• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان یوځل بیا پر افغان طالبانو غږ کړی چې د وسله والو پټنځایونه له منځه یوسي

۲۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۶:۵۲ GMT+۱

پاکستان په کوهاټ کې د جمعې د لمانځه پر مهال د پولیسو پر حوزې برید غندلی او یوځل بیا یې ویلي، چې «د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګریزو بریدونو لپاره کارول کېږي».

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په کوهاټ کې برید «خوارجو» کړی او ټینګار یې کړی چې ترهګري نه دین لري او نه د توجیه وړ ده.

پاکستاني چارواکي او رسنۍ د خوارج اصطلاح پاکستاني طالبانو ته کاروي.

په اعلامیه کې ادعا شوې چې پاکستان ضد وسله والې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه، د جلب‌وجذب او ملاتړ شبکې لري او له همدې ځایه په پاکستان کې د بریدونو د پلان او ترسره کولو لپاره فعالیت کوي.

پاکستان ویلي چې دغه اندېښنې یې څو ځله د افغان طالبانو له ادارې او د هغوی له استازو سره شریکې کړې دي او له افغان طالبانو یې غوښتي چې د وسله والو شبکې له منځه یوسي.

اسلام‌اباد ادعا کړې چې افغان طالبان باید د خپل قلمرو له لارې د «ترهګرو» د فعالیتونو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

پاکستان همداراز د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې ته په اشارې، چې د کوهاټ برید یې پکې غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې، ویلي چې یوازې غندنه بسنه نه کوي او باید عملي اقدامات هم وشي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان له افغان طالبانو سره د خبرو او رغنده تعامل پلوی دی، خو د خپلو خلکو خلاف د ګواښونو د پټولو لپاره به د خبرو اترو اجازه ورنه کړي.

اسلام‌اباد ټینګار کړی چې د خپلو اتباعو، خاورې او ملي حاکمیت د ساتنې لپاره به د نړیوال قانون له مخې ټول اړین اقدامات وکړي.

پاکستان له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې پر افغان طالبانو فشار راوړي څو په افغانستان کې د وسله والو ډلو پر وړاندې «پرېکنده او د تصدیق وړ» اقدامات وکړي.

دغه اعلامیه داسې مهال ده، چې له دې وړاندې هم پاکستاني چارواکي په دغه هېواد کې د امنیتي پېښو مسوولیت په افغانستان کې پر میشتو وسله والو اچولی، خو افغان طالبانو د پاکستان دا ډول ادعاوې په مکرر ډول رد کړې دي او وايي، چې پاکستاني چارواکي دې خپل امنیت پخپله ټینګ کړي.

ډېر لیدل شوي

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟
۱
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۲

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

۳

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي

۴

حمدالله محب خلیلزاد د جمهوري نظام د سقوط په تړاو پر «لوی خیانت» تورن کړی

۵

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي

•
•
•

نور خبرونه

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د سعودي عربستان په ملاتړ لاریونونه وشول

۲۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۳:۱۰ GMT+۱
100%

سلګونو کسانو د مسلم لیګ ګوند په بلنه د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د سعودي عربستان په ملاتړ لاریونونه وکړل. دا لاریونونه د سعودي عربستان پر خینو ښارونو د بې پیلوټه الوتکې د برید په غبرګون کې ترتیب شوي وو.

د پاکستان د رسنیو د راپورونو له مخې، دا لاریونونه د پنجشنبې او جمعې په ورځو په اسلام‌اباد، لاهور، کراچۍ، سیالکوټ، فیصل‌اباد، حیدراباد، بهاولپور، حافظ‌اباد او میان‌چنو ښارونو کې ترسره شول. لاریونوالو د شعارونو په لېږدولو او د حوثیانو پر ضد د شعارونو په ورکولو سره له سعودي عربستان سره خپل پيوستون اعلان کړ او په مکه او مدینه کې د اسلامي مقدسو ځایونو د دفاع غوښتني یې کولي.

د پاکستان د مسلم لیګ ګوند مرکزي مشر خالد مسعود سندهو او د دې ګوند یو شمېر نورو مشرانو هم په دغو لاریونو ا اعتراضي غونډو کې د ګډون تر څنګ ویاوې کړې دي..

وړاندې د مسلم لیګ ګوند له دیني عالمانو یې غوښتي و ترڅو د جمعې د لمانځه په خطبو کې د حرمین شریفین د دفاع موضوع مطرح کړي.

