• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سراج‌الدین حقاني د ترکیې د استخباراتو له رییس سره پر امنیتي او سیمه ییزو مسایلو غږېدلی

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۵:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني په کابل کې د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې له رییس ابراهیم کالن او مل پلاوي سره لیدلي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په لیدنه کې دواړو لوریو پر امنیتي او یو شمېر سیمه‌ییزو مسایلو بحث کړی.

د وزارت په وینا، د افغانستان او ترکیې د اړیکو پر پراختیا، په ځانګړې توګه د امنیت، د مخدره موادو پر ضد د مبارزې او د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ د همغږۍ په اړه خبرې شوې دي.

ډېر لیدل شوي

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ
۱

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲
ځانګړی راپور

په پاکستان کې افغان ښځینه زده کړیالانې: حکومت راته له رسنیو سره د خبرو نه کولو ویلي

۳
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۴

پر نړۍوال بازار د ایران او امریکا د کړکېچ اغېز؛ په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې

۵

د روسیې په مشرۍ پوځي تمرین؛ له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د وسله‌والو د احتمالي نفوذ مخنیوی

•
•
•

نور خبرونه

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۱۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له سي‌بي‌اېس سره په مرکه کې د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او ویې ویل، چې د ملکي وګړو په نښه کولو په اړه د دوی دریځ له تېر وخت راهیسې یو شان پاتې شوی. نوموړي له امریکا سره د اړیکو د ټینګښت غوښتنه کړې.

بلخي د دوحې هوکړې ته په اشارې ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد په ځانګړي ډول د امریکا پر وړاندې د بریدونو لپاره ونه کارول شي. هغه همداراز د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د رسمي ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګښت او د افغانستان بانک د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو غوښتنه کړې ده.

د دوحې هوکړه چې د ۲۰۲۰کال په فبرورۍ کې د طالبانو او امریکا ترمنځ لاسلیک شوه، طالبانو په‌کې ژمنه کړې وه چې دوی به د افغانستان له خاورې د امریکا او د دغه هېواد د متحدینو پرضد د «ترهګرو» ډلو د بریدونو مخه نیسي.

له دغه ژمنو سره د ملګرو ملتونو په راپورونو کې په وار، وار د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د القاعدې او داعش په څېر ډلو د حضور خبر ورکړل شوی دی. د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ چې شاوخوا اووه مېلیارده ډالر اټکل کېږي، لاهم د کابل او واشنګټن ترمنځ د اختلاف له مهمو موضوعاتو څخه ده.

بلخي: موږ له خپل تمې زیات او د ولس له تمې کم کار کړی دی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې د طالبانو ادارې له خپلو لومړنیو تمو څخه زیات کار کړی؛ خو منلې یې ده چې د افغانستان د عامو خلکو تمې یې نه‌دي پوره کړې.

بلخي وايي، پراخې اقتصادي ستونزې او نړۍواله انزوا د ټولنې د غوښتنې او تمې نه پوره کېدو اصلي لاملونه دي. نوموړي د افغانستان اقتصادي وضعیت او بې‌کارۍ ته په اشارې ویلي، چې د لویو قدرتونو له لوري رامنځته شوې ستونزې او انزوا د خلکو د غوښتنو د بشپړېدو پر وړاندې خنډونه دي.

هغه په ورته وخت کې په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو د حکومت له مهمو ټکو څخه د صادراتو زیاتوالی، د کارخونو فعالول او د کورني امنیت ساتل یاد کړي دي. دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته تراوسه له روسیې پرته هېڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نه‌ده پېژندلې.

د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه

عبدالقهار بلخي د یادې مرکې په بله برخه کې د نجونو د زده‌کړو محدودیتونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې حکومتونه خپل مقررات د خپلو لومړیتوبونو او ملي ګټو پر بنسټ تنظیموي.
هغه په لنډمهالي ډول د نجونو د زده‌کړو ځنډول هم د همدغه لومړیتوبونو په چوکاټ کې بللي او ټینګار یې کړی، چې عمومي زده‌کړې په بشپړه توګه نه‌دي منع شوې؛ بلکې د کورنۍ زده‌کړې، دیني مدرسو او انلاین زده‌کړو په څېر لاهم دوام لري.

