حمدالله محب په خپل کتاب کې د جمهوریت د سقوط په اړه خپل روایت وړاندې کړی، داسې روایت چې په کابل کې سیاسي اختلافونو، د دولتي ادارو کمزورۍ او فساد، د سیاسي څېرو سیالیو، د زلمي خلیلزاد رول او په پای کې د حکومت وروستیو ورځو او د اشرف غني وتلو ته پکې کتنه شوې ده.
دا کتاب په حقیقت کې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د کړنو او سیاستونو دفاعیه ده، هغه څوک چې محب د حکومت په وروستیو ورځو کې ورسره له افغانستان ووت.
حمدالله محب د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني داسې سیاستوال معرفي کوي چې د ادارو پر جوړولو، له فساد او خپلوي پالنې سره پر مبارزې حکومتولۍ پر اصلاح یې باور درلود. د هغه په روایت، د غني له مهمو موخو څخه یوه دا وه چې «واک د جنګسالارانو له منګولو وژغوري».
محب د افغانستان د یو شمېر نورو سیاستوالو، چې ډېری یې د غني سیاسي سیالان وو، په اړه یې په څرګندو ټکو یې د هغوی پر رول او کړنو نیوکه کړې ده.
دا کتاب د جمهوریت د سقوط د جریان ترڅنګ، په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د محب د ژوند له کلونو او په انګلستان کې له زدهکړو رانیولې، سیاست ته د هغه تر ورداخلېدو پورې بېلابېلې برخې رانغاړي
محب لیکلي، چې دی د «هغه ډول دیموکراسۍ» پر باور سیاست ته داخل شو چې اشرف غني یې ژمنه کړې وه او لا هم پر همدې باور دی.
د کتاب له مهمو موضوعاتو څخه یوه د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ ژور اختلاف دی هغه اختلاف چې د محب په روایت کې له سیاسي سیالۍ ور هاخوا د حکومت جوړښت ته هم غځېدلی و.
هغه لیکلي چې دا درز په یوه پړاو کې دومره خطرناک شو چې دواړو ځانونه د ټاکنو ګټونکي اعلان کړل او د لوړې مراسمو لپاره یې جلا ځایونه هم ټاکلي وو.
محب لیکي چې ډېری بهرني سفیران د غني د لوړې مراسمو ځای ته تللي وو. د هغه په وینا، د عبدالله ډلې د غني د لوړې مراسمو ځای ته غځېدلې لارې تړلې وې، څو د سفیرانو او نورو بهرنیو چارواکو رسېدل ورته ستونزمن شي.
د محب په روایت، دا پېښه په هغه وخت کې د سیاسي ژور درز څرګنده بېلګه وه، داسې درز چې نور یوازې د دوو نوماندانو ترمنځ اختلاف نه و، بلکې د حکومت په جوړښت کې د دوو سیاسي ډلو پر تقابل بدل شوی و.
محب لیکي چې دغه اختلاف وروسته دومره ژور شو چې ان وزارتونه او امنیتي ځواکونه هم پر دوو برخو وېشل شوي وو او له یو بل سره یې همکاري نه کوله. د هغه په اند، دې دوه ګونۍ د حکومت د پرېکړو کولو او د سیاستونو د پلي کولو وړتیا کمه کړې وه او جمهوریت یې له دننه کمزوری کاوه.
د محب له نظره، د دې درز د یوې برخې ریښه باید په ټاکنو او د ملي یووالي حکومت په جوړېدو کې ولټول شي. هغه غني د جنجالي ټاکنو ګټونکی بولي او باور لري چې امریکا د ملي یووالي حکومت پر جوړولو غني د ولسمشر او عبدالله د اجراییه رییس په توګه او د ټاکنو په بهیر کې د لاسوهنې له لارې، د افغانستان د دیموکراسۍ د پیاوړتیا پر ځای هغه کمزورې کړه.
