• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاناما استازی: د ښځو زده‌کړه او کار د افغانستان له کلتور او دین سره په ټکر کې نه دي

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۱:۲۵ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د پاناما استازي د امنیت شورا په غونډه کې ویلي چې د ښځو د زده‌کړو، کار او ټولنیز مشارکت حقونه د افغانستان د خلکو له هویت، کلتور یا دین سره په ټکر کې نه شي راتلای.

نوموړي د اسلامي همکاریو سازمان دریځ ته په اشارې ویلي چې دغه سازمان د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه له اسلامي ارزښتونو سره ناسازګار بللي او د ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار او په ټولنه کې د حضور پر وړاندې یې د خنډونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.
د پاناما استازي ویلي، په افغانستان کې روان وضعیت د بېلابېلو جلا پېښو ټولګه نه ده، بلکې د ښځو له ټولنې څخه د حذف منظم بهیر دی.
هغه په هرات کې د حجاب د مقرراتو د نه مراعاتولو په تور د ښځو نیولو ته په اشارې ویلي چې د طالبانو محدودیتونه له جبري او قهري اقداماتو سره مل شوي دي.
د پاناما استازي ټینګار کړی چې افغان ښځې د سوداګرو، د کاروبارونو د خاوندانو، کارکوونکو، د بشري حقونو د مدافعانو او د سولې د فعالانو په توګه په ټولنه او اقتصاد کې مهمه ونډه لري او د هغوی مشارکت باید د افغانستان د راتلونکي اساسي برخه وبلل شي.
نوموړي ویلي چې نړیوالې ټولنې په تېرو پنځو کلونو کې د خبرو اترو لار پرانیستې ساتلې او اوس طالبان باید په عملي اقداماتو وښيي چې د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې پر وړاندې خپلو مسوولیتونو ته د عمل کولو لپاره چمتو دي.

ډېر لیدل شوي

پنځه کاله پټ ښوونځي
۱
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۲

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۳

پر نړۍوال بازار د ایران او امریکا د کړکېچ اغېز؛ په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې

۴
ستاسو روایت

کابل کې د وېښتانو کښت پر مهال د یوه ځوان د مړینې ادعا؛ کورنۍ یې ډاکټران پر بې‌غورۍ تورنوي

۵

راپور؛ د افغانستان د شل کلنې جګړې درې ښکېل لوري لاهم پوښتي چې دا هر څه د څه لپاره وو؟

•
•
•

نور خبرونه

انادولو خبري اژانس: د ترکیې د استخباراتو رييس له کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۱ GMT+۱
100%

د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو وايي، د دغه هېواد د استخباراتو رييس کابل ته له سفر سربېره کندهار ته هم تللی دی. دغې رسنۍ د کندهار د سفر په تړاو نور جزییات نه‌دي ورکړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رييس ذاکر جلالي هم یوازې کندهار ته د ابراهیم کالن د سفر پخلی کړی دی.

په کابل کې دوو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالن پرون (سې‌شنبه د وږي ۲۴مه) کابل ته راغلی وو او د طالبانو له چارواکو سره تر لیدنو کتنو وروسته نن (چهارشنبه د وږي ۲۵مه) بېرته ترکیې ته ستون شوی دی.

طالبانو ویلي، کالن له خپل افغان سیال عبدالحق وثیق، د طالبانو د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو سره کتلي دي. نوموړي په دې کتنو کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، د امنیتي مسایلو او د سیمه‌ییز امنیت او ثبات په اړه خبرې کړي او همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او دفاعي اړیکو د لا پیاوړتیا پر اهمیت هم ټینګار شوی دی.

خو د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو بیا ویلي، چې د دغه هېواد د استخباراتو ريیس ابراهیم کالن له پلازمېنې کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی دی. انادولو کندهار ته د کالن د سفر په اړه هېڅ جزییات نه‌دي ورکړي، چې ایا په کندهار کې یې د طالبانو له مشر هبت‌الله اخوندزاده سره لیدلي که څنګه.

له دې سره سم، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رييس هم کندهار ته د ابراهیم کالن د سفر پخلی کړی، خو نور یې جزییات نه‌دي ورکړي.

هغه ویلي، ترکیه د افغانستان په بهرني سیاست کې لوړ ځای لري او په وینا یې ترکیه په افغانستان او د سیمې په کچه د ثبات په راوستلو کې د پام وړ نقش او ارزښت لري.