د طالبانو ادارې په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی. دغه محدودیتونو په نړۍواله کچه پراخ غبرګونونه او نیوکې راپارولي او افغانستان یې په نړۍ کې یوازینی هېواد ګرځولی، چې نجونې په‌کې له منځنیو او لوړو زده‌کړو بې‌برخې دي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو په وار، وار ویلي، چې دغه تګلاره د نجونو له بنسټیزو حقونو ښکاره سرغړونه ده.

د بلوچستان سترې محکمې تر پرېکړې وروسته؛ افغان محصلان د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۰۸ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

په بلوچستان کې د افغان محصلانو مدافع وکیل سید نذیر اغا وايي، د بلوچستان سترې محکمې د هغه افغان محصلانو غوښتنه رد کړې چې غوښتل یې په پاکستان کې خپلو طبي زده‌کړو ته دوام ورکړي.

سید نذیر اغا افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د پاکستان حکومت د افغان محصلانو د زده‌کړو درولو په تړاو د ۲۰۲۶کال د جولای پر ۲۳مه او د سپټمبر پر لومړۍ نېټه دوه خبرتیاوې خپرې کړې وې.
د نوموړي په وینا، په دغه خبرتیاوو کې افغان محصلانو ته ویل شوي چې په پاکستان کې خپلې زده‌کړې پای ته ورسوي او خپل هېواد ته ستانه شي. هغه وویل، د همدې پرېکړې پر وړاندې یې د بلوچستان سترې محکمې ته د طب ۲۱ افغان محصلانو په استازیتوب عریضه کړې وه چې په‌کې ۱۰ تنه د لوړو زده‌کړو او تخصص محصلان او ۱۱ نور د طب په بېلابېلو کلونو کې پر زده‌کړو بوخت وو.
نذیر اغا وايي، دوی محکمې ته د پاکستان د اساسي قانون د څلورمې مادې په ګډون بېلابېل حقوقي دلایل وړاندې کړل او استدلال یې وکړ چې په پاکستان کې مېشت بهرني وګړي هم د قانون له مخې د زده‌کړو، روغتیا او نورو بنسټیزو حقونو له خوندیتوب څخه برخمن دي.
خو د وکیل په وینا، د بلوچستان سترې محکمې د دوی عریضه رد کړه. نوموړي وویل، محکمې په خپله پرېکړه کې ټینګار کړی چې افغان محصلان باید د ویزې او پاسپورټ له قانوني شرایطو سره سم په پاکستان کې پاتې شي او خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.
سید نذیر اغا وايي، دوی محکمې ته څرګنده کړې چې د افغانستان او پاکستان د اړیکوترینګلتیا له امله افغان محصلانو ته د ویزو ورکړه له جدي ستونزو سره مخ ده او د ویزې شرط د دوی د زده‌کړو د دوام پر وړاندې خنډ جوړوي.
هغه زیاته کړه، چې د افغان محصلانو د زده‌کړو د دوام په تړاو د پاکستان په نورو محکمو کې هم ورته قضیې مطرح شوې او د ځینو محصلانو په اړه لنډمهاله حقوقي خوندیتوب ورکړل شوی دی.
د نوموړي په وینا، د بلوچستان سترې محکمې په ۲۰۲۵کال کې هم د افغان محصلانو په یوه قضیه کې د زده‌کړو د دوام اجازه ورکړې وه؛ خو پر دې شرط چې محصلان معتبرې ویزې ولري.
هغه وویل، دوی به د بلوچستان سترې محکمې د وروستۍ پرېکړې پر وړاندې په اسلام‌اباد کې اړوندې محکمې ته د عریضې لپاره مراجعه وکړي.
د افغان طبي محصلانو اندېښنې
په کوټه کې د بلوچستان د طبي پوهنځیو یوشمېر افغان محصلان وايي، تراوسه ورته د پاکستان له‌خوا د اېستلو په اړه رسمي لارښوونه نه‌ده شوې؛ خو د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د وروستیو خبرتیاوو له امله د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي.
د کویټې په بولان طبي پوهنځي کې افغان محصل ډاکټر عمران خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، تر اوسه دوی ته له پوهنځي څخه د پاکستان پرېښودو په اړه کوم رسمي مکتوب نه‌دی رسېدلی.
