• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د پروان په چاودنه کې د خپل یوه غړي وژل کېدل تایید کړل

۳۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۴:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۷:۲۸ GMT+۱

د پروان د سالنګ ولسوالۍ په ده یک کلي کې د سې شنبې په ورځ د طالبانو د سرتېرو په منځ کې چاودنه شوې ده. محلي سرچینې وايي، څلور طالبان او یو ملکي وګړی په چاودنه کې وژل شوي، خو طالبانو یوازې د یوه تن د وژل کېدو پخلی کړی دی.

افغانستان انټرنشنل ته درې سرچینو ویلي چې چاودنه د غرمې شاوخوا دوه بجې هغه مهال وشوه، چې د طالبانو تازه دمو ځواکونو د سالنګ ولسوالۍ د ده یک کلي یوه پوستې ته خپل وسایل لیږدول.

د سرچینو په وینا، په دې پېښه کې څلور طالبان او یو ملکي وګړی وژل شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، طالبانو دغه ملکي وګړی له سیمې نه له ځان سره بیولی و، چې د وسایلو په لیږدولو کې ورسره مرسته وکړي.

د طالبانو د پروان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند د پېښې په اړه ویلي چې د دفاع وزارت اړوند ځواکونو د بېغورۍ له امله د یوه «لاسي بم» چاودنه شوې، چې په پایله کې یې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د سالنګ ولسوالۍ د ده یک کلي یوه اوسېدونکي وویل چې له چاودنې وروسته د طالبانو ځواکونه سیمې ته راغلل او کور په کور پلټنې یې پیل کړې.

ډېر لیدل شوي

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي
۱

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي

۲

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۳

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۴

پاکستان یو وار بیا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو بریدونه کړي دي

۵

هېلن مکنټي: د افغان ښځو د حقونو په اړه د خبرو وخت تېر شوی اوس عملي اقدام پکار دی

•
•
•

نور خبرونه

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

۳۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۳:۱۰ GMT+۱
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ۱۴۰۵ لمریز کال د لومړیو شپږو میاشتو خپرې شوې شمېرې ښيي، چې د وري له لومړۍ نېټې څخه د وږي تر ۳۰مې پورې، په ټول افغانستان کې ۸۲۹۰ جنایي پېښې ثبت شوې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په وینا، د دغو پېښو په تړاو ۱۵۷۳۰ کسان نیول شوي چې له دې ډلې ۱۱۴۸۰ تنه د جنایي جرمونو او ۴۲۵۰ تنه د نشه‌یي توکو قاچاق او خرڅلاو په تور ثبت دي.

په همدې شمېرو کې ۳۱۲۰ کسان د غلاوو او ۱۲۶۰ کسان د وژنو په قضیو کې ښکیل ښودل شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د نیول شویو کسانو دوسیې جلا جلا پروسس شوې، لومړني تحقیقات یې شوي او د جنایي استخباراتو له ارزونې وروسته یې قضیې اړوندو محاکمو ته استول شوې دي.

خو په خپرو شویو معلوماتو کې دا نه دي روښانه شوي چې له ۱۵۷۳۰ کسانو څخه څومره یې په محکمو کې مجرم ثابت شوي، څومره خوشې شوي او د څومره کسانو قضیې لا هم تر قضایي څېړنې لاندې دي.

تر ټولو ډېر نیول شوي کسان په کابل کې

د وزارت د معلوماتو له مخې، کابل د نیول شویو کسانو تر ټولو لویه برخه لري.

په پلازمېنه کې ۴۱۲۰ کسان نیول شوي چې د وزارت په وینا، د وسله‌والو او سازمان شویو غلاوو، اخلال او مالي درغلیو له قضیو سره تړاو لري.

کابل د افغانستان د پلازمېنې په توګه تر ټولو ګڼ نفوسه ښار او د اقتصادي فعالیتونو تر ټولو ستر مرکز دی. د ښار پراخوالی، د خلکو لوړ شمېر او پر اقتصادي فعالیتونو تمرکز هغه عوامل دي چې د جرمونو د بېلابېلو ډولونو د ثبت احتمال هم زیاتوي.

د وزارت په شمېرو کې دویمه ستره ډله د نشه‌یي توکو اړوند نیول شوي کسان دي.

