مقاله؛ د افغان ښځو ستونزه د نړۍوالې مبارزې یوه مهمه برخه ده

د «اېم اېس» مجلې په یوه تحلیلي مقاله کې راغلي، چې د افغان ښځو او نجونو ستونزه یوازې د افغانستان کورنۍ مسله نهده؛ بلکې د ښځو د حقونو نړۍوالې مبارزې یوه مهمه برخه ده.

د «اېم اېس» مجلې په یوه تحلیلي مقاله کې راغلي، چې د افغان ښځو او نجونو ستونزه یوازې د افغانستان کورنۍ مسله نهده؛ بلکې د ښځو د حقونو نړۍوالې مبارزې یوه مهمه برخه ده.
د مقالې لیکواله ایما انډرسن وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته ښځې او نجونې لاهم له سختو محدودیتونو سره مخ دي او نړۍواله ټولنه باید د هغوی حقونه هېر نهکړي.
د مقالې له مخې، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تر ۱۶۰ ډېر محدودوونکي فرمانونه صادر کړي دي. لیکواله وايي، نجونې له شپږم ټولګي پورته زدهکړو ته نه پرېښودل کېږي، ښځې له ګڼو مسلکونو منع دي، له نارینه محرم پرته د تګراتګ محدودیت لري او په عامه ژوند کې یې ونډه تر ډېره لهمنځه وړل شوې ده.
په مقاله کې راغلي، کله چې طالبان په ۲۰۲۱کال کې بېرته واک ته ورسېدل، د افغان ښځو وضعیت د نړۍوالو سازمانونو، رسنیو او د ښځو د حقونو د فعالانو د پراخې پاملرنې وړ وو؛ خو د وخت په تېرېدو دغه پاملرنه کمه شوې ده.
لیکواله ادعا کوي، چې ځینو نړۍوالو مرستندویه بنسټونو خپلې چارې محدودې کړې او د افغانستان د ښځو موضوع ورو، ورو د نړۍوالو بحثونو له لومړیتوبونو وتلې ده. هغې له نړۍوالو مشرانو غوښتي، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د لوړې کچې غونډو پرمهال د افغان ښځو او نجونو حقونو ته په خپلو بحثونو کې ځای ورکړي.
په مقاله کې د افغان ښځو او نجونو یوشمېر پیغامونه هم خپاره شوي دي. یوه افغانه نجلۍ وايي: «پنځه کاله مخکې مو له هیلو ډک ژوند لاره، زدهکړې مو کولې او د روښانه راتلونکي خوبونه مو لیدل؛ خو اوس د دغه خوبونو ډېره برخه د وېرې او محدودیتونو تر سیوري لاندې خاموشه شوې ده».
بله افغانه وايي: «دغه بدلونونو یوازې زموږ شخصي ژوند نهدی بدل کړی؛ بلکې د ټولنې روحي حالت یې هم زیانمن کړی دی. وېره، ناامیدي او چوپتیا ډېرو کورونو ته ننوتلې ده».
اېم اېس مجله وړاندې کاږي، چې له محدودیتونو سره، سره افغان ښځې او نجونې لاهم د زدهکړو، یو بل سره د اړیکو او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.
په مقاله کې راغلي، چې افغان ښځو د فشارونو او محدودیتونو سربېره خپلې هیلې نهدي له لاسه ورکړې او نړۍواله ټولنه باید د دوی غږ ژوندی وساتي او د حقونو لپاره یې د ملاتړ هڅو ته دوام ورکړي.

رویټرز په یوه راپور کې ویلي، د ایران اقتصادي ناورين، لوړې بیې او د خلکو د پېرلو کمزوري ځواک زرګونه افغان کډوال اړ اېستي چې له کلونو کډوالۍ وروسته بېرته هغه هېواد ته ستانه شي چې پهکې پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.
د راپور له مخې، محمد سعید په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره ایران ته تللی و؛ خو اوس د هغه زرګونو افغانانو له ډلې دی، چې د ایران د اقتصادي ستونزو له امله بېرته افغانستان ته ستون شوی. هغه رویټرز ته ویلي، د ایران د اسعارو ارزښت دومره ټیټ شوی چې د دوی سپما شوې شتمني یې زیانمنه کړې ده.
راپور کاږي، ایران د لسیزو لپاره افغانانو ته د بېوزلۍ او جګړو څخه د تېښتې مهم ځای و؛ خو اوس د دغه هېواد اقتصادي وضعیت دومره کړکېچن شوی، چې ګڼ افغانان بېرته ستنېدو ته اړ شوي دي.
رویټرز د هرات او فراه ولایتونو په سرحدي سیمو کې له بېرته ستنېدونکو افغانانو سره خبرې کړې دي. ګڼو دغه ستنو شویو کډوالو ویلي، چې له څو میاشتو راهیسې وزګاره وو او د لوړ انفلاسیون له امله یې نور د ژوند توان نه درلود.
د راپور له مخې، له امریکا او اسراییل سره د ایران د کړکېچ، بندیزونو او اقتصادي فشارونو له امله د مصرفي توکو بیې نږدې ۹۰ سلنه لوړې شوې او د خوراکي توکو انفلاسیون نږدې ۱۳۰ سلنې ته رسېدلی دی.
