ځینو د کرزي پر کور د طالبانو چاپه غندلې او هغه یې د شخصي حریم سرغړونه او د کرزي له سیاسي نفوذه څخه د طالبانو د وېرې نښه بللې ده. نورو بیا ویلي چې دا چلند له طالبانو سره د تعامل په اړه د کرزي د کلونو هیلو پایله ده، له داسې ډلې سره تعامل چې «هېڅ اصل ته ژمنه نه ده».
سیاسي فعال مسلم شیرزاد د افغانستان انټرنشنل د «بحث روز» په خپرونه کې وویل: «د کرزي لیدنې د طالبانو ځینو کسانو ته د منلو نه دي او غواړي هغه غلی کړي. د طالبانو دا اقدام له دې ډلې سره د تعامل ټولو پلویانو ته یو درس دی».
هغه ټینګار وکړ چې طالبان باید له کرزي سره په درناوي چلند وکړي.
د اېکس یوه کاروونکي د سیاسي څېرو پر سپکاوي نیوکه کړې او لیکلي یې دي: «حامد کرزی هره ورځ د خپلو وروڼو له خوا سپکېږي».
بل کاروونکي د طالبانو پر دې اقدام په نیوکې لیکلي: «د طالبانو ملاتړي شپه او ورځ نارې وهي چې له دې ډلې سره باید تعامل وشي. ایا له دې ډلې سره اصلاً تعامل کېدای شي»؟
خبریال او سیاسي شنونکي سمیع یوسفزي هم د دغه پخواني لوړپوړي چارواکي پر کور پر چاپې نیوکه کړې ده.
هغه لیکلي: «یو پخوانی ولسمشر بېوسلې د خلکو په منځ کې ژوند کوي خو وسلهوال واکمن نظام د هغه د کور شاوخوا امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کوي. دا وضعیت د واکمن نظام د سیاسي اندېښنو او بېباورۍ په اړه ډېر څه وايي».
شنونکی امینالله حبیبي هم په دې باور دی چې له حامد کرزي سره د خلکو د لیدنو مخنیوی ښايي د هغه له سیاسي دریځ او نفوذه د طالبانو د اندېښنې له امله وي.
د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارډلې په وروستیو رپوټونو کې سیف العدل د القاعدې د «عملي یا بالفعل مشر» په توګه یاد شوی، خو دې شبکې د نوموړي مشري په رسمي ډول نه ده اعلان کړې. د ملګرو ملتونو په ارزونو کې په ایران کې د سیف العدل احتمالي حضور د دغه ځنډ یو لامل بلل شوی، خو په ورته وخت کې داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې نوموړی «د افغانستان او ایران ترمنځ تګ او راتګ کوي».
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت او ایف بي ای هم سیف العدل د القاعدې جګپوړی مشر بولي او وايي چې هغه په ایران پورې تړلی دی. داېف بي ای په معلوماتو کې د هغه د ۲۰۱۲ کال انځور په تهران کې اخیستل شوی ښودل شوی، خو ځینو سرچینو شمالي وزیرستان ته هم له دې وړاندې د هغه تګ او راتګ تایید کړی دی.
د القاعدې د مشر رسمي اعلان دا پوښتنه راپورته کوي، چې نوموړی چیرې دی او د فعالیت جغرافیا یې کومه ده. همدا د طالبانو لپاره په یوه نوي سرخوږ بدلېدای شي.
ایران، القاعده او طالبان
د ایران او القاعدې ترمنځ ژور مذهبي او ایډیالوژیک اختلافونه شته، خو په سیمه کې د شخړو په بېلابېلو پړاوونو کې یې د تاکتیکي او مصلحتي اړیکو شواهد هم شته.
ایران له ۲۰۰۳ کال وروسته د القاعدې یو شمېر جګپوړي مشران په خپل قلمرو کې ساتلي او په ځینو وختونو کې یې له دوی سره د تعامل او پر دوی د بندیزونو ګډ سیاست خپل کړی دی.
سیف العدل پر افغانستان د امریکا له بریدونو وروسته ایران ته لاړ او وروسته د القاعدې نور غړي هم د ایراني استخباراتو تر کورني بند او څار لاندې راغلل. سپاه پاسداران د ۲۰۱۰ کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې سیف العدل او د القاعدې یو شمېر نور مشران د زابل ولایت په سرحد کې د خپل یوه اسیر ډپلوماټ حشمت عطار زاده نیاکي په بدل کې خوشي کړل. نیاکی د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې د ایران کونسل و، چې د ۲۰۰۸ کال د نومبر پر ۱۳مه پاکستاني طالبانو وتښتاوه او ۱۶ میاشتې ددې شبکې او القاعدې تر ګډ څار لاندې د وزیرستان په مختلفو سیمو کې ساتل کېده.
ایران په رسمي ډول په خپله خاوره کې د القاعدې د مشرانو د حضور رپوټونه ردوي. په ۲۰۲۵ کال کې تهران په یوه رسمي لیک کې د ملګرو ملتونو دا ادعاوې رد کړې چې ګني سیفالعدل او د القاعدې نور غړي په ایران کې دي.
