• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متحدې جبهې په بدخشان کې د طالبانو پر یوه پوځي مرکز د برید ادعا کړې

۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۸:۲۸ GMT+۱

د طالبانو مخالفې وسله‌والې ډلې، متحدې جبهې ادعا کړې چې د بدخشان ولایت په درایم ولسوالۍ کې یې د طالبانو د یوې قوماندانۍ پر مرکز برید کړی، چې په پایله کې یې د دې ډلې یو غړی وژلی او درې نور ټپیان کړي دي.

متحدې جبهې د پنجشنبې په ورځ، د تلې ۲مه، پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې ځواکونو یې تېره شپه د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ په پامیر غرنیو لمنو کې د طالبانو د یوې قوماندانۍ مرکز په نښه کړی دی.

جبهې د یاد برید په اړه ادعا کړې چې د طالبانو د رژیم یو غړی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان متحدې جبهې په خپل پیغام کې لیکلي: «ظالمان او طاغوتیان په بدخشان کې ځای نه لري.»

جبهې د برید په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي او د طالبانو چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ډېر لیدل شوي

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري
۱

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري

۲
شننه

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟

۳

د طالبانو د مخالفانو بریدونو له پراخېدو سره؛ په بلخ کې ۳ نوې امنیتي حوزې جوړېږي

۴

پاکستان پر کندهار ښار هوايي برید کړی دی

۵

د سپټمبر ۲۳مه؛ پښتانه د خپل کلتوري هویت د پیاوړتیا ورځ نمانځي

•
•
•

نور خبرونه

د هبت الله د استوګنځي په پنځه کیلومترۍ کې د ملا صاحب سرای څومره مهم دی؟

۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۲:۵۹ GMT+۱
•
عبدالله همیم
100%

د شپې شاوخوا درې نیمې بجې وې چې د کندهار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ملا صاحب سرای د شپې چوپتیا د پاکستاني الوتکو په غږ او یوې زورورې چاودنې ماته شوه. محلي سرچینې وايي، له چاودنې وروسته د سیمې له یوې برخې د اور لمبې پورته شوې او امبولانسونه د برید ځای ته ورغلل.

سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په برید کې شپږ ملکي کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي، خو د مرګ ژوبلې دغه شمېر په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی. طالبانو ویلي چې برید پر یوه شاړه ځمکه شوی او د تلفاتو یا زیان راپور یې نه دی ورکړی.

د برید هدف هغه سیمه بلل کېږي چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له ځانګړو ځواکونو سره تړاو لري او د هغه له استوګنځي سره پنځه کیلومټره واټن لري.

سرچینې وايي، په دې ځای کې د دغو ځواکونو د اوسېدو، پوځي روزنې او مدرسې اړوند مرکزونه شته او هغه کسان پکې روزل کېږي چې د هبت‌الله د ساتنې دنده لري.

د ملا صاحب سرای د کندهار ښار او ارغنداب ولسوالۍ ترمنځ پروت دی. د سیمې د امنیتي وضعیت له امله عامو خلکو او عادي طالب جنګیالیو ته د دې مرکز پر لور تګ محدود بلل کېږي او د سیمې شاوخوا امنیتي تدابیر سخت دي.

ملا صاحب سرای د افغانستان د وروستیو څو لسیزو د جګړو د تاریخ له مهمو ځایونو ګڼل کېږي.

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په وروستیو کلونو کې دغه سیمه د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر استوګنځي و او وروسته د «ملا صاحب سرای» په نوم مشهوره شوه.

له ۲۰۰۱ کال وروسته امریکايي ځواکونو پر دغه سرای «کمپ ګیکو» نوم کېښود. وروسته یې رسمي نوم فایربېس ماهولیک شو. دا نوم د امریکايي پوځ د یوه وژل شوي سرتېري ماسټر سارجنټ توماس ماهولیک په نامه نومول شوی و. له دغه کمپ نه په کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو کې د صفر درې قطعې د عملیاتو ملاتړ کېده.

پخوانیو چارواکو او د دغې قطعې ځینو غړو په تېرو کلونو کې ویلي وو چې په دغه مرکز کې د امریکايي ځواکونو استخباراتي حضور هم و.