تر دې مخکې هم کندهار ته بهرنیو پلاوو په خپلو سفرونو کې له ملاهبت‌الله سره پر لیدنې نه‌دي بریالي شوي او په خپله ملا هبت‌الله هم له بهرنیو پلاوو سره معمولا نه‌ګوري.

ډېری بهرني پلاوي د کندهار لپاره د طالبانو والي ملا شیرین چې هبت‌الله ته له نږدې کسانو شمېرل کېږي ګوري او کېدای شي د هغه له لارې یاد پلاوي خپل پیغامونه ملا هبت‌الله ته ورسوي.

یادې ترکۍ رسنۍ د طالبانو حکومت او وزیرانو ته یې د سرپرست حکومت او سرپرست وزیرانو خطاب کړی او زیاته کړې یې ده، چې په دې کتنو کې د امنیت او استخباراتو په برخو کې د ترکیې او افغانستان ترمنځ د همکاریو لپاره پر احتمالي ګامونو خبرې شوي دي.

ابراهیم کالن د ۲۰۲۳ کال د جون په ۵مه د ترکیې د ملي استخباراتو د رییس په توګه وټاکل شو. هغه تر دې مخکې د دغه هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان د امنیت او بهرني سیاست ستر سلاکار وو.

کالن د افغانستان په تړاو له دې وړاندې هم په مهمو امنیتي او سیاسي هڅو کې ښکېل پاتې شوی او دا د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان ته د ترکیې د یوه لوړپوړي چارواکي لومړنی سفر دی.

د خاتم‌النبیین پوهنتون د امتیاز خاوند: د مذهبي دلایلو له کبله طالبانو زموږ جواز لغوه کړ

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۲ GMT+۱
100%

د خاتم‌النبیین خصوصي پوهنتون د امتیاز خاوند محمدجواد محسني وايي، د دغه پوهنتون د نږدې دوو لسیزو فعالیتونو وروسته یې د کار جواز د طالبانو د عدلیې وزارت تر فشارونو لاندې او د «مذهبي او نژادي» لاملونو له امله لغوه شوی دی.

هغه وايي، دا پرېکړه په کندهار کې د طالبانو د مشر د هغه حکم خلاف شوې چې د پوهنتون د بنسټ‌ايښودونکو د ملکیت د خوندي پاتې کېدو په اړه صادر شوی و.

محسني ویلي، له دې وروسته به د خاتم‌النبیین پوهنتون خپل فعالیتونه په «انلاین» بڼه ترسره کوي.

محسني د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي په ۲۵مه، په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د عدلیې وزارت هغه ادعاوې، چې ګواکې د پوهنتون ځمکه غصب شوې، له کوم ګوند سره تړاو لري او نورې سرغړونې یې کړې دي، رد شوې دي.

د هغه په وینا، د عدلیې وزیر وروسته په یوه مکتوب کې له لوړو زده کړو وزارت څخه وغوښتل چې د پوهنتون فعالیتونه د «مذهب او نژاد» له امله ودروي.

محسني وايي، د لوړو زده کړو وزیر له دغو تورونو سره موافق نه و او موضوع یې د پرېکړې لپاره په کندهار کې د طالبانو مشرانو ته ولېږله.

د نوموړي په خبره، د طالبانو مشرانو په یوه حکم کې لارښوونه کړې وه چې د پوهنتون ملکیت دې د بنسټ‌ايښودونکو لپاره خوندي پاتې شي، خو د پوهنتون د ادارې لپاره دې د مشرانو نوې ډله وټاکل شي.

محسني زیاتوي چې د همدې حکم له څرګندې برخې سره په ټکر کې، د لوړو زده کړو وزارت ځینو کړیو د عدلیې وزیر تر فشار لاندې یوه یو اړخیزه طرحه وړاندې کړې ده.

د ده په وینا، په دې طرحه کې یوازې د نوي مشرتابه د ټاکلو خبره نه وه، بلکې ټاکل شویو کسانو ته د استادانو، مدیرانو او کارکوونکو د ګومارلو او ګوښه کولو واک، او همدارنګه د پوهنتون د اداري او مالي چارو د سمبالولو اختیار هم ورکول کېده.

هغه خبرداری ورکړی چې د دې طرحې عملي کېدو به د پوهنتون علمي او څېړنیز فعالیتونه او د استادانو، مدیرانو او نږدې درې زره محصلانو راتلونکی له خطر سره مخ کړی وای.

