د ملګرو ملتونو د غونډې په درشل کې امریکا او ایران د خبرو د بیا پیلولو سیګنالونه ورکړي

د امریکا او د ایران چارواکو د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په درشل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیلولو احتمال ښودلی دی.

د امریکا او د ایران چارواکو د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په درشل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیلولو احتمال ښودلی دی.
ولسمشر ټرامپ تېره یکشنبه ویلي وو، چې د اسلامي جمهوریت له ولسمشر سره لیدنې ته چمتو دی.
د ایران یوه جګپوړي چارواکي وویل، چې د دواړو مشرانو ترمنځ د مستقیمې لیدنې کوم پلان نشته، خو د دوی پلاوی د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره پوره واک لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له اینبيسي ټلوېزیون سره په خبرو کې وویل، چې واشنګټن له تهران سره خبرو اترو ته چمتو دی.
نوموړي فاکس نیوز چینل ته په مرکه کې ټرمپ یو عملي سوداګر وباله او ویې ویل چې له چا سره په خبرو کې هېڅ زیان نشته.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ۱۴۰۵ لمریز کال د لومړیو شپږو میاشتو خپرې شوې شمېرې ښيي، چې د وري له لومړۍ نېټې څخه د وږي تر ۳۰مې پورې، په ټول افغانستان کې ۸۲۹۰ جنایي پېښې ثبت شوې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په وینا، د دغو پېښو په تړاو ۱۵۷۳۰ کسان نیول شوي چې له دې ډلې ۱۱۴۸۰ تنه د جنایي جرمونو او ۴۲۵۰ تنه د نشهیي توکو قاچاق او خرڅلاو په تور ثبت دي.
په همدې شمېرو کې ۳۱۲۰ کسان د غلاوو او ۱۲۶۰ کسان د وژنو په قضیو کې ښکیل ښودل شوي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د نیول شویو کسانو دوسیې جلا جلا پروسس شوې، لومړني تحقیقات یې شوي او د جنایي استخباراتو له ارزونې وروسته یې قضیې اړوندو محاکمو ته استول شوې دي.
خو په خپرو شویو معلوماتو کې دا نه دي روښانه شوي چې له ۱۵۷۳۰ کسانو څخه څومره یې په محکمو کې مجرم ثابت شوي، څومره خوشې شوي او د څومره کسانو قضیې لا هم تر قضایي څېړنې لاندې دي.
تر ټولو ډېر نیول شوي کسان په کابل کې
د وزارت د معلوماتو له مخې، کابل د نیول شویو کسانو تر ټولو لویه برخه لري.
په پلازمېنه کې ۴۱۲۰ کسان نیول شوي چې د وزارت په وینا، د وسلهوالو او سازمان شویو غلاوو، اخلال او مالي درغلیو له قضیو سره تړاو لري.
کابل د افغانستان د پلازمېنې په توګه تر ټولو ګڼ نفوسه ښار او د اقتصادي فعالیتونو تر ټولو ستر مرکز دی. د ښار پراخوالی، د خلکو لوړ شمېر او پر اقتصادي فعالیتونو تمرکز هغه عوامل دي چې د جرمونو د بېلابېلو ډولونو د ثبت احتمال هم زیاتوي.
د وزارت په شمېرو کې دویمه ستره ډله د نشهیي توکو اړوند نیول شوي کسان دي.
طالبان وايي چې ۴۲۵۰ کسان د نشهیي توکو په تړاو نیول شوي دي.
د وزارت په وینا، په دې ډله کې د واټونو پر سر د نشه يي توکو پلورونکي، د نشهیي توکو کورني قاچاق وړونکي او له تولید او قاچاق سره تړلي کسان شامل دي.
د طالبانو امنیتي ځواکونو په دې موده کې په لسګونو ټنه وچ او لانده نشهیي توکي ترلاسه کړي دي. په یادو موادو کې چرس، تریاک، هیرویین، کریستال، شیشه او نور کیمیاوي مواد شامل دي.