مکې ته نږدې د بې پیلوټه الوتکې برید

دا لاریونونه وروسته له هغه وشول چې سعودي عربستان اعلان وکړ چې هوايي دفاع یې د سې شنبې په ماښام، د سپټمبر په ۱۵مه، د مکې په سویل کې یوه بې پیلوټه الوتکه تعقیب او له منځه وړې ده. په یمن کې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف ویاند ترکي المالکي وویل چې دا بې پیلوټه الوتکه د ماښام په ۶:۵۰ بجو، د مکې ممنوعه هوايي حریم ته له ننوتلو وړاندې له منځه یوړل شوه.

هغه د حرمین شریفین امنیت «سره کرښه» وبلله. سعودي دا بې پیلوټه الوتکه حوثیانو پورې اړونده وبلله او دا یې پر مکې د برید لپاره دویمه هڅه وبلله.

حوثیانو دا تور رد کړی او د حوثیانو د سیاسي دفتر غړي حازم الاسد پر مکې د برید راپورونه «دروغ» بللي دي. په وروستیو ورځو کې په سیمه کې د نښتو له زیاتوالي سره هم‌مهاله د سعودي په نښه کولو لپاره د حوثیانو اړوند توغندیز او ډرون بریدونه زیات شوي دي.

سعودي وايي چې په ځینو دغو بریدونو کې استوګنیزې سیمې او بنسټیز تاسیسات په نښه شوي دي؛ حوثیانو هم په سعودي کې د ځینو پوځي او اقتصادي اهدافو د بریدونو مسولیت منلی دی.

د پاکستان دریځ

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ وویل چې د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ د ګډې دفاعي هوکړې اهمیت په اوسنیو شرایطو کې نور هم زیات شوی دی.

په ورته مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د سعودي عربستان له حاکمیت، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د اسلام‌اباد پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

دغه وزارت وړاندې ویلي وو چې د مکې دفاعي تړون په بشپړه توګه «دفاعي» ماهیت لري او د درېیو هېوادونو د ډله‌ییزې مخنیوي او دفاعي همکاریو د پیاوړتیا لپاره رامنځته شوی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري هم د سعودي عربستان امنیت ته د اسلام‌اباد پر ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې پاکستان به له سعودي عربستان څخه په «عملي ملاتړ» کې هر هغه څه وکړي چې اړتیا وي.

پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د ۲۰۲۶ کال د اګسټ په اوومه د «مکې ګډ دفاعي تړون» لاسلیک کړ. د اعلان شویو مادو له مخې، پر هر یو له دغو درېیو هېوادونو وسله وال برید به پر ټولو درېیو هېوادونو برید وګڼل شي.

عبدالمتین قانع: د ترکیې له پلاوي سره له پاکستان سره د کړکېچ او د ایران پر وضعیت خبرې شوې

۲۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۱:۲۴ GMT+۱
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، په کابل کې د ترکیې او قطر له پلاوو سره په لیدنو کې د ایران پر وضعیت او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ پر کړکېچ خبرې شوې دي. دغو دوو پلاوو تېره اونۍ کابل ته سفر کړی و.

د ترکیې د استخباراتو د ادارې مشر ابراهیم کالین او د قطر د ملي امنیت د شورا مرستیال حمد بن خمیس الکوبیسي تېره اونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو افغانستان ته په جلا جلا سفرونو کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره د لیدنې پرمهال د سیمې د پرمختګونو او امنیتي مسایلو په اړه خبرې اوکړي.

عبدالمتین قانع العربیه ته وویل، چې د ایران وضعیت د دغو لیدنو یو له اصلي محورونو څخه و.

قانع زیاته کړې، چې په ایران کې د وضعیت خرابېدل د سیمې پر هېوادونو، په ځانګړې توګه پر افغانستان، قطر او ترکیه اغېز کولی شي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه وویل، چې دواړو لوریو د سیمې د امنیت او ثبات د تامین لپاره پر ګډې همکارۍ، په ځانګړې توګه د ترورېزم او د نشه يي توکو د قاچاق په وړاندې مبارزه باندې ټینګار وکړ.

له پاکستان سره د کړکېچ په اړه خبرې اترې
قانع وویل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې او کړکېچونه هم د دغو لیدنو له مهمو موضوعاتو څخه وو او لوریو د دې ستونزې د حل او د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو د ښه کولو لپاره پر ګډو هڅو ژمنه وکړه.