راپور کاږي، چې ډوډۍ، شېدې او نور لومړني توکي د مېلیونونه خلکو لپاره د لاسرسۍ له کچې وتلي دي. د کډوالۍ نړۍوال سازمان د سروې له مخې، یوازې ۲۹ سلنه هغه افغانان چې په وروستیو کې له ایران نه ستانه شوي، لا هم لږې سپماوې لري په داسې حال کې چې د هغوی عاید د پخوا پرتله نږدې یو پر درېیمه برخه کم شوی دی.
راپور زیاتوي، په تېرو دوو کلونو کې تر دوه مېلیونه ډېر افغانان له ایران نه وتلي دي؛ ګڼ دغه افغانان یا په جبري توګه اېستل شوي او یا د ایراني چارواکو د فشارونو له امله بېرته ستانه شوي دي.
په راپور کې د عبدالجبار په نوم د یوه افغان کډوال کیسه هم راغلې، چې له خپلې مېرمنې، دوو لوڼو، مور او لمسي سره له څلوېښت کلن ژوند وروسته افغانستان ته ستون شوی دی. هغه ویلي، چې په ایران کې اوسمهال د جګړې او اقتصادي ناورین له امله کارونه په ټپه درېدلي او له همدې امله بېرته ستنېدو ته اړ شوی.
عبدالجبار ویلي: «ما به ویل که افغانستان یوازې دوه کوڅې لرې هم وي، نه ورځم». خو اوس چې افغانستان ته راستون شوی، لاهم بېروزګاره دی او د خپلوانو په مرسته ژوند کوي.
راپور د رضوانه جامي په نوم د یوې افغانې مېرمنې کیسه هم رااخلي. هغې او زوی یې په ایران کې د پنیر جوړولو کوچنی کاروبار لاره؛ خو د اقتصادي ناورين له امله یې کار زیانمن شو او افغانستان ته ستانه شول.
د رویټرز په وینا، هغوی اوس په هرات کې خپل کاروبار بېرته پیل کړی او هڅه کوي نوی بازار پیدا کړي؛ خو د رضوانې ۱۷ کلنه لور چې په ایران کې یې اته کاله زدهکړې کړې وې، له راستنېدو وروسته ښوونځي ته نهشي تلای.
رضوانه وايي: «هغه تل راته وايي، مورې اته کاله مې زدهکړې وکړې او اوس په کور ناسته یم».
راپور کاږي، چې د ایران اقتصادي ستونزو ګڼ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي؛ خو د ښځو او نجونو لپاره دغه ستنېدنه د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د زدهکړو او ټولنیز ژوند له محدودیتونو سره هم مل ده.
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ کال د وږي په ۲۵مه، په نیویارک کې جوړه شوه. د یوناما سرپرستې جورجت ګانیون د افغانستان د امنیتي، سیاسي، بشري حقونو او اقتصادي وضعیت په اړه د دې ادارې تازه راپور وړاندې کړ.
د هېوادونو د استازو خبرې تر ډېره پر پنځو موضوعاتو راڅرخېدې: په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه، د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا، بشري ناورین، پر ښځو محدودیتونه او له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل څرنګوالی.
ترهګري او د ناامنۍ زیاتوالی
د امنیت شورا نږدې ټولو غړو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه د دې هېواد له پولو هاخوا یو ګواښ وباله.
د ایران استازي وویل، طالبان باید اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د بریدونو د پلانولو یا ترسره کولو لپاره وکارول شي. هغه داعش خراسان جدي ګواښ وباله او د لا پراخې سیمهییزې همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
چین له طالبانو وغوښتل چې له داعش خراسان، القاعدې، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او تحریک طالبان پاکستان سره پرېکنده مبارزه وکړي او په دې برخه کې لا ډېره اراده وښيي.
روسیې هم د داعش خراسان د افرادو د جلبولو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د ترهګرو ډلو غړي له سوریې څخه افغانستان ته لېږدول کېږي.
د روسیې استازي وویل: «داعش، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او نورې ترهګرې ډلې لا هم په افغانستان کې حضور لري او طالبان تر اوسه نه دي توانېدلي چې په بشپړه توګه ورسره مقابله وکړي.»
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والتز طالبان په ترهګرو ډلو د پناه ورکولو تورن کړل او ویې ویل، په افغانستان کې د روان وضعیت پایلې یوازې د دې هېواد تر پولو نه محدودېږي.
هغه له امنیت شورا وغوښتل چې له طالبانو څخه «خبرې نه، بلکې اقدام» وغواړي. والتز همداراز طالبان تورن کړل چې بهرني وګړي د خبرو اترو د وسیلې په توګه کاروي او د هغوی د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.
ډنمارک هم په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان، القاعدې او داعش خراسان حضور د افغانستان، د دغه هېواد د ګاونډیانو او نړیوال امنیت لپاره خطر وباله. فرانسې، بریتانیا او پاکستان هم ورته اندېښنې مطرح کړې.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د راپور له مخې، په افغانستان کې د امنیتي پېښو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱ سلنه زیات شوی دی. په دې موده کې د طالبانو مخالفو وسلهوالو ډلو په ۲۱ ولایتونو کې د ۸۸ بریدونو مسؤلیت منلی دی.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا
د پاکستان استازي ادعا وکړه چې تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ وسلهوالې ډلې د افغانستان له خاورې او له مصونیت څخه په ګټې اخیستنې فعالیت کوي.