د هغه په روایت، دې لاسوهنې زمینه برابره کړه چې ټاکنیز اختلاف د حکومت په جوړښت کې پر یوه دایمي درز بدل شي.
د محب په روایت، «جنګسالاران» او سیاسي شبکې د افغانستان په سیاسي جوړښت کې د اشرف غني د پراختیايي پلانونو او اصلاحاتو د پلي کېدو خنډونه وو.
محب باور لري چې ډېری دغو څېرو تر ډېره خپلو کسانو، نږدې کسانو او سیاسي کړیو ته وفاداري لرله او همدې کار د افغانستان په سیاست کې د جوړښتي بدلونونو مخه نیوله.
هغه په ځانګړي ډول د «جمعیت اسلامي افغانستان» پر ګوند نیوکه کوي هغه ګوند چې د ده په وینا، د بن له کنفرانس وروسته د دولت په جوړښت کې د پام وړ واک او نفوذ درلود.
محب د کتاب په یوه برخه کې د اشرف غني له قوله برهان الدین رباني د حامد کرزي په پرتله «جعلي» او کرزی «اصیل او شریف» معرفي کوي.
د محب په روایت، غني ارګ ته د ننوتلو او له کرزي څخه د «سوله ییز» واک لېږد پر مهال د برهان الدین رباني او کرزي ترمنځ د واک د لېږد توپیر ته په اشاره ویلي وو: «د اصیل او شریف سړي، کرزي، او یوه جعلي کس، رباني، ترمنځ توپیر همدا دی.»
محب لیکي، کله چې هغه په واشنګټن کې د افغانستان سفیر شو، پوه شو چې د دولت د بودجې یوه برخه د احمدشاه مسعود، برهان الدین رباني او مارشال فهیم اړوند مراسمو لپاره لګېږي داسې ښکارېده لکه دغه څېرې چې د ملي پانګې او نښو یوه برخه وي او درناوی یې باید له دولتي بودجې وشي. هغه همداراز د صلاح الدین رباني په دومره کې د بهرنیو چارو پر وزارت نیوکه کړې او هغه یې په خنډ جوړولو تورن کړی دی.
محب لیکي چې ځینې اداري چارې ځنډېدلې، معاشونه پر وخت نه ورکول کېدل او د جمعیت له بانفوذه او وفادارو کسانو اولادونو ته زیات امتیازات ورکول کېدل.
محب صلاح الدین رباني داسې کس ګڼي چې ځان یې «شهزاده» ګاڼه، خو په ورته وخت کې د باور له کمښت سره مخ و او احساس یې کاوه چې نور کسان، په ځانګړي ډول د مارشال فهیم په څېر څېرې، تر ده زیات واک لري.
د محب په روایت، په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې هم د فساد بېلګې موجودې وې. هغه لیکي: «په یوه مورد کې د سفارت یوه چارواکي د ویزې پیسې خپل شخصي حساب ته اچولې وې کله چې له موضوع خبر شوم، کابل ته مې راپور ورکړ، خو په دې اړه هېڅ اقدام ونه شو.»
محب په ورته وخت کې مني چې دی هم له مخکنیو قومي انګېرنو اغېزمن و. هغه لیکلي چې په پیل کې یې له عبدالله عبدالله سره د شمال له ټلوالې سره د هغه د اړیکو له امله په بې باورۍ کتل او ګومان یې کاوه چې ښايي د هغه وفاداري بل ځای وي. خو د محب په وینا، هر څومره چې یې عبدالله له نږدې وپېژاند، دغه تصور بدل شو او دې پایلې ته ورسېد چې هغه افغانستان ته وفادار دی.
حنیف اتمر هم د هغو څېرو له ډلې دی چې محب پرې په انتقادي نظر خبرې کړې دي. هغه اتمر ډېر کارکوونکی، خو ځان غوښتونکی او د شخصي اجنډا لرونکی کس معرفي کوي.
د محب په وینا، اشرف غني ورو ورو پر اتمر خپل باور له لاسه ورکړ او وروسته یې هغه د ملي امنیت سلاکار وټاکه.