هغه وویل، محصلانو د ویزو د غځولو لپاره د «بونافایډ» سند غوښتنه کړې وه؛ خو د پوهنځي د محصلانو چارو برخې ورته ویلي، چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا خبرتیا ورغلې او د یادې موضوع په اړه یې د بلوچستان د روغتیا له اړوندې ادارې څخه د لارښوونې غوښتنه کړې ده.
د عمران خان په وینا، پوهنځي ورته ویلي چې کله د روغتیا له اړوندې ادارې څخه ځواب ترلاسه شي، د افغان محصلانو په اړه به پرېکړه وکړي.
هغه وايي، په کوټه کې تراوسه د پنجاب په څېر هغه اقدامات نه‌دي شوي چې افغان محصلان له لیلیو یا پوهنتونونو څخه اېستل شوي وي؛ خو د طبي شورا د دوو خبرتیاوو له امله محصلان اندېښمن دي چې ښايي ورته اقدام په بلوچستان کې هم وشي.
ډاکټر عمران خان وویل، ځکه چې په بلوچستان کې طبي پوهنځي هم د پاکستان د طبي او غاښونو شورا تر څار لاندې دي؛ افغان محصلانو له مخکې د احتمالي ستونزې د مخنیوي لپاره موضوع محکمې ته وړاندې کړې وه.
د نوموړي په وینا، د دوی غوښتنه دا وه چې د طبي او غاښونو شورا د پرېکړې له عملي کېدو مخکې محصلانو ته حقوقي خوندیتوب ورکړل شي؛ خو د دوی غوښتنه ونه منل شوه.
عمران خان وايي، له دې سره، سره دوی لا هم هیله لري چې په لاهور او سند کې روانې قضیې به د افغان طبي محصلانو وضعیت روښانه کړي.
هغه زیاته کړه، ټاکل شوې چې په لاهور سترې محکمې کې د روانې جمعې په ورځ او په سند کې هم د سپټمبر پر ۲۹مه د وروستۍ پرېکړې په اړه د عریضو اورېدنه وشي. د هغه په وینا، که د پاکستان کومه ستره محکمه د طبي شورا خبرتیا وځنډوي یا یې ودروي؛ نو ښایي د یادې پرېکړې اغېز پر ټولو افغان طبي محصلانو پرېوځي.
ډاکټر عمران خان وویل، افغان محصلان اوس هڅه کوي مثبت فکر وساتي او هیله لري چې د محکمې پرېکړه به د دوی د زده‌کړو د بشپړولو لارې ونه تړي.
له افغان محصلانو سره د پیوستون اعلان
بل لور ته، د پښتونخوا د محصلانو ټولنې مرکزي مشر سیف‌الله کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د بلوچستان سترې محکمې د افغان محصلانو په اړه پرېکړه غندي.
نوموړي وویل، د پاکستان حکومت او د بلوچستان سترې محکمې هغه پرېکړه په کلکو ټکو غندي چې له مخې یې په پاکستان کې د طب او غاښونو په برخه کې د افغان محصلانو اساسي عریضه رد شوې ده.
سیف‌الله کاکړ یاده پرېکړه ناسمه، ظالمانه او غیرانساني وبلله او ویې ویل، چې دغه پرېکړه د نړۍوال قانون، د بشري حقونو نړۍوالې اعلامیې او د زده‌کړې له حق سره په ټکر کې ده.
هغه زیاته کړه، هغه افغان محصلان چې کلونه یې په پاکستان کې زده‌کړې کړې، فیسونه یې ورکړي او د ډاکټرۍ په څېر مسلک ته د چمتو کېدو لپاره یې وخت او پیسې لګولې؛ په نیمایي کې له زده‌کړو اېستل د ظلم تر ټولو لوړه کچه ده.
کاکړ وویل، دغه پرېکړه د انساني ارزښتونو ضد ده او زیاته یې کړه که څه هم محکمې ویلي چې له افغان محصلانو سره باید د انساني کرامت له مخې چلند وشي؛ خو د هغوی د زده‌کړو او راتلونکي له‌منځه وړل له دغه اصل سره په ټکر کې ده.
نوموړي د کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو اصولو او د بشري حقونو نړۍوالو معیارونو ته په اشارې وویل، چې هېڅ دولت باید د زده‌کړې حق د سیاسي تګلارو قرباني نه کړي. سیف‌الله کاکړ د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا لارښوونې بېرته واخلي او افغان محصلانو ته اجازه ورکړي چې خپلې زده‌کړې او عملي دوره بشپړه کړي.
هغه د طالبانو له سفارت او نړۍوالو بشري حقونو سازمانونو هم غوښتي، چې د افغان طبي محصلانو د ستونزې په اړه خپل غږ پورته کړي. کاکړ له ټولو ډیموکراتو او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي، چې د افغان محصلانو د زده‌کړو د حق د ملاتړ لپاره غږ پورته کړي.