محسني ټینګار کړی چې خاتم‌النبیین پوهنتون یوازې یوه شخصي شتمني نه ګڼي، بلکې هغه یې د افغانستان د علمي ټولنې، استادانو، کارکوونکو او محصلانو اړوند بنسټ بللی دی.

هغه وايي، له همدې امله یې د دغه بنسټ د برخلیک په اړه له هر ډول «شخصي معاملې» ډډه کړې ده.

د جواز د لغوه کېدو د اصلي لامل په اړه پوښتنه

محسني د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت او نورو څارونکو ادارو له پرله‌پسې څارنو او ارزونو سره په اشاره وايي، که پوهنتون کومه بنسټیزه سرغړونه کړې وي، نو دا سرغړونې باید د رسمي پلټنو پر مهال موندل شوې او خلکو ته اعلان شوې وای.

هغه پوښتنه کړې چې که پوهنتون هېڅ سرغړونه نه وي کړې، نو د دغه بنسټ د فعالیت د درولو اصلي لامل څه دی؟

محسني د پوهنتون پر وړاندې ټول لګېدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د دې قضیې اړوند اسناد، رسمي مکتوبونه، جوازونه او نور شواهد به ډېر ژر د افغانستان خلکو او علمي ټولنې ته وړاندې کړي.

د هغه په وینا، خاتم‌النبیین پوهنتون د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په ارزونه کې د اعتبار او علمي کیفیت د ساتنې په برخه کې تر ټولو لوړه نمره ترلاسه کړې وه.

هغه وايي، څو ورځې وړاندې د همدې وزارت د څارنې او ارزونې پلاوي هم د پوهنتون فعالیتونه ستایلي وو.

محسني اعلان کړی چې د خاتم‌النبیین نړیوال انلاین پوهنتون به د نویو څانګو او زده‌کړیزو پروګرامونو په وړاندې کولو سره خپل فعالیتونه پراخ کړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت دریځ

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د کابل او غزني د خاتم‌النبیین پوهنتون د څانګو د جواز لغوه کېدل تایید کړي دي.

دغه وزارت د جواز د لغوه کېدو لاملونه «د تګلارې نه عملي کول»، «د اسلامي ارزښتونو سپکاوی»، «د پوهنتون له نوم او اعتبار څخه ناسمه ګټه اخیستنه» او «د پوهنتوني اصولو خلاف کړنې» بللې دي.

د دغه وزارت ویاند ویلي چې د خاتم‌النبیین پوهنتون محصلان کولای شي خپلې زده‌کړې په نورو خصوصي پوهنتونونو کې دوام ورکړي.

خاتم‌النبیین پوهنتون د هغې علمي او دیني ټولګې یوه برخه ده چې د افغانستان د شیعه روحاني او بانفوذه عالم محمدآصف محسني له‌خوا په کابل کې د طالبانو د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته جوړه شوې وه.

محمدآصف محسني په کندهار کې زېږېدلی و او په نجف کې یې دیني زده‌کړې کړې وې. هغه یوه موده د افغانستان د اسلامي حرکت مشر هم و.

نوموړي په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د دغه ګوند له مشرۍ استعفا وکړه.

محسني په ۱۳۸۶ کال کې د خاتم‌النبیین دیني مدرسه جوړه کړه او خاتم‌النبیین پوهنتون هم په همدې کال کې بنسټ کېښودل شو.

د پوهنتون رسمي ښوونیز فعالیتونه د ۱۳۸۷ کال په پسرلي کې د لوړو زده کړو وزارت د جواز له ترلاسه کولو وروسته پیل شول.

تمدن ټلوېزیون هم د دې علمي او دیني ټولګې له اړوندو بنسټونو څخه و.

آیت‌الله محمدآصف محسني د ۱۳۹۸ لمریز کال په غبرګولي میاشت کې په کابل کې مړ شو او د خاتم‌النبیین دیني مدرسې په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو.

له طالبانو سره د دې بنسټونو اختلاف

د خاتم‌النبیین له ټولګې سره د طالبانو اختلافونه له ۱۴۰۳ کال راهیسې لا پسې زیات شوي دي.

د طالبانو د عدلیې وزارت ادعا کړې وه چې خاتم‌النبیین دیني مدرسه، پوهنتون او تمدن ټلوېزیون له منع شوي اسلامي حرکت ګوند سره تړاو لري او پر دولتي غصب شوې ځمکه جوړ شوي دي.

د دې بنسټونو مسؤلینو د عدلیې وزارت دغه ادعاوې رد کړې دي.