طالبان وايي چې ۴۲۵۰ کسان د نشه‌یي توکو په تړاو نیول شوي دي.

100%
طالبان وایي ۴۲۵۰ کسان یې د نشه‌یي توکو د قاچاق او تولید په تور نیولي

د وزارت په وینا، په دې ډله کې د واټونو پر سر د نشه يي توکو پلورونکي، د نشه‌یي توکو کورني قاچاق وړونکي او له تولید او قاچاق سره تړلي کسان شامل دي.

د طالبانو امنیتي ځواکونو په دې موده کې په لسګونو ټنه وچ او لانده نشه‌یي توکي ترلاسه کړي دي. په یادو موادو کې چرس، تریاک، هیرویین، کریستال، شیشه او نور کیمیاوي مواد شامل دي.

وزارت ادعا کوي چې په لرې پرتو او غرنیو سیمو کې یې د نشه‌یي توکو د پروسس ۵۸ مرکزونه او کارخونې هم موندلي او له منځه وړي دي.

د دې عملیاتو په اړه خپاره شوي معلومات دا نه ښيي، چې د له منځه وړل شویو موادو او مرکزونو اقتصادي ارزښت څومره و او د نشه يي توکو پر ټول بازار یې اغیز څه اندازه دی.

100%
طالبان وایي د نشه‌یي توکو د پروسس ۵۸ کارخونې له منځه وړي دي

د ولایتونو په کچه د جرمونو نقشه

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د نیونو جغرافیایي څرنګتیا هم په افغانستان کې د جرمونو بېلابېل اړخونه څرګندوي.

په بدخشان، تخار، هرات او نیمروز کې ټولټال ۳۲۵۰ کسان نیول شوي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو کسانو یوه مهمه برخه د نشه‌یي توکو له لېږد، تولید او انساني قاچاق سره تړاو لري.

په ننګرهار، کندهار او بلخ کې بیا ۲۸۷۰ کسان نیول شوي دي. وزارت ډېری دغه قضیې له شخصي شخړو، وژنو او د غیرقانوني وسلو له ساتلو سره تړلې بولي.

په غزني، خوست، پکتیا، جوزجان او نورو ولایتونو کې ۱۴۹۰ کسان نیول شوي چې د ځمکو پر سر شخړې، غلاوې او له قانون څخه سرغړونې یې د قضیو له عمده مواردو بلل شوي دي.

د دغو څلورو ډلو مجموعه ۱۱۷۳۰ کسان کېږي.

د وزارت د ټولیزې شمېرې له مخې، پاتې ۴۲۵۰ کسان د نشه‌یي توکو په تړاو نیول شوي دي، چې په دې توګه ټول شمېر ۱۵۷۳۰ کسانو ته رسېږي.

د کار بازار د خلکو اړتیا نه پوره کوي

د نیول شویو کسانو ځینې کورنۍ وايي چې بې‌کاري او اقتصادي فشارونو د دوی د کورنیو پر غړو اغېز کړی دی.

د دوی په وینا، کله چې د کار زمینه محدوده او د عاید سرچینې کمې وي، د کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو برابرول هم ستونزمن کېږي. د دغو کورنیو په ادعا، د جرم د مخنیوي ترڅنګ باید هغه اقتصادي شرایط هم وڅېړل شي چې خلک له بېلابېلو غیرقانوني فعالیتونو سره مخامخ کوي.

د شنونکو په باور، دا پخپله د جرم لپاره قانوني یا اخلاقي توجیه نه جوړوي، خو د جرم د علتونو د تحلیل لپاره اقتصادي شرایط مهم متغیر بلل کېږي.

100%
د نیول شویو کسانو کورنۍ وايي د اقتصادي مجبوریت له امله جرمونږ ته اړوځي

طالبان په خپلو رسمي څرګندونو کې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت ترڅنګ د اقتصادي فرصتونو د رامنځته کېدو خبره هم کوي، خو منتقدان وايي، د کار بازار لا هم د میلیونونو افغانانو اړتیا نه شي پوره کولی.

د دوی په وینا، د خصوصي سکتور کمزورتیا، د پانګونې په برخه کې محدودیتونو، بې‌کاري او د ښځو پر کار بندیزونو پر کورنیو اقتصادي فشارونه زیات کړي دي.