هغه وویل، پاکستان په تېرو درېیو کلونو کې په هغو بریدونو کې له ۴۷۰۰ څخه ډېر کسان له لاسه ورکړي چې د اسلاماباد په وینا، له افغانستان څخه تنظیم شوي دي. د پاکستان استازي له طالبانو وغوښتل چې د دغو ډلو پر وړاندې عملي او د کره کېدو وړ اقدامات وکړي.
هغه همداراز په افغانستان کې د پرمختللو وسلو او هغو تجهیزاتو ته د وسلهوالو ډلو د لاسرسي په اړه خبرداری ورکړ چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې دي.
روسیې او بریتانیا د ترینګلتیا د کمېدو او د طالبانو او پاکستان د بېرته خبرو اترو ته د ستنېدو غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې د دواړو لورو ترمنځ د پولې وضعیت ناثابت بلل شوی دی. د دغه راپور له مخې، هوايي بریدونو، د بېپیلوټه الوتکو څارنیزو الوتنو او متقابلو ډزو د غزني، کونړ، خوست، پکتیکا، پکتیا، کندهار او ننګرهار ځینې سیمې اغېزمنې کړې دي.
په دغو نښتو کې د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰مې پورې لږ تر لږه ۵۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴۲ نور ټپیان شوي دي.
په همدې وخت کې، ترکیې او قطر یو ځل بیا د منځګړیتوب لپاره هڅې پیل کړې دي. د ترکیې د استخباراتو مشر او د قطر د ملي امنیت شورا مرستیال د سې شنبې په ورځ کابل ته سفر کړی او د طالبانو له چارواکو سره یې لیدلي دي. تر اوسه داسې نښې نه لیدل کېږي چې د کابل او اسلاماباد په اړیکو کې دې دایمي ښه والی راغلی وي.
پر ښځو محدودیتونه او بشري ناورین
د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه هم د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وو. د بریتانیا استازي وویل، هېڅ هېواد هغه مهال پرمختګ نه شي کولای چې د وګړو نیمايي برخه یې له عامه ژوند څخه لرې کړل شوې وي.
هغه د افغان ښځینه کارکوونکو پر مخ د ملګرو ملتونو دفترونو ته د یو کال راهیسې د ننوتلو د بندیز یادونه وکړه او ویې ویل چې دغه محدودیت د بشري مرستو رسولو بهیر ګډوډ کړی دی. بریتانیا به په راتلونکو درېیو کلونو کې هر کال د افغانستان له خلکو سره له ۱۴۰ میلیونو ډالرو ډېره مرسته وکړي.
فرانسې د افغان ښځو لپاره د ملګرو ملتونو په ادارو کې د کار بندیز د منلو وړ نه وباله او ویې ویل چې نړیوالې ټولنې د طالبانو غوښتنو ته غوږ نیولی، خو اوس طالبان باید د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته عملي ځواب ورکړي.
د امریکا استازي هم د مېرل سټریپ د خبرو په یادولو سره وویل چې په کابل کې یوه ښځینه پیشو له افغانې ښځې ډېر حقوق لري، ځکه هغه کولای شي له کوره ووځي او د لمر رڼا وویني. هغه د ښځو او نجونو د پنځه کلن تعلیمي محرومیت وضعیت خواشینوونکی وباله.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د راپور له مخې، د افغانستان شاوخوا یو پر درېیمه برخه وګړي له سخت خوراکي ناامنۍ سره مخ دي. اټکل کېږي چې سږ کال ۱۳.۸ میلیونه کسان به د خوراکي ناامنۍ په بحراني یا بېړني وضعیت کې وي.
همداراز تمه کېږي چې تر پنځه کلنۍ کم عمره ۳.۷ میلیونه ماشومان او ۱.۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې به له حادې خوارځواکۍ سره مخ شي.
د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د زمري تر ۲۲مې پورې هم نږدې یو میلیون او ۱۵۰ زره افغانان له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. د کډوالو دغه پراخ بېرته ستنېدل د کار پر بازار او عامه خدمتونو لا ډېر فشار اچولی دی.
جورجت ګانیون وویل، سوله یوازې د جګړې نه شتون ته نه ویل کېږي، بلکې خلک باید له انساني کرامت، د پرمختګ له فرصتونو او د راتلونکي له هیلهمندۍ څخه برخمن وي.
د هغې په وینا، افغانان وايي چې له پنځو کلونو نسبي ارامۍ سره سره، د طالبانو سیاستونو هغوی څنډې ته ټېل وهلي دي. د هېواد اقتصاد هم لا هم ډېر نازک دی.
له طالبانو سره د تعامل پر څرنګوالي اختلاف
د امنیت شورا غړي په دې موافق وو چې له افغانستان سره د تعامل دوام اړین دی، خو د تعامل د بڼې او شرطونو په اړه یې بېلابېل نظرونه وړاندې کړل.
