• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د کرنې وزیر د افغانستان د سیلوګانو د بیارغونې په برخه کې همکاریو ته تیاری ښودلی

۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۲۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۱:۴۲ GMT+۱

د طالبانو د امارتي شرکتونو رییس احمدجان بلال ایران ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د کرنې له وزیر غلام رضا نوري سره لیدلي دي. یاد شرکت ویلي، چې د ایران د کرنې وزیر د افغانستان د سیلوګانو د بیارغونې په برخه کې همکاریو ته تیاری ښودلی.

د طالبانو د اماراتي شرکتونو د ریاست د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د ایران د کرنې وزیر غلام‌رضا نوري له افغانستان سره د کرنیزو وسایلو او ماشینونو، اصلاح شویو تخمونو، د چرګانو دانې او د یوورځنیو چرګوړو د وارداتو په برخه کې د همکاریو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

نوري همداراز د افغانستان د سیلوګانو د بیارغونې او د اړتیا په صورت کې د نویو سیلوګانو د جوړولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

یاد ریاست زیاتوي چې په لیدنه کې احمدجان بلال د ګډو همکاریو د هوکړو د عملي کېدو، د کرنیز سکټور د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره پر ګډو هڅو او همغږۍ ټینګار کړی دی.

د طالبانو په وینا، بلال به د خپل سفر پر مهال د ایران د بېلابېلو پراختیايي او اقتصادي ادارو له چارواکو او مسوولانو سره هم د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه وګوري.

ایران ته طالبانو ددغه پلاوي سفر داسې مهال دی، چې همدا اوس په دوغارون سرحدي سیمه کې د افغان موټرچلوونکو او سوداګرو توکي له ځنډ او خنډ سره مخ دي او ځینې موټر له یوې اونۍ تر ۴۰ ورځو پورې افغانستان ته د اوښتلو په تمه ایساریږي.

•
•
•

ډېر لیدل شوي

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري
۱

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري

۲
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۳

عبدالمتین قانع: د ترکیې له پلاوي سره له پاکستان سره د کړکېچ او د ایران پر وضعیت خبرې شوې

۴

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي

۵

روغتیا نړیوال سازمان: د ماشومانو د سرطان ژر تشخیص د ژوند د ژغورلو چانس زیاتوي

نور خبرونه

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۲۸ GMT+۱
100%

نن د سپټامبر۲۰مه د پاکوالي له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د خځلو د سم مدیریت لپاره یو منظم سیستم نه لري او دې مسلې د خلکو پر ورځني ژوند، چاپیریال، او روغتیا مستقیم اغیز کړی دی.

نړیوالو سازمانونو د افغانستان د استوګنې چاپیریال په اړه په دې وروستیو کې اندېښنې ښودلي، چې ښايي د کافي بودجې د نشت له امله به دغه برخه نوره هم اغیرمنه شي.
د اقلیمي او نورو چاپیریالي ستونزو ترڅنګ، د کثافاتو مدیریت هم د افغانستان د ښارونو او استوګنې چاپیریال تر ټولو ستره ستونزه ګڼل شوې او د دغو راپورونو پر بنسټ د طالبانو واک ته رسېدو سره دغه ستونزه لا ډېره شوې ده.

د چاپېریال ساتنې کارپوه ساحل دوران وایي چې افغانستان کې د کثافاتو د مدیریت لپاره امکانات هومره هم ندي کم چې په دغه برخه کې خدمات نشي وړاندې کولی. د نوموړي په وینا ښاروالي او د چاپیریال ساتنې ملي اداره د کثافاتو د مدیریت په برخه کې ځانګړې دنده او تګلارې لري او باید هغه په سمه توګه وکارول شي.
د ساحل په وینا د کثافاتو د راټولولو برخه کې افغانستان د کثافاتو ملی پالیسي لري او همداراز د کثافاتو د لیږد او ټولولو برخه کې خصوصي شرکتونه هم فعالیت کوي.
نوموړی وایي چې اصلي ستونزه د امکاناتو کمښت نه دی بلکه د منظم سیستماتیک مدیریت ستونزه ده.
ښاغلی ساحل وایي چې که چیرې د دغو کثافات د تولید، راټولولو، لیږد، بیلولو، بیا کارونې او خوندي دفعې بهیر په منظم ډول په پام کې ونیول شي د ښه مدیریت لپاره یې زمینه برابریږي.
د هغه په وینا که کثافات په سمه توکه له چاپیریال څخه لرې نشي د اوبو د زهرې کولو نه نیولو د هوا او خاورې تر ککړتیا پورې رسیږي چې په مستقیمه توګه د چاپیریال په ککړتیا او د ناروغیو د رامنځته کېدو لامل کیږي.
وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنځایونو پروګرام (یو اېن–هېبیټاټ) خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان لوی ښارونه د هوا له سختې ککړتیا سره مخ دي. د دغه سازمان په وینا، د هوا ککړتیا د خلکو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ ده. د یاد سازمان په وینا، د موټرو لوګي، د صنعتي تولیداتو، د سکرو او پلاستیکونو سوځولو له امله په بېلابېلو ښارونو کې د هوا ککړتیا په بې‌ساري توګه لوړه شوې ده.

