په کورمه کې بمي چاودنې شپږ پاکستاني سرتېري وژلي

د پاکستان خيبرپښتونخوا ایالت د کورمې ولسوالۍ په چمکنۍ سیمه کې د سړک غاړې په یوه چاودنه کې لږ تر لږه شپږ پاکستاني سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د پاکستان خيبرپښتونخوا ایالت د کورمې ولسوالۍ په چمکنۍ سیمه کې د سړک غاړې په یوه چاودنه کې لږ تر لږه شپږ پاکستاني سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د کورمې پوليسو يوې سرچينې افغانستان انټرنشنل پښتو ته تاييد کړه، چې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ د وږي په ۲۶مه ناوخته د منځنۍ کورمې کې په پاړه چمکنۍ سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې تايید کړې، د ملېشه ځواک موټر باندې د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماين چاودنه شوې ده.
د پوليسو سرچينو د یادې پیښې په اړه نور جزییات نه دې ورکړي او کومې ډلې هم د یادې مسولیت نه منلی.

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د تیراه بېځایه شوي له اتو میاشتو راهیسې له سختو ستونزو سره مخ دي. قبایلي مشران او د بېځایه شویو استازو ویلي، چې د پاکستان حکومت د درېیو میاشتو په ترڅ کې د دوی د بېرته ستنېدو ژمنه کړې وه؛ خو تراوسه یې هېڅ عملي ګام نهدی پورته کړی.
څه باندې اته مياشتې کېږي، چې د خيبرپښتونخوا د خيبر ولسوالۍ د تيراه اوسېدونکي د پوځي عملیاتو له امله بېځایه شوي؛ خو د پاکستان حکومت د دوی د ستنېدو لپاره کوم رسمي مهالوېش نهدی اعلان کړی.
د تیراه دغه اغېزمن وايي، د روان کال په جنورۍ میاشت کې د پاکستان حکومت په امر د ژمي په سخت موسم کې زرګونه خلک له خپلو سیمو بېځایه شول او تر پراخو غبرګونونو وروسته هغه مهال یوه هوکړه هم لاسلیک شوه، چې پهکې له اغېزمنو سره په درېیو میاشتو کې خپلو سیمو ته د ستنېدو ژمنه شوې وه؛ خو دغه ژمنه لاهم یوازې د پاڼې پرمخ پاتې ده.
د تيراه قبايلي مشر نوروز خان اپريدي افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ويلي، چې حکومت يو وار بيا خپلو سیمو ته د تيرا د بېځایه شویو د ستنېدو لپاره د اکتوبر ۱۰مه نېټه ټاکلې ده. هغه زياته کړه، چې تر دې وړاندې هم په وار، وار د زيانمن شويو کسانو د بېرته ستنېدو ژمنې شوې وې.
هغه زياته کړه، چې په هوکړهلیک کې پر وخت د ټرانسپورټ د پيسو ورکړه، مياشتنۍ کرايې او داسې نورې غوښتنې منل شوې وې؛ خو له بده مرغه ګڼې دغه غوښتنې نهدي پوره شوې.
د تيراه اغېزمن د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره د تیراه د اغېزمنو په نوم يو غورځنګ هم جوړ کړی، چې له تېرو ۲۵۵ ورځو راهیسې یې د باړې پرېس کلب مخې ته احتجاجي پرلت وهلی.
د تیراه د اغېزمنو غورځنګ ویاند صحبت خان اپریدي افغانستان انټرنشنل ته وویل، بېځایه شویو خلکو د خپلو غوښتنو او باعزته ستنېدو لپاره پرلت پیل کړی؛ د تیرا اغېزمن شوي له بنسټیزو اسانتیاوو هم بېبرخې دي.
هغه زياته کړه، له يوې خوا اغېزمن کسان له خپلو کورونو تر اېستلو وروسته له سختو ستونزو سره مخ دي له بلې خوا د قربانيانو په نوم په بېلابېلو ډولونو د شخصي او يا سياسي موخو لپاره کار اخیستل کېږي چې له امله يې د بېځایه شویو کسانو د ستنېدو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي.
صحبت خان اپريدي وويل، صوبایي حکومت او انتظاميه دې د اغېزمنو خلکو د ستونزو د لاپراخولو پر ځاي عملي ګامونه پورته کړي. د هغه په وینا، قربانیان نور د بېباورۍ په حالت کې نهشي پاتې کېدی او حکومت باید د دوی بنسټیزو حقونو، باعزته ستنېدو او مالي مرستو ته لومړیتوب ورکړي.
بل پلو څو ورځې وړاندې د اپريديو ولسونو مشرانو او د بېلابېلو ادارو استازو له ځایي امنيتي ادارو سره لیدلي وو. په دغه ليدنه کې د تحريک ظفرين وياند صحبت خان اپريدي هم ګډون لاره.