د پخوانۍ ۰۳ قطعې ځینې افسران وايي، په دغه مرکز کې پټ او خوندي تاسیسات موجود وو او ځانګړو ځواکونو له همدې ځایه د پوځي عملیاتو او روزنې لپاره کار اخیست.

د جمهوري نظام پر مهال د سیمې امنیت دومره سخت و چې د پخوانیو حکومتي سرچینو په وینا، د مرکز په شاوخوا کې له عکس اخیستلو او ویډیو جوړولو څخه هم مخنیوی کېده.

100%

له ۰۳ قطعې تر «عمري قطعې»

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د دغه مرکز کنټرول طالبانو ته په لاس ورغی.

اوس دغه ځای د طالبانو د یوې ځانګړې او مجهزې قطعې له فعالیتونو سره تړلی بلل کیږي. سرچینې وايي، دغه ځواک چې د «عمري قطعې» په نوم هم یادېږي، زرګونه غړي لري او د هبت‌الله د ساتنې ترڅنګ د ځانګړو پوځي عملیاتو لپاره هم کارول کېږي.

د دغې قطعې قوماندان ملا عبدالاحد دی، چې په «طالب مولوي» مشهور دی. هغه د هبت‌الله له نږدې کسانو بلل کېږي. د دې قطعې څانګې د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم فعالې دي.

د دې ځواک د شمېر په اړه بېلابېل اټکلونه شوي دي. ځینې سرچینې یې شمېر شاوخوا اووه زره تنه ښيي، خو د دې شمېر خپلواک تایید نشته.

د ملا صاحب سرای تاریخ د طالبانو له لومړۍ واکمنۍ، د امریکا له شل کلنې جګړې او د طالبانو له بیا واکمنېدو سره تړلی دی.

د دې ځای په اړه د طالبانو ځینې سرچینې ادعا کوي چې د اسامه بن لادن د پخواني حضور له وختونو راهیسې یو لاوډسپیکر هم پکې ساتل شوی چې نوموړي پرې طالب جنګیالیو ته وینا کړې وه.

پر کندهار د پاکستان د هوايي ځواک سیوری

د پنجشنبې سهار برید په داسې وخت کې وشو چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې یو ځل بیا د هوايي بریدونو او متقابلو تورونو له امله ترینګلې شوې دي. داسې اټکل کېده، چې ښايي طالبان د ترکیې او قطر د پلاویو تر سفر وروسته د تلې پر لومړۍ نېټه په کندهار کې د هبت الله په مشرۍ ناسته وکړي، خو ظاهرا په ښار کې داسې نښې نښانې نه دي لیدل شوې. کندهار ته یوازې د طالبانو د دریو جګپوړو چارواکو ملا غني برادر، ملا خیرالله خیرخواه او د طالبانو د بلخ والي د سفر خبر ورکړل شوی دی.

پاکستان د افغانستان په څو ولایتونو کې پر لسو هدفونو د بریدونو خبره تایید کړې او ویلي یې دي چې د بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو او ساتلو اړوند ځایونه یې په نښه کړي دي. اسلام‌اباد د دغو عملیاتو په اړه د ټولو هدفونو دقیق موقعیتونه نه دي اعلان کړي.

پاکستان ددې بریدونو لپاره دلیل دا راوړی، چې طالبانو په تورخم او کوهاټ کې د اتو بې پیلوټه الوتکو په مټ برید کړی او ټولې غورځول شوې دي، خو د طالبانو دفاع وزارت او اړوندو رسنیو دغه ادعا رد کړې ده او د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د پاکستان پوځي کړیو دغه ادعا د خپلو بریدونو د توجیه کولو لپاره کارولې ده.

په کندهار کې د پنجشنبې د سهار برید له دې پلوه مهم دی، چې د طالبانو د مشر د واک اصلي مرکز ته نږدې شوی دی.

دا لومړی ځل هم نه دی چې دغه ځانګړی مرکز د پاکستان د هوايي بریدونو هدف ګرځي. د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې هم د هبت‌الله له ځانګړو ځواکونو سره تړلې د کندهار یوه اډه د پاکستان د هوايي برید هدف وګرځېده. د هغه برید د تلفاتو په اړه هم کره او خپلواک معلومات محدود وو.