محب لیکلي، هغه مهال چې په واشنګټن کې د افغانستان سفیر و، اتمر هڅه کوله چې په راتلونکو ټاکنو کې غني وننګوي او عطا محمد نور او یونس قانوني هم ورسره ملګري وو.
د محب له نظره، اتمر له خپل دولتي موقف څخه د سیاسي اډې د جوړولو لپاره استفاده کوله او ان ښايي د یوې پراخې «سیاسي کودتا» په تنظیمولو بوخت و.
محب لیکلي چې د اتمر په مشرۍ د ملي امنیت شورا «د کوچنیو شهزاده ګانو پر وړکتون» بدله شوې وه.
هغه وايي، کله چې ملي امنیت شورا ته داخل شو، هغه څه چې ویې لیدل، حیران شو: «یوه اداره چې نږدې ۹۰۰ ناکاره کارکوونکي یې لرل او په خپلوي پالنه کې ښکېله وه. د سیاسي څېرو اولادونه په وړتیا نه، بلکې د کورنۍ د موقف یا د سیاسي ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره په دې اداره کې ګومارل شوي وو.»
محب لیکیي چې ډېری کارکوونکي ان نه پوهېدل چې دنده یې څه ده او ځینو کسانو د خپلو شخصي پروژو لپاره ادارې جوړې کړې وې. ان د دغو کارکوونکو یوه برخه د اتمر اړوند د ټولنیزو رسنیو د تبلیغاتو مسووله وه.
هغه د شورا تخنیکي زېربنا هم د دې ناکارامدۍ یوه بېلګه ګڼي او لیکي چې د خوندي اړیکو د شبکې سویچ د زینو لاندې او د چای ورکونکې د کار ځای ترڅنګ ایښودل شوی و او د خوندي اړیکو واحد د ولسمشر د یوه پخواني مرستیال زوی اداره کاوه.
محب همداراز لیکي چې د شورا ډېری راپورونه تکراري، له موجودو واقعیتونو سره نابرابر او ظاهرا د ملګرو ملتونو له عمومي بېلګو ژباړل شوي وو.
محب په خپل کتاب کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی د اشرف غني په پرتله داسې کس معرفي کوي چې د سیاسي شبکو په جوړولو، جنګسالارانو ته د امتیاز ورکولو او د واک په ساتلو کې مهارت درلود.
محب وايي، اشرف غني برعکس، تر ډېره د ادارو جوړولو، د ځواک له شبکو سره د مبارزې او د خپلوي پالنې او پر اړیکو ولاړ سیاست پر وړاندې مبارزې ته متمایل و.
نوموړی په بن غونډه کې د لنډمهالې ادارې په راس کې د حامد کرزي د ټاکل کېدو یو مهم دلیل، له امريکايي استخباراتي ادارې (سيایاې) سره د هغه اړیکې بولي.
محب لیکي چې کرزی په تصادفي ډول ۱۴ کاله په واک کې نه و پاتې شوی، بلکې د واک په ساتلو او د خپل په ګټه د واک د توازن په بدلولو کې یې ځانګړې وړتیا لرله.
د محب په ویینا، کرزي له دغو سیاسي شبکو هم ګټه اخیسته. هغه وايي، د کرزي د واکمنۍ پر مهال په کابل بانک کې د فساد په قضیه کې د هغه وروڼه او د محمد قسیم فهیم ورور ښکېل وو او په دې قضیه کې د ډېرو کسانو پیسې حیفومیل شوې. د محب په وینا، د دې قضیې اصلي تورن کسان له واکمنو شبکو سره د اړیکو له امله حساب ورکولو ته ونه درول شول.
محب همداراز زیاتوي چې حامد کرزی په ولسمشریزو ټاکنو کې د کابل بانک له پراخ مالي ملاتړ څخه برخمن و.