هغه زياته کړه، چې د عملياتو له امله په تيراه کې ګڼ کورونه ويجاړ شوي او ځينې کورونه يې د سړکونو او امنيتي پوستو د جوړولو لپاره هم نړولي دي.
هغه وويل، اغېزمن شوي کسان د ژمي په سوړ موسم کې له خپلو کورونو وتلي وو چې د ځینو کسانو د مرګ ژوبلې لامل شوې وه او اوس داسې ښکاري چې د ستنېدو پلان هم ځنډول کېږي. هغه زياته کړه، که تر ژمي د دوی د بېرته ستنېدو چاره وځنډول شي؛ نو یو وار بيا د سر زیان اوښتو امکان شته.
د یادونې وړ ده، چې له تيراه نه د خلکو د بېځایه کېدو لړۍ د روان کال د جنورۍ په ۲۵مه نېټه پېل شوه او د خيبر پښتونخوا حکومت لهخوا د ټاکل شوي مهالوېش له مخې د اپرېل په مياشت کې د اغېزمنو خلکو د بېرته ستنېدو لړۍ د پیل اعلان شوی و.
په بلوچستان کې د افغان محصلانو مدافع وکیل سید نذیر اغا وايي، د بلوچستان سترې محکمې د هغه افغان محصلانو غوښتنه رد کړې چې غوښتل یې په پاکستان کې خپلو طبي زدهکړو ته دوام ورکړي.
سید نذیر اغا افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د پاکستان حکومت د افغان محصلانو د زدهکړو درولو په تړاو د ۲۰۲۶کال د جولای پر ۲۳مه او د سپټمبر پر لومړۍ نېټه دوه خبرتیاوې خپرې کړې وې.
د نوموړي په وینا، په دغه خبرتیاوو کې افغان محصلانو ته ویل شوي چې په پاکستان کې خپلې زدهکړې پای ته ورسوي او خپل هېواد ته ستانه شي. هغه وویل، د همدې پرېکړې پر وړاندې یې د بلوچستان سترې محکمې ته د طب ۲۱ افغان محصلانو په استازیتوب عریضه کړې وه چې پهکې ۱۰ تنه د لوړو زدهکړو او تخصص محصلان او ۱۱ نور د طب په بېلابېلو کلونو کې پر زدهکړو بوخت وو.
نذیر اغا وايي، دوی محکمې ته د پاکستان د اساسي قانون د څلورمې مادې په ګډون بېلابېل حقوقي دلایل وړاندې کړل او استدلال یې وکړ چې په پاکستان کې مېشت بهرني وګړي هم د قانون له مخې د زدهکړو، روغتیا او نورو بنسټیزو حقونو له خوندیتوب څخه برخمن دي.
خو د وکیل په وینا، د بلوچستان سترې محکمې د دوی عریضه رد کړه. نوموړي وویل، محکمې په خپله پرېکړه کې ټینګار کړی چې افغان محصلان باید د ویزې او پاسپورټ له قانوني شرایطو سره سم په پاکستان کې پاتې شي او خپلې زدهکړې بشپړې کړي.
سید نذیر اغا وايي، دوی محکمې ته څرګنده کړې چې د افغانستان او پاکستان د اړیکوترینګلتیا له امله افغان محصلانو ته د ویزو ورکړه له جدي ستونزو سره مخ ده او د ویزې شرط د دوی د زدهکړو د دوام پر وړاندې خنډ جوړوي.
هغه زیاته کړه، چې د افغان محصلانو د زدهکړو د دوام په تړاو د پاکستان په نورو محکمو کې هم ورته قضیې مطرح شوې او د ځینو محصلانو په اړه لنډمهاله حقوقي خوندیتوب ورکړل شوی دی.
د نوموړي په وینا، د بلوچستان سترې محکمې په ۲۰۲۵کال کې هم د افغان محصلانو په یوه قضیه کې د زدهکړو د دوام اجازه ورکړې وه؛ خو پر دې شرط چې محصلان معتبرې ویزې ولري.
هغه وویل، دوی به د بلوچستان سترې محکمې د وروستۍ پرېکړې پر وړاندې په اسلاماباد کې اړوندې محکمې ته د عریضې لپاره مراجعه وکړي.
د افغان طبي محصلانو اندېښنې
په کوټه کې د بلوچستان د طبي پوهنځیو یوشمېر افغان محصلان وايي، تراوسه ورته د پاکستان لهخوا د اېستلو په اړه رسمي لارښوونه نهده شوې؛ خو د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د وروستیو خبرتیاوو له امله د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي.
د کویټې په بولان طبي پوهنځي کې افغان محصل ډاکټر عمران خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، تر اوسه دوی ته له پوهنځي څخه د پاکستان پرېښودو په اړه کوم رسمي مکتوب نهدی رسېدلی.