هغوی ویلي چې محمدآصف محسني د دغو بنسټونو له جوړولو مخکې له ګونده استعفا کړې وه.

دوی همداراز ټینګار کړی چې د دیني مدرسې ځمکه د شرعي قبالې له مخې ورکړل شوې او د پوهنتون ودانۍ په کرایه نیول شوې ده.

په وروستیو اوونیو کې خاتم‌النبیین دیني مدرسه او تمدن ټلوېزیون تړل شوي او یو شمېر استادان او دیني زده‌کوونکي هم نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې، له نیول شویو کسانو څخه ځینې وروسته بېرته خوشې شوي دي.

د خاتم‌النبیین پوهنتون د فعالیت جواز لغوه کېدل د دې قضیې وروستۍ مرحله بلل کېږي.

ریچارډ لینډسي د افغانستان د سوداګرۍ او له پاکستان سره د تړلو لارو په اړه اندېښنه ښودلې

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۱۴ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د بریتانیې ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشر سره په انلاین غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ د اوسني وضعیت او له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د تړلې پاتې کېدو او پر افغان بازارونو د دغه وضعیت د اغېزو په اړه پوښتنې مطرح کړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د چهارشنبې ورځې په ناوخته (د وږي ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان لپاره د بریتانیې ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د سې‌شنبې په ماښام (د وږي ۲۴مه) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رييس، مرستیالانو او د مدیره پلاوي له غړو سره په انلاین ډول وکتل.

په دې انلاین کتنه د افغانستان د خصوصي سکټور د وضعیت، د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو او ننګونو، بانکي او مالي ستونزو، سیمه‌ییزو تحولاتو، ترانزیټي لارو او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې شوې دي.

د افغانستان لپاره د بریتانیې ځانګړي استازي د افغانستان د سوداګرۍ اوسني وضعیت او له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د تړل پاتې کېدو، سیمه‌ییزو تحولاتو، جګړو او همداراز بانکي او ترانزیټي ستونزو له امله پر افغان بازارونو د دغو وضعیتونو د اغېزو په اړه خپلې پوښتنې او اندېښنې مطرح کړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سید کریم هاشمي د یادو پوښتنو په ځواب کې وویل، چې د افغانستان خصوصي سکټور سره له دې، چې له سختو شرایطو او پرله‌پسې سیمه‌ییزو بحرانونو سره مخ دی د هڅو، نوښتونو او اغېزناک مدیریت له لارې توانېدلی، چې د هېواد د سوداګرۍ بهیر او د بازارونو اساسي اړتیاوو د تأمین لړۍ جاري وساتي.

نوموړي زیاته کړه: «د محدودیتونو له رامنځته کېدو او د ځینو سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته خصوصي سکټور له اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ نوي تدابېر نیولي او د اکمالاتي ځنځیر د بې نظمۍ د مخنیوي لپاره یې بدیلې لارې او سرچینې فعالې کړې دي».

نوموړي زیاته کړه، چې افغان سوداګرو د درملو، اړینو توکو او د هېواد د نورو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له هند څخه د چابهار بندر او همدارنګه د بندرعباس له لارې خپل واردات پراخ کړل، خو په ایران کې د جګړې او ناامنۍ له رامنځته کېدو او دغو لارو ته د ګواښونو له زیاتېدو سره خصوصي سکټور بیا د منځنۍ اسیا د هېوادونو لکه ازبکستان، قرغېزستان، تاجکستان، قزاقستان او د چین له لارې یې بدیلې لارې لا ډېرې وکارولې.

هغه د نفتي موادو له اړخه ننګونو ته هم په اشارې سره وویل، چې د روسیې او اوکراین د جګړې او د نفتي ساحو او چاڼخونو د زیان‌منېدو له امله د سیمې د انرژۍ بازار له ستونزو او فشارونو سره مخ شوی او زیاته یې کړه: «د سیمه‌ییزو او نړیوالو کړکېچونو پر مهال د بیو لوړېدل ممکن رامنځته شي، خو اساسي موضوع دا ده، چې افغانستان د پټرول، ډیزل او ګازو له جدي کمښت او د عرضې له بشپړ بندښت سره نه‌دی مخ شوی».

د خبرپاڼې له‌مخې، بریتانوي لوري د سیمه‌ییزو ستونزو د پراخوالي په پام کې نیولو سره د دغو ننګونو د مدیریت او په افغانستان کې د توکو د اکمالاتو بهیر په تړاو له خپلې څارنې خبر ورکړ.