د کتاب یوه برخه له امریکا سره د افغانستان د پخواني حکومت د اړیکو په اړه د محب روایت ته ځانګړې شوې ده.
محب لیکلي چې امریکا په ظاهره د افغانستان د جمهوریت د ادارو جوړولو، همغږۍ او ډیپلوماتیک ملاتړ خبرې کولې، خو په عمل کې د امریکا ډیپلوماتیکو او استخباراتي ادارو او له هغوی سره تړلو کسانو په خپلواکه توګه عمل کاوه او ځینو اقداماتو یې د افغانستان د حکومت هڅې کمزورې کولې.
د محب په وینا، امریکا له بېلابېلو کسانو او ډلو سره له جلا کانالونو کار کاوه. د هغه له نظره، د دې بدلون مهم پړاو د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد ټاکل وو.
محب باور لري چې د خلیلزاد له راتګ سره د واشنګټن لومړیتوب بدل شو نور د جمهوریت بقا د امریکا د سیاست په مرکز کې نه وه او د امریکايي ځواکونو وتل اصلي لومړیتوب ګرځېدلی و.
خلیلزاد د محب په کتاب کې د نورو امریکايي څېرو په پرتله تر ټولو ډېر تر نیوکې لاندې راغلی دی. محب هغه «لوی خاین» بولي او د جمهوریت د کمزوري کېدو او سقوط یوه مهمه برخه مسوولیت پر هغه وراچوي.
د محب په روایت، خلیلزاد د افغانستان د حکومت له خبرتیا پرته له طالبانو سره خبرې پیل کړې او افغان حکومت یې د اصلي مذاکراتي بهیر له ګډون څخه څنډې ته کړ.
محب همداراز باور لري چې خلیلزاد هڅه کوله افغان سیاستوال له یو بل څخه جلا وساتي، څو ګډ دریځ رامنځته نه شي او هغه وکولای شي خپل مطلوب توافق ژر ترلاسه کړي.
د محب په باور، دغه بهیر د «کواد» په څلور اړخیزو ناستو او له طالبانو سره د امریکا په مذاکراتو کې لا څرګند شو.
هغه لیکي چې د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې په ابوظبي کې د «کواد» په درېیمه غونډه کې د افغانستان د راتلونکي په اړه د افغانستان د استازي له حضور پرته خبرې وشوې.
محب وايي، کله چې غونډې ته ورسېد، پوه شو چې د ډلې غړو هماغه سهار د هغه د هېواد د برخلیک په اړه خبرې کړې وې، پرته له دې چې دی په غونډه کې حضور ولري.
د محب له نظره، دې پېښې وښودله چې د افغانستان حکومت نور د هېواد د راتلونکي په اړه د پرېکړو اصلي لوری نه و.
هغه لیکي: «خلیلزاد د افغانستان د حکومت له لوري د یوه مذاکراتي پلاوي پر جوړولو ټینګار کاوه. د سلام رحیمي په مشرۍ ۱۵ کسیز پلاوی جوړ شو، خو طالبان حاضر نه شول چې د افغانستان له منتخب حکومت سره پر یوه مېز کښېني. افغان پلاوي په ابوظبي کې انتظار وکړ، خو طالبانو ورسره له لیدنې ډډه وکړه. په پای کې، د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه، خلیلزاد له ملا برادر سره د امریکا او طالبانو تړون لاسلیک کړ. دې تړون طالبانو ته نوښت وسپاره او نړۍ ته یې روښانه پیغام ولېږه چې: طالبان بېرته نړیوالې صحنې ته راستانه شوي، په داسې حال کې چې د افغانستان جمهوریت څنډې ته ټېل وهل شوی و.»
محب زیاتوي: «موږ یوازې پر یوې فرعي موضوع بدل شوي وو.»
محب په خپل کتاب کې د اګست ۱۵مې، د افغانستان د پخواني حکومت د سقوط ورځې، ته نږدې د ورځو په اړه لیکي چې ډېری چارواکي او دولتي کارکوونکي تر ډېره د خپلو کورنیو د ایستلو او د ویزو د ترلاسه کولو په فکر کې وو او د مقاومت لپاره یې نور انګېزه نه وه پاتې.
