سهیل اپریدی: د عمران خان دوه نورې خوېندې او د هغوی ماشومان هم نیول شوي او لادرکه دي

د پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدی وايي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان خویندې عظمی خان او نورین خان او د هغوی ماشومان په لاهور کې «تښتول شوي» او تر اوسه یې درک نه دی معلوم.
سهیل اپریدي ویلي چې د عمران خان بله خور علیمه خان د عامه نظم د ساتنې د قانو «۳ ایم پي او» له مخې نیول شوې او وروسته عظمی خان او نورین خان هم نیول شوې دي.
د لاهور د ولسوالۍ ادارې د حکم له مخې علیمه خان د عامه نظم د قانون له مخې د ۳۰ ورځو لپاره نیول شوې او کوټ لکپت زندان ته لېږدول شوې ده.
د پښتونخوا اعلی وزیر وايي دی له عظمی خان او نورین خان سره په تماس کې و. د هغه په وینا، کله چې ملکي جامو کې کسان او پولیس د هغوی کورونو ته ورغلل ده دواړو خویندو ته وویل چې له کورونو بهر دې نه وځي او دی به خپله لاهور ته ورشي او هغوی به پښتونخوا ته راولي.
سهیل اپریدي وايي، دی سمدستي لاهور ته روان شم خو د ده تر رسېدو مخکې عظمی خان، نورین خان او د هغوی ماشومان له خپلو کورونو څخه وړل شوي او وروسته یې اړیکه ورسره پرې شوې ده.
هغه ادعا کړې چې د عمران خان د خویندو په کورونو کې هم ورانۍ شوې دي.
هغه د پاکستان پوځ ته په اشارې وویل تاسو چې د خپلې مېرمنې، خور او مور لپاره د پلټنې په موخه ځئ او هلته ډزې کوئ نو دا کار ولې نه شئ کولی؟
د پښتونخوا اعلی وزیر پر دولتي ادارو غږ کړی چې قانون مراعات کړي او د ښځو او ماشومانو درناوی وکړي.
هغه ویلي، که د تحریک انصاف د کارکوونکو پر کورونو چاپې وهل کېږي او د هغوی له میندو، خویندو او لوڼو سره ناسم چلند کېږي نو په پاکستان کې به تاوتریخوالی او سیاسي کړکېچ نور هم زیات شي.
سهیل اپریدي دا ادعا هم کړې چې د پښتونخوا د ولایتي وزیر شکیل خان د تښتولو هڅه شوې
هغه ټینګار کړی چې پاکستان د ټولو وګړو هېواد دی او دولتي ادارې باید د اساسي قانون او قانون له مخې خپلې چارې ترسره کړي.