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د پاکوالي نړۍوالې ورځې په مناسبت راپور کې چې یکشنبه(د وږي۲۹مه) خپور شوی ویلي، چې د خځلو د مدیریت ستونزه یوازې د کثافاتو تر راټولولو او له ښارونو څخه د هغو تر لېږد پورې محدوده نه ده، بلکې د خځلو د تولید له کمولو، بیا کارونې، بیلول او د عضوي موادو له بیا پروسس سره هم تړاو لري.
د ملګرو ملتونو په وینا، سږکال د پاکوالي نړۍوالې ورځې تمرکز پر خوړو د ضایعاتو دی او د «له پاکو لوښو تر پاکو ښارونو» تر شعار لاندې دغه ورځ په ټوله نړۍ کې نمانځل کیږي.
ملګري ملتونه وایي هره ورځ په ټوله نړۍ کې له یو میلیارد ټنو ډېر خواړه ضایع کېږي، په داسې حال کې چې میلیونونه خلک له لوږې سره مخ دي. ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د خوړو ضایع کېدل نه یوازې د کثافاتو د مدیریت ستونزه زیاتوي، بلکې د اقلیم بدلون، د اوبو او ځمکې د سرچینو د ضایع کېدو لامل هم کېږي او د خوړو د ښه او عادلانه سیستم جوړولو هڅې هم اغېزمنوي.
په راپور کې د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام د خوړو د ضایعاتو برخې، د ۲۰۲۴ کال راپور ته په کتو ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې په کورونو، هوټلونو او رسټورانتونو او پرچون پلورنځیو کې شاوخوا ۱،۰۵ میلیارده ټنه خواړه ضایع شوي، چې د مصرف کوونکو لپاره د موجودو خوړو نږدې ۱۹ سلنه جوړوي.

شیما هاشمي چې د کابل ښار اوسېدونکې ده افغانستان انټرنشل-پښتو ته ویلي چې کابل ښار له دې امله چې پلازمېنه ده او ګڼ نفوس لرونکی ښار دی د خځلو زیاتوالی پکې له نورو ښارونو پرتله ډیر محسوسیږي.
نوموړې وایي د کثافاتو په کمولو کې د حکومتونو تر څنګ خلک هم خورا مهم رول لري او په وینا یې تر هغو چې په خلکو کې د ښار د پاک ساتلو فرهنګ پیاوړی نشي د ښار پاکوالی ناشوني ده.
د میرمن هاشمي په وینا طالبان هم له دې امله چې ډیر مسلکي کسان او پیاوړی د مدیریت سیستم نه لري نشي کولی د ښار دغه وضعیت کنټرول کړي.
هغه همداراز وایي چې د ویالو د بوی له امله خلک ډېر زوریږي او د باران په ورځو کې د دې پر ځای چې له باراني فضا خوند واخلو د ښار او کوڅو د بد بوی له امله له کوره نشي راوتلي.
طالبانو له خپلې واکمنۍ راهیسې د کثافاتو د مدیریت په برخه کې کومه ځانګړې تګلاره نه ده عملې کړې. بلخوا د ګډوالو راتګ په لویو ښارونو کې نفوس زیات کړی چې د خځلو په تولید او د هوا په ککړتیا یې اغیز کړی.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت څو میاشتې وړاندې ویلي و، چې یو ترکي شرکت غواړي په افغانستان کې له خځلو او کثافاتو څخه د برېښنا د تولید او د برېښنايي تاسیساتو د بیا رغونې په برخو کې پانګونې وکړي. چې طالبانو دغه چاره د کثافاتو د مدیریت په برخه کې یو ګام بللی و.