وزارت ادعا کوي چې په لرې پرتو او غرنیو سیمو کې یې د نشهیي توکو د پروسس ۵۸ مرکزونه او کارخونې هم موندلي او له منځه وړي دي.
د دې عملیاتو په اړه خپاره شوي معلومات دا نه ښيي، چې د له منځه وړل شویو موادو او مرکزونو اقتصادي ارزښت څومره و او د نشه يي توکو پر ټول بازار یې اغیز څه اندازه دی.
د ولایتونو په کچه د جرمونو نقشه
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د نیونو جغرافیایي څرنګتیا هم په افغانستان کې د جرمونو بېلابېل اړخونه څرګندوي.
په بدخشان، تخار، هرات او نیمروز کې ټولټال ۳۲۵۰ کسان نیول شوي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو کسانو یوه مهمه برخه د نشهیي توکو له لېږد، تولید او انساني قاچاق سره تړاو لري.
په ننګرهار، کندهار او بلخ کې بیا ۲۸۷۰ کسان نیول شوي دي. وزارت ډېری دغه قضیې له شخصي شخړو، وژنو او د غیرقانوني وسلو له ساتلو سره تړلې بولي.
په غزني، خوست، پکتیا، جوزجان او نورو ولایتونو کې ۱۴۹۰ کسان نیول شوي چې د ځمکو پر سر شخړې، غلاوې او له قانون څخه سرغړونې یې د قضیو له عمده مواردو بلل شوي دي.
د دغو څلورو ډلو مجموعه ۱۱۷۳۰ کسان کېږي.
د وزارت د ټولیزې شمېرې له مخې، پاتې ۴۲۵۰ کسان د نشهیي توکو په تړاو نیول شوي دي، چې په دې توګه ټول شمېر ۱۵۷۳۰ کسانو ته رسېږي.
د کار بازار د خلکو اړتیا نه پوره کوي
د نیول شویو کسانو ځینې کورنۍ وايي چې بېکاري او اقتصادي فشارونو د دوی د کورنیو پر غړو اغېز کړی دی.
د دوی په وینا، کله چې د کار زمینه محدوده او د عاید سرچینې کمې وي، د کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو برابرول هم ستونزمن کېږي. د دغو کورنیو په ادعا، د جرم د مخنیوي ترڅنګ باید هغه اقتصادي شرایط هم وڅېړل شي چې خلک له بېلابېلو غیرقانوني فعالیتونو سره مخامخ کوي.
د شنونکو په باور، دا پخپله د جرم لپاره قانوني یا اخلاقي توجیه نه جوړوي، خو د جرم د علتونو د تحلیل لپاره اقتصادي شرایط مهم متغیر بلل کېږي.
طالبان په خپلو رسمي څرګندونو کې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت ترڅنګ د اقتصادي فرصتونو د رامنځته کېدو خبره هم کوي، خو منتقدان وايي، د کار بازار لا هم د میلیونونو افغانانو اړتیا نه شي پوره کولی.
د دوی په وینا، د خصوصي سکتور کمزورتیا، د پانګونې په برخه کې محدودیتونو، بېکاري او د ښځو پر کار بندیزونو پر کورنیو اقتصادي فشارونه زیات کړي دي.
د طالبانو حکومت د امنیتي او اداري اصلاحاتو او اقتصادي پروژو له لارې د وضعیت د ښه کېدو خبره کوي، خو د نړیوال بانک د ۲۰۲۶ کال د وروستیو ارزونو له مخې، افغانستان لا هم له جدي اقتصادي فشارونو سره مخ دی. بانک وايي، که څه هم د هېواد واقعي اقتصاد په ۲۰۲۵ کال کې ۴.۸ سلنه وده کړې، خو دغه وده د خلکو د ژوند د کچې او عایداتو د پام وړ ښه والي لامل شوې نه ده.