د طالبانو حکومت د امنیتي او اداري اصلاحاتو او اقتصادي پروژو له لارې د وضعیت د ښه کېدو خبره کوي، خو د نړیوال بانک د ۲۰۲۶ کال د وروستیو ارزونو له مخې، افغانستان لا هم له جدي اقتصادي فشارونو سره مخ دی. بانک وايي، که څه هم د هېواد واقعي اقتصاد په ۲۰۲۵ کال کې ۴.۸ سلنه وده کړې، خو دغه وده د خلکو د ژوند د کچې او عایداتو د پام وړ ښه والي لامل شوې نه ده.

افغانستان کې د تېلو لوړې بیې؛ خلک وایي طالبان د بیو په مهارولو کې پاتې راغلي

۳۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۰۲ GMT+۱
100%

د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په تدریجي ډول د تېلو بیو لوړېدو سخت اندېښمن کړي دي. دوی وایي، طالبان نه‌دي توانېدلي چې په دغه موده کې د تېلو بیې مهار کړي.

محمد شریف چې د هرات - اسلام کلا بندر موټر چلوونکی دی وایي، د تېلو د بیو لوړېدو یې روزګار او کار و بار ټکنی کړی. نوموړی وایي، ترڅو میاشتو وړاندې د یو لیټر پټرولو بیه تر ۸۰ افغانیو ټیټه وه؛ خو اوس یې بیه تر ۹۵ افغانیو رسېدلې ده.
هغه وایي، هومره پیسې نه ګټي لکه څومره چې پر تېلو ترې لګېږي. د محمد شریف په وینا: «که وضعیت همداسې دوام وکړي د موټر چلولو تېرېږم، نه له خلکو سره ډېرې پیسې دي چې کرایه لوړه شي او نه مو هم د تېلو په پوره کولو وس رسېږي».
که څه هم په نړۍوال بازار کې د تېلو بیه تېره ورځ راټيټه شوې؛ خو په افغانستان کې د تېلو بیې د څو وروستیو اونیو پرتله لوړې شوې دي. له کندهار، هرات او کابل ولایتونو د افغانستان انټرنشنل پښتو د راټولو شویو معلوماتو پربنسټ نن سې‌شنبه (د وږي ۳۱مه) په کابل کې د یو لیټر پټرولو بیه ۹۰ افغانیو ته رسېدلې او د ډیزلو بیه نږدې ۸۰ افغانۍ ښودل شوې ده.
په هرات ولایت کې هم د یو لیټر غوره پټرولو بیه تر ۹۵ افغانیو او د ډیزلو بیه تر ۷۲ افغانیو رسېدلې ده او د (اېل پي جي) ګازو بیه هم ۶۵ افغانۍ ښودل شوې ده.
په کندهار ولایت کې بیا د یو لیټر پټرولو بیه ۸۷افغانۍ او د ډیزلو بیه ۷۵افغانۍ ښودل شوې.
د کندهار ښار اوسېدونکو په وینا، یو کیلو ګاز په شرکت کې ۶۲افغانۍ او په عام بازار کې تر ۶۵افغانۍ پلورل کېږي.
تېره اونۍ دغه بیې یوه اندازه ټیټې وې. په کابل کې تېره اوونۍ د یو لیټر پټرولو بیه ۸۷ افغانۍ او د ډیزلو بیه ۷۹افغانۍ وه. په هرات کې هم یو لیټر پټرول تېره اوونۍ ۹۰ او ډیزل ۷۲ افغانۍ وو.
له کندهار نه هم د یو لیټر پټرولو بیه ۸۱ افغانۍ او ډیزل ۷۱ افغانۍ ښودل شوې ده.
د کابل ښار د میرویس میدان موټر چلوونکی شکېب احمد (مستعار نوم) وایي، چې د تېلو بیو لوړېدو د موټر چلوونکو پر کار هم منفي اغېز کړی او له دغه کار سره نه‌شي کولی خپله ۱۱کسیزه کورنۍ وچلوي.
د نوموړي په وینا، د موټر پر معمولي عوارضو دومره پیسې ترې لګېږي چې ځینې وخت هیڅ ګټه نه کوي. د تېلو د بیو لوړېدو په اړه شکېب احمد وایي، چې د موټړ د نورو لګښتونو نه زیات د تېلو د بیو لوړېدلو اندېښمن کړي.
هغه وایي، طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې عمري عدالت پلي کړی؛ خو دا څه ډول عدالت دی چې د عام ولس د ستونزو د حل غم ورسره نه‌شته. هغه وایي، له څو میاشتو راهیسې د تېلو بیې هره اونۍ په لوړېدو دي او که وضعیت همداسې دوام وکړي د ژمي په را رسېدو به د خلکو ستونزې لا پسې ډېرې شي.