امریکا، بریتانیا او فرانسې وویل چې تعامل باید د طالبانو له حسابورکولو سره مل وي. دغو هېوادونو پر ترهګرو ډلو د عملي اقداماتو، د ښځو د حقونو د رعایت، د ټولشموله حکومت د جوړېدو او د بهرنیو وګړو د خوشې کېدو ټینګار وکړ.
په مقابل کې، چین، روسیې او ایران د خبرو اترو د دوام، د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د افغانستان د منزوي کولو د مخنیوي غوښتنه وکړه.
چین وویل، د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان منزوي کول د دغه هېواد ستونزې نه شي حل کولای. روسیې ټینګار وکړ چې افغانستان باید تر فشار او ګواښ لاندې ونه راوستل شي. ایران هم سیاسي تعامل او سیمهییزه همکاري د افغانستان د ستونزو د حل لپاره تر ټولو اغېزمنه لار وبلله.
د هند استازي د افغان کډوالو پر پراخو ایستلو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو پر تړل کېدو نیوکه وکړه او دا یې «سوداګریز او ترانزیټي ترهګري» وبلله. هغه وویل، د بشري حقونو وضعیت له امنیت، پراختیا او اقتصادي فرصتونو څخه بېل نه شي ښه کېدای.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق وویل، د طالبانو او بهرنیو حکومتونو ترمنځ له خبرو پرته، د افغانانو له ګډون څخه پرته، هېڅ دوامداره حللاره نه شي رامنځته کېدای. هغه ټینګار وکړ: «افغانستان تر طالبانو پراخ دی. افغانان باید د خپل راتلونکي په اړه د پرېکړو برخهوال وي، نه نندارچیان.»
فایق وویل، د تېرو پنځو کلونو تجربې ښودلې چې نه یوازې د طالبانو منزوي کولو پایله ورکړې او نه هم هغه تعامل چې روښانه سیاسي موخه ونه لري. د هغه په وینا، نړیواله ټولنه باید اصولي او پایلهمحور تعامل تعقیب کړي، څو داسې حکومت رامنځته شي چې مشروع، د خلکو استازی او حسابورکوونکی وي.
ګډې اندېښنې، بېلابېلې حللارې
د امنیت شورا غړو د افغانستان د ثبات د اړتیا او د دې هېواد د خاورې د ترهګرو ډلو په پناهځای د نه بدلېدو په اړه ګډ نظر درلود. اصلي اختلاف د دې هدف ته د رسېدو پر لارې و.
ځینو هېوادونو له طالبانو سره فشار، حسابغوښتنه او د روښانه شرطونو ټاکل اړین وبلل. یوې بلې ډلې بیا د خبرو اترو دوام او د اقتصادي همکاریو پراختیا اغېزمنه وبلله.
د دې غونډې د ویناوالو له خبرو څرګنده شوه چې د القاعدې، داعش خراسان، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، تحریک طالبان پاکستان او د منځنۍ اسیا د سختدریځو ډلو فعالیتونو یو ځل بیا افغانستان د سیمې او نړۍ د امنیتي اندېښنو په مرکز کې راوستی دی.
د دغو ګواښونو ترڅنګ، د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا، بشري ناورین او پر ښځو پراخ محدودیتونه لا هم هغه مهم عوامل دي چې د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې سیاست تر ډېره ترې اغېزمنېږي.
د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالن او د قطر د امنیت شورا مرستیال حمد بن خمیس الکبیشي په یوه ناڅاپي سفر کابل ته تللي او د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره یې لیدلي دي. هغه څه و چې کالن او الکبیشي یې اړل کړل چې کابل ته سفر وکړي او له طالب چارواکو سره وګوري.
دوی د طالبانو د ریاستالوزرا له مرستیال عبدالغني برادر، د کورنیو چارو له وزیر سراجالدین حقاني، د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق او د دفاع له وزیر یعقوب مجاهد سره کتلي دي.
د ترکیې او قطر لوړپوړي امنیتي چارواکي کندهار ته هم تللي دي. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دوی په کندهار کې له ملا شیرین او د هبتالله اخوندزاده له نږدې کړۍ سره هم لیدلي دي.
تر اوسه روښانه نه ده چې دغو چارواکو له هبتالله اخوندزاده سره په خپله هم لیدلي که نه. تر دې مخکې د قطر لومړی وزیر یوازینی بهرنی لوړپوړی چارواکی و چې له هبتالله اخوندزاده سره یې لیدنه کړې وه.
د ترکیې او قطر د چارواکو دغه سفر په داسې حساسې او کړکېچنې دوره کې ترسره کېږي چې په افغانستان کې د القاعدې او داعش په څېر د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د زیاتېدو اندېښنې، د امریکا او ایران ترمنځ شخړه، له سعودي عربستان سره د حوثیانو نښته او د طالبانو او پاکستان د اړیکو لا پېچلې کېدل د دې سفر له مهمو بحثونو څخه کېدای شي.
د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه
ترکیه او قطر چې له لوېدیځ سره نږدې اړیکې لري، کابل ته د خپل سفر له لارې طالبانو ته یو پیغام لېږدوي.