ابراهیم کالین په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق، د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد او د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج‌الدین حقاني سره وکتل.

همدارنګه قطري پلاوي هم په جلا توګه د طالبانو له چارواکو سره لیدنې درلودې.

دا لیدنې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان اړیکې له جدي کړکېچ سره مخ دي. اسلام‌اباد پر طالبانو تور پورې کوي چې په افغان خاوره کې یې د تحریک طالبان پاکستان او ځینو بلوڅ وسله والو ډلو د فعالیت لپاره زمینه برابره کړې ده.

طالبانو دا تورونه رد کړي دي.

پاکستان ته د ترکیې د استخباراتو د مشر سفر

افغانستان ته له سفر وروسته، ابراهیم کالین پاکستان ته لاړ. پاکستان ته د ترکیې د پلاوي سفر د پاکستاني چارواکو لخوا په رسمي توګه اعلان نه شو خو ترکي رسنیو یې په اړه راپور ورکړ.

دا سفر په داسې حال کې ترسره شوی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ امنیتي کړکېچ زیات شوی او د پاکستان په سرحدي سیمو کې د وسله والو ډلو بریدونه دوام لري.

په تر ټولو تازه پېښه کې په خیبر پښتونخوا کې د کوهاټ د پولیسو په مرکز کې پر یوه جومات ځانمرګي برید لږ تر لږه ۳۱ تنه ووژل. په دغه برید کې له چاودېدونکو توکو ډک یو موټر د پولیسو مرکز ته ننووت او له هغه وروسته د بریدګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ وسله واله نښته وشوه.

د حافظ ګل بهادر اړوندې د اتحادالمجاهدین ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

اسلام‌اباد په وروستیو میاشتو کې په وار وار ادعا کړې چې د پاکستان مخالفې وسله والې ډلې د بریدونو د تنظیم او ترسره کولو لپاره د افغانستان له خاورې ګټه پورته کوي.

طالبانو دا تور رد کړی او ویلي یې دي چې په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد داخلي موضوع ده.

د بشري حقونو سازمانونه: د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت دې وغځول شي

۲۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۱۶ GMT+۱
100%

د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي چې د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت په بشپړه توګه تمدید کړي او د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه ځانګړي راپورونه او بحثونه دې همداسې دوام ومومي.

یاد سازمانونو د سپټمبر پر ۱۸مه، د بشري حقونو شورا د ۶۳مې غونډې په درشل کې په یوه ګډ لیک کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د ښه کېدو پر ځای لا خراب شوی او د نړیوالې څارنې دوام اړین دی.

په لیک کې له شورا غوښتل شوي چې د ښځو او نجونو ترڅنګ د قومي، مذهبي او ژبنیو لږکیو او څنډې ته شویو ټولنو د وضعیت په اړه هم یو جلا راپور وغواړي او وروسته پرې ځانګړی متقابل بحث ترسره کړي.

سازمانونو همداراز غوښتي چې د افغانستان لپاره د بشري حقونو د خپلواک څیړنیز میکانیزم چارې ژر تر ژره عملي شي. دغه میکانیزم د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د بشري حقونو شورا د ۶۰/۲ پرېکړه‌لیک له مخې جوړ شوی و.

د بشري حقونو د څار سازمان په وېبپاڼه خپور شوی ګډ لیک وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته خپل‌سرې نیونې، اوږدمهاله او له اړیکو پرته توقیف، شکنجه، ناوړه چلند او جبري ورکېدل دوام لري.

په لیک کې ویل شوي چې خبریالان، د بشري حقونو مدافعان، د پخواني حکومت چارواکي، اعتراض کوونکي، پخواني امنیتي منسوبین او د طالبانو منتقد بلل شوي کسان له دغو ګواښونو سره مخ دي.

دغو سازمانونو د دُرو وهلو په ګډون د بدني مجازاتو او اعدامونو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې دا سزاوې په داسې قضايي بهیرونو کې عملي کېږي چې د عادلانه محاکمې او قانوني بهیر له معیارونو سره جدي ستونزې لري.

لیک د هزاره‌ګانو، اسماعیليه، شیعه‌ګانو او نورو قومي، مذهبي او ژبنیو لږکیو ترڅنګ د معلولیت لرونکو کسانو وضعیت ته هم اندېښنه ښودلې او د هغوی د حقونو په اړه یې د جلا نړیوالې څارنې غوښتنه کړې ده.