هغه وویل، محصلانو د ویزو د غځولو لپاره د «بونافایډ» سند غوښتنه کړې وه؛ خو د پوهنځي د محصلانو چارو برخې ورته ویلي، چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا خبرتیا ورغلې او د یادې موضوع په اړه یې د بلوچستان د روغتیا له اړوندې ادارې څخه د لارښوونې غوښتنه کړې ده.
د عمران خان په وینا، پوهنځي ورته ویلي چې کله د روغتیا له اړوندې ادارې څخه ځواب ترلاسه شي، د افغان محصلانو په اړه به پرېکړه وکړي.
هغه وايي، په کوټه کې تراوسه د پنجاب په څېر هغه اقدامات نهدي شوي چې افغان محصلان له لیلیو یا پوهنتونونو څخه اېستل شوي وي؛ خو د طبي شورا د دوو خبرتیاوو له امله محصلان اندېښمن دي چې ښايي ورته اقدام په بلوچستان کې هم وشي.
ډاکټر عمران خان وویل، ځکه چې په بلوچستان کې طبي پوهنځي هم د پاکستان د طبي او غاښونو شورا تر څار لاندې دي؛ افغان محصلانو له مخکې د احتمالي ستونزې د مخنیوي لپاره موضوع محکمې ته وړاندې کړې وه.
د نوموړي په وینا، د دوی غوښتنه دا وه چې د طبي او غاښونو شورا د پرېکړې له عملي کېدو مخکې محصلانو ته حقوقي خوندیتوب ورکړل شي؛ خو د دوی غوښتنه ونه منل شوه.
عمران خان وايي، له دې سره، سره دوی لا هم هیله لري چې په لاهور او سند کې روانې قضیې به د افغان طبي محصلانو وضعیت روښانه کړي.
هغه زیاته کړه، ټاکل شوې چې په لاهور سترې محکمې کې د روانې جمعې په ورځ او په سند کې هم د سپټمبر پر ۲۹مه د وروستۍ پرېکړې په اړه د عریضو اورېدنه وشي. د هغه په وینا، که د پاکستان کومه ستره محکمه د طبي شورا خبرتیا وځنډوي یا یې ودروي؛ نو ښایي د یادې پرېکړې اغېز پر ټولو افغان طبي محصلانو پرېوځي.
ډاکټر عمران خان وویل، افغان محصلان اوس هڅه کوي مثبت فکر وساتي او هیله لري چې د محکمې پرېکړه به د دوی د زدهکړو د بشپړولو لارې ونه تړي.
له افغان محصلانو سره د پیوستون اعلان
بل لور ته، د پښتونخوا د محصلانو ټولنې مرکزي مشر سیفالله کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د بلوچستان سترې محکمې د افغان محصلانو په اړه پرېکړه غندي.
نوموړي وویل، د پاکستان حکومت او د بلوچستان سترې محکمې هغه پرېکړه په کلکو ټکو غندي چې له مخې یې په پاکستان کې د طب او غاښونو په برخه کې د افغان محصلانو اساسي عریضه رد شوې ده.
سیفالله کاکړ یاده پرېکړه ناسمه، ظالمانه او غیرانساني وبلله او ویې ویل، چې دغه پرېکړه د نړۍوال قانون، د بشري حقونو نړۍوالې اعلامیې او د زدهکړې له حق سره په ټکر کې ده.
هغه زیاته کړه، هغه افغان محصلان چې کلونه یې په پاکستان کې زدهکړې کړې، فیسونه یې ورکړي او د ډاکټرۍ په څېر مسلک ته د چمتو کېدو لپاره یې وخت او پیسې لګولې؛ په نیمایي کې له زدهکړو اېستل د ظلم تر ټولو لوړه کچه ده.
کاکړ وویل، دغه پرېکړه د انساني ارزښتونو ضد ده او زیاته یې کړه که څه هم محکمې ویلي چې له افغان محصلانو سره باید د انساني کرامت له مخې چلند وشي؛ خو د هغوی د زدهکړو او راتلونکي لهمنځه وړل له دغه اصل سره په ټکر کې ده.
نوموړي د کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو اصولو او د بشري حقونو نړۍوالو معیارونو ته په اشارې وویل، چې هېڅ دولت باید د زدهکړې حق د سیاسي تګلارو قرباني نه کړي. سیفالله کاکړ د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا لارښوونې بېرته واخلي او افغان محصلانو ته اجازه ورکړي چې خپلې زدهکړې او عملي دوره بشپړه کړي.
هغه د طالبانو له سفارت او نړۍوالو بشري حقونو سازمانونو هم غوښتي، چې د افغان طبي محصلانو د ستونزې په اړه خپل غږ پورته کړي. کاکړ له ټولو ډیموکراتو او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي، چې د افغان محصلانو د زدهکړو د حق د ملاتړ لپاره غږ پورته کړي.