اقتصادي شنونکي وایي، د افغانستان په بازار کې د نړۍ د تېلو بیې هومره اغېز ځکه نه‌شي کولی چې افغانستان له فارس خلیج څخه تېل نه صادروی. فرید فرهنګ د اقتصادي چارو شنونکی وایي، چې افغانستان ته خالص یا د لوړ کیفیت لرونکي تېل نه راځي؛ ځکه د دغه تېلو بیې لوړې دي او د افغانستان بازار یې د پلور لپاره مناسب نه‌دی.
ځینې نور شنونکي بیا وایي، د طالبانو کمزوری مدیریت او د سوداګرو له‌خوا یو ډول احتکاري چلند د دې لامل شوی چې د افغانستان په بازارونو کې د تېلو بیه له کنټروله ووځي.
فرید فرهنګ همداراز وایي، د یادې ستونزې د حل لپاره د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت کولی شي په مستقیمه توګه له روسیې تېل وارد کړي او په مستقیمه توګه یې پر خلکو ووېشي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ (د وږي په ۳۰مه) د اسیا په بازارونو کې د تېلو بیې ټیټې ښودل شوې وې او لامل یې هم تر ډېره برېده د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو زیاتېدل ښودل شوي وو.
د بازار د تازه معلوماتو له مخې، د برنېټ خامو تېلو بیه ۱.۲۵ سلنه راټیټه شوې او په هر بېرل کې ۱۰۲ ډالرو او ۵۷ سېنټو ته رسېدلې ده. د وېسټ ټېکساس انټرمېډیټ خامو تېلو بیه هم ۱.۵۳ سلنه کمه شوې او هر بېرل یې په ۹۸ ډالرو او ۷۷ سېنټو پلورل شوی دی. د برنېټ خامو تېلو بیې تېره اوونۍ هم ټېټې شوې وې.

د تېلو په نړۍوال بازار کې د بیو له راټېټېدو سربېره د افغانستان په بازارونو کې د تېلو لوړو بیو خلک داسې مهال اندېښمن کړي، چې د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ د دغه هېواد تر نیمایي ډېر وګړي د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
خو د خلکو په وینا، طالبانو د تېلو د بیو کنټرول لپاره کوم ځانګړي اقدامات نه‌دي ترسره کړي او د تېلو بیې په تېرو څو میاشتو کې له شاوخوا ۷۰ افغانیو تر ۹۰ افغانیو لوړې شوې دي.
وړاندې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و، چې د دغه توکو د بیو د زیاتوالي لاملونه یې له واردوونکو شرکتونو سره څېړلي دي او شرکتونو ډاډ ورکړی چې د تېلو او اوبلنو ګازو کافي زېرمې شته او واردات یې په عادي ډول روان دي؛ خو د خلکو په وینا په عملي توګه په دې برخه کې د طالبانو د کوم اقدام څرک نه لیدل کېږي.

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۳۰ وږی ۱۴۰۵ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۸ GMT+۱
100%

یو شمېر افغان ښځینه فعالانو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ۸۱مې غونډې په څنډه کې په یوه ناسته کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو د وضعیت په اړه له اندېښنو څرګندولو او تکراري ژمنو تېر شي او د عدالت، حساب ورکونې او په سیاسي بهیرونو کې د ښځو د ګډون لپاره عملي اقدامات وکړي.

