عبدالله وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اصلي سوداګریزو لارو بندېدو د دواړو خواوو کاروباریانو ته ستونزې جوړې کړې او د سبزیو پر سوداګرۍ یې منفي اغېز کړی دی.
نوموړی زیاتوي چې د سوداګریزو لارو تړلو نه یوازې د پیازو کاروبار اغېزمن کړی، بلکې د تازه مېوو او نورو سبزیجاتو سوداګر هم ورسره له ستونزو سره مخ شوي دي.
د عبدالله په خبره، د پاکستان او طالبانو د اوسني سیاست له امله د دواړو خواوو سوداګر او کروندګر زیان ویني.
هغه وايي، پخوا به سوداګرو د مالیې په ورکولو سره له افغانستانه پیاز پاکستان ته صادرول او له لږ ځنډ وروسته به یې توکي منډیو ته رسېدل. د نوموړي په وینا، له دې سوداګرۍ به د پاکستان سوداګرو او هم د افغانستان سوداګرو او کروندګرو ګټه ترلاسه کوله.
عبدالله وايي، که څه هم اوس افغان پیاز کوټې ته راځي، خو سوداګر پخوانۍ ګټه نه شي ترلاسه کولی، ځکه د غیر رسمي لارو له امله لګښتونه زیات شوي او د پیازو د واردېدو کچه هم کمه شوې ده.
نوموړی وايي، کله چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري روانه وه، د کوټې سوداګرو به د پیازو د فصل تر رسېدو مخکې له افغان کروندګرو سره قراردادونه کول او په دې توګه به پیاز پر وخت منډۍ ته رسېدل.
عبدالله وايي، سوداګري باید د سیاست ښکار نه شي، ځکه د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو ته ډېر خلک له کرنې او کروندګرۍ سره تړلي او کرنیز کاروبار د سیمې د اقتصاد یوه مهمه سرچینه ده.
د هغه په وینا، که سوداګري همداسې بنده پاتې شي، ډېر خلک به زیانمن شي.
د ایران او افغانستان ترمنځ د دوغارون- اسلام کلا پوله د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ترانزیټ له مهمو دروازو څخه ده، خو د دې پولې په اوږدو کې زرګونه موټرو د چارو د زر نه ترسره کېدو له امله ولاړ وي.
ځینې موټرچلوونکي له څو اونیو تر ۴۰ ورځو پورې د پولې په شاوخوا کې بند پاتې دي. د اوږده انتظار تر څنګ، د استوګنې، تشناب، حمام، خوراک، روغتیا، امنیت، مخابراتي اړیکو او د موټرو د ساتنې اسانتیاوې هم کمې دي.
د دې وضعیت تر ټولو دروند بار هغه افغان موټرچلوونکي په اوږو وړي، چې له افغانستان څخه د ایران له لارې د ترانزیټ په موخه سفر کوي او د ویزې، اقامې او د سفر د ستونزو له امله ښايي په پوله کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.
په دوغارون کې یوه افغان موټرچلوونکي ایرنا اژانس ته ویلي چې ۱۳ورځې مخکې یې ویزه پای ته رسېدلې، خو لا هم د تېرېدو لپاره نوبت نه دی ورکړل شوې. نوموړي ویلي چې نه پوهېږي څنګه له پولې واوړي او افغانستان ته ستون شي.
هغه ویلي چې په پارکینګ کې نه حمام شته، نه مناسب تشناب، نه د استراحت ځای او نه داسې اسانتیاوې چې یو موټرچلوونکی څو ورځې یا څو اونۍ په انساني شرایطو کې پکې پاتې شي.
دغه افغان موټرچلوونکی وايي چې له افغانستان نه د سفر له پیل څخه تر دې وخته یې شاوخوا ۱۵۰میلیونه تومان او ۳۰۰ امریکايي ډالر لګښت کړی.