د کراچۍ په لویه پښتون مېشته سیمه بنارس کې د «کلثوم بايي وليکا» روغتون چارواکي وايي، له ۲۰۲۵ کال راهیسې په دغه روغتون کې ۷۸ کسان په اېچ ای وي ويروس اخته شوي، چې ډېری یې ماشومان دي. د سيمې خلک وايي، د يادو پېښو له رامنځته کېدو وروسته اوس د پټان کالونۍ په اړه ناسم تصور خپور شوی.
د وليکا روغتون یوه چارواکي د کامرې پر وړاندې د خبرو نه کولو په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، « لومړنۍ موندنې ښيي چې د طبي کارکوونکو له لوري د یوه سرنج د بیا بيا کارولو له امله ښايي اېچ ای وي له یوه ناروغ څخه بل ته لېږدول شوی وي».
د نوموړي په وینا، له پېښې وروسته د روغتون د ۴۳ کارکوونکو دندې د احتمالي غفلت له امله ځنډول شوې او په دې اړه لا هم څېړنې روانې دي.
داېچ ای وي ناروغانو لپاره ځانګړی وارډ
په وليکا روغتون کې داېچ ای وي په ناروغۍ د اخته کسانو لپاره ځانګړی وارډ جوړ شوی او د ډېرو په ناروغۍ اخته ماشومانو درملنه په همدغه وارډ کې کېږي.
خو د دغو ناروغانو کورنۍ وايي، په روغتون کې داېچ ای وي د پېښو د راپورونو له خپرېدو وروسته له ټولنیز او کورني پلوه له سخت فشار سره مخ دي.
د یوه ۲۲ میاشتني ماشوم مور افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وويل، چې د خپل زوی د ناروغۍ له امله له خپلې کورنۍ او وروسته له کرایي کور څخه هم ایستل شوې ده.
«موږ د کور له خلکو دا خبره پټه کړې وه چې زوی ته مې اېچ ای وي لګېدلی دی، خو په کور کې خبره پټه پاتې نه شوه. بیا مې خواښې راته وویل چې له کوره ووځئ، دې ماشوم ته اېچ ای وي دی. موږ له کوره بېکوره شوو. وروسته مې د کور له مالک څخه هم دا خبره پټه کړې وه، خو چې په ټولنیزو رسنیو کې دا خبر خپور شو، له کرایي کوره هم وایستل شوو. اوس له خپلو بچیانو سره در په در یو».
نوموړې زیاته کړه، چې داېچ ای وي له امله یې له ټولنې سره اړیکې هم پرې شوې دي: «موږ اوس له ټولنې جلا شوي یو، ټولې اړیکې مو پرې شوې دي. خلک وايي زموږ کره مه راځئ، د دې ماشوماېچ ای وي دي. کله چې خپلې خواښې له کوره وایستلو، له نورو خلکو سره خو خپلوي پخپله پاتې شوه».
ډاکټران: اېچ ای وي له ناروغ سره په عادي تماس نه لېږدېږي
د وليکا روغتون د ماشومانو ډاکټره سعدیه وايي په ټولنه کې داېچ ای وي په اړه ناسم باورونه د ناروغو ماشومانو او کورنیو لپاره د جدي ستونزو لامل شوي دي.
هغې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې په اېچ ای وي اخته ځینې ماشومان له ښوونځیو او مدرسو ایستل شوي، له نورو ماشومانو سره د خوړو او ناستې اجازه نه ورکول کېږي او ځینې کورنۍ له خپلو کورونو هم ایستل شوې دي.
هغې وویل، « زموږ په ټولنه کې اېچ ای وي ته په ناسمه توګه کتل کېږي او له همدې امله د خلکو رویه ورسره بدلېږي. دا ناروغي چې اوس په ماشومانو کې ډېره خپره شوې، په ماشومانو او کورنیو یې ډېرې بدې اغېزې کړې دي».
