• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان په سنا کې د اپوزیسیون مشر: یوازې عمران خان د سپټمبر د ۲۷مې لاریون ځنډولی شي

۲۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۵۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۱:۲۳ GMT+۱

د پاکستان په سنا کې د اپوزېسیون مشر علامه راجا ناصر عباس د کورنیو چارو له وزیر مُحسن نقوي سره په لیدنه کې ویلي، چې د سپټمبر په ۲۷مه د تحریک انصاف د اوږد لاریون د ځنډولو پرېکړه یوازې د دغه ګوند بنسټګر عمران خان کولای شي.

د پاکستان په سنا کې د اپوزېسیون مشر علامه راجا ناصر عباس وايي، چې د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر مُحسن نقوي سره یې د سپټمبر د ۲۷مې د لاریون په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي، چې له محسن نقوي سره لیدنه د کورنیو چارو وزیر په غوښتنه شوې او په دې لیدنه کې د پاکستان پر روانو ستونزو او د هغو د حل پر لارو چارو خبرې شوې دي.
راجا ناصر عباس زیاته کړې، چې دی د پاکستان د ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو په موخه هر وخت چمتو دی او په وینا یې، په یاده کتنه کې یې مُحسن نقوي ته څرګنده کړې، چې د سپټمبر په ۲۷مه د تحریک انصاف د اوږد لاریون د ځنډولو پرېکړه یوازې د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان کولای شي.
بلخوا د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفيع جان د حکومت پر دریځ نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې په تېرو دوو کلونو کې تحریک انصاف ګوند له حکومت سره خبرو ته په تمه وو، خو په باور یې حکومت له تحریک انصاف سره د خبرو توان نه‌لري.
نوموړي د اسلام‌اباد عالي محکمې د وروستیو پرېکړو په اړه هم ویلي، که حکومت د محکمې پرېکړه لري نو تحریک انصاف د پاکستان اساسي قانون لري.
د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر ادعا کړې، چې د اسلام‌اباد عالي محکمې د عمران خان د روغتیا په اړه شاوخوا ۲۰ پرېکړې کړې، خو په وینا یې، پر یادو پرېکړو عمل نه‌دی شوی.
شفيع جان ویلي، تحریک انصاف به د سپټمبر په ۲۷مه لاریون کوي او له دوی سره به له ۲ میلیونو څخه ډېر کسان یو ځای شي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه لاریون د مخینوي لپاره سر له اوسه د اسلام‌اباد مهمې لارې د میخ لرونکو کانتینرونو په وسیله بندې شوې دي.

ډېر لیدل شوي

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي
۱

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۲

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي

۳

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۴

هېلن مکنټي: د افغان ښځو د حقونو په اړه د خبرو وخت تېر شوی اوس عملي اقدام پکار دی

۵

پاکستان یو وار بیا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو بریدونه کړي دي

•
•
•

نور خبرونه

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د سعودي عربستان په ملاتړ لاریونونه وشول

۲۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۳:۱۰ GMT+۱
100%

سلګونو کسانو د مسلم لیګ ګوند په بلنه د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د سعودي عربستان په ملاتړ لاریونونه وکړل. دا لاریونونه د سعودي عربستان پر خینو ښارونو د بې پیلوټه الوتکې د برید په غبرګون کې ترتیب شوي وو.

د پاکستان د رسنیو د راپورونو له مخې، دا لاریونونه د پنجشنبې او جمعې په ورځو په اسلام‌اباد، لاهور، کراچۍ، سیالکوټ، فیصل‌اباد، حیدراباد، بهاولپور، حافظ‌اباد او میان‌چنو ښارونو کې ترسره شول. لاریونوالو د شعارونو په لېږدولو او د حوثیانو پر ضد د شعارونو په ورکولو سره له سعودي عربستان سره خپل پيوستون اعلان کړ او په مکه او مدینه کې د اسلامي مقدسو ځایونو د دفاع غوښتني یې کولي.