د طالبانو له برید څخه تر اېورسټ څوکې؛ د یوې افغانې ښځې د بقا او بریا کیسه

۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۷:۵۱ GMT+۱
100%

برېټانوۍ ورځپاڼې «ډېلي مېل» د ریور په نوم د یوې افغانې ښځې کیسه خپره کړې چې وايي، په ۲۰۱۴ کال کې یې د طالبانو د یوه برید پر مهال ځان مړ اچولی و او له پېښې ژوندۍ وتلې ده. نوموړې وروسته له افغانستانه وتلې او سږ کال د اېورسټ څوکې ته د ختلو لومړنۍ افغانه ښځه شوې ده.

ریور، چې پخوا په زکیه نوم یادې ده، ډېلي مېل ته ویلي چې ۱۷ کلنه وه او له غزني څخه کابل ته د زده‌کړو لپاره پر لاره وه چې طالبانو یې بس ودراوه.

هغې ویلي، له خپل کلي څخه تر کابل پورې یې شاوخوا دوه ساعته سفر کاوه، ځکه دا یوازینۍ لار وه چې ښوونځي ته پرې تللی شوه. ریور له ماشومتوبه غوښتل چې خبریاله شي او د ښځو د حقونو په اړه راپورونه ولیکي.

د هغې په وینا، وسله‌والو د بس له درولو وروسته پر سپرلیو ډزې پیل کړې. ریور ادعا کړې چې طالبان د ښځو له سفر او له نارینه خپلوانو پرته د هغوی له زده‌کړو سره مخالف وو.

هغې ویلي، کله چې خلک یې مخامخ په ډزو وژل کېدل، یوازې په دې فکر کې وه چې څنګه ځان وژغوري.

ریور ویلي، په هماغه شېبه یې یوه چټکه پرېکړه وکړه، پر مخ یې وینه ووهله، د مړو ترمنځ پریوته، ساه یې کنټرول کړه او ځان یې مړ واچاوه.

د هغې په وینا، وسله‌والو چې وینه ولیده، ګومان یې وکړ چې مړه ده او له هغه ځایه ولاړل.

ریور ویلي، نه پوهېږي چې څومره وخت د مړو په منځ کې پرته وه او حتی خپلې سترګې یې نه پرانیستلې.

د هغې په وینا، وروسته پوځیانو وموندله. هغې ویلي، په برید کې د بس ۱۲ سپرلۍ ووژل شوې او یوازې درې کسان ژوندي پاتې شول.

ریور ویلي چې له دې پېښې وروسته هم له طالبانو سره د هغې د مخامخ کېدو وېره پای ته ونه رسېده او د ولسوالیو ترمنځ د سفرونو پر مهال به وسله‌والو موټر درول او خلک به یې ځورول.

د بس له برید لږ وخت وروسته ریور او کورنۍ یې کابل ته کډه شول، ځکه فکر یې کاوه چې هلته به خوندي وي.

نوموړې وروسته د خبریالې په توګه کار پیل کړ او د افغانستان د ښځو د ژوند او تجربو په اړه یې راپورونه جوړول.

د هغې په وینا، خبریالي هم ورته له خطرونو سره مل وه. هغې ګواښونه ترلاسه کړل او یو ځل په سړک کې ودرول شوه او خبرداری ورکړل شو چې خپل کار پای ته ورسوي.

ریور او کورنۍ یې بالاخره د افغانستان پرېښودو پرېکړه وکړه. هغوی لومړی هند ته ولاړل او هلته یې د کډوالو په توګه ژوند وکړ، وروسته استرالیا ته کډه شول.

هغې ویلي، له افغانستانه وتلو یې ټولې ستونزې پای ته ونه رسولې. په هند کې یې کورنۍ د کار اجازه نه درلوده او د نوي ژوند جوړول ورته ستونزمن وو.