په دې وروستیو کې، د سپټمبر د یوولسمې د خونړیو بریدونو د کلیزې پر مهال، د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن په یوه پیغام کې یو ځل بیا لوېدیځ او امریکا ګواښلي دي.
څارونکي د حمزه بن لادن د ویډیو د جامو او شالید ته په کتو باور لري چې ښايي هغه په افغانستان کې وي.
د څارونکو په باور، دا موضوع، په ځانګړي ډول د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د کلیزې پر مهال، د امریکا او لوېدیځ لپاره یو جدي او بېړنی ګواښ ګڼل کېږي.
امریکا د القاعدې له فعالیتونو اندېښنه لري. دغه هېواد د القاعدې له امله شاوخوا شل کاله په افغانستان کې جګړه وکړه او که القاعده بیا په امریکا کې کوم برید ترسره کړي، ښايي د دغه هېواد د مشرانو لپاره درنې پایلې ولري.
له همدې امله، ترکیه چې د ناټو غړې ده او په افغانستان او د خپلې سیمې په ګاونډ، په ځانګړي ډول سوریه او عراق کې، د القاعدې او داعش د فعالیتونو په اړه اندېښمنه ده، د طالبانو د روښانه کولو لپاره کابل ته تللې ده.
د دې سفر یوه موخه ښايي دا وي چې طالبان اجازه ورنه کړي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ د روزنې او د امریکا، د هغه د سیمهییزو متحدانو او لوېدیځو هېوادونو پر وړاندې د سپټمبر د یوولسمې په څېر د بریدونو د تنظیم پر مرکز بدل شي.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا استازي مایک والتز د چهارشنبې په ورځ د دې شورا په غونډه کې طالبان پر دې تورن کړل چې ترهګرو ډلو ته پناه ورکوي.
هغه وویل، هغه څه چې په افغانستان کې رامنځته کېږي، یوازې د دغه هېواد تر پولو نه محدودېږي.
له افغانستانه د ترهګرۍ د بیا راټوکېدو موضوع یو ځل بیا د ملګرو ملتونو او امنیت شورا د غونډو اجنډا ته ګرځېدلې ده.
د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د کلیزې په مناسبت د امنیت شورا په غونډه کې ډېرو هېوادونو له افغانستانه د ترهګرۍ د بیا راټوکېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
ترکیه غواړي معلومه کړي چې په افغانستان کې کومې ډلې حضور لري او له طالبانو سره یې اړیکې او تړاوونه څه ډول دي.
که څه هم طالبان تر اوسه له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې په بشپړه توګه نه دي څرګندې کړې او د دغو ډلو له ملاتړ څخه یې هم لاس نه دی اخیستی.
نیمګړې منځګړتوب
ترکیې او قطر دواړو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړتوب هڅې کړې دي.
خو دغه هڅې بریالۍ نه شوې، ځکه طالبانو او پاکستان په خپلو دریځونو کې پام وړ نرمښت رانه ووست.
دواړو لورو له دوحې، استانبول، ریاض او ارومچي کې له څو پړاوونو خبرو او سلا مشورو وروسته هم کومې پایلې ته ونه رسېدل.
اټکل کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د بېرته رغولو موضوع به هم د دې سفر یوه برخه وي.
خو تر اوسه داسې نښې نه لیدل کېږي چې د دواړو لورو د اړیکو د ښه کېدو په اړه دې پراخ خوشبیني موجوده وي.
پاکستان له طالبانو سره له پخواني نږدې چلنده واټن اخیستی او اوس د دې ډلې د مخالفانو کوربه دی.
اسلاماباد ان د زدهکړیالانو په ګډون د هغو افغانانو د ایستلو لړۍ هم روانه کړې چې قانوني اسناد لري او د دواړو لورو ترمنځ سوداګریزې او نورې اړیکې په عملي توګه له جدي ستونزو سره مخ شوې دي.
په مقابل کې طالبان له هند سره نږدې شوي دي او داسې ښکاري چې د طالبانو او اسلاماباد اړیکې به په اسانۍ بېرته پخواني حالت ته ستنې نه شي.
سره له دې، منځګړي هېوادونه لا هم هڅه کوي چې د خبرو لړۍ روانه وساتي او دواړه لوري بېرته د خبرو مېز ته کېنوي.
د پاکستان یوه پېژندل شوي سیاستوال مشاهد حسین ویلي چې ترکیه، چې د پاکستان دوست او د افغانستان لپاره یو نږدې هېواد بلل کېږي، کولای شي له چین سره یوځای د اسلاماباد او کابل ترمنځ د اړیکو د پُل په جوړولو کې مهم رول ولوبوي.
هغه د پاکستان او طالبانو هغو خبرو ته په اشارې سره چې د اپرېل په میاشت کې په ارومچي او استانبول کې ترسره شوې وې، ویلي چې اوس د کړکېچ د کمولو وخت دی.
شونې ده ترکیه له طالبانو وغواړي چې د تحریک طالبان پاکستان، یا ټيټيپي، له ملاتړ څخه لاس واخلي او د پاکستان اندېښنو ته پام وکړي.
ترکیه د پاکستان سیمهییزه ستراتېژیکه ملګرې ده او تر یوه حده کولای شي د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو په برخه کې د منځګړي رول ولوبوي.