د ډاکټرې سعدیې په وینا، له اېچ ای وي ناروغ سره په ناستې، یو ځای خوړو یا عادي ټولنیزو اړیکو د ویروس د انتقال وېره بېځایه ده.
هغې وويل: «دا ټول توهمات دي، له دې لارې دا ویروس هېڅ نه لېږدېږي. دغه ماشومان له ښوونځیو او مدرسو څخه ایستل کېږي او دا ډېره لویه ستونزه ده».
د کراچۍ د پښتنو ګڼ مېشتې سیمې بنارس، پټان کالونۍ اوسېدونکي وايي، د وليکا روغتون په پېښه کې د طبي غفلت د ادعاوو ترڅنګ، داېچ ای وي له امله پر سیمه هم ټولنیز فشار زیات شوی دی.
د سیمې سیاسي او ټولنیز فعال دلدار زاده ګلاب وايي، پټان کالونۍ کې په سلګونو زره پښتانه مېشت دي، خو په اېچ ای وي د نهو ماشومانو د اخته کېدو له امله ټوله سیمه له «بدنامۍ» سره مخ شوې ده.
نوموړی وايي، « له موږ سره په دې ښار کې ناروا سلوک روان دی. ډېر ماشومان له ښوونځیو او پلرونه یې له کارځایونو وایستل شول، څوک ورسره اړیکې نه ساتي او هغه وخت لرې نه دی چې د دې سیمې له خلکو سره به اړیکې او رشتې پرېښودل شي».
ګلاب د رسنیو له لارې د سیمې په اړه د مثبت پوهاوي غوښتنه کوي.
هغه وويل: «زه د رسنیو له لارې غواړم ووایم چې د دې سیمې په اړه دې مثبت پیغام خپور شي، ځکه په ټول سند ایالت کې شاوخوا ۸۷۲ کسان په اېچ ای وي اخته دي. په هغو کې د پټان کالونۍ یوازې نهه ماشومان دي».
نوموړي زياته کړه، چې وليکا روغتون شاوخوا درې کاله مخکې د پټان کالونۍ په یونین کونسل کې شامل شوی او په دې نیمه دولتي روغتون کې تر ډېره هغه ناروغان او د هغوی د کورنیو غړي معالجه کېږي چې په کارخانو او فابریکو کې کار کوي.
د پاکستان د روغتیا ملي خدمتونو اړوند پارلماني کمېټې د مې پر ۵مه په دغه هېواد کې داېچ ای وي اېډز د زیاتېدونکو پېښو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
ددغه هېواد د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ۳۶۹ زره کسان له اېچ ای وي سره ژوند کوي، خو یوازې شاوخوا ۸۴ زره پېښې ثبت شوې دي. چارواکو ویلي، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۴ زره نوې پېښې هم ثبت شوې دي.
کمېټې ته ویل شوي چې له ثبت شوو ناروغانو شاوخوا ۲۰ زره کسانو درملنه پیل کړې وه، خو وروسته یې درملنه پرېښې او ورک شوي دي.
د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په تدریجي ډول د تېلو بیو لوړېدو سخت اندېښمن کړي دي. دوی وایي، طالبان نهدي توانېدلي چې په دغه موده کې د تېلو بیې مهار کړي.
محمد شریف چې د هرات - اسلام کلا بندر موټر چلوونکی دی وایي، د تېلو د بیو لوړېدو یې روزګار او کار و بار ټکنی کړی. نوموړی وایي، ترڅو میاشتو وړاندې د یو لیټر پټرولو بیه تر ۸۰ افغانیو ټیټه وه؛ خو اوس یې بیه تر ۹۵ افغانیو رسېدلې ده.
