په دې موده کې زرګونه نجونې له ښوونځیو پاتې شوې، د زدهکړو او کار حق یې له لاسه ورکړ او د ځینو لپاره د ښوونځي پر ځای د واده دروازه پرانیستل شوه. د نجونو د ژوند بدل شوي مسیرونه او د پنځه کلن بندیز اغېزې لاهم د هغوی د راتلونکي په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.
د کندهار اوسېدونکې معصومه «مستعار نوم» د زرغونې انا لېسې د یوولسم ټولګي زدهکوونکې وه، چې له زدهکړو منع شوه او بیا اجازه ورنه کړل شوه چې په خصوصي توګه هم زدهکړې وکړي. هغه نهيلې شوه او بالااخر یې کورنۍ هغه واده کړه. معصومې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل: «هیله مې لرله چې ډاکټره شم؛ خو کله چې له زدهکړو راوګرځول شوم دوه کاله وروسته مې کورنۍ زما د واده نیت وکړ. په ښوونځي کې ترټولو تکړه وم، له لومړنیو ټولګیو څخه اول او دویم نمره وم، که چېرې له زدهکړو نه وای بېبرخې شوې، باوري یم چې اوس به د طب پوهنځي په وروستیو سمسټرونو کې وای».
معصومه وايي، کورنۍ یې دومره امکانات نهلرل چې هغه بل هېواد ته د زدهکړو لپاره واستوي. هغې زیاته کړه: «اوس واده شوې یم او د زده کړو سره تړلې ټولې هیلې مې اوبو وړې دي؛ ځکه راتلونکي ته هېڅ هیله نهلرم».
ډېرې هغه نجونې چې پنځه کاله وړاندې د اتم، نهم یا هم دولسم ټولګي زدهکوونکې وې، نن باید د پوهنتون په ټولګیو یا هم د لوړو زدهکړو په وروستي پړاو کې وای؛ خو د زدهکړو پرځای له یوه اوږد انتظار سره مخامخ دي.
د معصومې په څېر زرګونه نورو نجونو هم خپلې هیلې بایللې دي؛ خو ځینې لاهم په دې تمه دي چې ګوندې یو ځل بیا ښوونځیو ته ولاړې شي. کندهار کې د پوهنې ریاست د پخوانیو شمېرو له مخې، په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې یوازې په دولتي ښوونځیو کې له اووم تر دولسم ټولګي پورې نږدې ۱۵زره نجونو زدهکړې کولې.
تر ۲۰۲۲کال وروسته بیا تر ننه پورې په کندهار ښار او نږدې ولسوالیو کې سلګونه هغه نجونې هم له پنځم او شپږم ټولګیو منع شوې، چې عمرونه یې کم خو په ونه لوړې وې. ۱۲کلنه عایشه چې د پنځم ټولګي زدهکوونکې وه وايي، سږ کال شپږم ټولګي ته تلله خو له زدهکړو منع شوه.
هغه وایي: «سږ کال شپږم ټولګي ته تللم؛ خو له زدهکړو منع شوم، ځکه راته وویل شول چې عمر مې زیات دی او باید نور ښوونځي ته ولاړه نه شم. امربالمعروف والا به هر وخت راتلل او ویل به یې چې غټې نجونې دې نه راځي».
له ښوونځي پاتې کېدل نجونې له نورو ټولنیزو ستونزو سره هم مخامخ کړې دي. یونېسف وايي، چې له زدهکړو محرومې نجونې د ماشومانو د کار، کمعمره واده، ناوړه ګټې اخیستنې او تاوتریخوالي له لوړو ګواښونو سره مخ کېدای شي.
له زدهکړو بېبرخې افغان نجونې دغه بندیز یوازې د یوه ښوونځي د دروازې تړل نه؛ بلکې د زرګونه نجونو د راتلونکي، مسلک او هیلو سره تړلی یادوي. د یونېسف د ۲۰۲۶کال د تحلیل له مخې، که اوسني محدودیتونه همداسې دوام وکړي؛ نو افغانستان به تر ۲۰۳۰کال پورې د ۲۰زره ښځینه ښوونکو او ۵۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکو د لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ شي.