د افغانستان د جګړو هېر شوي قربانیان؛ معلول شوي ماشومان لاهم د جګړې بیه پرې کوي

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۱۹ GMT+۱
100%

د «سکای نیوز» په یوه راپور کې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو هغه قربانیان ښودل شوي، چې د جګړو له پای ته رسېدو وروسته هم د خپلو ټپونو، د عزیزانو له لاسه ورکولو او د ناچاوده توکو له ګواښ سره ژوند کوي.

راپور د هلمند د بیارغونې مرکز کې د جګړې د قربانیانو وضعیت انځوروي، چې په‌کې پخواني طالب جنګیالي، ملکي وګړي او ماشومان د مصنوعي غړو او نورو درملنو لپاره په اونۍ کې په ټولیز ډول شاوخوا ۹۰۰ کسان مراجعه کوي.
د راپور له مخې، عبدالرحمان یوازې پنځه کلن و چې د اوسپنې راټولولو پرمهال پر ماین وخوت او دواړه پښې یې له لاسه ورکړې. اوس چې نږدې ۱۱ کلن شوی، د مصنوعي پښو په مرسته ګرځي او له ورزش سره یې ځانګړې مینه پیدا کړې ده.
راپور کاږي، لاهم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ځمګې د جګړو پر ناچاوده توکو ککړې دي او د دغه توکو ګڼ قربانیان ماشومان دي. د مرستو د کمښت له امله د ماین پاکۍ ګڼې پروژې هم په ټپه درېدلې دي.
په راپور کې ویل شوي، افغانستان د ناچاوده توکو له امله د نړۍ له هغه هېوادونو دی چې د ملکي تلفاتو کچه په‌کې لوړه ده. د مصنوعي غړو د جوړولو په کارخونه کې هم د جګړې د قربانیانو لپاره د درملنې او مصنوعي غړو جوړولو چارې روانې دي.
راپور د هلمند د سنګین ولسوالۍ د جګړو یادونه هم کوي؛ هغه سیمه چې په‌کې برتانوي او امریکايي ځواکونو، افغان امنیتي ځواکونو، طالبانو او ملکي وګړو درانه تلفات ورکړي دي.
د سیمې یو اوسېدونکی قدرت‌الله وايي، هغه ۱۶ کلن و چې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې یې پلار او تره ووژل شول. نوموړي ادعا کړې، چې هغوی د یوه ټپي ګاونډي د مرستې لپاره ورغلي وو او وسله‌وال نه وو.
قدرت‌الله وايي، له پېښې وروسته یې کشر ورور له طالبانو سره یوځای شو او په جګړه کې ووژل شو. نوموړي د جګړې د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د خپلو عزیزانو وژل به هېڅکله هېر نه‌کړي.
په راپور کې د یوې بلې کورنۍ د ۱۱ کلنې نجلۍ د وژل کېدو کیسه هم راغلې ده. د هغې مور وايي، لور یې هغه مهال د بهرنیو ځواکونو د یوې اډې له سیمې څخه د تېښتې پر مهال په ډزو ووژل شوه.