میترا مهران، ګیسو یاري او اصیلا وردک، چې په دې ناسته کې یې ویناوې وکړې، ټینګار وکړ چې افغان ښځې باید د افغانستان د راتلونکي په اړه د هر سیاسي بهیر په مرکز کې وي.
«د ښځو له نظرونو پرته سیاسي بهیر د ناکامۍ له ګواښ سره مخ دی»
د ښځو د حقونو فعالې میترا مهران وویل چې افغان ښځې پوهېږي کومو اقداماتو ورته پایله ورکړې، کوم ناکام شوي او د افغانستان د راتلونکي لپاره څه غواړي.
هغې ټینګار وکړ چې هر هغه سیاسي بهیر چې د افغان ښځو غوښتنې او لیدلوري په پام کې ونه نیسي، له پیله د ناکامۍ له ګواښ سره مخ دی.
اغلې مهران له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره له هر ډول سیاسي او ډیپلوماتیک تعامل څخه ډډه وکړي چې د دې ډلې د اړیکو عادي کولو یا مشروعیت ورکولو لامل کېږي.
هغې وویل: «که په یوه سیاسي بهیر کې داخل شو، خو جنسیتي اپارتاید په رسمیت ونه پېژنو، نو د ستونزې له ریښې سره مبارزه نه کوو، بلکې یوازې له پایلو سره یې چلند کوو».
ګیسو یاري: له ۲۰۰ ډېر فرمانونه او قوانین د ښځو پر ژوند اغېزمن شوي
د ښځو د حقونو فعالې ګیسو یاري وویل چې په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو له لوري له ۲۰۰ ډېر فرمانونه، قوانین او لارښوونې د افغانستان د ښځو او نجونو پر ژوند اغېزمنې شوې دي.
د هغې په وینا، د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونو د هغوی د ژوند نږدې ټولې برخې اغېزمنې کړې دي.
یاري وویل چې افغان ښځې او نجونې، سره له دغو محدودیتونو، په پټه زده کړو، تنظیم، اعتراضونو، د بشري حقونو د سرغړونو ثبتولو او د حق غوښتنې ته دوام ورکړی دی.
هغې وویل چې په همدې موده کې د نړیوالې ټولنې یوه برخه له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو پر لور روانه شوې ده.
یاري له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو پر ځای خبرې ونه کړي، بلکې هغوی ته دې زمینه برابره کړي چې خپل غږ په خپله نړیوالې ټولنې ته ورسوي.
هغې ټینګار وکړ: «مه پرېږدئ چې د افغان ښځو او نجونو محرومیت په یوه عادي او منل شوي وضعیت بدل شي».
اصیلا وردک: «اوس د عمل وخت دی»
د ښځو د حقونو فعالې او پخوانۍ افغانې ډیپلوماتې اصیلا وردک هم د طالبانو د واکمنۍ پنځم کال ته په اشارې وویل چې افغان ښځو په وار وار خپلې غوښتنې مطرح کړې دي او اوس د عملي اقداماتو وخت دی.
وردک وویل: «پنځه کاله تېر شوي دي. نور له موږ مه پوښتئ چې زموږ لپاره څه کولی شئ. موږ څو ځله ویلي چې څه غواړو. اوس د عمل وخت دی».
هغې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د افغانستان اړوند په ټولو سیاسي بهیرونو کې د افغان ښځو حضور تضمین کړي.
د وردک په وینا، ښځې باید د اجنډا له ټاکلو او پرېکړو څخه نیولې تر سیاسي بهیرونو د عملي کولو پورې، ریښتینی او تلپاتې رول ولري.
وردک د حساب ورکونې د میکانیزمونو د پیاوړتیا، د بشري حقونو د سرغړونو د شواهدو د ساتلو، افغان ښځو او نجونو ته د زده کړو او بورسویو د فرصتونو برابرولو او له هېواده بهر د افغان محصلانو د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.
هغې همداراز د افغان ښځینه بنسټونو لپاره د مستقیم او څوکلن مالي ملاتړ غوښتنه وکړه.
وردک ټینګار وکړ چې د ښځو د حقونو د سرغړونو اسناد او شواهد باید یوازې په ارشیفونو کې پاتې نه شي.
هغې وویل: «شواهد باید یو ځای ته ورسېږي او هغه ځای عدالت دی».
دې افغان فعالې له د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو وغوښتل چې له طالبانو سره خپلې جلا جلا اړیکې په یوه همغږې او څو اړخیزې تګلارې بدلې کړي.
هغې د ښځو د زده کړو، کار، د تګ راتګ د ازادۍ او په عامه چارو کې د ګډون په برخو کې د مشخصو معیارونو د ټاکلو غوښتنه هم وکړه.
په ناسته کې ویناوالو ټینګار وکړ چې د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت یوازې یوه داخلي موضوع نه ده، بلکې د بشري حقونو، جنسیتي برابرۍ، عدالت او حساب ورکونې په برخه کې د نړیوالې ټولنې د ژمنتیا لپاره یوه ازموینه ده.