د پاکستان د مسلم لیګ ګوند مرکزي مشر خالد مسعود سندهو او د دې ګوند یو شمېر نورو مشرانو هم په دغو لاریونو ا اعتراضي غونډو کې د ګډون تر څنګ ویاوې کړې دي..

وړاندې د مسلم لیګ ګوند له دیني عالمانو یې غوښتي و ترڅو د جمعې د لمانځه په خطبو کې د حرمین شریفین د دفاع موضوع مطرح کړي.

مکې ته نږدې د بې پیلوټه الوتکې برید

دا لاریونونه وروسته له هغه وشول چې سعودي عربستان اعلان وکړ چې هوايي دفاع یې د سې شنبې په ماښام، د سپټمبر په ۱۵مه، د مکې په سویل کې یوه بې پیلوټه الوتکه تعقیب او له منځه وړې ده. په یمن کې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف ویاند ترکي المالکي وویل چې دا بې پیلوټه الوتکه د ماښام په ۶:۵۰ بجو، د مکې ممنوعه هوايي حریم ته له ننوتلو وړاندې له منځه یوړل شوه.

هغه د حرمین شریفین امنیت «سره کرښه» وبلله. سعودي دا بې پیلوټه الوتکه حوثیانو پورې اړونده وبلله او دا یې پر مکې د برید لپاره دویمه هڅه وبلله.

حوثیانو دا تور رد کړی او د حوثیانو د سیاسي دفتر غړي حازم الاسد پر مکې د برید راپورونه «دروغ» بللي دي. په وروستیو ورځو کې په سیمه کې د نښتو له زیاتوالي سره هم‌مهاله د سعودي په نښه کولو لپاره د حوثیانو اړوند توغندیز او ډرون بریدونه زیات شوي دي.

سعودي وايي چې په ځینو دغو بریدونو کې استوګنیزې سیمې او بنسټیز تاسیسات په نښه شوي دي؛ حوثیانو هم په سعودي کې د ځینو پوځي او اقتصادي اهدافو د بریدونو مسولیت منلی دی.

د پاکستان دریځ

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ وویل چې د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ د ګډې دفاعي هوکړې اهمیت په اوسنیو شرایطو کې نور هم زیات شوی دی.

په ورته مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د سعودي عربستان له حاکمیت، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د اسلام‌اباد پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

دغه وزارت وړاندې ویلي وو چې د مکې دفاعي تړون په بشپړه توګه «دفاعي» ماهیت لري او د درېیو هېوادونو د ډله‌ییزې مخنیوي او دفاعي همکاریو د پیاوړتیا لپاره رامنځته شوی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري هم د سعودي عربستان امنیت ته د اسلام‌اباد پر ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې پاکستان به له سعودي عربستان څخه په «عملي ملاتړ» کې هر هغه څه وکړي چې اړتیا وي.

پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د ۲۰۲۶ کال د اګسټ په اوومه د «مکې ګډ دفاعي تړون» لاسلیک کړ. د اعلان شویو مادو له مخې، پر هر یو له دغو درېیو هېوادونو وسله وال برید به پر ټولو درېیو هېوادونو برید وګڼل شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

۲۷ وږی ۱۴۰۵ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۶:۵۵ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو او په ځانګړې توګه د بې‌سرپرسته ښځو او ماشومانو بېرته ستنول ودروي او د هر افغان له اېستنې مخکې، په انفرادي ډول د هغه د ځورونې، شکنجې او نورو جدي بشري حقونو د نقض خطرونه وڅېړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جمعې په ورځ (د وږي ۲۷مه) له پاکستان څخه د افغانانو پر «جبري ستنولو» د سختې اندېښنې په څرګندولو سره وویل، چې اسلام‌اباد باید له خطر سره د مخامخ افغانانو د پېژندنې لپاره یو روښانه او د لاسرسي وړ بهیر رامنځته کړي.

دوی خبرداری ورکړ، چې له داسې یوه میکانیزم پرته، زیانمنونکي کسان ښايي د نیول کېدو، بندي کېدو یا اخراج له وېرې د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره له مراجعې ډډه وکړي.

کارپوهانو همدا راز د افغان محصلینو د اېستنې په تړاو د پاکستاني چارواکو د وروستۍ پرېکړې په تړاو هم اندېښنه ښودلې ده.