راپور همداراز د میدان وردګ ولایت د طالبانو د سیمه‌ییزو چارواکو څرګندونې راخیستې دي. د طالبانو یو چارواکي پر رسنیو غږ کړی، چې د افغانستان د وضعیت رښتینی راپور وړاندې کړي او د طالبانو او ښځو په اړه د نورو هېوادونو ادعاوې ناسمې دي.
د راپور په یوې برخه کې هغه د خبریالې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، د برتانوي او امریکايي ځواکونو د وژلو له امله پښېمانه نه‌دی او ادعا یې کړې چې د ناټو ځواکونو د عملیاتو له امله ګڼ ملکي وګړي وژل شوي وو.
راپور د جګړې د هوايي بریدونو له قربانیانو څخه د اسدالله کیسه هم رااخلي. هغه ۱۵ کلن و، چې د ډرون په برید کې یې کور په نښه شو، ۱۳ کلن ورور یې ووژل شو او خپله اسدالله سخت ټپي شو او یوه پښه یې له لاسه ورکړه.
نوموړی وايي، شاوخوا ۴۵ ورځې یې په هلمند کې د برتانوي ځواکونو په کمپ باستین روغتون کې درملنه وشوه او سرتېرو ورته ویلي وو چې کور یې په تېروتنه په نښه شوی دی. اسدالله وايي، یوازې بښنه د ده د ژوند د بېرته جوړېدو لپاره بسنه نه‌کوي؛ ځکه هغه خپله پښه، رواني ارام او د ژوند ډېره برخه له لاسه ورکړې ده.
سره له دې، راپور د افغانستان د ځوانانو د هڅو او بریاوو بېلګې هم وړاندې کوي. عبدالله منصور چې د افغانستان د ناستې باسکټبال لوبغاړو له ډلې دی، په اته کلنۍ کې د ماین له چاودنې وروسته یې خپله پښه له لاسه ورکړې وه. هغه وايي، په لومړیو کې یې هیله له لاسه ورکړې وه؛ خو اوس د ورزش له لارې نورو معلولو ماشومانو ته الهام ورکوي.
راپور زیاتوي، ځوان لوبغاړي غواړي ښځینه معلولې ورزشکارې هم په سیالیو کې برخه واخلي؛ خو د طالبانو د اوسنیو محدودیتونو له مخې ښځې له ورزش او لوړو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

راپور؛ د افغانستان د شل کلنې جګړې درې ښکېل لوري لاهم پوښتي چې دا هر څه د څه لپاره وو؟

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۱۹ GMT+۱
100%

د «پي‌بي‌اېس نیوز» په ځانګړي راپور کې د افغانستان د شل کلنې جګړې درېیو بېلابېلو اړخونو «پخواني افغان کومانډو، د امریکا پخواني سرتېري او یو پخواني طالب جنګیالي» سره مرکې شوې دي.