په کندهار کې د ملا صاحب سرای پر شاوخوا برید یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کړې چې د پاکستان هوايي عملیات په افغانستان کې تر کومه حده د طالبانو او ټي ټي پي پوځي جوړښتونه زیانمنولی شي او د دغو عملیاتو اصلي هدفونه څومره له ملکي سیمو جلا دي.

د پنجشنبې د برید په اړه تر اوسه د طالبانو د ځانګړو ځواکونو د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه هم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي. سیمه‌ییزې سرچینې وايي، طالبان خپل ټپیان پوځي روغتونونو ته انتقالوي او د پوځي تلفاتو په اړه له رسنیو سره معلومات نه شریکوي.

پاکستاني چارواکوهم تر دې دمه د ټي ټي پي د مشرانو د وژل کېدو په تړاو داسې شواهد او اسناد نه دي وړاندې کړي، چې ثابته کړي، په دغو بریدونو کې د افغان یا پاکستاني طالبانو مشران په نښه شوي. په ډېری بریدونو کې ملکي کسان په نښه شوي او د یوناما رپوټونه هم دا تاییدوي.

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی

۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۳۵ GMT+۱
100%

د کندهار ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند پر هغه سیمه تېره شپه هوايي برید شوی، چې د «ملا صاحب سرای» په نوم یادېږي او د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده ځانګړې قطعه په‌کې مېشته ده. سرچینې وایي، په دغه برید کې ۶ ملکي کسان وژل شوي او ځینې نور ټپيان دي.

سرچینې وایي، له دې امله چې طالبان خپل ټپیان قول اردو او د هوايي‌دګر پوځي روغتون ته لېږدوی؛ یادې ډلې ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه‌لري او طالبان له رسنیو سره په دې اړه معلومات نه شریکوي.
دغه برید شاوخوا د شپې درې نیمې بجې د پاکستاني جېټ الوتکو پرمټ شوی دی. عیني شاهدان وايي، تر بیرد وروسته په «ملا صاحب سرای» کې اور لګېدلی او د چاودنې زورور غږ په نږدې سیمو کې هم واورېدل شوی؛ خو تر دې دمه د مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو په اړه رسمي معلومات نه‌دي خپاره شوي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د برید پر مهال لومړی د جېټ الوتکې له غږ سره یوه زوروره چاودنه وشو او وروسته یې په سیمه کې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوه. د سیمې عیني شاهدان او څو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې په دغه برید کې ۶ ملکي کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپيان دي.
د دوی په خبره، دغه کسان په سیمه کې پر ودانیزو چارو بوخت وو. د سرچینو په خبره، یو شمېر ټپیان د کندهار میرویس روغتون ته هم وړل شوي دي.
دغه ځای ته ځکه د «ملا صاحب سرای» وايي، چې د طالبانو د پخواني مشر ملامحمد عمر استوګنځی و او اوس‌ د یادې ډلې د اوسني مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده ځانګړي ځواکونه په‌کې مېشت دي.

د سرچینو په خبره، په دغه سرای کې د یادو ځواکونو اړوند مدرسې او د روزنې ځایونه هم شته، چې ځینې کسان په‌کې د ملا هبت‌الله د ساتنې لپاره روزل کېږي. سرچینې وایي، د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د ځانګړو ځواکو قطعه روزنیز پروګرامونه په همدې سرای کې ترسره کوي.

طالبانو ویلي، هوايي برید پر یوه شاړه ځمکه شوی او د مرګ‌ژوبلې یا زیان راپور نه‌دی ورکړل شوی. خو سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د چاودنې شدت دومره زیات و چې د نږدې سیمو په ګڼو کورونو کې یې ښځې او ماشومان ویرولي دي.

وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د افغانستان پر لسو سیمو هوايي بریدونه تایید کړي وو. نوموړي د یادو سیمو د موقعیت په تړاو له څه ویلو پرته زیاته کړې وه، چې په دغه بریدونو سره د بې‌پيلوټه الوتکو د توغولو او ساتلو ځایونه په نښه شوي دي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ په وروستیو ورځو کې کړکېچ یو وار بیا زیات شوی دی. پاکستان د افغانستان په ختیځ کې پر ځینو موخو د خپلو وروستیو هوايي بریدونو ادعا کړې؛ خو د دغه بریدونو په اړه د کابل او اسلام‌اباد روایتونه سره توپیر لري.

