• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغانې بایسکل ځغلوونکې فریبا هاشمي په اسیايي لوبو کې اووم ځای خپل کړی

۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۲ GMT+۱

۲۳ کلنې افغانې فریبا هاشمي، چې په فاریاب کې یې له ویرې په نارینه جامو کې ورزش کاوه، د اسیايي لوبو د ښځو انفرادي «ټایم ټرایل» سیالۍ اووم مقام ګټلی. نوموړې ویلي، «په کوردننه مې ډېرې سختې ورځې تېرې کړې خو دا نه وایم چې زموږ خلک بد دي. موږ ډېر ښکلی هېواد لرو، خو ذهنیتونه متفاوت دي».

په ټایم ټرایل یا د وخت پربنسټ سیالي کې هر لوبغاړی مسیر په یوازې ځان وهي او هغه څوک چې مسیر تر ټولو په لږ وخت کې بشپړ کړي، غوره مقام ترلاسه کوي.

هاشمي په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستان نه ووتله او اوس په ایټالیا کې مېشته ده.

نوموړې هیله لري چې لوبې به یې په هېواد کې نورې نجونې وهڅوي.

د یونسکو د اټکل له مخې، په افغانستان کې د واک له تغییر راهیسې ۲،۴ میلیونه افغانې نجونې له ثانوي زده کړو بې برخې شوې دي.

هاشمي وویل، « زما لپاره موضوع یوازې زما د سیالۍ او لاسته راوړنې نه ده، بلکې غواړم خپل هېواد ته وښیم چې یوه ښځه په داسې شرایطو کې هم څه کولای شي. موږ لا هم ژوندۍ یو او لا هم مبارزه کوو».

هغې زیاته کړه، « هیله لرم چې یو څه بدلون راشي، څو راتلونکی نسل له خپل هېواده د اسیايي لوبو لپاره سیالۍ ته را ووتلی شي، نړۍ وویني او مډالونه وګټي».

هاشمي د خپلې خور یلدوز، چې هغه هم یوه نړیواله بایسکل ځغلوونکې ده، په پیروي په ۱۵ کلنۍ کې دغه ورزش ته مخه کړې ده، خو په فاریاب ولایت کې دغه ورزش بې ګواښه نه و.

هاشمي وویل، « ما به تل د تمرین لپاره د نارینه په څېر جامې اغوستې. دوه یا درې بېلابېل ماسکونه به مې اچول، چې خلک مې ونه پېژني او برید راباندې ونه کړي. زه وېرېدلم چې هسې نه هغوی مې ومومي».

هغې وویل، « کله ناکله به مې پر سر تیږه ولګېده. خلکو بوتلونه را غورځول. هغوی غوښتل چې په زور او بریدونو موږ دې ته اړې کړي چې بېرته کور ته ستنې شو».

هغه وايي، « ما ډېرې سختې ورځې تېرې کړې، خو دا نه وایم چې زما خلک بد دي. موږ ډېر ښکلی هېواد لرو، خو ذهنیتونه متفاوت دي».

هاشمي د ۱۹۹۷ کال د سړک بایسکل ځغلونې د اتلولۍ ګټونکې الیسندرا کاپېلوټو په مرسته ایټالیا ته لاړه او دواړو خویندو دوه کاله وړاندې د پاریس په المپیک کې هم ګډون وکړ.

هاشمي وویل، « په دې خواشینې یم، چې په خپل هېواد کې ژوند نه شم کولای. له خپلې کورنۍ سره مې له ډېرې مودې راهیسې نه دي لیدلي. د خپل خوب د تعقیب لپاره مې خپل هېواد پرېښود. ما د خلکو له ډبرو ځان وژغوره او له هېواده وتښتېدم».

هغه هیله منه ده، چې په افغانستان کې بدلونونه راشي او دا خپلې خاورې ته ستنه شي.

ډېر لیدل شوي

هبت‌الله او ټرمپ؛ د بې‌پولې خبریالانو د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ محدودوونکو په نوملړ کې
۱

هبت‌الله او ټرمپ؛ د بې‌پولې خبریالانو د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ محدودوونکو په نوملړ کې

۲

افغان کډوال: د ترکیې سرحدي پولیسو نیول شوي کسان بربنډ کړي او وهلي دي

۳
ځانګړی

د ویزو د تور بازار منځګړو له لسګونو تنو سلګونه زره ډالره اخیستي خو بېرته یې نه دي ورکړي

۴

ایران کې د افغان پخوانیو چارواکو د امنیت په اړه اندېښنې؛ د احمدخان غوري د وژلو هڅه شوې ده

۵

روسیه له طالبانو سره د شوروي پخوانیو ټانکونو د بیارغونې په برخه کې مرسته کوي