لطیفالله حکیمي: افغانستان نه غواړي د سیمهییزو سیالیو ډګر وي

د طالبانو د دفاع وزارت سرمفتش لطیفالله حکیمي د چین په پلازمېنه بیجینګ کې د شیانګشان په ۱۳م نړیوال امنیتي کنفرانس کې ویلي، افغانستان نه غواړي د سیمهییزو سیالیو ډګر وي، بلکې غواړي د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر پل بدل شي.
نوموړي وویل، افغانستان د څو لسیزو جګړو له تجربې دې پایلې ته رسېدلی چې تلپاتې ثبات یوازې د پوځي ځواک له لارې نه شي ټینګېدای، بلکې متقابل درناوي، سیمهییزې همکارۍ او اقتصادي ثبات ته اړتیا لري.
لطیفالله حکیمي زیاته کړه: «زموږ پیغام روښانه دی؛ افغانستان نه غواړي د سیمهییزو سیالیو ډګر وي، بلکې غواړي د سیمهییزې همکارۍ پل وي».
هغه ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت د نشهيي توکو د کر، قاچاق او هر هغه فعالیت پر وړاندې مبارزه کړې چې د افغانستان او سیمې امنیت ته ګواښ پېښوي.
د طالبانو د دفاع وزارت سرمفتش وویل، افغانستان غواړي له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي، نه لاسوهنې، ملي حاکمیت او ګډو ګټو پر بنسټ اړیکې پراخې کړي.
نوموړي د افغانستان امنیت د جنوبي او مرکزي اسیا له امنیت سره تړلی وباله او د سرحدي امنیت، متقابل تفاهم او سازمانیافته جرمونو پر وړاندې یې پر ګډې سیمهییزې مبارزې ټینګار وکړ.
د شیانګشان امنیتي غونډه، له ۲۰۰۶ کال راهیسې د چین د پوځي علومو د اکاډمۍ او د نړیوالو ستراتیژیکو مطالعاتو د ټولنې لخوا جوړیږي.
دا په داسې حال کې ده چې چین او د سیمې نور بېلابېل هېوادونه سره له دې، چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د دوی تر واک لاندې د افغانستان له خاورې خپل امنیت ته د لرلو اندېښنو د کنټرول لپاره له طالبانو سره اړیکې ساتي او وخت په وخت یې ځینو غونډو ته ور غواړي.