پاکستان کې افغان طبي محصلین وايي، د ثبت او اسنادو د ستونزې له امله یې د زدهکړو د دوام په اړه اندېښنې زیاتې شوي او چارواکو ځینو ته سپارښتنه کړې چې خپلې ستونزې له رسنیو سره شریکې نه کړي. بل لورته محکمې د یو شمېر محصلینو د زدهکړو د دوام لپاره لنډمهاله حقوقي خوندیتوب ورکړی دی.
د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې یو شمېر افغان طبي محصلین، چې ځینې یې د زدهکړو وروستیو کلونو ته رسېدلي، وايي د ثبت او اسنادو د لانجې له امله یې د څو کلونو زدهکړې له ګواښ سره مخ دي.
دوی وايي، پاکستان ته یې د تحصیلي بورسونو له لارې د راتلو لپاره ازموینې ورکړې، پوهنتونونو کې شامل شوي او تر وروستیو کلونو پورې یې زدهکړې په عادي ډول کړې دي، خو اوس د پاکستان د طبي او غاښونو شورا له لوري د ثبت موضوع راپورته شوې او د دوی د زدهکړو د راتلونکي په اړه یې جدي اندېښنې پیدا کړې دي.
په لاهور کې یوې افغان محصلې، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم نه دی ښودل شوی، افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل چې دوی ته د خپلو ستونزو د رسنیو سره د نه شریکولو په اړه هم پیغامونه ورکړل شوي دي.
نوموړې وویل: «موږ ته میسجونه راغلي چې موږ باید له رسنیو سره خپل موضوعات شریک نکړو.»
هغې وویل، د لاهور د محکمې له حکم وروسته د دوی په اړه «یو څه غلط فهمي» رامنځته شوې، ځکه د هغې په وینا، د محصلینو اصلي ستونزه لا نه ده حل شوې او یوازې یوه اوونۍ وخت ورکړل شوی دی.
نوموړې وویل، دوی ته ویل شوي چې د پاکستان له طبي او غاښونو شورا سره ثبت شوي نه دي، خو د هغې په باور دا موضوع د پاکستان د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ ستونزه ده.
نوموړې وایي: «دوی په ځای د دې چې خپل منځ کې سره همغږي شي، موږ ته یې سرخوږی جوړ کړی. د پاکستان حکومت دې له موږ سره د نورو بهرنیو زدهکوونکو غوندې برخورد وکړي.»
هغې وویل، افغان محصلین د پاکستان بورسونو ته له غوښتنلیک او ازموینې وروسته دغه هېواد ته راغلي دي.
یاده محصله زیاتوي: «موږ د پاکستان بورسونو ته اپلای کړې، امتحان مو ورکړی، دوی راوستي یو؛ نو څنګه ممکنه ده چې د درس په منځ کې، یا په وروستیو کې چې زدهکوونکي فارغېږي، موږ د دې ډول ستونزو سره مخ شو؟»
د زدهکړو د درېدلو او له پاکستان څخه د وتلو ګواښ
د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې افغان زده کړیالان اندېښه لري چې افغانستان ته په ستنېدو به یې د کلونو زدهکړې او خواري له منځه ولاړه شي.
د سند په ډاو پوهنتون یوې افغان محصلې، چې د امنیتي دلایلو له امله یې مستعار نوم «ډاکټره فاطمه» ښودل شوی، وویل چې تر اوسه له لیلیې نه دي ایستل شوي، خو ورته سپارښتنه شوې چې یا ځانونه د پاکستان له طبي او غاښونو شورا سره ثبت کړي او یا له پاکستانه ووځي.
نوموړې وايي، د دوی زدهکړې د پای پړاو ته رسېدلې او په همدې وخت کې د دې ډول پرېکړې مطرح کېدل د افغان نجونو لپاره په ځانګړي ډول خواشینوونکي دي.
نوموړې وایي: «زموږ زدهکړې نورې اخیر دي او په دې وخت کې داسې پرېکړه له افغان نجونو سره ناانصافي ده.»
د هغې په وینا، که افغان محصلین افغانستان ته ستانه شي، د کلونو هڅې به یې بېګټې شي.
فاطمه زیاتوي: «زموږ خواري افغانستان ته په ګرځېدو له منځه ځي. په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو بندیز دی او که زموږ زدهکړې بشپړې نه شي، نو ټوله خواري مو له منځه ځي.»
د پښتونخوا د خیبر د غاښونو طب پوهنځي یوه افغان محصله، چې د زدهکړو په وروستیو کلونو کې ده، هم د امنیتي دلایلو له امله له نوم ښودلو پرته وايي، د ثبت موضوع باید د محصلینو پر ځای د پوهنتونونو او اړوندو ادارو مسولیت وای.