دغې خونې د یادې غونډې په پای کې د بریتانیې سوداګریزو خونو، سوداګرو، پانګوالو او شرکتونو ته بلنه ورکړه، چې د امام ابوحنیفه رح په ملي او نړیوال نندارتون کې، چې ټاکل شوې د تلې په ۱۵مه په کابل کې پيل شي ګډون وکړي او له نږدې د افغانستان له تولیداتو، ظرفیتونو او سوداګریزو او د پانګونې فرصتونو سره بلد شي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورند کرښه تر نښتو او ان د یو بل پر پلازمینو له بریدونو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او طالبانو په یوه بې‌ساري ګام کې له پاکستان سره هر ډول سوداګري هم درولې ده.

امریکا د کابل هوايي ډګر د برید په قضیه کې تورن افغان ته د شل کاله بند سزا واوروله

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۸:۵۱ GMT+۱
100%

په امريکا کې يوې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۵مه)، افغان وګړی محمد شريف‌الله ته د داعـ. ـش خراسان ډلې سره د همکارۍ په تور د شلو کلونو بند سزا واوروله. په دغه بريد کې، چې د ۱۴۰۰ لمريز کال د وږي په څلورمه ترسره شوی و، ۱۶۰ افغانان او ۱۳ امريکايي عسکر وژل شوي وو.

دا بريد په افغانستان کې د جمهوري نظام تر ړنګېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خلکو د ايستلو د بهير پر مهال او له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر بشپړ وتلو څو ورځې وړاندې شوی و.

د اسوشيټېډ خبري اژانس پرېس د راپور له مخې، قاضي انتوني ترنګا د چهارشنبې په ورځ د ويرجينيا ايالت د الکساندريا په فدرالي محکمه کې شريف‌الله ته تر ټولو لوړه ممکنه سزا وټاکله.

د منصفه پلاوي د روان کال په اپرېل مياشت کې هغه د داعش خراسان ډلې د مادي ملاتړ په جرم ګناهکار بللی و. خو د منصفه پلاوي غړي دې پایلې ته ونه رسېدل چې آيا د هغه همکاري د کابل هوايي ډګر په بريد کې د قربانيانو د مرګ سبب شوې وه که نه.

که دا موضوع ثابته شوې وای، شريف‌الله ښايي د عمر بند سزا ترلاسه کړې وای. څارنوالانو وويل چې نوموړي له بريد مخکې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته د تلونکو لارو پېژندنه د داعش خراسان ډلې لپاره کړې وه.

هغه په محکمه کې شاهدي ورنه کړه او د حکم له اورولو مخکې يې هم له خبرو کولو ډډه وکړه. قاضي ترنګا هغه «ژمن ترهګر» وباله او ويې ويل چې په چلند کې يې د پښېمانۍ هېڅ نښه نه ليدل کېږي.

په بريد کې د وژل شويو امريکايي سرتېرو ځينو مور او پلار هم په محکمه کې خبرې وکړې. هغوی د خپلو اولادونو يادونه وکړه او ويې ويل چې دې بريد د دوی د کورنيو پر ژوند ژور اغېز کړی دی.

څارنوالانو د شلو کلونو بند غوښتنه کړې وه، خو مدافع وکيلانو د اوولسو کلونو سزا غوښتې وه. هغوی وويل چې شريف‌الله هېڅکله د داعش خراسان ډلې له مشرانو څخه نه و او د کابل هوايي ډګر په بريد کې د مستقيم رول له امله هم نه دی محکوم شوی.

د هغه وکيلانو وويل چې د امريکا حکومت شريف‌الله دې هېواد ته په دې ګومان راوستی و چې ګواکې د ابي ګېټ په بريد کې يې لاس درلود، خو دا ادعا يې په محکمه کې ثابته نه کړه. په مقابل کې څارنوالانو وويل چې شريف‌الله له تنکۍ ځوانۍ راهيسې له داعش خراسان ډلې سره بيعت کړی و او له امريکايانو سره د هغه کرکه د تاوتريخوالي د کړنو انګېزه وه.

د څارنوالانو په وينا، نوموړي يوه خبريال ته ويلي وو چې غواړي د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له يوولسمې وروسته پر افغانستان د امريکا د بريد له امله امريکايان «ونيسي او ووژني».

څارنوالانو همدارنګه شريف‌الله په لسګونو نورو بريدونو کې هم په لاس لرلو تورن کړی، چې له هغو څخه يو هم د ۲۰۲۴ کال د مارچ په مياشت کې مسکو ته نږدې د کروکوس کنسرټ تالار بريد و. په هغه بريد کې شاوخوا ۱۴۰ کسان وژل شوي وو.