هغه وایي، هومره پیسې نه ګټي لکه څومره چې پر تېلو ترې لګېږي. د محمد شریف په وینا: «که وضعیت همداسې دوام وکړي د موټر چلولو تېرېږم، نه له خلکو سره ډېرې پیسې دي چې کرایه لوړه شي او نه مو هم د تېلو په پوره کولو وس رسېږي».
که څه هم په نړۍوال بازار کې د تېلو بیه تېره ورځ راټيټه شوې؛ خو په افغانستان کې د تېلو بیې د څو وروستیو اونیو پرتله لوړې شوې دي. له کندهار، هرات او کابل ولایتونو د افغانستان انټرنشنل پښتو د راټولو شویو معلوماتو پربنسټ نن سېشنبه (د وږي ۳۱مه) په کابل کې د یو لیټر پټرولو بیه ۹۰ افغانیو ته رسېدلې او د ډیزلو بیه نږدې ۸۰ افغانۍ ښودل شوې ده.
په هرات ولایت کې هم د یو لیټر غوره پټرولو بیه تر ۹۵ افغانیو او د ډیزلو بیه تر ۷۲ افغانیو رسېدلې ده او د (اېل پي جي) ګازو بیه هم ۶۵ افغانۍ ښودل شوې ده.
په کندهار ولایت کې بیا د یو لیټر پټرولو بیه ۸۷افغانۍ او د ډیزلو بیه ۷۵افغانۍ ښودل شوې.
د کندهار ښار اوسېدونکو په وینا، یو کیلو ګاز په شرکت کې ۶۲افغانۍ او په عام بازار کې تر ۶۵افغانۍ پلورل کېږي.
تېره اونۍ دغه بیې یوه اندازه ټیټې وې. په کابل کې تېره اوونۍ د یو لیټر پټرولو بیه ۸۷ افغانۍ او د ډیزلو بیه ۷۹افغانۍ وه. په هرات کې هم یو لیټر پټرول تېره اوونۍ ۹۰ او ډیزل ۷۲ افغانۍ وو.
له کندهار نه هم د یو لیټر پټرولو بیه ۸۱ افغانۍ او ډیزل ۷۱ افغانۍ ښودل شوې ده.
د کابل ښار د میرویس میدان موټر چلوونکی شکېب احمد (مستعار نوم) وایي، چې د تېلو بیو لوړېدو د موټر چلوونکو پر کار هم منفي اغېز کړی او له دغه کار سره نهشي کولی خپله ۱۱کسیزه کورنۍ وچلوي.
د نوموړي په وینا، د موټر پر معمولي عوارضو دومره پیسې ترې لګېږي چې ځینې وخت هیڅ ګټه نه کوي. د تېلو د بیو لوړېدو په اړه شکېب احمد وایي، چې د موټړ د نورو لګښتونو نه زیات د تېلو د بیو لوړېدلو اندېښمن کړي.
هغه وایي، طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې عمري عدالت پلي کړی؛ خو دا څه ډول عدالت دی چې د عام ولس د ستونزو د حل غم ورسره نهشته. هغه وایي، له څو میاشتو راهیسې د تېلو بیې هره اونۍ په لوړېدو دي او که وضعیت همداسې دوام وکړي د ژمي په را رسېدو به د خلکو ستونزې لا پسې ډېرې شي.
اقتصادي شنونکي وایي، د افغانستان په بازار کې د نړۍ د تېلو بیې هومره اغېز ځکه نهشي کولی چې افغانستان له فارس خلیج څخه تېل نه صادروی. فرید فرهنګ د اقتصادي چارو شنونکی وایي، چې افغانستان ته خالص یا د لوړ کیفیت لرونکي تېل نه راځي؛ ځکه د دغه تېلو بیې لوړې دي او د افغانستان بازار یې د پلور لپاره مناسب نهدی.
ځینې نور شنونکي بیا وایي، د طالبانو کمزوری مدیریت او د سوداګرو لهخوا یو ډول احتکاري چلند د دې لامل شوی چې د افغانستان په بازارونو کې د تېلو بیه له کنټروله ووځي.