دوی که څه هم د جګړې په بېلابېلو لیکو کې وو؛ خو د جګړې له پای ته رسېدو کلونه وروسته لاهم د هغې له اغېزو، قربانیو او پایلو سره مخ دي.
محمد چې د امنیتي دلایلو له امله یې نوم بدل شوی، د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پخوانی غړی دی. نوموړی وايي، له امریکایي ځواکونو سره یې اوږه په اوږه د طالبانو او داعش پر ضد عملیات کړي وو؛ خو تر ۲۰۲۱کال وروسته پټ ژوند ته اړ شوی دی.
هغه وايي: «په څو کلنې جګړه کې مو خپل ملګري له لاسه ورکړل، هر څه مو له لاسه ورکړل. هغه څه چې مو د دغه هېواد لپاره وکړل، اوس یې درد د ټول عمر لپاره راسره پاتې دی. داسې ښکاري چې هر څه بې‌ګټې وو».
د نوموړي په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هغه د خپلې پخوانۍ دندې له امله د څار او نیولو له وېرې پټ ژوند کوي او په دوامداره توګه له یوه ځایه بل ځای ته لېږدېږي. محمد وايي: «اوسنی ژوند مو یوازې انتظار دی؛ هغه انتظار چې کله به مو پیدا کړي او ژوند به مو پای ته ورسېږي».
بلخوا براین ریپي چې د امریکا د پوځ پخوانی ډاکټر دی او د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې وايي، د سپټمبر ۱۱مې بریدونو د هغه نسل د پوځیانو ژوند بدل کړ.
هغه وايي، کله چې افغانستان ته ولاړ، ورو ورو یې په ذهن کې دا پوښتنه پیدا شوه چې د دوی د جګړې موخه څه وه او د هغو افغانانو او طالبانو اړیکه د سپټمبر له یوولسمې بریدونو سره څه وه چې دوی ورسره جګړه کوله.
ریپي د خپلو وژل شویو ملګرو یادونه کوي او وايي، لا هم د جګړې خاطرې ورسره ژوندۍ دي. هغه وايي: «ډېر کسان چې زما په عمر وو او دلته یې جګړه کړې وه، اوس افغانستان ته ګوري او ویني چې طالبان واکمن دي. دا احساس پیدا کېږي، چې موږ خپل کلونه قربانۍ او ژوند د داسې څه لپاره مصرف کړل چې پایله یې هېڅ نه وه».
په راپور کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي خبرې هم را اخیستل شوې دي. هغه چې د شل کلنې جګړې پرمهال د طالبانو په لیکو کې جنګېده، وايي د طالبانو واک ته رسېدل د اوږدې مبارزې پایله ده.
فراهي ویلي: «کله چې امریکا جګړه پیل کړه، تر ټولو بده ورځ وه؛ خو تر شلو کلونو جګړې وروسته مو هېواد ازاد کړ او دا زموږ د قربانیو حاصل دی». هغه له امریکا غوښتي، چې پر افغانستان بندیزونه لرې کړي او له طالبانو سره عادي سیاسي او اقتصادي اړیکې پیل کړي.
راپور کاږي، د جګړې له پای ته رسېدو پنځه کاله وروسته هم د جګړې د دواړه خواوو ډېری غړي د خپلو قربانیو او د هغې جګړې د پایلو په اړه پوښتنې لري. راپور کې راغلي، چې افغانستان د سپټمبر یوولسمې بریدونو وروسته په بشپړه توګه بدل شو؛ خو شل کاله وروسته طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل او د جګړې له پای څخه د کلونو په تېرېدو سره لاهم ګڼ افغانان او پخواني بهرني سرتېري له دې پوښتنې سره مخ دي: «دا هر څه د څه لپاره وو؟»

د خوړو نړۍوال پروګرام: اقتصادي وده د افغانانو د ژوند د ښه‌والي لپاره بسنه نه‌کوي

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۷ GMT+۱
100%

د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل تازه راپور کې ویلي، د افغانستان اقتصاد لاهم د کورنۍ تقاضا، کرنې، صنعت او د راستنېدونکو کډوالو په مرسته محدوده وده کوي؛ خو دغه وده په هغه اندازه چټکه نه‌ده، چې د نفوس له زیاتوالي سره برابره شي او د خلکو پر ژوند د پام وړ مثبت اغېز وکړي.