ریور ویلي، استرالیا ته له رسېدو شپږ میاشتې وروسته یې ۲۰ کلن ورور خپل ژوند له لاسه ورکړ. د دې پېښې او کډوالۍ له امله له ژور خپګان سره مخ شوه.

نوموړې ویلي، د ژوند په یوه تر ټولو ستونزمن پړاو کې یې الکحولو ته مخه کړه او د بس د برید خاطرې هم ورسره پاتې وې. هغې به د وسله‌والو د برید په اړه بد خوبونه لیدل او داسې به یې احساس کاوه چې نقاب‌لرونکي کسان ورپسې دي.

ریور د ماشومتوب پر مهال له خپلو وروڼو سره د افغانستان په واورو پوښلو غرونو کې ختله او حتی د مسلکي غره ختونکې کېدو فکر یې هم کړی و، خو د طالبانو حضور یې دغه خوب له منځه یووړ.

استرالیا ته تر رسېدو وروسته هغې بیا غره ختلو ته مخه کړه او سږ کال د اېورسټ څوکې ته وخته.

د راپور له مخې، ریور د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې د اېورسټ څوکې ته ورسېده او لومړنۍ افغانه ښځه شوه چې دا کار یې وکړ.

د ریور لپاره اېورسټ یوازې یوه ورزشي لاسته‌راوړنه نه وه. هغې ویلي، په افغانستان کې تل یو څوک شته چې ښځو ته وایي څه وکړي، څه وخوري او څه واغوندي.

هغې ویلي چې په اېورسټ کې تر بریا وروسته یې ځان ډېر پیاوړی او باوري احساس کړ او دې پایلې ته ورسېده چې د انسان د وړتیاوو لپاره ټاکلی چوکاټ نشته.

ریور ویلي، د خومبو په سیمه کې غره ختونکو د سختې یخنۍ له امله خپل مخونه پټول، خو د هغوی پټو مخونو دې ته هغه وسله‌وال کسانو ورپه یادول چې غوښتل یې هغه ووژني.

هغې ویلي: «ووېرېدم او په ژړا شوم.»

ریور وایي، ځان ته یې ویل چې دلته طالبان نشته، دا غر خوندي دی او باید پر خپلې وړتیا او سفر تمرکز وکړي.

د هغې په وینا، اېورسټ په ناڅاپي ډول په داسې ځای بدل شو چې له ۱۷ کلنۍ راهیسې ورسره پاتې وېره یې پکې مخامخ کړه.

هغې ویلي، د همدې وېرې تر اېورسټ پورې له ځان سره وړلو او هلته ورسره د مخامخېدو تجربې ورسره مرسته وکړه چې د تېر وخت د ترخو خاطرو له یوې برخې ځان خلاص کړي.

راپور: کابل کې خلک د طالبانو د محدودیتونو ترمنځ د عادي ژوند لارې لټوي

۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۴۶ GMT+۱
100%

اېن‌پي‌ار په یوه راپور کې ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، په کابل کې خلک له ګڼو ټولنیزو محدودیتونو سره سره هڅه کوي خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي او د دغو محدودیتونو ترمنځ د ژوند کولو لارې پیدا کړي.

د راپور له مخې، طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د واک له ترلاسه کولو وروسته د حجاب، د ښځو د مخ پوښلو او د ښځو او نارینه‌وو د ټولنیزو اړیکو په ګډون یو شمېر محدودیتونه بېرته نافذ کړل، خو د دغو مقرراتو عملي کېدل او د خلکو غبرګون په ځینو برخو کې د طالبانو د ۱۹۹۰مې لسیزې له واکمنۍ سره توپیر لري.

اېن‌پي‌ار د «وېکټور ازمون» په نوم د یوې ټلوېزیوني سیالۍ بېلګه ورکړې چې چلوونکې او ګډونوالې یې ښځې دي او دوه ډلې پکې له یو بل سره سیالي کوي. راپور وايي، ښځې لا هم په بېلابېلو ټلوېزیوني خپرونو کې لیدل کېږي او ډېری یې د مخ د بشپړ پوښ پر ځای ماسکونه کاروي.