د طالبانو او ایران اړیکې هم په تېرو دریو لسیزو کې له مختلفو پړاوونو تېرې شوې دي.
په ۱۹۹۰یمو کلونو کې د طالبانو او ایران اړیکې نازک پړاو ته ورسېدې او په ۱۹۹۸ کال کې په مزارشریف کې د ایراني ډيپلوماټانو له وژل کېدو وروسته دواړې خواوې د جګړې تر پولې ورسېدې، خو پر افغانستان د امریکا له بریدونو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې په همکارۍ بدلې شوې.
د هبت الله په شاوخوا کې د طالبانو د یو شمېر جګپوړو چارواکو په اړه ویل کیږي، چې د ایران له ځواکمنو ادارو سره نږدې اړیکې پالي. د ځینو طالبانو له نظره، دغه اړیکې د مصلحتي سیاست برخه دي. د دغه مصلحتي سیاست ارزښت له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو له ترینګلتیا وروسته لا ډېر شوی برېښي.
ایران خپلې پولې له طالبانو سره د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پرمخ پرانېستې دي او د افغانستان د بازار یوه برخه په دې وروستیو کې ډېره په ایراني وارداتو متکي شوې. له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته پر تهران د طالبانو اتکا له اټکل ډېره شوې ده.
خو څومره، چې له امریکا سره په جګړه کې د ایران ګوته خوږ ده، همدومره د طالبانو او اسلام اباد د اړیکو ترینګلتیا تهران ته دا فرصت ور کوي، چې طالبان له خوږ ګوتې ونیسي. اوس که تهران په سیمه کې د وضعیت له بدلېدو سره هممهاله، له طالبانو ځینې امتیازونه غواړي، کابل یې ښايي د ردولو لپاره کم انتخابونه ولري.
ایا تهران د فشار بل ډګر ګوري؟
د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د ۲۰۲۶ کال د اګست د اوومې نېټې دفاعي تړون تهران په سیمه کې له یوه نوي واقعیت سره مخامخ کړی.
سره له دې، چې دغو هېوادونو خپل تړون د چا خلاف نه دی ګڼلی، خو دغه تړون پر خلیجي هېوادونو د ایران له پرله پسې بریدونو او پر سعودي عربستان د ایران پلوه حوثي وسله والو له بریدونو سره هممهاله دی.
د پاکستان بلوچستان، د ایران سیستان او بلوچستان او د افغانستان سوېللویدیزې سیمې په یوه ګډه سرحدي جغرافیا کې واقع دي. دلته وسلهوالې ډلې، قاچاق، کډوالي او ترهګري د درېواړو هېوادونو ګډې امنیتي اندېښنې دي.
له سعودي عربستان او ترکیې سره د پاکستان د امنیتي او دفاعي اړیکو پراخېدل ایران دې ته هڅولی شي، چې د خپل ختیځ سرحد او بلوچستان امنیتي وضعیت بیا و ارزوي. د ایران احتمالي تګلاره ممکن د پاکستان پر داخلي امنیتي چاپېریال د غیرمستقیمو فشارونو ډېرول واوسي. د سوریې او یمن تجربو ته په پام، د دغو فشارونو عوامل شیعه او سني وسله والې ډلې کېدای شي. په بلوچستان او د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د امنیتي ستونزو ډېرېدل د اسلاماباد بهرني امنیتي لومړیتوبونه او د درې اړخیز دفاعي تړون پلي کول اغیزمنولی شي.
پاکستان په دې وروستیو کې له ایران نه ګڼ پخواني افغان سرتېري جلب و جذب کړل او په بلوچستان او چترال کې یې ځای پرځای کړل. پر افغان طالبانو د فشار او نورو اهدافو تر څنګ، ددې یو هدف دا هم ګڼل کیږي، چې د فاطمیون او زینبیون په څېر د سپاه پاسداران تر ملاتړي چتر لاندې رانه شي.
په ورته وخت کې هغوی د طالبانو پر مشرتابه د نفوذ له لارې په دې لټه کې دي، چې ټي ټي پي خپلو بومي سیمو ته وګرځي، ځکه وزیرستان او قبایلي سیمو ته د ټي ټي پي له انتقال پرته، په سیمه کې د القاعدې او د هغې د محلي متحدانو لپاره وړ جګړه ییز چاپیریال ستونزمن دی. د هبت الله په کړۍ کې ځینې کسان ښايي د ټي ټي پي محدودول له پاکستان سره د اړیکو رغونې او په کوردننه د ځینو سیالو طالبمشرانو د منزوي کولولپاره ګټور وګڼي.
د القاعدې لپاره دا دوه احتمالي ګټې لرلی شي. یو به په افغانستان کې د طالبانو له محدودیتونو او مجبوریتونو ځان وژغوري او بل پلو به په پاکستان کې د جګړې له پراخېدو نه د خپلو څانګو په فعالولو او د محلي متحدانو په پیاوړتیا کې کار واخلي.