فرید فرهنګ همداراز وایي، د یادې ستونزې د حل لپاره د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت کولی شي په مستقیمه توګه له روسیې تېل وارد کړي او په مستقیمه توګه یې پر خلکو ووېشي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ (د وږي په ۳۰مه) د اسیا په بازارونو کې د تېلو بیې ټیټې ښودل شوې وې او لامل یې هم تر ډېره برېده د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو زیاتېدل ښودل شوي وو.
د بازار د تازه معلوماتو له مخې، د برنېټ خامو تېلو بیه ۱.۲۵ سلنه راټیټه شوې او په هر بېرل کې ۱۰۲ ډالرو او ۵۷ سېنټو ته رسېدلې ده. د وېسټ ټېکساس انټرمېډیټ خامو تېلو بیه هم ۱.۵۳ سلنه کمه شوې او هر بېرل یې په ۹۸ ډالرو او ۷۷ سېنټو پلورل شوی دی. د برنېټ خامو تېلو بیې تېره اوونۍ هم ټېټې شوې وې.
د تېلو په نړۍوال بازار کې د بیو له راټېټېدو سربېره د افغانستان په بازارونو کې د تېلو لوړو بیو خلک داسې مهال اندېښمن کړي، چې د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ د دغه هېواد تر نیمایي ډېر وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
خو د خلکو په وینا، طالبانو د تېلو د بیو کنټرول لپاره کوم ځانګړي اقدامات نهدي ترسره کړي او د تېلو بیې په تېرو څو میاشتو کې له شاوخوا ۷۰ افغانیو تر ۹۰ افغانیو لوړې شوې دي.
وړاندې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و، چې د دغه توکو د بیو د زیاتوالي لاملونه یې له واردوونکو شرکتونو سره څېړلي دي او شرکتونو ډاډ ورکړی چې د تېلو او اوبلنو ګازو کافي زېرمې شته او واردات یې په عادي ډول روان دي؛ خو د خلکو په وینا په عملي توګه په دې برخه کې د طالبانو د کوم اقدام څرک نه لیدل کېږي.
افغان ابدالیان د ۲۰۲۶ کال اسیايي لوبو د کرېکټ په سیالیو کې د ګډون لپاره د جاپان ناګویا ښار ته رسېدلي او ټاکل شوې چې د خپلې لومړۍ لوبې په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ د کوربه هېواد جاپان پر وړاندې د کرېکټ ډګر ته ووځي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د سپټمبر پر ۲۱مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان ابدالیان د اسیايي لوبو د کرېکټ سیالیو لپاره د جاپان د ایچي ولایت ناګویا ښار ته رسېدلي دي.
د اسیايي لوبو د رسمي مهالوېش له مخې، د افغانستان او جاپان ترمنځ لوبه د سپټمبر پر ۲۴مه د سهار په ۹ بجو پیلېږي. افغانستان، جاپان او نیپال د نارینهوو د کرېکټ سیالیو په «الف» ګروپ کې شامل دي.
د نارینهوو د کرېکټ په سیالیو کې ۱۰ لوبډلې ګډون کوي چې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي. افغانستان، جاپان او نیپال په «الف» ګروپ کې او هانګ کانګ، مالیزیا او عمان په «ب» ګروپ کې دي.
هند، پاکستان، بنګلهدېش او سریلانکا بیا د خپلو درجهبندیو له مخې په مستقیم ډول د سیالیو د پړاو اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار موندلې ده. د دواړو ګروپونو دوه غوره لوبډلې به هم د اتو غوره لوبډلو پړاو ته ووځي.
افغانستان به له جاپان وروسته د سپټمبر پر ۲۵مه د نیپال پر وړاندې خپله دویمه ګروپي لوبه ترسره کړي. د دې دوو سیالیو پایلې به د دې په ټاکلو کې مهمې وي چې افغان لوبډله بل پړاو ته لار مومي که نه.
