د برېتانیا په شمالي یارکشایر ښار کې تر ۵۰۰ ډېر افغانان مېشت دي

د برېتانیا د شمالي یارکشایر ښار شورا په یوه نوي راپور کې ویلي، د روان کال د سپټمبر تر ۱۵مې نېټې پورې ۱۰۰ کورنۍ چې ټولټال ۵۰۷ کسان کېږي د افغانانو د بیا مېشتېدو د بېلابېلو پروګرامونو له لارې په دغه سیمه کې مېشتې شوې دي.
د راپور له مخې، له دې ډلې ۱۲ کورنۍ چې ټولټال ۶۴ کسان کېږي وروسته له شمالي یارکشایره نورو سیمو ته تللي دي. راپور کاږي، د ۲۰۲۱کال له فبرورۍ راهیسې د برېتانیا د کډوالو د بیا مېشتېدو پروګرام له لارې ۴۶ کورنۍ چې ۱۸۰ کسان کېږي، هم په شمالي یارکشایر کې ځای پرځای شوي دي.
یادې شورا ژمنه کړې وه، چې د دغه پروګرام له لارې به ۲۰۰ کسان ومني؛ خو د افغان کډوالو د شمېر د زیاتوالي له امله د یادې ژمنې عملي کېدل ځنډېدلي دي.
د راپور له مخې، د شورا اوسنی لومړیتوب هغه افغان کورنیو ته د استوګنې برابرول دي چې دامهال د برېتانیا د دفاع وزارت په کورونو کې ژوند کوي او د استوګنې تړونونه یې د پای ته رسېدو په حال کې دي.
د معلوماتو له مخې، ۲۳ افغان کورنۍ لاهم د دفاع وزارت په استوګنځایونو کې اوسېږي او تراوسه ورته د بدیل کور وړاندیز نهدی شوی. راپور زیاتوي، چې شمالي یارکشایر به د نفوس پر بنسټ د «عادلانه ونډې» د ملي تګلارې له مخې هرکال ۷۳ افغانان ومني.
دغه شورا ته تر ۲۰۲۶ تر ۲۰۳۰ کلونو پورې د افغان کورنیو لپاره د نهو کورونو د پېرلو بودجه هم ورکړل شوې ده. په راپور کې راغلي، چې افغان کورنۍ د کډوالو شورا لهخوا د درېیو کلونو لپاره د ټولنې سره د یوځای کېدو ملاتړ ترلاسه کوي.
دغه شورا وايي، د افغان کډوالو لپاره د کار موندنې بهیر په تدریجي ډول روان دی او ځینو یې مسلکي، نیمه مسلکي او نور کارونه موندلي دي. یوشمېر نورو بیا خپل شخصي کاروبارونه پیل کړي دي.
راپور وايي، د انګلیسي ژبې او د مسلکي اسنادو برابرولو ستونزې، د ترانسپورټ محدودیت او روغتیايي ستونزې د کار موندنې پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه دي. د شمالي یارکشایر شورا ویلي، چې د دغه پروګرامونو لګښت د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت لهخوا ورکول کېږي او پر شورا اضافي مالي بار نه اچوي.