ترکیې او قطر له طالبانو سره د القـ .ـاعدې او پاکستاني وسله‌والو ډلو په اړه خبرې کړې دي

۳۰ وږی ۱۴۰۵ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۶ GMT+۱
100%

د امریکا د پوځي او امنیتي چارو ویب‌پاڼې «سوف‌ریپ» په یوه تحلیلي راپور کې ادعا کړې چې د ترکیې او قطر لوړپوړو امنیتي چارواکو د سپټمبر پر ۱۶مه په کابل کې له طالب مشرانو سره د القـ .ـاعدې، د دوحې تړون، د تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان ازادۍ پوځ په اړه خبرې کړې دي.

د دغه رسنۍ د سپټمبر ۲۱مې په راپور کې، چې سارا اډمز لیکلی، راغلي چې د ترکیې د ملي استخباراتو مشر ابراهیم کالین او د قطر د ملي امنیت شورا مرستیال منشي حمد بن خمیس الکبیسي په کابل کې د طالبانو له دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني او د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست له مشر ملا عبدالحق وثیق سره لیدلي دي.

د راپور له مخې، ابراهیم کالین کندهار ته هم تللی او هلته یې د طالبانو له والي او د هبت‌الله اخوندزاده له ځانګړي استازي ملا محمد شیرین اخوند سره کتلي دي.

راپور لیکي چې د دغو ناستو درې اصلي موضوعات د حمزه بن لادن په افغانستان کې څرګند حضور، له امریکا سره په راتلونکو خبرو کې د دوحې د مذاکراتي چوکاټ څخه د طالبانو د استفادې څرنګوالی او د تحریک طالبان پاکستان او بلوچ لیبریشن ارمي په اړه پلانونه وو.

د راپور له مخې، د دغو خبرو یوه مهمه موضوع حمزه بن لادن و؛ هغه د القاعدې د بنسټګر اسامه بن لادن زوی او د دې ډلې اوسنی مشر بلل شوی دی.

راپور ادعا کوي چې ترکیه او قطر له وړاندې خبر وو چې حمزه بن لادن ژوندی دی، خو د سپټمبر پر ۱۰مه د القاعدې له خوا د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت د «د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو له ۲۵ کلونو وروسته، لومړۍ برخه» تر سرلیک لاندې د یوې ویډیو له خپرېدو وروسته د هغه شتون یو ځل بیا عام شو.

په راپور کې راغلي چې د امریکا حکومت د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر پر ۱۴مه اعلان کړی و چې حمزه بن لادن د افغانستان او پاکستان په سیمه کې د امریکا په یو د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې وژل شوی، خو «سوف‌ریپ» وايي چې نوموړی هغه مهال ژوندی و.

د راپور له مخې، ترکیې او قطر له طالبانو څخه دا نه غوښتل چې القاعده له افغانستان نه وباسي، یا حمزه بن لادن له هېواده لرې کړي، بلکې اندېښنه یې دا وه چې د هغه شتون او په افغانستان کې د القاعدې حضور ولې دومره ښکاره شوی چې نړیواله پاملرنه یې بېرته دې هېواد ته اړولې ده.

د راپور په یوه خبره کې راغلي: «موضوع دا نه وه چې ایا په افغانستان کې د ترهګرو لپاره خوندي ځای شته، اندېښنه دا وه چې دغه خوندي ځای د بهرنیو خلکو لپاره تر کومه حده ښکاره شوی دی.»

د دوحې تړون او له امریکا سره راتلونکې خبرې

د راپور له مخې، د ناستو دویمه موضوع دا وه چې طالبان څنګه کولی شي د دوحې د مذاکراتو له رامنځته شوي سیاسي چوکاټ څخه په راتلونکو خبرو کې له امریکا سره د خپل دریځ د پیاوړي کولو لپاره استفاده وکړي.