د افغانستان کرېکټ بورډ د اسیايي لوبو لپاره ۱۵ کسیزه افغان ابدالیان لوبډله له مخکې اعلان کړې ده چې مشري یې درویش رسولي کوي.
په لوبډله کې درویش رسولي، اسحاق رحیمي، حسن عیسیخېل، محمد اکرم، عمران میر، خالد تڼیوال، نجیبالله ځدراڼ، فیصل خان، فرمانالله ساپی، کریم جنت، عصمت عالم، ننګیال خروټی، عرب ګل مومند، فریدون داودزی او عبدالله احمدزی شامل دي. د نړیوالې کرېکټ شورا هم د اسیايي لوبو لپاره د افغانستان همدا ۱۵ کسیزه لوبډله ثبت کړې ده.
افغان کرېکټ بورډ ویلي چې افغان ابدالیان د افغان کرېکټ د راتلونکي نسل استازیتوب کوي.
د سپینو زرو مډال دفاع
افغانستان په اسیايي لوبو کې د کرېکټ په وروستۍ دوره کې د نارینهوو په سیالیو کې د سپینو زرو مډال ګټلی و. د ۲۰۲۲ کال اسیايي لوبې په ۲۰۲۳ کال کې په چین کې ترسره شوې وې او د باران له امله د افغانستان او هند پایلوبه بې پایلې شوه، افغانستان د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ.
د ۲۰۲۶ کال اسیايي لوبو د کرېکټ نارینهوو سیالۍ د شل اوریزو لوبو په بڼه ترسره کېږي او د سپټمبر له ۲۴مې څخه د اکتوبر تر ۳مې پورې به دوام وکړي. د نړیوالې کرېکټ شورا په وینا، د نارینهوو سیالیو پایلوبه د اکتوبر پر ۳مه ټاکل شوې ده.
د افغانستان کرېکټ لوبډله به د جاپان او نیپال پر وړاندې په ګروپي پړاو کې د بریاوو له لارې د اتو غوره لوبډلو پړاو ته د تګ هڅه وکړي. که افغان ابدالیان له خپل ګروپ څخه بل پړاو ته ووځي، هلته به له هغو څلورو لوبډلو سره یوځای شي چې له وړاندې یې د اتو غوره لوبډلو پړاو ته مستقیمه لار موندلې ده.
یو شمېر افغان ښځینه فعالانو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ۸۱مې غونډې په څنډه کې په یوه ناسته کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو د وضعیت په اړه له اندېښنو څرګندولو او تکراري ژمنو تېر شي او د عدالت، حساب ورکونې او په سیاسي بهیرونو کې د ښځو د ګډون لپاره عملي اقدامات وکړي.
میترا مهران، ګیسو یاري او اصیلا وردک، چې په دې ناسته کې یې ویناوې وکړې، ټینګار وکړ چې افغان ښځې باید د افغانستان د راتلونکي په اړه د هر سیاسي بهیر په مرکز کې وي.
«د ښځو له نظرونو پرته سیاسي بهیر د ناکامۍ له ګواښ سره مخ دی»
د ښځو د حقونو فعالې میترا مهران وویل چې افغان ښځې پوهېږي کومو اقداماتو ورته پایله ورکړې، کوم ناکام شوي او د افغانستان د راتلونکي لپاره څه غواړي.
هغې ټینګار وکړ چې هر هغه سیاسي بهیر چې د افغان ښځو غوښتنې او لیدلوري په پام کې ونه نیسي، له پیله د ناکامۍ له ګواښ سره مخ دی.
اغلې مهران له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره له هر ډول سیاسي او ډیپلوماتیک تعامل څخه ډډه وکړي چې د دې ډلې د اړیکو عادي کولو یا مشروعیت ورکولو لامل کېږي.