په لیک کې د طالبانو په ۲۰۲۶ کال کې د واعظانو نوي قانون او د جزایي اجراتو نوي قانون ته هم اشاره شوې او په اړه یې د مذهبي زغم، عادلانه قضايي بهیر او د قانون پر وړاندې د برابرۍ له پلوه اندېښنې څرګندې شوې دي.

همداراز د سازمانونو په ګډ لیک کې د ښځو او نجونو وضعیت د طالبانو تر واک لاندې د بنسټیز تبعیض تر ټولو څرګنده بېلګه بلل شوی دی.

لیک وايي، نجونې لا هم له منځنیو او لوړو زده‌کړو منع دي، ښځې په ډېرو برخو کې له کار، دولتي دندو او پراخ عامه ژوند څخه بهر ساتل کېږي او د تګ راتګ، جامو او عامه ځایونو ته د لاسرسي په برخه کې له محدودیتونو سره مخ دي.

سازمانونه وايي، د طالبانو په ۲۰۲۶ کال کې ځینو نورو مقرراتو د ښځو حقوقي وضعیت نور هم محدود کړی او په کورني تاوتریخوالي، واده، طلاق او د ښځو د حقوقي برابرۍ اړوند یې نوي اندېښنې پیدا کړې دي.

په لیک کې دغه محدودیتونه د هغو اقداماتو د پراخې لړۍ برخه بلل شوې چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر ښځو او نجونو لګول شوي دي.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو اوسنی ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ دی. هغه د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې خپله دنده پیل کړې ده.

د هغه د ۲۰۲۶ کال د اګست راپور د ۲۰۲۵ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر اګست پورې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ارزولی او د طالبانو د تېرو پنځو کلونو تګلارې یې، په ځانګړې توګه د ماشومانو پر حقونو د اغېزو له پلوه، څېړلې دي.

ورته مهال د بشري حقونو سازمانونو په ګډ لیک کې د افغانستان روان اقتصادي او بشري ناورين ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو په لویه کچه او په ډېرو مواردو کې جبري ستنول وضعیت نور هم خرابوي.

لیک د ترکیې او اروپايي هېوادونو له خوا د افغانانو د ایستلو یادونه هم کوي او وايي، په ځینو مواردو کې کسان د هغوی د خوندیتوب اړتیاوو او له راستنېدو وروسته د احتمالي خطرونو له کافي ارزونې پرته افغانستان ته ستنېږي.

د سازمانونو په وینا، ښځې، د پخواني حکومت چارواکي، له پخوانیو بهرنیو ځواکونو سره تړلي کسان، د ځورول شویو لږکیو غړي او د بشري حقونو مدافعان له ستنېدو وروسته له ځانګړو خطرونو سره مخ کېدای شي.

همداراز په ګډ لیک کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو سرحدي نښتو ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې دغو نښتو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

سازمانونو ویلي، د نړیوال بشري قانون رعایت باید یقیني شي او د احتمالي سرغړونو په اړه دې بشپړې، بې‌طرفه او خپلواکې څېړنې وشي.

همداسې د بشري حقونو سازمانونه وايي، د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو د وضعیت د څارنې، مستندولو او نړیوالې حساب‌ورکونې لپاره مهم دی.

دوی غواړي چې د ښځو او نجونو په اړه جلا راپور ورکول او د بشري حقونو په شورا کې پراخ متقابل بحثونه هم دوام وکړي، څو افغانې ښځې په مستقیم ډول په دغو بحثونو کې ګډون ولري.

په لیک کې ټینګار شوی چې افغانې ښځې، د بشري حقونو ښځینه مدافعانې او په افغانستان کې دننه ښځې باید د هېواد د راتلونکي په اړه د نړیوالو بحثونو فعاله برخه وي، نه دا چې نور کسان یې په نشتون کې د هغوی په استازیتوب خبرې وکړي.

یاد سازمانونو د بشري حقونو شورا ته ویلي چې د افغانستان لپاره د خپلواک څیړنیز میکانیزم بشپړ فعالول دې نور ونه ځنډول شي.

دوی غواړي دغه میکانیزم ته کافي او دوامداره امکانات ورکړل شي او د فعالیتونو په بهیر کې دې د جنسیت، ماشومانو د حقونو او د قربانیانو او ژوندي پاتې شویو کسانو لیدلوري په پام کې ونیول شي.