راپور لیکي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹مه لاسلیک شو او د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره یې چوکاټ برابر کړ. په دغه تړون کې د ترهګرۍ اړوند د طالبانو ژمنې او د راتلونکو سیاسي خبرو موضوع هم شامله وه.

د راپور په وینا، د دوحې د چوکاټ پټو ضمیمو کې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې د طالبانو د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره د امریکا د مالي ملاتړ موضوع هم شامله وه.

راپور ادعا کوي چې د حمزه بن لادن ښکاره کېدل د طالبانو لپاره ځکه ستونزه جوړوي چې دا پوښتنه راپورته کوي چې طالبان د القاعدې د حضور په اړه څومره معلومات لري او ایا امریکا له طالبانو سره د خبرو او ترهګرۍ ضد مالي ملاتړ پر مهال د افغانستان د وضعیت په اړه سم معلومات ترلاسه کړي وو که نه.

د تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان ازادۍ پوځ موضوع

د راپور درېیمه موضوع د پاکستان او دوو وسله‌والو ډلو، تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان ازادۍ پوځ، په اړه وه.

د راپور له مخې، د سپټمبر پر ۱۶مه په کابل کې د دغو ډلو د نورو جنګیالیو او مرکزونو له پاکستان څخه افغانستان ته د انتقال پلانونه هم مطرح شوي دي.

راپور ادعا کوي چې ابراهیم کالین دغه موضوع د طالبانو د استخباراتو له مشر ملا عبدالحق وثیق سره په مستقیمه توګه مطرح کړې ده.

د راپور له مخې، د دې پلان لنډمهاله هدف دا و چې پر پاکستان د وسله‌والو بریدونو فشار کم او د سیمې د تاوتریخوالي له امله نړیوال فشار راټیټ شي.

راپور لیکي چې د دغو ډلو انتقال افغانستان ته د هغوی د له منځه وړلو په معنا نه دی، بلکې د دې ډلې د جنګیالیو او وړتیاوو د ساتلو ترڅنګ د هغوی د فعالیتونو د ځای بدلولو په معنا دی.

راپور د ۲۰۲۶ کال د نړیوال ترهګرۍ شاخص ته په اشاره وايي چې پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې د ترهګرۍ له پلوه تر ټولو ډېر اغېزمن هېواد و. د راپور له مخې، په دغه کال کې په پاکستان کې ۱،۰۴۵ ترهګریزې پېښې شوي او ۱،۱۳۹ کسان پکې وژل شوي دي.

د راپور په وینا، یوازې تحریک طالبان پاکستان د ۵۹۵ بریدونو او ۶۳۷ مړینو مسوول بلل شوی چې د ترهګرۍ اړوند د ټولو مړینو ۵۶ سلنه جوړوي.

راپور د سپټمبر پر ۱۸مه په کوهاټ کې د پولیسو پر یوه مرکز د ځانمرګي موټر بم برید او ورپسې وسله‌وال برید ته هم اشاره کوي. د «اتحاد المجاهدین پاکستان» په نوم یوې ډلې، چې راپور یې له تحریک طالبان پاکستان سره تړلې جلا شوې ډله بولي، د برید مسوولیت منلی، خو تحریک طالبان پاکستان د خپل لاس لرل رد کړي دي.

په تحلیل کې ویل شوي چې د سپټمبر ۱۶مې خبرې یوازې د طالبانو او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ عادي امنیتي ناستې نه وې، بلکې د افغانستان د وسله‌والو ډلو، د دوحې د مذاکراتي چوکاټ او د سیمې د امنیتي وضعیت ترمنځ اړیکې یې هم تر بحث لاندې راوستې.

د راپور په پای کې راغلي چې د حمزه بن لادن، القاعدې، تحریک طالبان پاکستان او بلوچ لیبریشن ارمي موضوعات له یو بل سره تړلي دي او طالبان کولی شي د دغو ډلو په اړه خپل دریځ په راتلونکو سیاسي او امنیتي خبرو کې د فشار یا امتیاز لپاره وکاروي.