د هغه په وینا، د پولې چارواکو ورته ویلي، چې ویزه دې تمدید کړي او بیا دې راشي، خو اصلي ستونزه دا ده چې تر هغه وړاندې باید د موټر او بار د تېرېدو پروسه هم بشپړه شي.
د راپور له مخې، تر دې مخکې به ځینې نوبتونه په ډېر لنډ وخت کې صادرېدل، خو د وروستیو دوو میاشتو په ترڅ کې د انتظار موده زیاته شوې ده. یو شمېر موټرچلوونکي وايي چې یوازې د سفر د کوډ د ناوخته لېږل کېدو له امله یې خپل نوبت له لاسه ورکړی او بیا یې باید له سره انتظار ایستلی وای.
دغه وضعیت د افغان موټرچلوونکو لپاره لا پېچلی دی، ځکه که د انتظار پر مهال یې ویزه یا د پاتې کېدو قانوني موده پای ته ورسېږي، موټرچلوونکی له یوې خوا پر سرحد د تېرېدو لپاره انتظار باسي او له بلې خوا د قانوني اسنادو د تمدید ستونزه وي.
یو بل افغان موټرچلوونکي، چې شاوخوا ۴۰ ورځې یې انتظار کړی، ویلي چې لا هم نه پوهېږي د دې ځنډ مسوول څوک دي.
د یوه موټرچلوونکي په وینا، د موبایل شبکې د کمزورتیا له امله کورنۍ یې څو ځله زنګ وهي او نه پوهېږي چې هغه چېرته دی.د اوږده انتظار له امله موټر د موټرچلوونکي د خوب، خوراک او استراحت یوازینی ځای ګرځي.
د یخچالي موټر د یوه چلوونکي په وینا، د درملیزو بوټو بار یې لېږداوه، خو د اوږده انتظار له امله یې د بار د خرابېدو اندېښنه لرله.
بل لوري ته، د چرګوړو لېږدوونکو هم ویلي، چې د انتظار له امله یې چرګوړي تلف شوي او زیانمن شوي دي.
د راپور له مخې، د ډیزلو بیه او د اضافي سونتوکو د مدیریت لپاره موجود مقررات د موټرچلوونکو لپاره یو بل سرخوږ دی. ځینې موټرچلوونکي له ټاکل شوې اندازې څخه د ډېرو ډیزلو له امله له دوو انتخابونو سره مخ کېږي، چې یا باید د اضافي سونتوکو بیه ورکړي او یا یې په سیمه کې خالي کړي. له همدې امله د موټرو اضافي ډیزل په ځمکه تویېږي چې د اورلګېدنې خطر هم ورسره مل دی.
ایراني سرحدي چارواکي د ستونزو پړه پر یوه او بل اچوي
په دوغارون کې د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې، شاوخوا ۱۶ادارې فعالیت کوي.
ددې سیمې مسولان وايي، چې د موټرو د نوبت او تګ راتګ اصلي واک لا هم له ګمرک سره دی، خو ګمرک وايي چې ستونزه د یوې ادارې مسوولیت نه دی او نوبت د ورځني ظرفیت له مخې ورکول کېږي.
په دې انلاین کتنه د افغانستان د خصوصي سکټور د وضعیت، د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو او ننګونو، بانکي او مالي ستونزو، سیمهییزو تحولاتو، ترانزیټي لارو او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې شوې دي.
د افغانستان لپاره د بریتانیې ځانګړي استازي د افغانستان د سوداګرۍ اوسني وضعیت او له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د تړل پاتې کېدو، سیمهییزو تحولاتو، جګړو او همداراز بانکي او ترانزیټي ستونزو له امله پر افغان بازارونو د دغو وضعیتونو د اغېزو په اړه خپلې پوښتنې او اندېښنې مطرح کړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سید کریم هاشمي د یادو پوښتنو په ځواب کې وویل، چې د افغانستان خصوصي سکټور سره له دې، چې له سختو شرایطو او پرلهپسې سیمهییزو بحرانونو سره مخ دی د هڅو، نوښتونو او اغېزناک مدیریت له لارې توانېدلی، چې د هېواد د سوداګرۍ بهیر او د بازارونو اساسي اړتیاوو د تأمین لړۍ جاري وساتي.