مدافع وکيلانو وويل چې د اېف‌بي‌ای د پلټنو پر مهال د شريف‌الله له خپلو څرګندونو پرته، داسې بل ثبوت نه دی وړاندې شوی چې هغه د کابل هوايي ډګر له بريد سره وتړي. د هغوی په وينا، ښايي شريف‌الله په پاکستان کې د بند پر مهال د شکنجې له وېرې داسې خبرې کړې وي چې ګومان يې کاوه امريکايي پلټونکي يې اورېدل غواړي.

د امريکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ څېړنو ښودلې ده چې د داعش ډلې غړي عبدالرحمان لوګري د ابي ګېټ ځانمرګی بريد ترسره کړی و. هغه د کابل له سقوط مخکې د افغانستان په يوه زندان کې ساتل کېده، خو کله چې طالبانو زندان ونيو، ازاد شو.

د اېف‌بي‌ای د اسنادو له مخې، شريف‌الله ويلي وو چې لوګری يې د زندان له وخته پېژانده او پوهېده چې هغه له داعش ډلې سره اړيکې لري.

ایران: له طالبانو سره د تعامل درول د ثبات د ټینګښت هڅې کمزورې کوي

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۷:۱۶ GMT+۱
100%

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی وايي، طالبان مسوولیت لري چې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د ترهګریزو بریدونو د پلانولو او ترسره کولو لپاره د افغان خاورې د کارېدو مخه ونیسي. نوموړي زیاته کړه، چې د ثبات د ټینګښت لپاره له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل دوام اړین دی.

په ملګر ملتونو کې د ایران استازي وویل چې داعش خراسان او نورې افراطي ډلې چې په افغانستان او سیمه کې فعالیت کوي، لا هم د ایران او د دغه هېواد د ګاونډیانو لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.

د هغه په وینا، د دې ګواښ پر وړاندې مبارزه پراخې او دوامدارې سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا لري.

د ایران استازي زیاته کړه چې نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه هم باید د طالبانو له ادارې سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره مرسته وکړي.

د ایران استازي په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان په ډېرو برخو کې د وسله والو نښتو او تاوتریخوالي کمېدل د طالبانو یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل چې د امنیتي وضعیت ښه والی باید وساتل شي.

د ایران استازي همداراز د کوکنارو د کښت د پام وړ کمېدل یوه داسې لاسته راوړنه وبلله چې نړیوالې مثبتې پایلې لري، خو ویې ویل چې دې چارې پر کلیوالو سیمو سخت اقتصادي فشار راوستی دی.

هغه د بدیلو معیشتونو، کلیوالي پراختیا او بازارونو ته د بزګرانو د لاسرسي په برخو کې د دوامدارې پانګونې غوښتنه وکړه، څو د نشه یي توکو د کښت د کمېدو بهیر دوام ومومي.

د ایران استازي د افغانستان بشري او اقتصادي وضعیت لا هم د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل چې د بهرنیو مرستو کمېدل، مالي او بانکي محدودیتونه، کمه پانګونه او د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل پر اقتصاد او عامه خدمتونو لا ډېر فشار واردوي.

هغه ټینګار وکړ چې بشري مرستې باید د اړتیا پر بنسټ او له سیاسي ملاحظاتو پرته افغانستان ته ورکړل شي.

د ایران استازي زیاته کړه چې هېواد یې د لسیزو بندیزونو او اقتصادي فشارونو، او هغه څه سره سره چې نوموړي د «امریکا تېری کوونکي اقدام او سمندري محاصرې» په توګه یاد کړل، د افغانستان د میلیونونو وګړو کوربه پاتې شوی او هغوی ته یې د زده کړو، روغتیايي خدمتونو او کار زمینه برابره کړې ده.

هغه وویل، چې ایران له افغانستان سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ، انرژۍ، رېل پټلۍ او کرنې په برخو کې اقتصادي همکارۍ ته دوام ورکړی دی. د هغه په وینا، د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا او افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرول سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو ته د افغانستان لاسرسی زیاتوي.

د ایران استازي په پای کې وویل، چې د ثبات د ټینګښت لپاره له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل دوام اړین دی.

د هغه په وینا، اصولي او عملي تعامل کولی شي د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي ټولنو د حقونو، په ښه کېدو کې مرسته وکړي.