سازمانونو د جرمونو نړیوالې محکمې د روانو هڅو د ملاتړ غوښتنه هم کړې او ویلي یې دي چې د ځانګړي راپور ورکوونکي اسناد او موندنې د نړیوالو حساب‌ورکونکو ادارو لپاره د معلوماتو مهمه سرچینه ګرځېدلی شي.

یاد سازمانونو په پای کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له غړو غوښتي چې په ۶۳مه غونډه کې داسې پرېکړه‌لیک تصویب کړي چې د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت تمدید، د ښځو او نجونو په اړه ځانګړې څارنه، د لږکیو لپاره جلا راپور، او د افغانستان د خپلواک څیړنیز میکانیزم بشپړ فعالول پکې شامل وي.

په دوو اوونیو کې افغانستان ته له ایران او پاکستان نه د ۱۰۲ زره ډېر تګ راتګ ثبت شوی

۲۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۴:۴۱ GMT+۱
100%

د کډوالۍ نړیوال سازمان د بې‌ځایه کېدو د څارنې د تازه راپور له مخې، د اګست له ۳۰مې د سپټمبر تر ۱۲مې افغانستان ته له ایران او پاکستانه د ۱۰۲ زره او ۹۰۳ تګ راتګ ثبتېدو په مقابل کې، له افغانستانه د وتلو ۴۱ زره او ۹۵۸ تګ راتګ ثبت شوی دی.

د راپور له مخې، په دې موده کې له ایران څخه افغانستان ته ۶۸ زره او ۲۱۳ او له پاکستان څخه ۳۴ زره او ۶۹۰ تګ راتګ ثبت شوی دی. بل لور ته، له افغانستان څخه ایران ته ۳۰ زره او ۱۵۳ او پاکستان ته ۱۱ زره او ۸۰۵ تګ راتګونه شوي دي.

د سازمان سروې ښيي چې له ایران څخه افغانستان ته د راتلونکو ۶۱ سلنه د کورنۍ د لیدلو لپاره راغلي وو، ۱۸ سلنه یې ایستل شوي وو، نهه سلنه له لنډ سفر وروسته بېرته ستانه شوي، اووه سلنه له خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو لپاره راغلي او درې سلنه د ناامنۍ یا له ایرانه د وتلو د فشار له امله افغانستان ته راغلي دي.

له پاکستانه د راتلونکو کسانو په منځ کې بیا ۵۴ سلنه ویلي چې په افغانستان کې د ژوند لګښتونه کم دي. ۳۰ سلنه د ناامنۍ یا له پاکستانه د وتلو د فشار، ۱۷ سلنه د خپلو کورنیو د لیدلو، ۱۱ سلنه له لنډ سفر وروسته د بېرته ستنېدو او ۱۱ سلنه له خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو لپاره افغانستان ته راغلي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان راپور ټینګار کوي چې دغه شمېرې د جلا جلا کسانو شمېر نه ښيي، بلکې پر ټاکلو سرحدي دروازو د تګ راتګ ټول ثبت شوي حرکتونه دي.

په دې شمېرو کې راستنېدونکي، ایستل شوي کسان، محصلان، د کورنیو لیدو ته تلونکي او هغه کسان هم شامل دي چې په دوره‌یي ډول له پولې اوړي.

په راپور کې راغلي چې دغه څارنه د ایران او پاکستان پر پولو په څلورو مهمو او دوو نورو سرحدي لارو کې ترسره شوې ده.

د معلوماتو د راټولولو موخه د خلکو د تګ راتګ، د سفر د لاملونو او راتلونکو پلانونو په اړه د بشري ادارو لپاره د معلوماتو برابرول دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د ترکیې څخه د راستنېدونکو افغانانو شمېرې هم خپرې کړې دي. د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۶ کال په اګست کې یو زر او ۳۵۹ کسان له ترکیې افغانستان ته رسېدلي دي.

د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ د ۲۰۲۶ کال تر اګست پورې له ترکیې د راغلو کسانو مجموعي شمېر ۵۲ زره او ۳۰۹ ته رسېدلی دی.

د ترکیې په برخه کې د سازمان معلومات ښيي چې ۶۶ سلنه کسانو د اقتصادي فرصتونو د نشتوالي، ۱۴ سلنه د ناامنۍ او ۱۰ سلنه اروپا ته د تګ په موخه افغانستان پرېښی و.

د کډوالۍ نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د دې راپور معلومات یوازې په څارل شویو سرحدي نقطو کې ثبت شوي حرکتونه ښيي او باید د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ د ټولو کډوالیزو خوځښتونو د بشپړ انځور په توګه ونه ګڼل شي.