ترکیې په دې وروستیو کې له پاکستان او سعودي عربستان سره یو ګډ تړون هم لاسلیک کړی چې له مخې یې پر یوه هېواد برید پر نورو هېوادونو د برید په توګه ګڼل کېږي.
په همدې مهال، راپورونه ښيي چې د ترکیې پلاوی له کابل وروسته اسلاماباد ته هم تللی دی.
د حرمینو شریفینو دفاع
د ترکیې او قطر لوړپوړي امنیتي چارواکي په داسې وخت کې کابل ته سفر کوي چې د مسلمانانو قبله او سپېڅلي ځایونه، یعنې «حرمین شریفین»، د حوثي یاغیانو د بریدونو له ګواښ سره مخ دي.
څارونکي په دې اړه نږدې یوه خوله دي چې په سعودي عربستان کې رامنځته شوی وضعیت او د ایران په ملاتړ د حوثیانو له خوا پر مکې د بریدونو هڅې ښايي کابل ته د دغو چارواکو د سفر د اجنډا یوه مهمه برخه وي.
که د حوثیانو بېهدفه بریدونه دوام وکړي، سعودي عربستان ښايي اړ شي چې د حرمین شریفینو د ساتنې لپاره د اسلامي هېوادونو مرسته وغواړي.
د اسلامي هېوادونو له نظره د حرمین شریفینو ساتنه یوه سپېڅلې دیني او اسلامي دنده ګڼل کېږي.
په دې برخه کې د طالبانو رول هم د پام وړ بلل کېږي.
طالبان له حوثیانو سره د ورته ځانګړنو لرونکی یو ځواک بلل شوی دی.
تر اوسه روښانه نه ده چې طالبان به سعودي عربستان ته د مرستې لپاره ځواکونه ولېږي که نه.
خو افغان جهادي خوځښتونه نورو هېوادونو ته د ځواکونو د استولو مخینه لري.
د بېلګې په توګه، حزب اسلامي په اذربایجان او ارمنستان کې د جګړې پر مهال د اذربایجان د مسلمانانو د ملاتړ لپاره سلګونه کسان استولي وو.
خو په دې برخه کې یوه مهمه ستونزه هم شته او هغه د پاکستان دریځ دی.
پاکستان نه غواړي چې طالبان په داسې جګړه کې برخه واخلي، ځکه د طالبانو هر ډول پوځي ګډون به له سعودي عربستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره د طالبانو اړیکې لا ښې کړي.
د راپور له مخې، پاکستان له داسې حالت سره موافق نه دی.
د افغانستان یوه پخواني لوړپوړي چارواکي ویلي چې طالبان د ځواکونو د استولو توان لري، خو پاکستان نه غواړي چې دا کار ترسره شي.
د هغه په وینا، د طالبانو هر ډول پوځي مرسته به د دغه ډلې او سعودي عربستان اړیکې نږدې کړي.
نوموړي زیاته کړې چې که سعودي عربستان د حرمین شریفینو د ساتنې لپاره د اسلامي نړۍ د مرستې غوښتنه وکړي، طالبان به د مرستې لپاره چمتو وي.
د کابل هوايي ډګر د کنټرول موضوع
یوه سرچینه وايي، ښايي د ترکیې او قطر د چارواکو د سفر په اجنډا کې د کابل هوايي ډګر موضوع هم شامله وي.
د کابل هوايي ډګر اوس د متحده عربي اماراتو تر کنټرول لاندې دی.
قطر او ترکیه له ډېرې مودې راهیسې د کابل هوايي ډګر د کنټرول او مدیریت لېوالتیا لري، خو تر اوسه په دې برخه کې بریالي شوي نه دي.
له همدې امله، اټکل کېږي چې د کابل هوايي ډګر د کنټرول او مدیریت موضوع به هم د دغو چارواکو د سفر له مهمو بحثونو څخه وي.
له بلې خوا، ترکیه د طالبانو د مخالفو څېرو د ځینو مشرانو کوربه هم ده.
ښايي طالبان له ترکیې وغواړي چې د دوی د مخالفینو د فعالیتونو مخه ونیسي.
خو د راپور له مخې، د ترکیې او قطر د لوړپوړو امنیتي چارواکو سفر مهم بلل کېږي او اوس به د دې سفر د پایلو په اړه انتظار کېږي.
د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو وايي، د دغه هېواد د استخباراتو رييس کابل ته له سفر سربېره کندهار ته هم تللی دی. دغې رسنۍ د کندهار د سفر په تړاو نور جزییات نهدي ورکړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رييس ذاکر جلالي هم یوازې کندهار ته د ابراهیم کالن د سفر پخلی کړی دی.
په کابل کې دوو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالن پرون (سېشنبه د وږي ۲۴مه) کابل ته راغلی وو او د طالبانو له چارواکو سره تر لیدنو کتنو وروسته نن (چهارشنبه د وږي ۲۵مه) بېرته ترکیې ته ستون شوی دی.
طالبانو ویلي، کالن له خپل افغان سیال عبدالحق وثیق، د طالبانو د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو سره کتلي دي. نوموړي په دې کتنو کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، د امنیتي مسایلو او د سیمهییز امنیت او ثبات په اړه خبرې کړي او همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او دفاعي اړیکو د لا پیاوړتیا پر اهمیت هم ټینګار شوی دی.