د امنیت او پرمختیا انسټیټیوټ: افغانستان د منځنۍ اسیا په سیمه‌ییزو محاسبو کې مهم پاتې شوی

۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۰۴ GMT+۱
100%

د امنیت او پرمختیا انسټیټیوټ په یوه راپور کې ویلي، تر ۲۰۲۱کال وروسته افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره خپل اهمیت له لاسه نه‌دی ورکړی او د سیمې هېوادونه د امنیت، سوداګرۍ او سیمه‌ییز اتصال په برخو کې له کابل سره د همکاریو نوې لارې لټوي.

راپور کې راغلي، د اګست د ۳۱مې او د سپټمبر د لومړۍ نېټې د شانګهای همکارۍ سازمان غونډې وښوده که څه هم افغانستان د غونډې غړی هېواد نه و؛ خو د دغه هېواد سیاسي او امنیتي وضعیت لاهم د سیمې د مهمو بحثونو یوه برخه ده.
د راپور له مخې، ازبکستان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې افغانستان ته یوازې د امنیتي ګواښ په توګه ونه ګوري؛ بلکې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ یې د نښلونکې کړۍ په توګه مطرح کړي.
راپور د «ترمذ ډیالوګ» یادونه کوي او وايي، دغه چوکاټ د سیاسي خبرو، ترانسپورټ، لوژستیک، اقلیمي بدلون او بشري همکاریو د پراختیا لپاره کارول کېږي. د دغه انسټیټیوټ په وینا، د افغانستان لپاره د منځنۍ اسیا د ځانګړو استازو منظمې ناستې هم پیل شوې او د افغانستان د موضوع لپاره د سیمه‌ییز تماس د یوې ډلې پر جوړېدو هوکړه شوې ده.
راپور وړاندې کاږي، پر کابل واکمنو طالبانو هم هڅه کړې چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره په خپلو شرایطو تعامل وکړي او په ۲۰۲۶کال کې یې د افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي ډیالوګ لومړنۍ غونډې کوربه‌توب کړی دی.
د راپور له مخې، له پاکستان سره د کړکېچونو او د سیمې د امنیتي وضعیت له بدلون وروسته افغانستان په زیاتېدونکې توګه د شمالي لارو او د منځنۍ اسیا له بازارونو سره د اړیکو پراختیا ته مخه کړې ده.
راپور زیاتوي، د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان په اړه یو شان پالیسۍ نه‌لري. ازبکستان پر اقتصادي نښلونې، تاجکستان پر امنیتي اندېښنو، ترکمنستان پر انرژۍ او ترانزیټ او قزاقستان پر اقتصادي او ډیپلوماټیکو اړیکو تمرکز کوي.
د یاد انسټیټیوټ په وینا، امریکا هم له افغانستان نه تر وتلو وروسته له منځنۍ اسیا سره خپلې اړیکې ساتلې؛ خو تمرکز یې اوس پر اقتصادي همکاریو، انرژۍ، ترانسپورټ او پانګونې دی.
راپور د زلمي خلیلزاد او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ترمنځ د وروستۍ لیدنې یادونه هم کوي او وايي، که څه هم خلیلزاد نور د امریکا رسمي استازی نه‌دی؛ خو دغه لیدنه ښيي چې د امریکا او افغانستان اړیکې په بشپړه توګه نه‌دي پرې شوې.
د امنیت او پرمختیا انسټیټیوټ په پایله کې وايي، امریکا له افغانستان نه وتلې خو افغانستان لاهم د منځنۍ اسیا د جیوپولیټیکي محاسبو مهمه برخه ده او د سیمې هېوادونه هڅه کوي د کابل د موضوع د مدیریت لپاره خپل سیمه‌ییز چوکاټونه پراخ کړي.

