د کوټې د سبزۍ منډۍ سوداګر عبدالله افغانستان انټرنیشنل-پښتو ته وویل، افغان پیاز د توبه اڅکزۍ، توبه کاکړۍ او ګردي ځنګل له لارو کوټې ته راوړل کېږي او له دې ځایه د پاکستان نورو منډیو ته لېږدول کېږي.
د عبدالله په وینا، د افغان پیازو په راتګ سره د کوټې په بازار کې د پیازو بیې راټیټې شوې دي.
عبدالله وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اصلي سوداګریزو لارو بندېدو د دواړو خواوو کاروباریانو ته ستونزې جوړې کړې او د سبزیو پر سوداګرۍ یې منفي اغېز کړی دی.
نوموړی زیاتوي چې د سوداګریزو لارو تړلو نه یوازې د پیازو کاروبار اغېزمن کړی، بلکې د تازه مېوو او نورو سبزیجاتو سوداګر هم ورسره له ستونزو سره مخ شوي دي.
د عبدالله په خبره، د پاکستان او طالبانو د اوسني سیاست له امله د دواړو خواوو سوداګر او کروندګر زیان ویني.
هغه وايي، پخوا به سوداګرو د مالیې په ورکولو سره له افغانستانه پیاز پاکستان ته صادرول او له لږ ځنډ وروسته به یې توکي منډیو ته رسېدل. د نوموړي په وینا، له دې سوداګرۍ به د پاکستان سوداګرو او هم د افغانستان سوداګرو او کروندګرو ګټه ترلاسه کوله.
عبدالله وايي، که څه هم اوس افغان پیاز کوټې ته راځي، خو سوداګر پخوانۍ ګټه نه شي ترلاسه کولی، ځکه د غیر رسمي لارو له امله لګښتونه زیات شوي او د پیازو د واردېدو کچه هم کمه شوې ده.
نوموړی وايي، کله چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري روانه وه، د کوټې سوداګرو به د پیازو د فصل تر رسېدو مخکې له افغان کروندګرو سره قراردادونه کول او په دې توګه به پیاز پر وخت منډۍ ته رسېدل.
عبدالله وايي، سوداګري باید د سیاست ښکار نه شي، ځکه د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو ته ډېر خلک له کرنې او کروندګرۍ سره تړلي او کرنیز کاروبار د سیمې د اقتصاد یوه مهمه سرچینه ده.
د هغه په وینا، که سوداګري همداسې بنده پاتې شي، ډېر خلک به زیانمن شي.
عبدالله وايي، د افغانستان سبزیجات د کوټې د سبزۍ منډۍ د سوداګرۍ مهمه برخه وه او ګڼ ځايي خلک له دې کاروبار سره تړلي وو، خو اوس دغه شمېر راټیټ شوی دی.
هغه زیاتوي چې پخوا به له افغانستان، نه یوازې پیاز، بلکې انار، انګور او خټکي هم په لویه کچه کوټې ته راوړل کېدل.
عبدالله وايي، د شوراوک خټکي او د کندهار انار په پاکستاني بازارونو کې مشهور وو او اوس هم د پاکستان د نورو ایالتونو سوداګر د دغو مېوو غوښتنه کوي.
خو د هغه په وینا، د ډیورنډ کرښې له لارې د سوداګرۍ د بندېدو له امله د کوټې سوداګر دغه غوښتنه نه شي پوره کولی.
عبدالله وویل چې دا وضعیت د دوی لپاره نه یوازې د مالي زیان لامل شوی، بلکې د افغانستان له مېوو او سبزیجاتو سره د پخوانۍ سوداګرۍ پر بندېدو خواشیني هم دي.