نوموړې وویل: «د پاکستان حکومت افغان محصلینو ته بهانه جوړه کړې. دوی وایي چې د پاکستان له طبي شورا سره باید موږ راجسټر شو. دا کار اصلاً زموږ نه دی، دا د پوهنتون او د یاد وزارت دی.»
هغې وویل، که محصلین د ثبت لپاره شورا ته مراجعه هم وکړي، د ویزې ستونزه ورسره مخ ده.
نوموړې وایي: «فرض کړه موږ د پاکستان طبي شورا ته د ثبت لپاره لاړو؛ اول خو پاکستان افغانانو ته ویزه نه ورکوي. که موږ ورته ووایو چې غواړو راجسټر شو، نو دوی به معتبره ویزه غواړي، له کومه یې کړو؟»
نوموړې وايي، د لاهور د محکمې حکم د خیبر پښتونخوا د محصلینو وضعیت نه دی روښانه کړی او دوی لا هم د نامعلوم برخلیک په حالت کې دي.
یاده زدکړیاله وایي: «موږ تر اوسه په ځوړند حالت کې یو او هره شېبه زموږ د ویستلو پرېکړه کېدای شي. د افغان محصلینو غم باید وخوړل شي.»
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په پنجاب کې شاوخوا ۵۰ افغان نجونې، په سند کې شاوخوا ۴۰ او په خیبر پښتونخوا کې هم یو شمېر افغان نجونې په طبي او نورو زدهکړو بوختې دي.
په طبي برخه کې ۱۴ افغان محصلینو خپلې زدهکړې بشپړې کړي، اته نور تمه ده راتلونکی کال فارغ شي، او د نورو ۱۷۶ محصلینو د ثبت او اسنادو د ارزونې بهیر روان بلل شوی دی.
رسنیو د سپټمبر په ۹مه راپور ورکړی چې یوازې په لاهور کې په دوو طبي پوهنتونونو کې ۴۳ افغان محصلینو ته د وتلو لارښوونه شوې وه چې ۲۶ یې ښځې وې.
د دغه راپور له مخې، په کینګ اډوارډ طبي پوهنتون کې ۲۲ افغان محصلین وو چې پنځه یې ښځې وې، او په فاطمه جناح طبي پوهنتون کې ۲۱ افغان ښځینه محصلینو ته د وتلو د چارو د بشپړولو لارښوونه شوې وه.
د بشري حقونو د څار سازمان بیا ویلي چې کینګ اډوارډ پوهنتون ۲۰ افغان طبي محصلین د وتلو لپاره بللي وو چې څلور یې ښځې وې. دا شمېر د پاکستان د ټولو افغان طبي محصلینو عمومي شمېر نه، بلکې د یوه مشخص پوهنتون د یوې قضیې اړوند دی.
د محکمو لنډمهاله حکمونه د افغان محصلینو د زدهکړو دوام تضمینوي
د لاهور او سند محکمې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا لارښوونې تر راتلونکو اورېدنو پورې ځنډوي.
د افغان محصلینو د حقوقي هڅو په پایله کې، لاهور او سند عالي محکمو د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د اړوندو لارښوونو د عملي کېدو په اړه موقتي حکمونه صادر کړي دي.
د لاهور عالي محکمې د راولپنډۍ څانګې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د ۲۰۲۶ کال د جولای ۳۱مې او سپټمبر لومړۍ نېټې لارښوونې تر راتلونکې اورېدنې پورې ځنډولې دي.
د محکمې له حکم سره سم، په عریضه کې شامل افغان محصلین کولای شي خپلو ټولګیو ته حاضر شي، خپلې طبي زدهکړې او علمي فعالیتونو ته دوام ورکړي او په لیلیو کې پاتې شي.
د سپټمبر په ۱۰مه د ۱۴ افغان طبي محصلینو له خوا، چې اته یې ښځې وې، لاهور عالي محکمې ته هم عریضه وړاندې شوې وه.
په سند کې بیا د سپټمبر په ۱۴مه د افغان طبي محصلینو په تړاو د دوو جلا عریضو اورېدنه شوې ده.
لومړۍ عریضه وکیل جبران ناصر د ډاو پوهنتون د روغتیايي علومو د درېیو افغان محصلینو په استازیتوب وړاندې کړې وه. محکمې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا اړوندې خبرتیاوې د دغو محصلینو په اړه تر سپټمبر ۲۹مې پورې ځنډولې دي.
دویمه عریضه وکیل افتخار احمد شاه د ۲۹ کسانو په استازیتوب وړاندې کړې وه چې د ډاو پوهنتون د روغتیايي علومو د طب او غاښونو پوهنځیو او د جناح سند طبي پوهنتون محصلین هم پکې شامل دي.