د راپور له مخې، بې‌وزلي، د عاید محدود فرصتونه، د لومړنیو خدماتو کمښت او د خوړو ناامني لاهم د افغان کورنیو د اقتصادي مقاومت وړتیا کمزورې کړې ده. راپور کاږي، افغانستان لاهم د خوراکي او غیرخوراکي توکو په برخه کې پر وارداتو متکي دی او همدې چارې د هېواد بازارونه د سیمه‌ییزو سوداګریزو ستونزو او نړۍوالو بیو بدلونونو پر وړاندې زیانمن کړي دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶کال په جولای کې د انفلاسیون کچه ۷.۵ سلنې ته رسېدلې وه او د خوراکي توکو د انفلاسیون کچه هم اووه سلنه ثبت شوې ده. راپور ښيي، چې د روغتیا، استوګنې او ترانسپورټ لګښتونه د تېرکال پرتله د پام وړ لوړ شوي او دغه چاره د خلکو پر ورځني ژوند فشار زیاتوي.
د معلوماتو له مخې، د ډیزلو بیه په اګست میاشت کې ۳.۳ سلنه لوړه شوې او د تېرکال پرتله ۱۵ سلنه زیاته ده. همداراز د کیمیاوي سرو بیې هم د پام وړ لوړې پاتې دي، د یوریا سرې بیه د تېرکال پرتله ۳۵ سلنه او د ډي اې پي سرې بیه ۱۵ سلنه لوړه شوې ده.
راپور زیاتوي، د خوراکي توکو په بازارونو کې د وريجو، غوړیو او غنمو بیې لاهم د تېرکال پرتله لوړې دي. د معلوماتو له مخې، د شوله‌یي وریجو بیه ۳۲ سلنه، د پلوي وریجو بیه ۲۵ سلنه، د غوړیو بیه ۱۱ سلنه او د غنمو بیه ۱۴ سلنه لوړه شوې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام د کار بازار وضعیت هم اندېښمن بللی دی. د راپور له مخې، یو عادي مزدور په اوونۍ کې په اوسط ډول یوازې دوه ورځې کار مومي او لاس‌باړه یې ۳۰۸ افغانۍ ده.
راپور زیاتوي، چې د دغه عوایدو پر بنسټ یوه مزدوره کورنۍ یوازې د خوړو نړۍوال پروګرام د خوراکي کڅوړې نیمایي لګښت پوره کولی شي. د معلوماتو له مخې، په نورستان کې د یو مزدور میاشتنی عاید یوازې د خوړو د کڅوړې ۱۷ سلنې لګښت پوره کولو توان لري؛ په داسې حال کې چې په بغلان کې دغه کچه ۹۴ سلنې ته رسېږي.
راپور ښيي، چې د خوړو نړۍوال پروګرام د مرستې کڅوړې منځنۍ بیه په اګست میاشت کې ۵زره او ۴۱۰ افغانیو ته رسېدلې چې د تېر کال پرتله درې سلنه لوړوالی ښیي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د ارزونې له مخې، که څه هم افغانۍ په وروستیو میاشتو کې د ډالرو پر وړاندې پیاوړې شوې او د تبادلې منځنۍ کچه د یو ډالر په بدل کې ۶۵.۴ افغانۍ ثبت شوې؛ خو د ترانسپورټ لوړ لګښتونه، سوداګریزې ستونزې او نړۍوالې لوړې بیې د دغه مثبت اغېز لویه برخه له‌منځه وړي.
راپور خبرداری ورکوي، د کم کاري فرصتونه، د خوړو لوړې بیې، د کرنې د تولید لګښتونو زیاتوالی او دوامداره بې‌وزلي لاهم د مېلیونونه افغانانو د خوړو خوندیتوب او معیشت لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.