالي پراختیا او بازارونو ته د بزګرانو د لاسرسي په برخو کې د دوامدارې پانګونې غوښتنه وکړه، څو د نشه یي توکو د کښت د کمېدو بهیر دوام ومومي.
د ایران استازي د افغانستان بشري او اقتصادي وضعیت لا هم د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل چې د بهرنیو مرستو کمېدل، مالي او بانکي محدودیتونه، کمه پانګونه او د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل پر اقتصاد او عامه خدمتونو لا ډېر فشار واردوي.
هغه ټینګار وکړ چې بشري مرستې باید د اړتیا پر بنسټ او له سیاسي ملاحظاتو پرته افغانستان ته ورکړل شي.
د ایران استازي زیاته کړه چې هېواد یې د لسیزو بندیزونو او اقتصادي فشارونو، او هغه څه سره سره چې نوموړي د «امریکا تېری کوونکي اقدام او سمندري محاصرې» په توګه یاد کړل، د افغانستان د میلیونونو وګړو کوربه پاتې شوی او هغوی ته یې د زده کړو، روغتیايي خدمتونو او کار زمینه برابره کړې ده.
هغه وویل، چې ایران له افغانستان سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ، انرژۍ، رېل پټلۍ او کرنې په برخو کې اقتصادي همکارۍ ته دوام ورکړی دی. د هغه په وینا، د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا او افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرول سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو ته د افغانستان لاسرسی زیاتوي.
د ایران استازي په پای کې وویل، چې د ثبات د ټینګښت لپاره له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل دوام اړین دی.
د هغه په وینا، اصولي او عملي تعامل کولی شي د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي ټولنو د حقونو، په ښه کېدو کې مرسته وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له سيبياېس سره په مرکه کې د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او ویې ویل، چې د ملکي وګړو په نښه کولو په اړه د دوی دریځ له تېر وخت راهیسې یو شان پاتې شوی. نوموړي له امریکا سره د اړیکو د ټینګښت غوښتنه کړې.
بلخي د دوحې هوکړې ته په اشارې ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد په ځانګړي ډول د امریکا پر وړاندې د بریدونو لپاره ونه کارول شي. هغه همداراز د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د رسمي ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګښت او د افغانستان بانک د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو غوښتنه کړې ده.
د دوحې هوکړه چې د ۲۰۲۰کال په فبرورۍ کې د طالبانو او امریکا ترمنځ لاسلیک شوه، طالبانو پهکې ژمنه کړې وه چې دوی به د افغانستان له خاورې د امریکا او د دغه هېواد د متحدینو پرضد د «ترهګرو» ډلو د بریدونو مخه نیسي.
له دغه ژمنو سره د ملګرو ملتونو په راپورونو کې په وار، وار د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د القاعدې او داعش په څېر ډلو د حضور خبر ورکړل شوی دی. د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ چې شاوخوا اووه مېلیارده ډالر اټکل کېږي، لاهم د کابل او واشنګټن ترمنځ د اختلاف له مهمو موضوعاتو څخه ده.
بلخي: موږ له خپل تمې زیات او د ولس له تمې کم کار کړی دی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې د طالبانو ادارې له خپلو لومړنیو تمو څخه زیات کار کړی؛ خو منلې یې ده چې د افغانستان د عامو خلکو تمې یې نهدي پوره کړې.
بلخي وايي، پراخې اقتصادي ستونزې او نړۍواله انزوا د ټولنې د غوښتنې او تمې نه پوره کېدو اصلي لاملونه دي. نوموړي د افغانستان اقتصادي وضعیت او بېکارۍ ته په اشارې ویلي، چې د لویو قدرتونو له لوري رامنځته شوې ستونزې او انزوا د خلکو د غوښتنو د بشپړېدو پر وړاندې خنډونه دي.
هغه په ورته وخت کې په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو د حکومت له مهمو ټکو څخه د صادراتو زیاتوالی، د کارخونو فعالول او د کورني امنیت ساتل یاد کړي دي. دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته تراوسه له روسیې پرته هېڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نهده پېژندلې.
د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه
عبدالقهار بلخي د یادې مرکې په بله برخه کې د نجونو د زدهکړو محدودیتونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې حکومتونه خپل مقررات د خپلو لومړیتوبونو او ملي ګټو پر بنسټ تنظیموي.
هغه په لنډمهالي ډول د نجونو د زدهکړو ځنډول هم د همدغه لومړیتوبونو په چوکاټ کې بللي او ټینګار یې کړی، چې عمومي زدهکړې په بشپړه توګه نهدي منع شوې؛ بلکې د کورنۍ زدهکړې، دیني مدرسو او انلاین زدهکړو په څېر لاهم دوام لري.