افغانستان لاهم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې نجونې او ښځې پهکې له منځنیو او لوړو زدهکړو بېبرخې شوې دي. په افغانستان کې واکمن طالبان د نجونو پر زدهکړو تر بندیزونو وروسته د زیات شمېر نیوکو، اندېښنو، نړۍوالو سپارښتونو او د نړۍ له جدي خبرداري سره مخ شوي او له دغه ډلې په وار، وار غوښتل شوي، چې د نجونو پر زدهکړو لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي.
خو طالبان د هیڅ کس، ټولنې، سازمان او هېوادونو دغه ډول اندېښنو ته مثبت جواب نهدی ویلی او «امرثاني» پورې دغه اعلان شوی بندیز نن پنځه کلن شو. لاهم روښانه نهده، چې طالبان به د نجونو پر زدهکړو بندیزونو ته تر کومه دوام ورکړي.
د زده کړو بندیز ته غبرګونونه
یوشمېر سیاستوالو، فعالانو، افغان مېرمنو، سازمانونو او ګڼو هېوادونو د نجونو پر زدهکړو د طالبانو بندیزونو ته غبرګونونه ښودلي او له یادې ډلې یې غوښتي، چې لګول شوي محدودیتونه لرې کړي او افغان نجونو ته د زدهکړو اجازه ورکړي.
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه چې د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵کال (د وږي په ۲۵مه) په نیویارک کې جوړه شوه هم یوه برخه یې د نجونو د زدهکړو پر بندیزونو متمرکزه وه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی رېچارډ بېنېټ وايي، افغانستان لا هم د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نیمایي نفوس یې له منځنیو او لوړو زدهکړو بېبرخې دی.
هغه ویلي، د دغه وضعیت اغېزې یوازې پر نجونو نه بلکې د افغانستان پر اوسني او راتلونکي حالت هم دي او د نجونو پر رواني روغتیا یې هم اغېز کړی دی. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي، په افغانستان کې د ښځو پر کار او د نجونو پر زدهکړو بندیزونه «د زغملو وړ نهدي».
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق (یونېسف) په یوه پیغام کې په افغانستان کې د خپل دفتر د چارواکي ډانیل ټیمه په حواله ویلي، چې په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو اوسنی وضعیت «زړه بوږنوونکی» دی او دغه اداره د وضعیت د ښه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د بښنې نړۍوال سازمان د طالبانو لهخوا د نجونو پر زدهکړو د بندیز د پنځمې کلیزې سره هممهاله د ګډ غږ په پورته کولو سره د عمومي پیوستون او له نړۍوالې ټولنې د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده؛ تر څو پر طالبانو فشار راوړي، چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز د امنیت شورا په غونډه کې پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې ویلي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدهکړو بندیز پنځم کال ته داخل شوی دی. د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان ښځو پر کار محدودیتونو د بشري مرستو بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د پاناما استازي د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې د ښځو د زدهکړو، کار او ټولنیز مشارکت حقونه د افغانستان د خلکو له هویت، کلتور یا دین سره په ټکر کې نهشي راتلای. نوموړي د اسلامي همکاریو سازمان دریځ ته په اشارې ویلي، چې دغه سازمان د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه له اسلامي ارزښتونو سره ناسازګاره بللي او د ښځو او نجونو د زدهکړو، کار او په ټولنه کې د حضور پر وړاندې یې د خنډونو لرې کولو غوښتنه کړې ده.
د سولې د نوبل جايزه ګټونکې ملالې يوسفزۍ بنسټ ويلي، چې پر زدهکړو د طالبانو د بندیز لګولو پرمهال په ټولګیو کې ناستې نجونې اوس شل کلنۍ ته رسېدلې دي؛ خو د دغه محدودیتونو له امله تراوسه هیڅوک ځواب ورکولو ته نهدی اړ اېستل شوی.
ګڼو نورو هېوادونو هم په دې اړه غبرګونونه ښودلي او د پر زدهکړو د طالبانو بندیزونه یې غندلي دي.