د بشري حقونو فعالان: په افغانستان کې ښځې او مذهبي لږکۍ له پراخو محدودیتونو سره مخ دي

۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۲۷ GMT+۱
100%

د امریکا د نړۍوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون په یوه غونډه کې ویناوالو ته ویلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې ښځې او مذهبي لږکۍ له پراخو محدودیتونو سره مخ دي او د نجونو زده‌کړې، د ښځو تګ‌راتګ او مذهبي ازادۍ سختې محدودې شوې دي.

د غونډې پرمهال ویناوالو ویلي، نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه‌لري او ښځې نه‌شي کولی له محرم پرته ډاکټر، محکمې یا ځینو عامه ځایونو ته ولاړې شي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر ویلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې مذهبي لږکۍ له لا زیاتو فشارونو سره مخ شوې دي. هغې ویلي، مسیحیان، هندوان، بهایان او نور غیرمسلمان مذهبي لږکۍ اړې دي خپل دیني مراسم په پټه ترسره کړي؛ ځکه د نیول کېدو او حتی د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
اغلې اکبر زیاته کړې، چې په افغانستان کې د سېکانو شمېر خورا کم شوی او یهودان، مسیحیان او د نورو ادیانو پیروان خپل دیني بدلونونه پټ ساتي. هغې دغه ادعا هم کړې، چې په هېواد کې خپلسرې نیونې او توقیفونه دوام لري او ځینې کورنۍ د خپلو نیول شویو خپلوانو د خوشې کېدو لپاره د پیسو ورکولو ته اړ اېستل کېږي.
د «ارامش» په نوم د یوه بنسټ مشرې صوفیا رمیار ویلي، ښځې د هېواد په کچه له محدودیتونو سره مخ دي؛ خو د مذهبي لږکیو ښځې د اضافي څار او محدودیتونو له ګواښ سره هم مخامخ دي.
د هغې په وینا، ګڼې ښځې عامه ځایونوته ته له تګ‌راتګ ډډه کوي او طالبان حتی په روغتونونو کې هم د ښځو د هویت د څار لپاره کسان ګوماري. رمیار ویلي، «حقونه د مذهب په نوم محدودېږي» او ګڼې ښځې د خپل خوندیتوب لپاره پر ځان محدودیتونه لګوي.
هغې زیاته کړې، چې ان سني مسلمانې ښځې هم د ستونزو د مخنیوي لپاره جوماتونو ته له تګ څخه ډډه کوي او د کور نارینه هم د ښځو د کړنو له امله له سزا سره مخ کېدای شي.
د غونډې ګډونوالو ویلي، د زده‌کړو، کار او ازاد تګ‌راتګ محدودیتونو د افغان ښځو پر رواني روغتیا ناوړه اغېز کړی او ډېری ښځې احساس کوي چې د دوی پر ضد محدودیتونه د هماغه دین په نوم توجیه کېږي چې دوی ته د عزت او ځواک احساس ورکوي.
کارپوهانو همداراز له امریکا غوښتي، چې د افغان پناه غوښتونکو لپاره د کډوالۍ قانوني لارې اسانه کړي، افغان محصلانو ته د امریکا پوهنتونونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي او پر طالبانو د نجونو او ښځو د محدودیتونو د لرې کولو لپاره فشار زیات کړي.
د راپور له مخې، که څه هم ځینې نجونې خپلې زده‌کړې په انلاین بڼه یا پټو ښوونځیو کې دوام ورکوي او یوشمېر نورې پاکستان ته تللې دي؛ خو د ګڼو افغان نجونو لپاره له لومړنیو زده‌کړو وروسته د زده‌کړې دروازې لاهم تړلې دي.
ګډونوالو خبرداری ورکړی، چې د معلوماتو راټولول او د بشري حقونو د سرغړونو ثبتول ورځ تر بلې ستونزمن کېږي، ځکه د دوی په وینا هغه سرچینې چې پخوا به یې معلومات شریکول، اوس له جدي محدودیتونو سره مخ دي.