راپور وايي، د سپټمبر ۱۶مې ناستو په اړه تر ټولو مهم ټکی دا دی چې د دغو ډلو د له منځه وړلو پر ځای د هغوی د فعالیتونو د مدیریت او کنټرول موضوع مطرح شوې ده.

هېلن مکنټي: د افغان ښځو د حقونو په اړه د خبرو وخت تېر شوی اوس عملي اقدام پکار دی

۳۰ وږی ۱۴۰۵ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۰:۰۳ GMT+۱
100%

د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیرې هلېن مکنټي، ویلي چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه کافي خبرې کړې دي او اوس د عملي اقداماتو وخت رارسېدلی دی.

مکنټي د دوشنبې په ورځ د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه یوې غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو نږدې ټول اساسي حقونه ترې اخیستل شوي دي.
هغې وویل چې نړیواله ټولنه باید له ټولو شته سیاسي او نورو امکاناتو څخه یوازې د پیوستون د څرګندولو لپاره نه، بلکې په افغانستان کې د روانو سرغړونو پر وړاندې د عملي اقدام لپاره کار واخلي.
د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار وکړ چې افغان ښځې باید د پرېکړو کولو په مرکز کې وي او د تجربو له مخې د ښځو ګډون د پرېکړو په بهیر کې د غوره پایلو لامل کېږي.
هغې د طالب چارواکو پر وړاندې نړیوالو بندیزونو ته په اشارې وویل، ایرلنډ د ملګرو ملتونو له میکانیزمونو څخه د هغو اقداماتو د مخنیوي لپاره کار اخیستی چې ښايي د بندیزونو لاندې طالب چارواکو ته یې د سفر زمینه برابره کړې وای.
هغې پوښتنه وکړه: «افغان ښځې حتی د سفر اجازه نه لري؛ نو څنګه کېدای شي چې پر بندیزونو د لګېدلو طالبانو غړو ته د سفر اجازه ورکړل شي؟».
هغې زیاته کړه چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د عاملانو د حساب ورکولو موضوع هم جدي ونیسي.
د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیرې وویل، په سیاسي ناستو، د سناتورانو، وزیرانو او نورو پرېکړه کوونکو ترمنځ باید د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه غبرګون او عملي اقدام موجود وي.
هغې ټینګار وکړ چې داسې زمینه باید برابره شي چې د افغان ښځو غږ واورېدل شي.
مکنټي وویل چې ایرلنډ له طالبانو سره د تعامل لپاره د پلاوو د استولو له وړاندیز سره موافق نه دی، ځکه د هغې په وینا، په اوسنیو شرایطو کې دا کار له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو پر لور ګام ګڼل کېدای شي.
هغې پوښتنه وکړه چې «څه بدل شوي دي؟ کومه پېښه شوې چې اوس باید له طالبانو سره په هغه ډول تعامل وکړو چې وړاندیز شوی دی؟».
مکنټي ټینګار وکړ: «په هېڅ ډول باید طالبان په رسمیت ونه پېژنو».
هغې وویل ایرلنډ باید پر ځای یې له افغانستان دننه له باوري شریکانو سره کار وکړي، څو اړینې مرستې او ملاتړ د دغه هېواد خلکو ته ورسېږي.
یوازې غوسه او شوک بسنه نه کوي
د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیرې وویل چې د افغان ښځو د وضعیت په اړه انځورونو او راپورونو په نړیواله کچه، هم په عامه غونډو او هم په شخصي بحثونو کې، د غوسې او حیرانتیا احساسات راپارولي دي؛ خو یوازې احساساتي غبرګون بسنه نه کوي.
هغې وویل نړیوال چارواکي باید د افغان ښځو د وضعیت د بدلون لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
مکنټي ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید داسې میکانیزمونه رامنځته کړي چې د افغان ښځو غږ واورېدل شي او هغوی د خپل هېواد د راتلونکي په اړه د پرېکړو په بهیر کې ونډه ولري.
هغې د راتلونکو میاشتو له مهمو ننګونو څخه د بشري حقونو د سرغړونو د عاملانو د حساب ورکولو لپاره د یوې لارې موندل او د سیاسي دریځونو بدلول په عملي اقداماتو وبلل.