د دوی په وینا، دا پرېکړه لږ تر لږه ۱۰۰ افغان محصلین چې له ۲۰ تر ۴۰ پورې یې نجونې دي اغېزمنوي.

دوی وویل، چې د افغان نجونو محصلینو لپاره دا ګام د ډاکټرانو او د غاښونو د ډاکټرانو په توګه د دوی د جوړېدو د هیلو د له منځه وړلو په معنا کېدای شي، ځکه طالبانو په افغانستان کې د ښځو لوړې زده کړې او طبي زده کړې منع کړې دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ته د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د چنګاښ له ۱۹مې د وږي تر ۵مې پورې شاوخوا ۱۲۷ زره او ۳۴۴ افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته اېستل شوي چې لږ تر لږه ۱۴ زره او ۱۸۶ تنه یې په جبري ډول ستانه کړای شوي دي.

په بېرته ستنېدونکو کې شاوخوا ۳۸ زره او ۳۸۸ تنه یې ښځې او ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو وویل، چې په پاکستان کې یې د بېلابېلو افغان ډلو په ګډون د ښځو او نجونو د بشري حقونو د مدافعانو، خبریالانو، پخوانیو قاضیانو او څارنوالانو، امنیتي ځواکونو او د پخواني حکومت د چارواکو، د قومي او مذهبي ډلو د غړو او د جنسي لږکیو د کسانو له خوا د مرستې غوښتنې ترلاسه کړې دي.

دوی همدارنګه افغانستان ته د بې‌سرپرسته افغان ماشومانو د بېرته ستنولو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې په دې هېواد کې د دغو ماشومانو د منلو، ملاتړ او پاملرنې لپاره مناسب میکانیزمونه نشته.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د شاوخوا ۱۶ زره زیانمنونکو افغانانو د پېژندنې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له معلوماتو هرکلی وکړ، خو د دغو کسانو د پېژندنې د معیارونو او بهیر په اړه یې د نورو جزییاتو غوښتنه وکړه.

دوی ټینګار وکړ، چې له ګواښ سره مخ افغانانو لپاره باید د نیول کېدو یا اېستلو له وېرې پرته د ملاتړ غوښتنه وشي او د اړتیا په صورت کې له لنډمهالي ملاتړ او خوندي اقامت څخه برخمن شي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې د افغانانو د هر ډول ویزو د تمدید بهیر درولی دی.

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي

۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۹ GMT+۱
100%

پاکستان هغو اتو افغان طبي محصلینو ته یو کلنې د زده‌کړې ویزې ورکړي، چې تر دې مخکې د ویزو له پای ته رسېدو وروسته له دغه هېواده اېستل شوي وو. په همدې حال کې د لاهور عالي محکمه د افغان محصلینو د وضعیت په تړاو سبا (جمعه) خپله پرېکړه کوي.

په پاکستان کې یوه خبریال طاهر خان د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۶مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «پاکستان د طب هغو اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړې چې د ویزو له ختمېدو وروسته اېستل شوي وو».

هغه په پاکستان کې د طب پوهنځي افغان محصل ډاکټر نصیب‌الله کاکړ له قوله زیاته کړې: «زه او ۷ نور محصلین په یو کلنو د زده‌کړې ویزو پر ترلاسه کولو بریالي شوي یو».

په ورته وخت کې، په پاکستان کې یوه افغان محصل چې نه غواړي نوم یې یاد شي، له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې په بهاولپور کې د قاید اعظم میډیکل کالج ۷ افغان محصلین چې د پاکستان پولیسو له‌خوا افغانستان ته استول شوي وو، د نویو ویزو له ترلاسه کولو وروسته بېرته خپلو درسونو ته راغلي دي.

نوموړي ویلي: «په بهاولپور کې د قاید اعظم میډیکل کالج ۷ محصلین چې د پاکستان پولیسو ډېپورټ کړي وو، بېرته ورته نوې ویزې ورکړل شوي».