راپور زیاتوي چې په کابل کې ځینې ښځې له نارینه محرم پرته هم په ښار کې ګرځي او نسبتا ساده حجاب اغوندي. د دغه رسنۍ خبریالې ویلي چې په مرکزي کابل کې یې یوه ښځه لیدلې چې یوازې روانه وه، لنډه چپنه یې اغوستې وه او په ډاډه زړه یې خپل تګ راتګ کاوه.

یوه کابل مېشتې افغانې، چې د طالبانو د احتمالي غبرګون له وېرې یې نوم نه دی اخیستل شوی، ویلي: «تر کومه چې وکولای شم، له ماسک پرته به ګرځم. تر کومه چې وکولای شم، خپل غږ به لرم او غواړم چې ولیدل شم.»

هغې دا ډول چلند د مقاومت یوه بڼه بللې او ویلي یې دي چې باور لري دا مقاومت به یوه ورځ د بدلون لامل شي.

خو راپور وايي، د ښځو دغه ډول کړنې له خطر سره هم مل دي، ځکه د طالبانو د امر بالمعروف محتسبین وخت ناوخت د مقرراتو د عملي کولو لپاره څارنه او عملیات کوي.

راپور د ښځینه سینګارتونونو فعالیت هم د کابل د ټولنیز ژوند یوه بېلګه بللې ده. طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې په کابل کې د شاوخوا درې زره او په ټول افغانستان کې د نږدې ۱۲ زره ښځینه سینګارتونونو د تړلو امر کړی و، خو د راپور له مخې، ځینې سینګارتونونه اوس هم په پټه فعالیت کوي او پر انټرنېټ اعلانونه خپروي، پرته له دې چې خپل ادرسونه ښکاره کړي.

یوه کابل مېشتې سینګارګرې، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم نه دی اخیستل شوی، ویلي چې په خپل کور کې په پټه سینګارتون چلوي. هغې ویلي چې دا کار «ډېر خطرناک» دی او اړ ده چې مراجعینې په پټه کور ته دننه او بهر کړي، څو د خلکو پام وروا نه وړي.

د راپور له مخې، په کابل کې سینماګانې تړل شوې دي، خو خلک لا هم د ایران، پاکستان او هند له ټلوېزیوني شبکو څخه فلمونه ګوري. همداراز، د نجونو او هلکانو ترمنځ د مینې اړیکو ته رسمي اجازه نشته، خو راپور وايي چې دغه ډول اړیکې لا هم شته او ځینې وخت په ښکاره هم لیدل کېږي.

ټولنیز محدودیتونه یوازې پر ښځو نه دي لګېدلي. د راپور له مخې، نارینه هم د ځینو لوېدیځ ډوله وېښتانو له بڼو، تنګو کمیسونو او هغو لنډو جامو منع دي چې زنګونونه پکې ښکاره وي.

له دې سره، په کابل کې د جیمونو، بدن جوړونې او ظاهري ښکلا ته د ځوانانو لېوالتیا زیاته شوې ده. راپور وايي، د طالبانو د غړو په ګډون یو شمېر نارینه جیمونو ته ځي او د غذایي مکملونو او سټرایډونو کارول هم مخ په زیاتېدو دي.

کابل مېشتي خپلواک خبریال علي لطیفي ویلي، د کابل په جیمونو کې د افغان ځوانانو خبرې او غوښتنې «له دوحې، استانبول، کراچۍ یا سان‌فرانسیسکو کې د ځوانانو له ورته غوښتنو سره ډېر توپیر نه لري».

لطیفي وايي، جیمونه، کافې، رستورانتونه او دوکانونه هغه ځایونه وو چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې د له منځه تلو اندېښنه موجوده وه، خو داسې ونه شول. د راپور له مخې، ځینې ځوانان د بدن جوړونې ترڅنګ د وېښتانو کښت او د پوستکي او مخ د ښکلا درملنو، لکه مایکرونېډلینګ او بوټوکس، ته هم مخه کوي.

راپور وايي، د هغو افغانانو ترمنځ چې نه غواړي افغانستان د طالبانو د ۱۹۹۰مې لسیزې سختو ټولنیزو مقرراتو ته په بشپړه توګه ستون شي، د تدریجي بدلون هیله هم شته.