خو د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو بیا ویلي، چې د دغه هېواد د استخباراتو ريیس ابراهیم کالن له پلازمېنې کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی دی. انادولو کندهار ته د کالن د سفر په اړه هېڅ جزییات نهدي ورکړي، چې ایا په کندهار کې یې د طالبانو له مشر هبتالله اخوندزاده سره لیدلي که څنګه.
له دې سره سم، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رييس هم کندهار ته د ابراهیم کالن د سفر پخلی کړی، خو نور یې جزییات نهدي ورکړي.
هغه ویلي، ترکیه د افغانستان په بهرني سیاست کې لوړ ځای لري او په وینا یې ترکیه په افغانستان او د سیمې په کچه د ثبات په راوستلو کې د پام وړ نقش او ارزښت لري.
تر دې مخکې هم کندهار ته بهرنیو پلاوو په خپلو سفرونو کې له ملاهبتالله سره پر لیدنې نهدي بریالي شوي او په خپله ملا هبتالله هم له بهرنیو پلاوو سره معمولا نهګوري.
ډېری بهرني پلاوي د کندهار لپاره د طالبانو والي ملا شیرین چې هبتالله ته له نږدې کسانو شمېرل کېږي ګوري او کېدای شي د هغه له لارې یاد پلاوي خپل پیغامونه ملا هبتالله ته ورسوي.
یادې ترکۍ رسنۍ د طالبانو حکومت او وزیرانو ته یې د سرپرست حکومت او سرپرست وزیرانو خطاب کړی او زیاته کړې یې ده، چې په دې کتنو کې د امنیت او استخباراتو په برخو کې د ترکیې او افغانستان ترمنځ د همکاریو لپاره پر احتمالي ګامونو خبرې شوي دي.
ابراهیم کالن د ۲۰۲۳ کال د جون په ۵مه د ترکیې د ملي استخباراتو د رییس په توګه وټاکل شو. هغه تر دې مخکې د دغه هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان د امنیت او بهرني سیاست ستر سلاکار وو.
کالن د افغانستان په تړاو له دې وړاندې هم په مهمو امنیتي او سیاسي هڅو کې ښکېل پاتې شوی او دا د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان ته د ترکیې د یوه لوړپوړي چارواکي لومړنی سفر دی.
د خاتمالنبیین خصوصي پوهنتون د امتیاز خاوند محمدجواد محسني وايي، د دغه پوهنتون د نږدې دوو لسیزو فعالیتونو وروسته یې د کار جواز د طالبانو د عدلیې وزارت تر فشارونو لاندې او د «مذهبي او نژادي» لاملونو له امله لغوه شوی دی.
هغه وايي، دا پرېکړه په کندهار کې د طالبانو د مشر د هغه حکم خلاف شوې چې د پوهنتون د بنسټايښودونکو د ملکیت د خوندي پاتې کېدو په اړه صادر شوی و.
محسني ویلي، له دې وروسته به د خاتمالنبیین پوهنتون خپل فعالیتونه په «انلاین» بڼه ترسره کوي.
محسني د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي په ۲۵مه، په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د عدلیې وزارت هغه ادعاوې، چې ګواکې د پوهنتون ځمکه غصب شوې، له کوم ګوند سره تړاو لري او نورې سرغړونې یې کړې دي، رد شوې دي.
د هغه په وینا، د عدلیې وزیر وروسته په یوه مکتوب کې له لوړو زده کړو وزارت څخه وغوښتل چې د پوهنتون فعالیتونه د «مذهب او نژاد» له امله ودروي.
محسني وايي، د لوړو زده کړو وزیر له دغو تورونو سره موافق نه و او موضوع یې د پرېکړې لپاره په کندهار کې د طالبانو مشرانو ته ولېږله.
د نوموړي په خبره، د طالبانو مشرانو په یوه حکم کې لارښوونه کړې وه چې د پوهنتون ملکیت دې د بنسټايښودونکو لپاره خوندي پاتې شي، خو د پوهنتون د ادارې لپاره دې د مشرانو نوې ډله وټاکل شي.
محسني زیاتوي چې د همدې حکم له څرګندې برخې سره په ټکر کې، د لوړو زده کړو وزارت ځینو کړیو د عدلیې وزیر تر فشار لاندې یوه یو اړخیزه طرحه وړاندې کړې ده.
د ده په وینا، په دې طرحه کې یوازې د نوي مشرتابه د ټاکلو خبره نه وه، بلکې ټاکل شویو کسانو ته د استادانو، مدیرانو او کارکوونکو د ګومارلو او ګوښه کولو واک، او همدارنګه د پوهنتون د اداري او مالي چارو د سمبالولو اختیار هم ورکول کېده.
هغه خبرداری ورکړی چې د دې طرحې عملي کېدو به د پوهنتون علمي او څېړنیز فعالیتونه او د استادانو، مدیرانو او نږدې درې زره محصلانو راتلونکی له خطر سره مخ کړی وای.
محسني ټینګار کړی چې خاتمالنبیین پوهنتون یوازې یوه شخصي شتمني نه ګڼي، بلکې هغه یې د افغانستان د علمي ټولنې، استادانو، کارکوونکو او محصلانو اړوند بنسټ بللی دی.