راپور؛ افغانستان کې د کوکنارو کر کم شوی، خو پر نړۍوال بازار یې اغېزې لاهم روښانه نه‌دي

۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۴:۱۰ GMT+۱
100%

د «جیوپولیټیکل مانیټر» په یوه راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۲کال راهیسې په افغانستان کې د کوکنارو د کر کچه په بې‌ساري ډول راکمه شوې؛ خو لاهم څرګنده نه‌ده چې دغه بدلون د تریاکو او هیرویینو نړۍوال بازار څومره اغېزمن کړی دی.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۲کال کې په افغانستان کې پر شاوخوا ۲۳۲زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو؛ خو دغه کچه په ۲۰۲۵کال کې ۱۰زره او ۲۰۰ هکټارو ته راټیټه شوې وه.
راپور کاږي، په ۲۰۲۲کال کې د افغانستان د تریاکو تولید نږدې ۶۲۰۰ ټنه اټکل شوی و؛ خو په ۲۰۲۵کال کې احتمالي تولید ۲۹۶ ټنو ته راکم شوی دی. د راپور له مخې، وچکالۍ او د حاصلاتو کمښت هم د تولید په راټیټېدو کې رول درلود او دغه بدلون یوازې له بندیز سره تړاو نه‌لري.
راپور زیاتوي، چې د کوکنارو د کر کمښت له امله اقتصادي اغېزې د بزګرانو پر عوایدو هم څرګندې شوې دي. د تریاکو له خرڅلاو څخه د بزګرانو عواید په ۲۰۲۴کال کې له ۲۶۰ مېلیون ډالرو څخه په ۲۰۲۵کال کې ۱۳۴ مېلیون ډالرو ته راکم شوي، چې ۴۸ سلنه کمښت ښيي.
راپور ټینګار کوي، د بزګرانو د عوایدو کمښت لا دا نه ثابتوي چې د قاچاق نړۍوالو شبکو عواید هم په همدې اندازه کم شوي دي. د راپور له مخې، د افغانستان د تریاکو د تولید کمښت تراوسه د هیرویینو او تریاکو نړۍوال بازار ته بشپړ اغېز نه‌دی رسولی؛ ځکه په افغانستان کې د تریاکو سترې زېرمې لا هم شته.
راپور د یوې ارزونې له مخې وايي، په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۱۲زره ټنه تریاک زېرمه شوي وو او دغه زېرمو د هیرویینو د عرضې د دوام په برخه کې مهم رول لوبولی دی.
په راپور کې د بدیلو تولیدوونکو هېوادونو یادونه هم شوې ده. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په میانمار کې د کوکنارو د کر ساحه له ۴۵زره او ۲۰۰ هکټارو څخه ۵۳زره او ۱۰۰ هکټارو ته لوړه شوې؛ خو د تریاکو تولید یې یوازې یو سلنه زیات شوی دی.
راپور پاکستان هم د احتمالي بدیلې سرچینې په توګه یادوي او وايي، د سپوږمکۍ انځورونو پربنسټ په ۲۰۲۵کال کې په بلوچستان ایالت کې پر شاوخوا ۹۱۱۶ هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.
راپور وايي، د کوکنارو د تولید کمښت درې جلا پوښتنې راپورته کړې دي. لومړۍ دا چې ایا دولت کولای شي د نشه‌يي توکو پراخ تولید راکم کړي؟ د افغانستان تجربه دې پوښتنې ته مثبت ځواب ورکوي.
دویمه پوښتنه دا ده، چې ایا دغه کار د تریاکو او هیرویینو نړۍوال بازار هم راکم کړی؟ راپور وايي، د زېرمو، بدیلو عرضه کوونکو او د بازار د نورو عواملو له امله د دغه پوښتنې ځواب لاهم روښانه نه‌دی.
درېیمه پوښتنه د قاچاقي ډلو د عوایدو او ګټو په اړه ده. راپور وايي، لاهم روښانه نه‌ده چې د تریاکو د تولید کمښت د نشه‌يي توکو د قاچاق شبکو پر عوایدو او نړۍوال ناقانونه اقتصاد څه اغېز کړی دی.
د راپور له مخې، افغانستان ثابته کړې چې د کوکنارو تولید په پراخه کچه راکمېدای شي؛ خو دا لا هم نه‌ده ثابته شوې چې دغه کمښت به په اوږدمهال کې نړۍوال بازار او د جرمونو د ډلو مالي سرچینې هم راکمې کړي کنه.