د دغو محصلینو په قضیه کې هم دپاکستان طبي او غاښونو شورااړوندې خبرتیاوې تر سپټمبر ۲۹مې پورې ځنډول شوې دي.
د وکیل جبران ناصر په وینا، چې په ایکس یې خپره کړې، د محکمې حکم هغه لارښوونې هم تر بلې پرېکړې پورې ځنډوي چې له مخې یې باید د هغو افغان محصلینو نوملیکنه لغوه شوې وای چې د تحصیلي بورسونو له لارې پاکستان ته بلل شوي او اوس د ډاو پوهنتون د روغتیايي علومو په برخه کې د طب د وروستي کال زدهکړې کوي.
د افغان محصلینو لپاره د حقوقي مبارزې پراخېدو غوښتنه
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړي زکیم خان وزیر ویلي چې د پيټياېم اسلاماباد وکیلانو د افغان طبي محصلینو پر وړاندې دپاکستان طبي او غاښونو شوراد پرېکړې پر ضد د لاهور عالي محکمې د راولپنډۍ څانګې ته عریضه وړاندې کړې ده.
هغه ویلي، د اسلاماباد د فدرال طبي کالج د افغان محصلینو لپاره به هم ورته عریضه ثبت شي.
وزیر په خپله څرګندونه کې ویلي: «زدهکړه حق دی. عدالت حق دی. د افغان محصلینو راتلونکی باید د تبعیض قرباني نه شي.»
دپاکستان طبي شورا او اسلاماباد متضاد دریځونه د ثبت لانجه لا پېچلې کوي
د پاکستان د طبي او غاښونو شورا وايي چې پر افغان محصلینو یې د تابعیت پر بنسټ عمومي بندیز نه دی لګولی او موضوع د ثبت او اسنادو له شرایطو سره تړاو لري.
د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، شورا ویلي چې له څه باندې ۲۰۰ افغان طبي محصلینو څخه د ۲۲ کسانو ثبت تایید شوی او د ۱۷۶ نورو د اسنادو د تایید بهیر روان دی.
محصلین بیا وايي، د ثبت ستونزه د پوهنتونونو او اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ موضوع ده او دوی باید د خپلو زدهکړو په وروستیو کلونو کې د داسې اداري ستونزې له امله له زدهکړو بېبرخې نه شي.
د پاکستاني چارواکو او رسنیو د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۷ زره افغان محصلین په پاکستان کې په پوهنتونونو او مسلکي کالجونو کې زدهکړې کوي، خو د ښځینه محصلینو د دقیق شمېر په اړه تازه رسمي احصایه نه ده خپره شوې.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: قانوني اسناد لرونکي افغان محصلین پاتې کېدای شي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان د تېرې پنجشنبې په ورځ په خپله لومړۍ اوونیزه خبري غونډه کې وویل چې هغه افغان محصلین چې قانوني اسناد لري، کولای شي په پاکستان کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
نوموړي وویل، تر اوسه داسې پرېکړه نه ده شوې چې ټول افغان محصلین دې بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي.
سجاد حیدر خان وویل: «هغه افغان محصلین چې قانوني ویزې لري، کولای شي په پاکستان کې پاتې شي.»
د بهرنیو چارو وزارت دا دریځ دپاکستان طبي او غاښونو شوراد ثبت له موضوع سره په داسې حال کې مطرح کېږي چې یو شمېر افغان طبي محصلین وايي، دوی د زدهکړو په منځ یا د فراغت په درشل کې له داسې ستونزې سره مخ شوي چې د دوی د راتلونکي په اړه یې جدي اندېښنې پیدا کړې دي.
په دې توګه د افغان طبي محصلینو د قضیې اصلي اختلاف د درېیو موضوعاتو پر محور راڅرخي: دپاکستان طبي او غاښونو شوراد ثبت او اسنادو غوښتنې، د محصلینو د زدهکړو د دوام حق او د پاکستان د حکومت د قانوني ویزو لرونکو افغان محصلینو په اړه رسمي دریځ.
که څه هم لاهور او سند عالي محکمو تر اوسه د اړوندو محصلینو لپاره موقتي حقوقي خوندیتوب برابر کړی، خو د محصلینو په وینا د دوی اساسي ستونزه لا نه ده حل شوې او د قضیې وروستۍ پرېکړې ته سترګې په لار دي.
د سویلي وزیرستان په ځینو سیمو کې د نجونو ښوونځیو ته د تړل کېدو ګواښونو او پر ځینو ښوونیزو مرکزونو د بریدونو له امله د زرګونو نجونو د زدهکړو بهیر اغېزمن شوی. چارواکي وايي، که دا خراب امنیتي وضعیت همداسې دوام وکړي نو د ۱۰ زرو څخه د ډېرو زدهکوونکو پر زدهکړو به اغېز وکړي.