د افغانستان د امریکایي پوهنتون د مدني ټولنې او ډیموکراسۍ استاد عبیدالله باهیر ویلي: «افغانان نه دي تسلیم شوي» او د طالبانو په منځ کې هم داسې کسان شته چې خبرو ته غوږ نیسي او بدلون او ښه‌والي ته چمتو دي.

باهیر زیاتوي چې دا به اسانه نه وي، خو افغانان به د خبرو له لارې د داسې ژوند د رامنځته کولو هڅه وکړي چې د دوی لپاره د منلو وړ وي.

راپور: طالبان د پوځي بې‌پیلوټه الوتکو د وړتیا د پراخولو هڅه کوي

۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۳۳ GMT+۱
100%

د «هو وټ وای» ادارې په یوه راپور کې د ملي امنیت د پخواني رییس احمد ضیا سراج له قوله ویلي چې طالبان د پوځي ډرونونو د کارونې او جوړولو وړتیا پراخوي، بهرني ډرونونه پوځي کارونې ته اړوي او د خپلو ډرونونو د جوړولو لپاره افغان انجنیران ګماري.

سراج د دغه رسنۍ له خبریال سره په خبرو کې ویلي چې طالبان لا هم په ځانګړي ډول له چینایي شرکتونو سوداګریز ډرونونه اخلي او وروسته یې د پوځي کارونې لپاره بدلوي. د هغه په وینا، دا ډرونونه د هغو وسایلو په پرتله چې طالبانو د واک تر نیولو مخکې کارول، ګران دي.

سراج ادعا کوي چې طالبان د دغو ډرونونو د پراختیا لپاره له هند څخه هم مالي ملاتړ ترلاسه کوي، خو ټینګار کوي چې تر اوسه داسې «کلک شواهد» نشته چې وښيي د هند حکومت په رسمي ډول د دې ملاتړ تر شا دی.

هغه همداراز وايي، د طالبانو بله سرچینه د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواک یا سپاه پاسداران دی. د سراج په وینا، دغه ځواک طالبانو ته د ایران له لوري ورکړل شوي ثابت‌وزري ډرونونه برابروي او د طالبانو او سپاه پاسداران اړیکې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لا نږدې شوې دي.

اسلام‌خان غفاروف، د ازبکستان د نړۍ اقتصاد او دیپلوماسۍ پوهنتون استاد او د «پرمختګ‌پالو اصلاحاتو مرکز» شنونکی، هم د سراج د معلوماتو ډېره برخه تاییدوي. هغه وايي، په تېر یو کال کې یې دوه ځله افغانستان ته سفر کړی او له طالب چارواکو، عادي خلکو او د طالبانو له لیکو سره یې خبرې کړې دي.

غفاروف وايي، طالبانو د ډرونونو د جوړولو لپاره هغه افغان انجنیران هم ګمارلي چې په بهر کې یې زده کړې کړې دي او ځینې یې مخکې له امریکايي او بریتانوي ځواکونو سره کار کړی و. د هغه په وینا، ځینو دغو انجنیرانو ځکه له طالبانو سره د کار پرېکړه کړې چې تمه یې لرله طالبان به د خپلې پخوانۍ واکمنۍ په پرتله عملي چلند غوره کړي.

د راپور له مخې، طالبان یوازې له هند او ایران سره د ډرونونو په برخه کې اړیکې نه لټوي. غفاروف وايي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر شاوخوا شپږ میاشتې مخکې ترکیې ته د سفر پر مهال د ترکیې له چارواکو سره د «کامیکاز» یا ځانمرګو ډرونونو په اړه لېوالتیا ښودلې وه، خو د دغو خبرو د پایلو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

راپور زیاتوي چې د طالبانو د پوځ لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت هم د روان کال په جنورۍ کې په قطر کې د دفاعي ټکنالوژۍ په یوه نړیوال نندارتون کې د ترکیې د مصنوعي ځیرکتیا لرونکو ځانمرګو ډرونونو په اړه پوښتنې کړې وې. طالبانو تېر کال له روسیې سره د تخنیکي همکاریو تړون هم لاسلیک کړی، خو د هغه دقیق شرایط نه دي روښانه شوي.