هغه وايي، په وروستیو ورځو کې یې «احساس کړه چې موږ پرېښودل شوي یو، دا راته ډېر دروند و. زما یوه کارکوونکي په پټه راته خبر راکړ چې نوم یې د تخلیې په نوملړ کې شامل شوی او د وتلو الوتنه یې تضمین شوې ده. هماغه شېبه راته په رښتیا روښانه شوه چې امریکا نه یوازې له افغان ولس سره خپلې اړیکې پرې کوي، بلکې له افغان حکومت سره هم خپلې اړیکې پرې کوي. ان ولسمشر هم، زما په اند، ښايي پرېښودل شي. هغه څه چې په ۱۹۹۶ کال کې له ولسمشر نجیب الله سره شوي وو، یاد مې شول هغه د کابل له سقوط وروسته ونیول شو، شکنجه شو او په پای کې په دار وځړول شو. دا تصور چې غني هم ښايي له ورته برخلیک سره مخ شي، نور ناشونی نه و دا چې هغه په کوڅو کې کش کړل شي او وروسته د ترافیکي څراغ ستنې ته وتړل شي.»
محب لیکي چې د مسوولیت د احساس له مخې یې د افغانستان د سولې او پخلاینې د بهیر لپاره د امریکا د ځانګړي استازي له مرستیال ټام وېسټ سره اړیکه ونیوله او ترې یې وپوښتل:
«ایا موږ هم په دې نوملړ کې یو؟»
د محب په وینا، د وېسټ ځواب لنډ او سوړ و:«دا یوه غوښتنه ده؟» محب ځواب ورکړ: «که اړتیا وي، هو.» وېسټ ترې وغوښتل چې خپله غوښتنه په لیکلې بڼه وړاندې کړي.
محب لیکي چې سمدستي یې یوه رسمي غوښتنه ولېږله، خو یوازینی ځواب چې یې ترلاسه کړ، یوه لنډه کلمه وه: «ترلاسه شوه.»
محب لیکي: «همدا یوه کلمه راته کافي وه چې په هر څه پوه شم. نور له موږ سره د افغانستان د مشروع حکومت په توګه چلند نه کېده. په حقیقت کې، موږ له وړاندې سرګردانه او بېپناه پرېښودل شوي وو. موږ پرېښودل شوي وو.»
له ویجاړې شوې پلازمېنې سره مخه ښه
محب له کابل څخه وتل د خپل ژوند له تر ټولو ترخو شېبو څخه بولي.
هغه لیکي: «هیڅ مراسم نه وو نه د درناوي ساتونکي، نه وینا او نه ان یوه رسمي مخه ښه.»
هغه وايي، له چورلکې دننه یې کابل ته کتل هغه ښار چې «موږ ورته جګړه کړې وه، د راتلونکي لپاره مو یې خوبونه لیدلي وو او اوس، له یوې وروستۍ جګړې پرته، د سقوط په حال کې و.»
محب لیکي، هغه څه چې تر مرګ ډېر یې وېروی، د تېښتې پر مهال مړه کېدل وو دا چې د دفاع پر مهال نه، بلکې د شاتګ پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړي.
څو ساعته وروسته طالبان ارګ ته ننوتل او په ټوله نړۍ کې د ولسمشرۍ په دفترونو کې د طالبانو د جنګیالیو انځورونه خپاره شول.
د محب او غني چورلکه هم له کابل څخه له وتلو وروسته د ازبکستان هوايي حریم ته داخله شوه او د ترمذ ښار کې یې ناسته وکړه.
محب د جمهوریت پای د یوې وروستۍ جګړې پر ځای، له یوې ویجاړې شوې پلازمېنې څخه د یوې کوچنۍ ډلې د کسانو په وتلو سره انځوروي.