د هند استازی: د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی

د هند استازي د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې وویل چې د افغانستان سوله او ثبات د سیمې او نړۍ لپاره مهم دی. هغه ټینګار وکړ چې هند د افغانستان د ثبات او د افغان ولس د ملاتړ لپاره خپلې بشري، روغتیايي، پراختیايي او اقتصادي مرستې روانې ساتلې دي.
د هند استازي وویل چې هېواد یې له افغانستان سره تاریخي اړیکې لري او له ۲۰۲۱ کال وروسته یې هم د افغانانو د ملاتړ لپاره بشري او پراختیايي مرستې روانې ساتلې دي.
د هغه په وینا، هند په افغانستان کې د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې له ۵۰۰ډېرې پراختیايي پروژې پلي کړې او له ملګرو ملتونو او افغان سرې میاشتې سره په همغږۍ یې بشري مرستې هم رسولې دي.
نوموړي وویل چې د افغانستان د کمزوري روغتیايي سیستم د ملاتړ لپاره هند ۳۳ټنه واکسینونه، تخصصي طبي تجهیزات او ۱۷ ټنه نور درمل برابر کړي دي. د ده په وینا، هند د روغتیايي او زېږنتونونو د مرکزونو ترڅنګ د درملو جوړولو او کرنې په برخو کې هم له افغانستان سره همکاري کړې ده.
هغه د افغانستان د بشري حقونو وضعیت د امنیت، پراختیا او اقتصادي فرصتونو له مسالو سره تړلی وباله او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره مثبتو هڅونو ته اړتیا ده.
د هند استازي په افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښ په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او د القاعدې شبکې او د هغې د اړوندو ډلو یادونه یې وکړه.
په ملګرو ملتونو کې د هند استازي وویل چې شاوخوا ۴۸ میلیونه افغانان له بېلابېلو محرومیتونو سره مخ دي او د افغانستان وضعیت د نړیوالې ټولنې ګډ مسوولیت دی.
د هند استازي د نشهیي توکو د ستونزې په اړه د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو دفتر د ۲۰۲۶ کال راپور ته په اشارې وویل چې په افغانستان کې د کوکنارو کچه د ۲۰۲۲ کال له بندیز وروسته په ټیټه کچه پاتې شوې ده. هغه زیاته کړه چې هند د نشهیي توکو د روږدو کسانو د بیارغونې لپاره ۶۸ټنه طبي او ۳۴ ټنه ټولنیز ملاتړتوکي برابر کړي دي.
د هند استازي د افغانستان د اقتصادي ځانبساینې پر اهمیت هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې هند د افغان تولیداتو لپاره له تعرفو پرته بازار، هوايي دهلېز او افغان سوداګرو ته وړیا اوږدمهاله سوداګریزې ویزې برابرې کړې دي.
د هند استازي وویل چې هېواد یې له ۲۰۲۳ کال راهیسې افغانانو ته له ۳۰۰۰ ډېر تحصیلي بورسونه ورکړي چې نږدې ۱۰۰۰ یې افغان ښځو ته ځانګړي شوي او د نورو ۱۰۰۰ بورسونو د برابرولو اعلان یې هم کړی دی.