سراج، غفاروف او په کابل کې یوه افغان خبریال چې د نوم نه خپرېدو په شرط یې خبرې کړي، وايي د طالبانو د ډرونونو د پراختیا دوه مهمې موخې د کورنیو وسله‌والو مخالفانو، په ځانګړي ډول اسلامي دولت ډلې، پر وړاندې د پوځي وړتیا لوړول او د یوه هوايي ځواک د رامنځته کولو هڅه ده.

راپور وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د افغانستان حکومت د امریکا او نورو نړیوالو متحدانو له لوري میلیاردونه ډالر پوځي تجهیزات ترلاسه کړي وو. د ۲۰۲۱ کال د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته یو شمېر تجهیزات په افغانستان کې پاتې شول، خو ډېری الوتکې او چورلکې یا له منځه یووړل شوې او یا د پرزو او ترمیم د نشتوالي له امله له کاره ولوېدې.

د «هو وټ وای» په راپور کې همداراز ادعا شوې چې طالبانو د روان کال په فبرورۍ او مارچ کې د پاکستان پر پوځي تاسیساتو ۱۶ ډرون بریدونه کړي دي. د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې تر ډېره سوداګریز ډرونونه کارول شوي چې د چاودېدونکو توکو د لېږد او ځانمرګو بریدونو لپاره بدل شوي وو.

تر اوسه د ایران جوړ ثابت‌وزري ډرونونو د دغو بریدونو په کارولو کې د استعمال راپور نه دی ورکړل شوی. راپور وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پوځي کړکېچ د دوام له امله طالبان ښايي د دودیز هوايي ځواک پر ځای د بریدیزو ډرونونو د پراختیا هڅې لا زیاتې کړي.

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي

۲۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۵۷ GMT+۱
100%

امريکايي رسنۍ «میډیا لاين» په یوه راپور کې ویلي، ايران کې د جګړې خطر، د بې‌ساري اقتصادي فشارونو زیاتوالی او د ژوند د لګښتونو لوړېدل د دې لامل شوي چې سلګونه زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. راپور کاږي، دغه کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي.

امريکايي رسنۍ «میډیا لاين» د شنبې په ورځ (د وږي ۲۸مه) په يوه تحليلي راپور کې پر افغان کډوالو د ايران د بحران اغېزې او بېرته افغانستان ته د هغوی د جبري ستنېدو پایلې ارزولې دي.

د دې راپور له‌مخې، په ايران کې د جګړې خطر، د بې‌ساري اقتصادي فشارونو زیاتوالی او د ژوند د لګښتونو لوړېدل د دې لامل شوي، چې سلګونه زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ د نړيوال سازمان (IOM) د نويو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د اګسټ تر ۲۹مې پورې لږ تر لږه ۴۸۴ زره او ۸۰۰ افغان کډوال له ايران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

که څه هم په دې لړ کې د ۴۰۴ زره او ۴۰۰ کسانو راستنېدل په جبري توګه ثبت شوي، خو په خپله خوښه د ستنېدو يوه نوې څپه هم پیل شوې ده. د دې نوي تمایل اصلي لامل په ايران کې د ژوند د لوړو لګښتونو نه پوره کول دي. د روان کال تر يادې نېټې پورې له ټولو ګاونډيو هېوادونو څخه په ټوليزه توګه څه باندې ۱،۱۸ ميليونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

له بارانه تېښته، تر ناوې لاندې شپه

د هرات د اسلام‌کلا په سرحدي بندر کې يوه طالب چارواکي ويلي، اوس‌مهال هره ورځ له ۲۰ تر ۴۰ افغان کورنۍ (چې ښځې او نجونې هم په‌کې شاملې دي) د اقتصادي ستونزو له امله په خپله خوښه هېواد ته راستنېږي.

د میډیا لاين په راپور کې راغلي، په ايران کې د مصرفي توکو بيې د تېر کال پرتله نږدې ۹۰ سلنه لوړې شوي او د خوراکي توکو انفلاسيون ۱۳۰ سلنې ته نږدې شوی، چې دې کار د افغان کارګرانو ژوند زښت سخت کړی دی. د کډوالۍ د نړيوال سازمان سروې ښيي، چې له ايران څخه د راستنو شویو افغانانو منځنی عاید د پخوا پرتله درېيمه برخه کم شوی او يوازې ۲۹ سلنه راستانه شوي کډوال یو څه سپما لري.