د طالبانو ادارې په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی دی. دغه محدودیتونو په نړۍواله کچه پراخ غبرګونونه او نیوکې راپارولي او افغانستان یې په نړۍ کې یوازینی هېواد ګرځولی، چې نجونې پهکې له منځنیو او لوړو زدهکړو بېبرخې دي.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو په وار، وار ویلي، چې دغه تګلاره د نجونو له بنسټیزو حقونو ښکاره سرغړونه ده.
په بلوچستان کې د افغان محصلانو مدافع وکیل سید نذیر اغا وايي، د بلوچستان سترې محکمې د هغه افغان محصلانو غوښتنه رد کړې چې غوښتل یې په پاکستان کې خپلو طبي زدهکړو ته دوام ورکړي.
سید نذیر اغا افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د پاکستان حکومت د افغان محصلانو د زدهکړو درولو په تړاو د ۲۰۲۶کال د جولای پر ۲۳مه او د سپټمبر پر لومړۍ نېټه دوه خبرتیاوې خپرې کړې وې.
د نوموړي په وینا، په دغه خبرتیاوو کې افغان محصلانو ته ویل شوي چې په پاکستان کې خپلې زدهکړې پای ته ورسوي او خپل هېواد ته ستانه شي. هغه وویل، د همدې پرېکړې پر وړاندې یې د بلوچستان سترې محکمې ته د طب ۲۱ افغان محصلانو په استازیتوب عریضه کړې وه چې پهکې ۱۰ تنه د لوړو زدهکړو او تخصص محصلان او ۱۱ نور د طب په بېلابېلو کلونو کې پر زدهکړو بوخت وو.
نذیر اغا وايي، دوی محکمې ته د پاکستان د اساسي قانون د څلورمې مادې په ګډون بېلابېل حقوقي دلایل وړاندې کړل او استدلال یې وکړ چې په پاکستان کې مېشت بهرني وګړي هم د قانون له مخې د زدهکړو، روغتیا او نورو بنسټیزو حقونو له خوندیتوب څخه برخمن دي.
خو د وکیل په وینا، د بلوچستان سترې محکمې د دوی عریضه رد کړه. نوموړي وویل، محکمې په خپله پرېکړه کې ټینګار کړی چې افغان محصلان باید د ویزې او پاسپورټ له قانوني شرایطو سره سم په پاکستان کې پاتې شي او خپلې زدهکړې بشپړې کړي.
سید نذیر اغا وايي، دوی محکمې ته څرګنده کړې چې د افغانستان او پاکستان د اړیکوترینګلتیا له امله افغان محصلانو ته د ویزو ورکړه له جدي ستونزو سره مخ ده او د ویزې شرط د دوی د زدهکړو د دوام پر وړاندې خنډ جوړوي.
هغه زیاته کړه، چې د افغان محصلانو د زدهکړو د دوام په تړاو د پاکستان په نورو محکمو کې هم ورته قضیې مطرح شوې او د ځینو محصلانو په اړه لنډمهاله حقوقي خوندیتوب ورکړل شوی دی.
د نوموړي په وینا، د بلوچستان سترې محکمې په ۲۰۲۵کال کې هم د افغان محصلانو په یوه قضیه کې د زدهکړو د دوام اجازه ورکړې وه؛ خو پر دې شرط چې محصلان معتبرې ویزې ولري.
هغه وویل، دوی به د بلوچستان سترې محکمې د وروستۍ پرېکړې پر وړاندې په اسلاماباد کې اړوندې محکمې ته د عریضې لپاره مراجعه وکړي.
د افغان طبي محصلانو اندېښنې
په کوټه کې د بلوچستان د طبي پوهنځیو یوشمېر افغان محصلان وايي، تراوسه ورته د پاکستان لهخوا د اېستلو په اړه رسمي لارښوونه نهده شوې؛ خو د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د وروستیو خبرتیاوو له امله د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي.
د کویټې په بولان طبي پوهنځي کې افغان محصل ډاکټر عمران خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، تر اوسه دوی ته له پوهنځي څخه د پاکستان پرېښودو په اړه کوم رسمي مکتوب نهدی رسېدلی.
هغه وویل، محصلانو د ویزو د غځولو لپاره د «بونافایډ» سند غوښتنه کړې وه؛ خو د پوهنځي د محصلانو چارو برخې ورته ویلي، چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا خبرتیا ورغلې او د یادې موضوع په اړه یې د بلوچستان د روغتیا له اړوندې ادارې څخه د لارښوونې غوښتنه کړې ده.
د عمران خان په وینا، پوهنځي ورته ویلي چې کله د روغتیا له اړوندې ادارې څخه ځواب ترلاسه شي، د افغان محصلانو په اړه به پرېکړه وکړي.