دغه محصل وايي، د لاهور محکمې افغان محصلینو ته تر جمعې ورځې وخت ورکړی وو او په وینا یې، په راتلونکې اورېدنه کې به د دوی د پاتې کېدو او یا هم له پاکستان څخه د اېستلو په تړاو پرېکړه وشي.

هغه زیاته کړې: «لاهور محکمې تر جمعې ورځې افغان محصلینو ته وخت ورکړی وو، سبا به د لاهور محکمه دویمه پرېکړه کوي چې افغان محصلین پاتې شي او که ووځي».

نوموړي د محکمې د احتمالي پرېکړې په اړه هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي: «تمه شته چې د لاهور محکمه به د افغان محصلینو په ګټه پرېکړه وکړي».

په پاکستان کې د طب پوهنځیو افغان محصلینو د ویزو او په دغه هېواد کې د زده‌کړو د دوام موضوع وروسته له هغې جنجالي شوه، چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا یو شمېر افغان محصلینو ته د تحصیلي ویزو له پایته رسېدو وروسته د بېرته ستنېدو لارښوونه وکړه.

د محصلینو د وکیلانو په وینا، یو شمېر هغه افغانان چې له وړاندې په پاکستان کې د طب په پوهنځیو کې شامل شوي او د زده‌کړو مهم پړاوونه یې بشپړ کړي، له دې پرېکړې سره له خپلو زده‌کړو د پاتې کېدو له خطر سره مخ شول.

د لاهور عالي محکمې تر دې مخکې د افغان طبي محصلینو د عریضو له څېړلو وروسته د هغوی د جبري اېستلو د اقدام د ځنډولو امر کړی وو او محصلینو ته یې اجازه ورکړې وه، چې تر راتلونکې پرېکړې پورې خپلې زده‌کړې او ازموینو ته دوام ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو، چې هغه افغان محصلین چې په معتبره تعلیمي دوره کې شامل وي او معتبره ویزه ولري کولای شي په پاکستان کې پاتې شي او خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.

اوس د اتو اېستل شویو افغان طبي محصلینو لپاره د یو کلنو ویزو صادرېدل او د لاهور محکمې راتلونکې پرېکړه، د هغو افغان محصلینو لپاره مهم پرمختګ بلل کېږي چې په پاکستان کې د خپلو زده‌کړو د دوام په اړه له نامعلوم وضعیت سره مخ دي.

تر اتو میاشتو وروسته؛ د تیراه بې‌ځایه شوي خپلو سیمو ته د بېرته ستنېدو غوښتنه کوي

۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۴۰ GMT+۱
•
رفعت الله اورکزی
100%

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د تیراه بې‌ځایه شوي له اتو میاشتو راهیسې له سختو ستونزو سره مخ دي. قبایلي مشران او د بې‌ځایه شویو استازو ویلي، چې د پاکستان حکومت د درېیو میاشتو په ترڅ کې د دوی د بېرته ستنېدو ژمنه کړې وه؛ خو تراوسه یې هېڅ عملي ګام نه‌دی پورته کړی.

څه باندې اته مياشتې کېږي، چې د خيبرپښتونخوا د خيبر ولسوالۍ د تيراه اوسېدونکي د پوځي عملیاتو له امله بې‌ځایه شوي؛ خو د پاکستان حکومت د دوی د ستنېدو لپاره کوم رسمي مهالوېش نه‌دی اعلان کړی.

د تیراه دغه اغېزمن وايي، د روان کال په جنورۍ میاشت کې د پاکستان حکومت په امر د ژمي په سخت موسم کې زرګونه خلک له خپلو سیمو بې‌ځایه شول او تر پراخو غبرګونونو وروسته هغه مهال یوه هوکړه هم لاسلیک شوه، چې په‌کې له اغېزمنو سره په درېیو میاشتو کې خپلو سیمو ته د ستنېدو ژمنه شوې وه؛ خو دغه ژمنه لاهم یوازې د پاڼې پرمخ پاتې ده.