په کابل کې مېشت خبريال علي لطيفي میډیا لاين ته ويلي، دا پرېکړه يوازې په اقتصادي مسایلو پورې تړلې نه‌ده، بلکې په ایران کې پر استوګنيزو ودانيو بریدونه، د امنیت نشتوالی او د فابريکو تړل کېدل هغه لاملونه دي چې افغان کورنۍ بېرته ستنېدو ته اړ باسي.

د کارګرانو زیاتوالی او د کار نشتوالی

دا نوي ارقام د راستنېدو د هغې لویې لړۍ دوام دی، چې تر دې وړاندې پیل شوې وه. ملګرو ملتونو د تېرې مې مياشتې په راپور کې ويلي وو، چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهيسې نږدې ۵،۹ ميليونه افغانان له ايران او پاکستان څخه راستانه شوي، چې له امله یې په دوو کلونو کې د افغانستان نفوس له ۱۰ تر ۱۲ سلنې زیات شوی دی. د ملګرو ملتونو بنسټونو اټکل کړی، چې د روان کال د اپرېل او ډسمبر مياشتو ترمنځ به ۲،۷ ميليونه نور افغانان هم له دغو دوو هېوادونو بېرته راستانه شي.

علي لطيفي زیاتوي، د هرات په چوکونو کې د ورځنيو کارګرانو شاوخوا نیمایي برخه هغه کسان دي، چې په دې وروستيو کې له ايران څخه راستانه شوي. دغه کسان په ودانیزو چارو، ترکارۍ او فابريکو برخو کې کاري تجربې لري، خو په افغانستان کې ورته په دې برخو کې فرصتونه محدود دي.

ښځې بیا هم تر ټولو زیاتې زیانمنې شوې

د «سامويل هال» څېړنيز مرکز مشر څېړونکی سټيفاني بېراټ خبرداری ورکوي، چې د «داوطلبانه» کلمې په کارولو کې باید احتیاط وشي، ځکه د کور کرايې نشتوالی، د معاشونو نه‌ورکړه او د ډېپورټ وېره ايران‌مېشتي افغان کډوال مجبوروي چې بېرته ستانه شي.

د میډیا لاين په راپور کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې لپاره د دغه مرکز نوې څېړنه یادېږي. دا څېړنه ښيي، چې له ايران څخه د راستنو شویو ۵۸۲ ښځو له ډلې، ۷۷ سلنه هغو چې په ايران کې یې کار کاوه، په افغانستان کې بې‌کاره دي او يوازې ۱۷ سلنه یې پر کارونو بوختې دي. د دې ترڅنګ، د هغو کورنيو ۴۷ سلنه چې له ايران څخه یې د پيسو لېږل (حوالې) بندې شوې، هېڅ بديل عايد نه‌لري او ۹۷ سلنه یې تر پورونو لاندې دي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم تایید کړې، چې ۹۲ سلنه راستنې شوې کورنۍ په مياشت کې تر ۱۴۷ ډالرو کم عايد لري او ۹۰ سلنه کسانو ويلي، چې له راستنېدو وروسته یې پورونه نور هم زیات شوي دي.

د جګړې شالید او اقتصادي پرځېدنه

د دغو اقتصادي او ټولنيزو فشارونو رېښه په ايران کې له روانې جګړې او بې‌ساري انفلاسیون سره نېغ په نېغه اړیکه لري. د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۸مه په تهران کې د امريکا او اسراییل په ګډو هوایي بریدونو کې د علي خامنه‌‌يي له وژل کېدو وروسته، د ایران اسلامي جمهوریت او د بهرنيو ځواکونو ترمنځ مستقیم پوځي ټکر پیل شو چې په ايران کې یې امنیتي او اقتصادي وضعیت ګډوډ کړ.

د ايران د احصايې مرکز د روان کال په چنګاښ مياشت کې کلنی انفلاسیون ۶۶ سلنه او د ګام پرګام انفلاسیون کچه ۸۷،۹ سلنه اعلان کړه. دا اقتصادي بحران، د تېلو د ونډې کمښت او د ډالر د بيې بې‌سارې لوړېدل د دې لامل شوي چې سلګونه زره افغان کډوال د امنیت او روزګار په لټه کې بېرته د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته راستانه شي.