نوموړي زیاته کړه: «د محدودیتونو له رامنځته کېدو او د ځینو سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته خصوصي سکټور له اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ نوي تدابېر نیولي او د اکمالاتي ځنځیر د بې نظمۍ د مخنیوي لپاره یې بدیلې لارې او سرچینې فعالې کړې دي».
نوموړي زیاته کړه، چې افغان سوداګرو د درملو، اړینو توکو او د هېواد د نورو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له هند څخه د چابهار بندر او همدارنګه د بندرعباس له لارې خپل واردات پراخ کړل، خو په ایران کې د جګړې او ناامنۍ له رامنځته کېدو او دغو لارو ته د ګواښونو له زیاتېدو سره خصوصي سکټور بیا د منځنۍ اسیا د هېوادونو لکه ازبکستان، قرغېزستان، تاجکستان، قزاقستان او د چین له لارې یې بدیلې لارې لا ډېرې وکارولې.
هغه د نفتي موادو له اړخه ننګونو ته هم په اشارې سره وویل، چې د روسیې او اوکراین د جګړې او د نفتي ساحو او چاڼخونو د زیانمنېدو له امله د سیمې د انرژۍ بازار له ستونزو او فشارونو سره مخ شوی او زیاته یې کړه: «د سیمهییزو او نړیوالو کړکېچونو پر مهال د بیو لوړېدل ممکن رامنځته شي، خو اساسي موضوع دا ده، چې افغانستان د پټرول، ډیزل او ګازو له جدي کمښت او د عرضې له بشپړ بندښت سره نهدی مخ شوی».
دغې خونې د یادې غونډې په پای کې د بریتانیې سوداګریزو خونو، سوداګرو، پانګوالو او شرکتونو ته بلنه ورکړه، چې د امام ابوحنیفه رح په ملي او نړیوال نندارتون کې، چې ټاکل شوې د تلې په ۱۵مه په کابل کې پيل شي ګډون وکړي او له نږدې د افغانستان له تولیداتو، ظرفیتونو او سوداګریزو او د پانګونې فرصتونو سره بلد شي.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورند کرښه تر نښتو او ان د یو بل پر پلازمینو له بریدونو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او طالبانو په یوه بېساري ګام کې له پاکستان سره هر ډول سوداګري هم درولې ده.
اقتصادي شنونکی فرید فرهنګ د افغانستان د تېلو پر بازار د نړۍوالو بدلونونو اغېز تر یوه بریده د وارداتو د لارو او سیمهییزو ستونزو له امله ګڼي. نوموړی وایي، افغانستان مخکې له ترکمنستان نه په پراخه کچه تېل پېرل؛ خو په سیمه کې روانو ترینګلتیاوو د تېلو پر لېږد اغېز کړی دی. د هغه په وینا، له عراق نه د اربیل او سلیمانیه له لارې د تېلو د لېږد ستونزې هم پر لګښتونو اغېز کوي.
فرهنګ وایي، د افغانستان بازار ته ډېری وخت د ټیټ کیفیت تېل واردېږي او له همدې امله د هرمز تنګي وضعیت پر افغانستان مستقیم اغېز نهشي لرلی؛ خو د منځني ختیځ روانه جګړه او له ترکمنستان او عراق نه د تېلو د لېږد ستونزې د بیو د لوړېدو له لاملونو بلل کېږي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری دی، د تېلو د بیو دوامداره لوړوالی ښايي د ترانسپورټ ترڅنګ د ګڼو نورو توکو او خدمتونو پر بیو هم اغېز وکړي. بلخوا د شنونکو په وینا، د نړۍوالو بیو او سیمهییزو ترینګلتیاوو د دوام په صورت کې ښايي په افغانستان کې د تېلو بیې لا هم لوړې شي.