قزاقستان: له طالبانو سره تعامل تر ټولو عملي لار ده خو د رسمیت پېژندنې معنا نه لري

په ملګرو ملتونو کې د قزاقستان استازي د امنیت شورا غونډې ته ویلي، واک ته د طالبانو له بیا ستنېدو پنځه کاله وروسته له هغوی سره «اصولي او عملي تعامل» د افغانستان په اړه د پرمختګ تر ټولو عملي لار ده، خو دغه تعامل باید د طالبانو د رسمیت پېژندنې په معنا ونه ګڼل شي.
هغه زیاته کړې چې د طالبانو منزوي کول هم د افغانستان د ستونزو لپاره تلپاتې حل نه شي وړاندې کولای. د قزاقستان استازي وویل، نړیواله ټولنه باید یوازې د افغانستان د اوسني وضعیت پر بیانولو بسنه ونه کړي، بلکې د افغانانو هوساینه دې خپل لومړیتوب وګرځوي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د نړیوال تعامل راتلونکی پړاو باید افغانستان په تدریجي ډول پر بشري مرستو له اتکا څخه اقتصادي ځانبسیاینې ته بوځي.
هغه د کارموندنې، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، د مالي لارو د بېرته فعالولو او د سوداګرۍ او پانګونې د پراخولو غوښتنه وکړه.
د قزاقستان استازي وویل، هېواد یې له سیمهییزو اقتصادي شبکو سره د افغانستان یوځای کېدو ته ځانګړی ارزښت ورکوي، هغو شبکو ته چې منځنۍ اسیا، افغانستان او سویلي اسیا سره نښلوي.
د هغه په وینا، د ۲۰۲۶ کال په جون کې د قزاقستان یوه لوړپوړي پلاوي افغانستان ته سفر وکړ او د دواړو هېوادونو په سوداګریز فورم کې د قزاقستان څه باندې ۵۰ شرکتونو ګډون وکړ. قزاقستان د دغه سفر پر مهال په کابل کې خپل دویم سوداګریز مرکز هم پرانیست. د دغه هېواد لومړی سوداګریز مرکز په ۲۰۲۴ کال کې په هرات کې جوړ شوی و.
د قزاقستان استازي د افغان ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار محدودیتونه هم د اندېښنې وړ وبلل او ویې ویل چې د هغوی له مانا لرونکي ګډون پرته د افغانستان تلپاتې بیارغونه امکان نه لري.
هغه زیاته کړه چې قزاقستان به د یوه سولهییز، باثباته، ټولګډونه او له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا افغانستان د جوړېدو لپاره د یوناما او افغان ولس باوري ملګری پاتې شي.