هغه وايي، په کوټه کې تراوسه د پنجاب په څېر هغه اقدامات نهدي شوي چې افغان محصلان له لیلیو یا پوهنتونونو څخه اېستل شوي وي؛ خو د طبي شورا د دوو خبرتیاوو له امله محصلان اندېښمن دي چې ښايي ورته اقدام په بلوچستان کې هم وشي.
ډاکټر عمران خان وویل، ځکه چې په بلوچستان کې طبي پوهنځي هم د پاکستان د طبي او غاښونو شورا تر څار لاندې دي؛ افغان محصلانو له مخکې د احتمالي ستونزې د مخنیوي لپاره موضوع محکمې ته وړاندې کړې وه.
د نوموړي په وینا، د دوی غوښتنه دا وه چې د طبي او غاښونو شورا د پرېکړې له عملي کېدو مخکې محصلانو ته حقوقي خوندیتوب ورکړل شي؛ خو د دوی غوښتنه ونه منل شوه.
عمران خان وايي، له دې سره، سره دوی لا هم هیله لري چې په لاهور او سند کې روانې قضیې به د افغان طبي محصلانو وضعیت روښانه کړي.
هغه زیاته کړه، ټاکل شوې چې په لاهور سترې محکمې کې د روانې جمعې په ورځ او په سند کې هم د سپټمبر پر ۲۹مه د وروستۍ پرېکړې په اړه د عریضو اورېدنه وشي. د هغه په وینا، که د پاکستان کومه ستره محکمه د طبي شورا خبرتیا وځنډوي یا یې ودروي؛ نو ښایي د یادې پرېکړې اغېز پر ټولو افغان طبي محصلانو پرېوځي.
ډاکټر عمران خان وویل، افغان محصلان اوس هڅه کوي مثبت فکر وساتي او هیله لري چې د محکمې پرېکړه به د دوی د زدهکړو د بشپړولو لارې ونه تړي.
له افغان محصلانو سره د پیوستون اعلان
بل لور ته، د پښتونخوا د محصلانو ټولنې مرکزي مشر سیفالله کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د بلوچستان سترې محکمې د افغان محصلانو په اړه پرېکړه غندي.
نوموړي وویل، د پاکستان حکومت او د بلوچستان سترې محکمې هغه پرېکړه په کلکو ټکو غندي چې له مخې یې په پاکستان کې د طب او غاښونو په برخه کې د افغان محصلانو اساسي عریضه رد شوې ده.
سیفالله کاکړ یاده پرېکړه ناسمه، ظالمانه او غیرانساني وبلله او ویې ویل، چې دغه پرېکړه د نړۍوال قانون، د بشري حقونو نړۍوالې اعلامیې او د زدهکړې له حق سره په ټکر کې ده.
هغه زیاته کړه، هغه افغان محصلان چې کلونه یې په پاکستان کې زدهکړې کړې، فیسونه یې ورکړي او د ډاکټرۍ په څېر مسلک ته د چمتو کېدو لپاره یې وخت او پیسې لګولې؛ په نیمایي کې له زدهکړو اېستل د ظلم تر ټولو لوړه کچه ده.
کاکړ وویل، دغه پرېکړه د انساني ارزښتونو ضد ده او زیاته یې کړه که څه هم محکمې ویلي چې له افغان محصلانو سره باید د انساني کرامت له مخې چلند وشي؛ خو د هغوی د زدهکړو او راتلونکي لهمنځه وړل له دغه اصل سره په ټکر کې ده.
نوموړي د کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو اصولو او د بشري حقونو نړۍوالو معیارونو ته په اشارې وویل، چې هېڅ دولت باید د زدهکړې حق د سیاسي تګلارو قرباني نه کړي. سیفالله کاکړ د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا لارښوونې بېرته واخلي او افغان محصلانو ته اجازه ورکړي چې خپلې زدهکړې او عملي دوره بشپړه کړي.
هغه د طالبانو له سفارت او نړۍوالو بشري حقونو سازمانونو هم غوښتي، چې د افغان طبي محصلانو د ستونزې په اړه خپل غږ پورته کړي. کاکړ له ټولو ډیموکراتو او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي، چې د افغان محصلانو د زدهکړو د حق د ملاتړ لپاره غږ پورته کړي.
د «سکای نیوز» په یوه راپور کې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو هغه قربانیان ښودل شوي، چې د جګړو له پای ته رسېدو وروسته هم د خپلو ټپونو، د عزیزانو له لاسه ورکولو او د ناچاوده توکو له ګواښ سره ژوند کوي.
راپور د هلمند د بیارغونې مرکز کې د جګړې د قربانیانو وضعیت انځوروي، چې پهکې پخواني طالب جنګیالي، ملکي وګړي او ماشومان د مصنوعي غړو او نورو درملنو لپاره په اونۍ کې په ټولیز ډول شاوخوا ۹۰۰ کسان مراجعه کوي.
