فایق: د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب دې رښتینی بینالافغاني سیاسي بهیر پیل شي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د دغه سازمان له امنیت شورا غوښتي چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د افغانانو په مشرۍ او مالکیت یو «رښتینی بینالافغاني سیاسي بهیر» پیل کړي.
فایق د امنیت شورا غونډې ته وویل،چې یوازې د طالبانو او بهرنیو حکومتونو ترمنځ خبرې اترې د افغانستان لپاره تلپاتې حل نه شي رامنځته کولای، ځکه د هغه په وینا: «افغانستان یوازې طالبان نه دي».
هغه زیاته کړه،چې په دغه سیاسي بهیر کې باید افغان ښځې، مدني ټولنه، سیاسي او ولسي ځواکونه، ځوانان، قومي او مذهبي ټولنې او نور افغان اړخونه په مانا لرونکې توګه ګډون ولري.
نوموړي وویل: «افغانان باید د خپل راتلونکي په اړه پرېکړو کې برخه ولري، نه نندارچیان».
فایق ټینګار وکړ چې افغانان له نړیوالې ټولنې دا نه غواړي چې مشران ورته وټاکي، بلکې هغوی غواړي د خپل راتلونکي د ټاکلو حق ولري.
د افغانستان د استازولۍ سرپرست وویل، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته لا هم ټولګډونه سیاسي نظام، منل شوی اساسي قانون او داسې حسابورکوونکي بنسټونه نشته چې له لارې یې افغانان د خپل ژوند په اړوندو پرېکړو کې برخه واخلي.
هغه وویل،چې پر افغانستان د طالبانو واکمني د سیاسي مشروعیت په معنا نه ده او مشروعیت «په زور، تبعیض او محرومیت» نه شي ترلاسه کېدای.
فایق له امنیت شورا او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان لپاره یوه همغږې نړیواله تګلاره خپله کړي، د ښځو او نجونو د حقونو او ګډون ملاتړ وکړي او د افغانانو په مشرۍ د یوه رښتیني سیاسي بهیر لپاره زمینه برابره کړي.
هغه همداراز وویل، چې یوازې انزوا په افغانستان کې بدلون نه دی راوستی او له څرګندو سیاسي موخو پرته له طالبانو سره تعامل هم پایله نه ده ورکړې. د نوموړي په خبره، د انزوا او له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو ترمنځ «ناسمې دوهلارې» باید پای ته ورسېږي او پر ځای یې اصولي، همغږی او له پایلو سره مل تعامل غوره شي.