د رسمي شمېرو له مخې په سویلي وزیرستان لوېر کې ۱۸۴ دولتي او له ۱۸ ډېر خصوصي د نجونو ښوونځي شته چې زرګونه زدهکوونکې پکې زدهکړې کوي.
د سویلي وزیرستان لوېر مرستیال کمېشنر مسرت زمان افغانستان انټرنیشنل - پښتو ته تایید کړې چې د ولسوالۍ په ځینو سیمو کې ناپېژاندو وسله والو د نجونو ښوونځیو ګواښونه کړي دي.
د نوموړي په وینا، په اغېزمنو ښوونځیو کې لومړني، منځني او لېسې شاملې دي. هغه وویل چې د وضعیت د ارزولو او ښوونځیو ته د خوندي چاپېریال د برابرولو لپاره له اړوندو ادارو سره اړیکې روانې دي.
مسرت زمان زیاته کړه چې د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره د ولسوالۍ د استخباراتي او امنیتي کمېټې غونډه هم رابلل شوې ده. په دې غونډه کې به د ښوونځیو پر امنیت د زدهکړو د بیا پیل او د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د اقداماتو په اړه بحث وشي.
د سویلي وزیرستان پولیسو مرستیال مشر نادر وزیر افغانستان انټرنیشنل - پښتو ته ویلي چې د برمل، واڼا او توی خولې په ځینو سیمو کې د نجونو ښوونځیو ته د ګواښونو ورکړل شوي دي.
نوموړي وویل چې تر اوسه د هېڅ کومې ډلې له خوا په رسمي ډول نه لیکلی او نه ویډیويي بیان خپور شوی او مسؤلیت په رسمي ډول چا نه دی منلی او د هېڅ ښوونځي ادارې هم رسمي شکایت نه دی ثبت کړی.
بلخوا، د واڼا په ځینو سیمو کې د شپې له خوا ښوونیزو مرکزونو ته د چاودېدونکو توکو له لارې د زیان رسولو پېښې هم ثبت شوې دي. په اغېزمنو ښوونځیو کې د اعظم ورسک دولتي لېسه او د جنان کوټ دولتي د نجونو لېسه هم شامل دي.
د جنان کوټ د نجونو لېسې زدهکوونکې اقصی وزیر افغانستان انټرنیشنل - پښتو ته ویلي چې د وروستۍ چاودنې له امله د ښوونځي ودانۍ زیانمنه شوې او د څه باندې ۴۰۰ زدهکوونکو پر زدهکړو یې اغېز کړی دی.
اقصی وزیر چې د لسم ټولګي ازموینه یې ورکړې غواړي خپلو لوړو زدهکړو ته دوام ورکړي خو په سیمه کې د نجونو لپاره د لوړو زدهکړو فرصتونه محدود دي او امنیتي وضعیت د زدهکوونکو او د هغوی د کورنیو لپاره جدي اندېښنه ده.
نوموړې وايي; که په سیمه کې ښوونیز مرکزونه فعال نه شي زدهکوونکې به اړې شي چې د زدهکړو د دوام لپاره ډیره اسماعیل خان او نورو ښارونو ته ولاړې شي.
د زدهکوونکې اقصی وزیر پلار عظمت الله وزیر افغانستان انټرنیشنل - پښتو ته ویلي چې د خپلو لوڼو د زدهکړو ترڅنګ د هغوی امنیت هم د کورنیو لپاره تر ټولو لویه اندېښنه ده.
هغه وویل، کورنۍ غواړي لوڼې یې زدهکړې وکړي او د خپل راتلونکي په اړه خپله پرېکړه وکړي خو که ښوونځي تړلي وي او امنیتي وضعیت ښه نه شي نو د ماشومانو هره ورځ ښوونځي ته لېږل به د مور او پلار لپاره ستونزمن شي.
عظمت الله وزیر زیاته کړه چې د سیمې عادي کورنیو ته په لرې پرتو ښارونو کې د خپلو لوڼو د زدهکړو زمینه برابرول اسانه نه دي ځکه د استوګنې، سفر او نورو لګښتونو توان نه لري.
نوموړي وویل؛ د ښوونځي تړل کېدل یوازې د یوې ودانۍ تړل کېدل نه دي بلکې د یوې ټول نسل د زدهکړو او راتلونکي د اغېزمنېدو معنا لري.
ځايي ټولنیز فعالان وايي چې په سویلي وزیرستان کې د نجونو زدهکړې له وړاندې هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د ښوونځیو کموالی، د ښوونکو نشتوالی، اوږده واټنونه، امنیتي اندېښنې او د لوړو زدهکړو د مرکزونو محدود شمېر هغه ستونزې دي چې د نجونو د زدهکړو پر وړاندې خنډونه جوړوي.