روغتیا نړیوال سازمان: د ماشومانو د سرطان ژر تشخیص د ژوند د ژغورلو چانس زیاتوي

۲۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۴:۱۰ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د ماشومانو د سرطان ژر تشخیص او پر وخت درملنه د ژوند ژغورلو لپاره حیاتي ده. په داسې حال کې چې افغانستان لا هم د سرطان د تشخیص او تخصصي درملنې له محدود لاسرسي سره مخ دی.

روغتیا نړیوال سازمان په خپله ایکس پاڼه کې ویلي، د ماشومانو د سرطان د ژر تشخیص درې مهم پړاوونه د ناروغۍ د نښو پېژندل، دقیق او پر وخت تشخیص او ژر تر ژره درملنې ته لاسرسی دي. دغه سازمان ټینګار کوي چې د سرطان په لومړیو پړاوونو کې تشخیص او درملنه کولی شي د ماشوم په ژوند کې «ژور او برخلیک ټاکونکی» بدلون رامنځته کړي.

په افغانستان کې د سرطان د ناروغۍ د پراخوالي په اړه په دې وروستیو کې بېلابېل ارقام هم خپاره شوي دي. د سپټمبر په ۹مه د طالبانو یوه چارواکي وویل چې د ۲۰۲۵ کال د جون له ۲۷مې تر ۲۰۲۶ کال د جون تر ۱۷مې پورې نږدې ۹۹ زره د سرطان ناروغانو په دولتي روغتیايي مرکزونو کې روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي دي. نوموړي همداراز ویلي چې په کابل کې د سرطان د تشخیص او درملنې لپاره د ۲۰۰ بستریز روغتون فعالیت پیل کړی دی.

خو دغه ۹۹ زره شمېر د سرطان د نوو پېښو له شمېر سره مستقیمه پرتله کېدای نه شي؛ ځکه دا هغه ناروغان دي چې په دولتي روغتیايي مرکزونو کې یې د یوه کال په موده کې خدمات ترلاسه کړي، نه دا چې ټول یې په همدې موده کې په سرطان اخته شوي وي. د سرطان د نړیوالې څارنې ادارې د ۲۰۲۲ کال اټکلونو له مخې، په افغانستان کې په هغه کال کې ۲۴ زره او ۲۷۵ د سرطان نوې پېښې او ۱۶ زره او ۹۲۳ مړینې اټکل شوې وې.

په ورته مهال، د افغانستان د سرطان د کنټرول بنسټ د سپټمبر په ۱۳مه ادعا وکړه چې په هېواد کې شاوخوا ۱،۵ میلیونه کسان پر سرطان اخته دي او هر کال نږدې ۵۰ زره نوې پېښې ثبتېږي. دغه بنسټ ویلي وو چې ارقام یې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له معلوماتو او د نړیوالو ادارو له راپورونو راټول کړي دي.

خو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د سپټمبر په ۱۴مه دغه شمېرې رد کړې او ویې ویل چې د ۱،۵ میلیونه سرطان ناروغانو ادعا کره نه ده. د دغه وزارت ویاند ویلي چې د سرطان د ناروغانو د شمېر په اړه به وروسته کره احصایه له خلکو سره شریکه کړي.

د سرطان د نړیوالې څارنې ادارې د روغتیا نړیوال سازمان اړوند اټکلونو له مخې، په افغانستان کې په ۲۰۲۲ کال کې د سرطان تر ټولو ډېرې نوې پېښې د تیونو، معدې، سږو، رحم د غاړې او وینې سرطانونو وې. د ښځو ترمنځ د تیونو سرطان او د نارینه‌وو ترمنځ د معدې او سږو سرطانونه له مهمو ډولونو څخه بلل شوي دي.

روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ماشومانو کې د سرطان ډېری ډولونه د مناسبې درملنې په صورت کې د درملنې وړ دي، خو ناوخته تشخیص، ناسم تشخیص، درملنې ته محدود لاسرسی او د اړینو روغتیايي خدمتونو کمښت د ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو چانس اغېزمنوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د سرطان د ۲۰۲۶ نړیوال راپور هم ټینګار کوي چې د سرطان د درملنې په برخه کې د هېوادونو ترمنځ د لاسرسي او پایلو لوی توپیرونه لا هم شته او د سرطان د بار د کمولو لپاره د ژر تشخیص، پیاوړو روغتیايي سیستمونو او عادلانه درملنې پراختیا اړینه ده.