د تيراه قبايلي مشر نوروز خان اپريدي افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ويلي، چې حکومت يو وار بيا خپلو سیمو ته د تيرا د بې‌ځایه شویو د ستنېدو لپاره د اکتوبر ۱۰مه نېټه ټاکلې ده. هغه زياته کړه، چې تر دې وړاندې هم په وار، وار د زيانمن شويو کسانو د بېرته ستنېدو ژمنې شوې وې.

هغه زياته کړه، چې په هوکړه‌لیک کې پر وخت د ټرانسپورټ د پيسو ورکړه، مياشتنۍ کرايې او داسې نورې غوښتنې منل شوې وې؛ خو له بده مرغه ګڼې دغه غوښتنې نه‌دي پوره شوې.

د تيراه اغېزمن د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره د تیراه د اغېزمنو په نوم يو غورځنګ هم جوړ کړی، چې له تېرو ۲۵۵ ورځو راهیسې یې د باړې پرېس کلب مخې ته احتجاجي پرلت وهلی.

د تیراه د اغېزمنو غورځنګ ویاند صحبت خان اپریدي افغانستان انټرنشنل ته وویل، بې‌ځایه شویو خلکو د خپلو غوښتنو او باعزته ستنېدو لپاره پرلت پیل کړی؛ د تیرا اغېزمن شوي له بنسټیزو اسانتیاوو هم بې‌برخې دي.

هغه زياته کړه، له يوې خوا اغېزمن کسان له خپلو کورونو تر اېستلو وروسته له سختو ستونزو سره مخ دي له بلې خوا د قربانيانو په نوم په بېلابېلو ډولونو د شخصي او يا سياسي موخو لپاره کار اخیستل کېږي چې له امله يې د بې‌ځایه شویو کسانو د ستنېدو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي.

صحبت خان اپريدي وويل، صوبایي حکومت او انتظاميه دې د اغېزمنو خلکو د ستونزو د لاپراخولو پر ځاي عملي ګامونه پورته کړي. د هغه په وینا، قربانیان نور د بې‌باورۍ په حالت کې نه‌شي پاتې کېدی او حکومت باید د دوی بنسټیزو حقونو، باعزته ستنېدو او مالي مرستو ته لومړیتوب ورکړي.

بل پلو څو ورځې وړاندې د اپريديو ولسونو مشرانو او د بېلابېلو ادارو استازو له ځایي امنيتي ادارو سره لیدلي وو. په دغه ليدنه کې د تحريک ظفرين وياند صحبت خان اپريدي هم ګډون لاره.
هغه زياته کړه، چې د عملياتو له امله په تيراه کې ګڼ کورونه ويجاړ شوي او ځينې کورونه يې د سړکونو او امنيتي پوستو د جوړولو لپاره هم نړولي دي.

هغه وويل، اغېزمن شوي کسان د ژمي په سوړ موسم کې له خپلو کورونو وتلي وو چې د ځینو کسانو د مرګ ژوبلې لامل شوې وه او اوس داسې ښکاري چې د ستنېدو پلان هم ځنډول کېږي. هغه زياته کړه، که تر ژمي د دوی د بېرته ستنېدو چاره وځنډول شي؛ نو یو وار بيا د سر زیان اوښتو امکان شته.

د یادونې وړ ده، چې له تيراه نه د خلکو د بې‌ځایه کېدو لړۍ د روان کال د جنورۍ په ۲۵مه نېټه پېل شوه او د خيبر پښتونخوا حکومت له‌خوا د ټاکل شوي مهالوېش له مخې د اپرېل په مياشت کې د اغېزمنو خلکو د بېرته ستنېدو لړۍ د پیل اعلان شوی و.

د بلوچستان سترې محکمې تر پرېکړې وروسته؛ افغان محصلان د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۰۸ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

په بلوچستان کې د افغان محصلانو مدافع وکیل سید نذیر اغا وايي، د بلوچستان سترې محکمې د هغه افغان محصلانو غوښتنه رد کړې چې غوښتل یې په پاکستان کې خپلو طبي زده‌کړو ته دوام ورکړي.