د روښانه راتلونکي په نوم خیریه بنسټ مشره ګل نساء وزیرې غوښتنه کړې چې زیانمن شوي د نجونو ښوونځي دې ژر بېرته ورغول شي او د زدهکوونکو د زدهکړو لړۍ دې په هېڅ صورت ونه درول شي.
نوموړې وايي چې حکومت باید یوازې د ښوونځیو د ودانیو پر بیارغونه بسنه ونه کړي بلکې د نجونو لپاره د خوندي ښوونیز چاپېریال د ښوونکو د شتون او دوامدارې څارنې لپاره هم عملي پلان جوړ کړي.
د هغې په وینا؛ که اوسنی وضعیت دوام وکړي تر ټولو ډېر زیان به هغو نجونو ته ورسېږي چې له وړاندې د زدهکړو له محدودو فرصتونو سره مخ دي.
ګل نساء وزیره وايي چې په ځانګړې توګه د لېسې او لسم ټولګي په کچه د زدهکړو اغېزمنېدل به د نجونو لوړو زدهکړو ته لاسرسی نور هم محدود کړي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي د افغانستان او عراق په اړه د امریکا او اروپا پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې لوېدیځ هېوادونو د خپلو ملي ګټو له امله په افغانستان او عراق کې د جګړو پرمهال د مېلیونونه انسانانو وژلو ته زمینه برابره کړه.
اڅکزي د سردار عطاءالله خان مېنګل د تلین په مراسمو کې د وینا پرمهال وویل، نړۍوال قدرتونه هغه مهال د بشري حقونو خبرې کوي چې د دوی ملي ګټې له ګواښ سره مخ نهوي؛ خو د خپلو ګټو له امله د نورو هېوادونو خلکو ته د درنو بشري زیانونو پروا نهکوي.
هغه د پاکستان د اوسني وضعیت په اړه خبرداری ورکړ، چې دغه هېواد د «ماتېدو او جوړېدو» پر دوهلارې ولاړ دی او که سیاسي مشرتابه له عقل او سیاسي تدبیر کار وانخلي؛ د هېواد د ماتېدو ګواښ زیاتېدای شي.
اڅکزي وویل، پاکستان د خپل تاریخ په یوه حساس پړاو کې دی او سیاسي ګوندونه باید خپله ګډه سیاسي پوهه وکاروي او داسې لاره غوره کړي چې هېواد د جوړېدو او پرمختګ پر لور ولاړ شي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې په پاکستان کې باید د اساسي قانون واکمني ټینګه شي، پوځ باید له سیاست څخه ووځي او پارلمان باید د واک اصلي سرچینه وي. هغه وویل، پښتانه، بلوڅان، سندیان او پنجابيان باید د خپلو سیمو د طبیعي سرچینو او شتمنیو د حقونو خاوندان وبلل شي.
اڅکزي له سیاسي ګوندونو وپوښتل، که جنرالان د خپلو سیاسي او قانوني ستونزو د حل لپاره له پارلمانه کار اخلي؛ نو سیاسي ګوندونه ولې په پارلمان کې داسې پرېکړه نهشي کولای چې په هېواد کې به اساسي قانون حاکم وي او پوځ به په سیاست کې لاسوهنه نهکوي.
اڅکزي پر ښوونیزو ادارو د سیاسي فعالیتونو د محدودېدو په اړه هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې له یوې خوا په پوهنتونونو کې د محصلینو پر ټولنو او سیاسي فعالیتونو بندیزونه لګېږي؛ خو له بلې خوا پوځي مرکزونه پوهنتونونو ته محصلین وربولي او د سیاست په اړه ورته ویناوې کوي.
هغه د سند په اړه وویل، چې په کراچۍ او د سند په نورو برخو کې مېشت پښتانه د دغه ایالت د اقتصاد او پرمختګ برخه دي او د کراچۍ په جوړولو کې یې ونډه اخیستې ده. اڅکزي له سند ایالتي حکومت وغوښتل، چې له پښتنو سره له فشار او زنداني کولو ډډه وکړي او د هغوی سیاسي او مدني حقونو ته درناوی وکړي.
نوموړي د سویلي پښتونخوا ایالت د جوړېدو په اړه وویل، که دغه موضوع د بلوچستان د وېشلو لپاره د کومې دسیسې په توګه مطرح کېږي پښتانه یې نه غواړي؛ خو په هر ډول حل کې باید د بلوڅانو حقونه هم خوندي وي.
اڅکزي وویل، د پښتنو او بلوڅانو ترمنځ باید د برابرۍ او متقابل درناوي اصل مراعات شي. هغه د پښتنو د سیاسي وضعیت په اړه وویل، چې پښتانه «مړه نهدي؛ بلکې ویده دي» او که د پښتنو، بلوڅانو او سندیانو مشران ګډ غږ پورته کړي، نو پښتانه به بېرته سیاسي فعالیت ته راوګرځي.