هغې وویل: «که په یوه سیاسي بهیر کې داخل شو، خو جنسیتي اپارتاید په رسمیت ونه پېژنو، نو د ستونزې له ریښې سره مبارزه نه کوو، بلکې یوازې له پایلو سره یې چلند کوو».
ګیسو یاري: له ۲۰۰ ډېر فرمانونه او قوانین د ښځو پر ژوند اغېزمن شوي
د ښځو د حقونو فعالې ګیسو یاري وویل چې په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو له لوري له ۲۰۰ ډېر فرمانونه، قوانین او لارښوونې د افغانستان د ښځو او نجونو پر ژوند اغېزمنې شوې دي.
د هغې په وینا، د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونو د هغوی د ژوند نږدې ټولې برخې اغېزمنې کړې دي.
یاري وویل چې افغان ښځې او نجونې، سره له دغو محدودیتونو، په پټه زده کړو، تنظیم، اعتراضونو، د بشري حقونو د سرغړونو ثبتولو او د حق غوښتنې ته دوام ورکړی دی.
هغې وویل چې په همدې موده کې د نړیوالې ټولنې یوه برخه له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو پر لور روانه شوې ده.
یاري له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو پر ځای خبرې ونه کړي، بلکې هغوی ته دې زمینه برابره کړي چې خپل غږ په خپله نړیوالې ټولنې ته ورسوي.
هغې ټینګار وکړ: «مه پرېږدئ چې د افغان ښځو او نجونو محرومیت په یوه عادي او منل شوي وضعیت بدل شي».
اصیلا وردک: «اوس د عمل وخت دی»
د ښځو د حقونو فعالې او پخوانۍ افغانې ډیپلوماتې اصیلا وردک هم د طالبانو د واکمنۍ پنځم کال ته په اشارې وویل چې افغان ښځو په وار وار خپلې غوښتنې مطرح کړې دي او اوس د عملي اقداماتو وخت دی.
وردک وویل: «پنځه کاله تېر شوي دي. نور له موږ مه پوښتئ چې زموږ لپاره څه کولی شئ. موږ څو ځله ویلي چې څه غواړو. اوس د عمل وخت دی».
هغې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د افغانستان اړوند په ټولو سیاسي بهیرونو کې د افغان ښځو حضور تضمین کړي.
د وردک په وینا، ښځې باید د اجنډا له ټاکلو او پرېکړو څخه نیولې تر سیاسي بهیرونو د عملي کولو پورې، ریښتینی او تلپاتې رول ولري.
وردک د حساب ورکونې د میکانیزمونو د پیاوړتیا، د بشري حقونو د سرغړونو د شواهدو د ساتلو، افغان ښځو او نجونو ته د زده کړو او بورسویو د فرصتونو برابرولو او له هېواده بهر د افغان محصلانو د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.
هغې همداراز د افغان ښځینه بنسټونو لپاره د مستقیم او څوکلن مالي ملاتړ غوښتنه وکړه.
وردک ټینګار وکړ چې د ښځو د حقونو د سرغړونو اسناد او شواهد باید یوازې په ارشیفونو کې پاتې نه شي.
هغې وویل: «شواهد باید یو ځای ته ورسېږي او هغه ځای عدالت دی».
دې افغان فعالې له د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو وغوښتل چې له طالبانو سره خپلې جلا جلا اړیکې په یوه همغږې او څو اړخیزې تګلارې بدلې کړي.
هغې د ښځو د زده کړو، کار، د تګ راتګ د ازادۍ او په عامه چارو کې د ګډون په برخو کې د مشخصو معیارونو د ټاکلو غوښتنه هم وکړه.
په ناسته کې ویناوالو ټینګار وکړ چې د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت یوازې یوه داخلي موضوع نه ده، بلکې د بشري حقونو، جنسیتي برابرۍ، عدالت او حساب ورکونې په برخه کې د نړیوالې ټولنې د ژمنتیا لپاره یوه ازموینه ده.