سید نذیر اغا افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د پاکستان حکومت د افغان محصلانو د زده‌کړو درولو په تړاو د ۲۰۲۶کال د جولای پر ۲۳مه او د سپټمبر پر لومړۍ نېټه دوه خبرتیاوې خپرې کړې وې.
د نوموړي په وینا، په دغه خبرتیاوو کې افغان محصلانو ته ویل شوي چې په پاکستان کې خپلې زده‌کړې پای ته ورسوي او خپل هېواد ته ستانه شي. هغه وویل، د همدې پرېکړې پر وړاندې یې د بلوچستان سترې محکمې ته د طب ۲۱ افغان محصلانو په استازیتوب عریضه کړې وه چې په‌کې ۱۰ تنه د لوړو زده‌کړو او تخصص محصلان او ۱۱ نور د طب په بېلابېلو کلونو کې پر زده‌کړو بوخت وو.
نذیر اغا وايي، دوی محکمې ته د پاکستان د اساسي قانون د څلورمې مادې په ګډون بېلابېل حقوقي دلایل وړاندې کړل او استدلال یې وکړ چې په پاکستان کې مېشت بهرني وګړي هم د قانون له مخې د زده‌کړو، روغتیا او نورو بنسټیزو حقونو له خوندیتوب څخه برخمن دي.
خو د وکیل په وینا، د بلوچستان سترې محکمې د دوی عریضه رد کړه. نوموړي وویل، محکمې په خپله پرېکړه کې ټینګار کړی چې افغان محصلان باید د ویزې او پاسپورټ له قانوني شرایطو سره سم په پاکستان کې پاتې شي او خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.
سید نذیر اغا وايي، دوی محکمې ته څرګنده کړې چې د افغانستان او پاکستان د اړیکوترینګلتیا له امله افغان محصلانو ته د ویزو ورکړه له جدي ستونزو سره مخ ده او د ویزې شرط د دوی د زده‌کړو د دوام پر وړاندې خنډ جوړوي.
هغه زیاته کړه، چې د افغان محصلانو د زده‌کړو د دوام په تړاو د پاکستان په نورو محکمو کې هم ورته قضیې مطرح شوې او د ځینو محصلانو په اړه لنډمهاله حقوقي خوندیتوب ورکړل شوی دی.
د نوموړي په وینا، د بلوچستان سترې محکمې په ۲۰۲۵کال کې هم د افغان محصلانو په یوه قضیه کې د زده‌کړو د دوام اجازه ورکړې وه؛ خو پر دې شرط چې محصلان معتبرې ویزې ولري.
هغه وویل، دوی به د بلوچستان سترې محکمې د وروستۍ پرېکړې پر وړاندې په اسلام‌اباد کې اړوندې محکمې ته د عریضې لپاره مراجعه وکړي.
د افغان طبي محصلانو اندېښنې
په کوټه کې د بلوچستان د طبي پوهنځیو یوشمېر افغان محصلان وايي، تراوسه ورته د پاکستان له‌خوا د اېستلو په اړه رسمي لارښوونه نه‌ده شوې؛ خو د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د وروستیو خبرتیاوو له امله د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي.
د کویټې په بولان طبي پوهنځي کې افغان محصل ډاکټر عمران خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، تر اوسه دوی ته له پوهنځي څخه د پاکستان پرېښودو په اړه کوم رسمي مکتوب نه‌دی رسېدلی.
هغه وویل، محصلانو د ویزو د غځولو لپاره د «بونافایډ» سند غوښتنه کړې وه؛ خو د پوهنځي د محصلانو چارو برخې ورته ویلي، چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا خبرتیا ورغلې او د یادې موضوع په اړه یې د بلوچستان د روغتیا له اړوندې ادارې څخه د لارښوونې غوښتنه کړې ده.
د عمران خان په وینا، پوهنځي ورته ویلي چې کله د روغتیا له اړوندې ادارې څخه ځواب ترلاسه شي، د افغان محصلانو په اړه به پرېکړه وکړي.