هغه وايي، له همدې امله یې د دغه بنسټ د برخلیک په اړه له هر ډول «شخصي معاملې» ډډه کړې ده.
د جواز د لغوه کېدو د اصلي لامل په اړه پوښتنه
محسني د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت او نورو څارونکو ادارو له پرلهپسې څارنو او ارزونو سره په اشاره وايي، که پوهنتون کومه بنسټیزه سرغړونه کړې وي، نو دا سرغړونې باید د رسمي پلټنو پر مهال موندل شوې او خلکو ته اعلان شوې وای.
هغه پوښتنه کړې چې که پوهنتون هېڅ سرغړونه نه وي کړې، نو د دغه بنسټ د فعالیت د درولو اصلي لامل څه دی؟
محسني د پوهنتون پر وړاندې ټول لګېدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د دې قضیې اړوند اسناد، رسمي مکتوبونه، جوازونه او نور شواهد به ډېر ژر د افغانستان خلکو او علمي ټولنې ته وړاندې کړي.
د هغه په وینا، خاتمالنبیین پوهنتون د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په ارزونه کې د اعتبار او علمي کیفیت د ساتنې په برخه کې تر ټولو لوړه نمره ترلاسه کړې وه.
هغه وايي، څو ورځې وړاندې د همدې وزارت د څارنې او ارزونې پلاوي هم د پوهنتون فعالیتونه ستایلي وو.
محسني اعلان کړی چې د خاتمالنبیین نړیوال انلاین پوهنتون به د نویو څانګو او زدهکړیزو پروګرامونو په وړاندې کولو سره خپل فعالیتونه پراخ کړي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت دریځ
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د کابل او غزني د خاتمالنبیین پوهنتون د څانګو د جواز لغوه کېدل تایید کړي دي.
دغه وزارت د جواز د لغوه کېدو لاملونه «د تګلارې نه عملي کول»، «د اسلامي ارزښتونو سپکاوی»، «د پوهنتون له نوم او اعتبار څخه ناسمه ګټه اخیستنه» او «د پوهنتوني اصولو خلاف کړنې» بللې دي.
د دغه وزارت ویاند ویلي چې د خاتمالنبیین پوهنتون محصلان کولای شي خپلې زدهکړې په نورو خصوصي پوهنتونونو کې دوام ورکړي.
خاتمالنبیین پوهنتون د هغې علمي او دیني ټولګې یوه برخه ده چې د افغانستان د شیعه روحاني او بانفوذه عالم محمدآصف محسني لهخوا په کابل کې د طالبانو د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته جوړه شوې وه.
محمدآصف محسني په کندهار کې زېږېدلی و او په نجف کې یې دیني زدهکړې کړې وې. هغه یوه موده د افغانستان د اسلامي حرکت مشر هم و.
نوموړي په ۱۳۸۴ لمریز کال کې د دغه ګوند له مشرۍ استعفا وکړه.
محسني په ۱۳۸۶ کال کې د خاتمالنبیین دیني مدرسه جوړه کړه او خاتمالنبیین پوهنتون هم په همدې کال کې بنسټ کېښودل شو.
د پوهنتون رسمي ښوونیز فعالیتونه د ۱۳۸۷ کال په پسرلي کې د لوړو زده کړو وزارت د جواز له ترلاسه کولو وروسته پیل شول.
تمدن ټلوېزیون هم د دې علمي او دیني ټولګې له اړوندو بنسټونو څخه و.
آیتالله محمدآصف محسني د ۱۳۹۸ لمریز کال په غبرګولي میاشت کې په کابل کې مړ شو او د خاتمالنبیین دیني مدرسې په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو.
له طالبانو سره د دې بنسټونو اختلاف
د خاتمالنبیین له ټولګې سره د طالبانو اختلافونه له ۱۴۰۳ کال راهیسې لا پسې زیات شوي دي.
د طالبانو د عدلیې وزارت ادعا کړې وه چې خاتمالنبیین دیني مدرسه، پوهنتون او تمدن ټلوېزیون له منع شوي اسلامي حرکت ګوند سره تړاو لري او پر دولتي غصب شوې ځمکه جوړ شوي دي.
د دې بنسټونو مسؤلینو د عدلیې وزارت دغه ادعاوې رد کړې دي.
هغوی ویلي چې محمدآصف محسني د دغو بنسټونو له جوړولو مخکې له ګونده استعفا کړې وه.
دوی همداراز ټینګار کړی چې د دیني مدرسې ځمکه د شرعي قبالې له مخې ورکړل شوې او د پوهنتون ودانۍ په کرایه نیول شوې ده.
په وروستیو اوونیو کې خاتمالنبیین دیني مدرسه او تمدن ټلوېزیون تړل شوي او یو شمېر استادان او دیني زدهکوونکي هم نیول شوي دي.
د راپورونو له مخې، له نیول شویو کسانو څخه ځینې وروسته بېرته خوشې شوي دي.
د خاتمالنبیین پوهنتون د فعالیت جواز لغوه کېدل د دې قضیې وروستۍ مرحله بلل کېږي.