د راپور له مخې، عبدالرحمان یوازې پنځه کلن و چې د اوسپنې راټولولو پرمهال پر ماین وخوت او دواړه پښې یې له لاسه ورکړې. اوس چې نږدې ۱۱ کلن شوی، د مصنوعي پښو په مرسته ګرځي او له ورزش سره یې ځانګړې مینه پیدا کړې ده.
راپور کاږي، لاهم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ځمګې د جګړو پر ناچاوده توکو ککړې دي او د دغه توکو ګڼ قربانیان ماشومان دي. د مرستو د کمښت له امله د ماین پاکۍ ګڼې پروژې هم په ټپه درېدلې دي.
په راپور کې ویل شوي، افغانستان د ناچاوده توکو له امله د نړۍ له هغه هېوادونو دی چې د ملکي تلفاتو کچه پهکې لوړه ده. د مصنوعي غړو د جوړولو په کارخونه کې هم د جګړې د قربانیانو لپاره د درملنې او مصنوعي غړو جوړولو چارې روانې دي.
راپور د هلمند د سنګین ولسوالۍ د جګړو یادونه هم کوي؛ هغه سیمه چې پهکې برتانوي او امریکايي ځواکونو، افغان امنیتي ځواکونو، طالبانو او ملکي وګړو درانه تلفات ورکړي دي.
د سیمې یو اوسېدونکی قدرتالله وايي، هغه ۱۶ کلن و چې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې یې پلار او تره ووژل شول. نوموړي ادعا کړې، چې هغوی د یوه ټپي ګاونډي د مرستې لپاره ورغلي وو او وسلهوال نه وو.
قدرتالله وايي، له پېښې وروسته یې کشر ورور له طالبانو سره یوځای شو او په جګړه کې ووژل شو. نوموړي د جګړې د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د خپلو عزیزانو وژل به هېڅکله هېر نهکړي.
په راپور کې د یوې بلې کورنۍ د ۱۱ کلنې نجلۍ د وژل کېدو کیسه هم راغلې ده. د هغې مور وايي، لور یې هغه مهال د بهرنیو ځواکونو د یوې اډې له سیمې څخه د تېښتې پر مهال په ډزو ووژل شوه.
راپور همداراز د میدان وردګ ولایت د طالبانو د سیمهییزو چارواکو څرګندونې راخیستې دي. د طالبانو یو چارواکي پر رسنیو غږ کړی، چې د افغانستان د وضعیت رښتینی راپور وړاندې کړي او د طالبانو او ښځو په اړه د نورو هېوادونو ادعاوې ناسمې دي.
د راپور په یوې برخه کې هغه د خبریالې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، د برتانوي او امریکايي ځواکونو د وژلو له امله پښېمانه نهدی او ادعا یې کړې چې د ناټو ځواکونو د عملیاتو له امله ګڼ ملکي وګړي وژل شوي وو.
راپور د جګړې د هوايي بریدونو له قربانیانو څخه د اسدالله کیسه هم رااخلي. هغه ۱۵ کلن و، چې د ډرون په برید کې یې کور په نښه شو، ۱۳ کلن ورور یې ووژل شو او خپله اسدالله سخت ټپي شو او یوه پښه یې له لاسه ورکړه.
نوموړی وايي، شاوخوا ۴۵ ورځې یې په هلمند کې د برتانوي ځواکونو په کمپ باستین روغتون کې درملنه وشوه او سرتېرو ورته ویلي وو چې کور یې په تېروتنه په نښه شوی دی. اسدالله وايي، یوازې بښنه د ده د ژوند د بېرته جوړېدو لپاره بسنه نهکوي؛ ځکه هغه خپله پښه، رواني ارام او د ژوند ډېره برخه له لاسه ورکړې ده.
سره له دې، راپور د افغانستان د ځوانانو د هڅو او بریاوو بېلګې هم وړاندې کوي. عبدالله منصور چې د افغانستان د ناستې باسکټبال لوبغاړو له ډلې دی، په اته کلنۍ کې د ماین له چاودنې وروسته یې خپله پښه له لاسه ورکړې وه. هغه وايي، په لومړیو کې یې هیله له لاسه ورکړې وه؛ خو اوس د ورزش له لارې نورو معلولو ماشومانو ته الهام ورکوي.
راپور زیاتوي، ځوان لوبغاړي غواړي ښځینه معلولې ورزشکارې هم په سیالیو کې برخه واخلي؛ خو د طالبانو د اوسنیو محدودیتونو له مخې ښځې له ورزش او لوړو زدهکړو بېبرخې شوې دي.