هغه وايي، په کوټه کې تراوسه د پنجاب په څېر هغه اقدامات نه‌دي شوي چې افغان محصلان له لیلیو یا پوهنتونونو څخه اېستل شوي وي؛ خو د طبي شورا د دوو خبرتیاوو له امله محصلان اندېښمن دي چې ښايي ورته اقدام په بلوچستان کې هم وشي.
ډاکټر عمران خان وویل، ځکه چې په بلوچستان کې طبي پوهنځي هم د پاکستان د طبي او غاښونو شورا تر څار لاندې دي؛ افغان محصلانو له مخکې د احتمالي ستونزې د مخنیوي لپاره موضوع محکمې ته وړاندې کړې وه.
د نوموړي په وینا، د دوی غوښتنه دا وه چې د طبي او غاښونو شورا د پرېکړې له عملي کېدو مخکې محصلانو ته حقوقي خوندیتوب ورکړل شي؛ خو د دوی غوښتنه ونه منل شوه.
عمران خان وايي، له دې سره، سره دوی لا هم هیله لري چې په لاهور او سند کې روانې قضیې به د افغان طبي محصلانو وضعیت روښانه کړي.
هغه زیاته کړه، ټاکل شوې چې په لاهور سترې محکمې کې د روانې جمعې په ورځ او په سند کې هم د سپټمبر پر ۲۹مه د وروستۍ پرېکړې په اړه د عریضو اورېدنه وشي. د هغه په وینا، که د پاکستان کومه ستره محکمه د طبي شورا خبرتیا وځنډوي یا یې ودروي؛ نو ښایي د یادې پرېکړې اغېز پر ټولو افغان طبي محصلانو پرېوځي.
ډاکټر عمران خان وویل، افغان محصلان اوس هڅه کوي مثبت فکر وساتي او هیله لري چې د محکمې پرېکړه به د دوی د زده‌کړو د بشپړولو لارې ونه تړي.
له افغان محصلانو سره د پیوستون اعلان
بل لور ته، د پښتونخوا د محصلانو ټولنې مرکزي مشر سیف‌الله کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د بلوچستان سترې محکمې د افغان محصلانو په اړه پرېکړه غندي.
نوموړي وویل، د پاکستان حکومت او د بلوچستان سترې محکمې هغه پرېکړه په کلکو ټکو غندي چې له مخې یې په پاکستان کې د طب او غاښونو په برخه کې د افغان محصلانو اساسي عریضه رد شوې ده.
سیف‌الله کاکړ یاده پرېکړه ناسمه، ظالمانه او غیرانساني وبلله او ویې ویل، چې دغه پرېکړه د نړۍوال قانون، د بشري حقونو نړۍوالې اعلامیې او د زده‌کړې له حق سره په ټکر کې ده.
هغه زیاته کړه، هغه افغان محصلان چې کلونه یې په پاکستان کې زده‌کړې کړې، فیسونه یې ورکړي او د ډاکټرۍ په څېر مسلک ته د چمتو کېدو لپاره یې وخت او پیسې لګولې؛ په نیمایي کې له زده‌کړو اېستل د ظلم تر ټولو لوړه کچه ده.
کاکړ وویل، دغه پرېکړه د انساني ارزښتونو ضد ده او زیاته یې کړه که څه هم محکمې ویلي چې له افغان محصلانو سره باید د انساني کرامت له مخې چلند وشي؛ خو د هغوی د زده‌کړو او راتلونکي له‌منځه وړل له دغه اصل سره په ټکر کې ده.
نوموړي د کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو اصولو او د بشري حقونو نړۍوالو معیارونو ته په اشارې وویل، چې هېڅ دولت باید د زده‌کړې حق د سیاسي تګلارو قرباني نه کړي. سیف‌الله کاکړ د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا لارښوونې بېرته واخلي او افغان محصلانو ته اجازه ورکړي چې خپلې زده‌کړې او عملي دوره بشپړه کړي.
هغه د طالبانو له سفارت او نړۍوالو بشري حقونو سازمانونو هم غوښتي، چې د افغان طبي محصلانو د ستونزې په اړه خپل غږ پورته کړي. کاکړ له ټولو ډیموکراتو او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي، چې د افغان محصلانو د زده‌کړو د حق د ملاتړ لپاره غږ پورته کړي.