د ایران سفارت د کابل نړیوال نندارتون ته د ایراني وزیرانو او والیانو د بللو وړاندیز کړی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د ایران د سفارت استازو وړاندیز کړی چې د دغه هېواد یو شمېر وزیران، والیان او اقتصادي مسوولان دې په کابل کې د امام ابوحنیفه پنځم ملي او نړیوال نندارتون ته وبلل شي. یادې خونې ددغه وړاندیز هرکلی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس په کابل کې د ایران د سفارت له مرستیال محمد مقدسي او د دغه هېواد د نندارتونونو له رییس عليرضا صدرزاده سره کتلي او د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا یې خبرې کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې په دې لیدنه کې د سوداګریزو نندارتونونو د جوړولو، د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزوناستو او په افغانستان کې د ایراني شرکتونو د حضور د پراخولو په اړه خبرې وشوې.
د یادې ادارې په وینا، ایراني لوري وړاندیز وکړ چې د ایران د صنعتي او تولیدي ولایتونو اقتصادي مسوولان، والیان او یو شمېر وزیران دې د امام ابوحنیفه پنځم ملي او نړیوال نندارتون ته وبلل شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د دغه وړاندیز هرکلی کړی دی.
د خونې په وینا، دواړو لوریو همداراز د سوداګرو او پانګوالو د تګ راتګ د اسانتیا او د افغانستان او ایران د خصوصي سکټورونو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د پراخېدو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.
