• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
معلومات او ټېکنالوژي

مېټا د شخصي حریم د اندېښنو له امله له نویو ځیرکو عینکو کامره لرې کړه

۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۳:۵۰ GMT+۱تازه شوی: ۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۸:۱۰ GMT+۱

مېټا د خلکو د شخصي حریم په اړه د اندېښنو د کمولو لپاره د خپلو نویو ځیرکو عینکو یو بل ماډل جوړ کړی دی. دا عینکې کامره نه لري، د غږ ثبتولو وړتیا لري، خو عکسونه او ویډیوګانې پرې نه شي اخیستل کېدای.

د مېټا مشر مارک زوکربرګ دا عینکې د چهارشنبې په ورځ په کالیفورنیا کې د شرکت په کلنۍ غونډه کې معرفي کړې. عینکې مایکروفون او سپیکرونه لري او کاروونکي یې د موسیقۍ اورېدو، ټیلیفوني خبرو او د مېټا له مصنوعي ځیرکتیا سره د اړیکې لپاره کارولی شي.

شرکت ویلي، د بې‌کامرې عینکو پلور به د اکتوبر په ۱۳مه پیل شي او بیه به یې له ۳۴۹ ډالرو پیلېږي.

د ځیرکو عینکو کوچنیو کامرو د خلکو د شخصي حریم په اړه پوښتنې راپورته کړې دي. منتقدان وايي، د دغو عینکو په وسیله له نورو کسانو د اجازې له اخیستو پرته عکسونه او ویډیوګانې ثبتېدای شي.

د مېټا د مصنوعي ځیرکتیا د محصولاتو مرستیال ویشال شاه ویلي چې د کامره لرونکو عینکو د ثبتولو خبرداری ورکوونکې رڼا یې لا څرګنده کړې، څو شاوخوا خلک پوه شي چې کامره فعاله ده.

مېټا د بې‌کامرې ماډل ترڅنګ داسې نوې عینکې هم معرفي کړې چې کامرې لري او عکسونه او ویډیوګانې ثبتوي.

ډېر لیدل شوي

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟
۱

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۲

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۳

د اسلام‌اباد کنفرانس په افغانستان کې د ټولشموله، متوازن او عصري حکومت غوښتنه کړې ده

۴

د ویزو سربېره؛ په پاکستان کې افغان محصلین وایي لاهم ټولګیو ته د داخلېدو اجازه نه‌لري

۵

څېړنه؛ په افغانستان کې د معلولینو وضعیت تر ۲۰۲۱کال وروسته خورا کړکېچن شوی

•
•
•

نور خبرونه

څېړنیز راپور؛ په افغانستان کې د اوبو کیفیت د کبانو د روزنې پر وده او تولید مستقیم اغېز لري

۱ تله ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۲ GMT+۱
100%

«بایو انجینیر» وېب‌پاڼې په یوه څېړنیز راپور کې ویلي، د کابل د قرغې د کبانو په فارم کې شوې لومړنۍ منظمه څېړنه ښيي چې د اوبو کیمیاوي کیفیت د «رېنبو ټراوټ» کبانو پر روغتیا او وده مستقیم اغېز لري.

راپور کاږي، د قرغې په فارم کې د کبانو تولید روان دی؛ خو په پسرلي کې د اوبو د اکسیجن کچه په خطرناکه کچه ټیټېږي او په هغه حوضونو کې چې کبان ساتل کېږي، امونیا او ځینې اوسپنیز توکي زیاتېږي.
د راپور له مخې، د افغانستان د کبانو د روزنې برخه د څو لسیزو جګړو سربېره په تدریجي ډول پراخه شوې ده. د هېواد د کبانو تولید په ۱۹۸۰کال کې یوازې ۸۷۰ ټنه و؛ خو په ۲۰۲۱کال کې ۱۱زره او ۱۰۷ ټنو ته رسېدلی و.
سره له دې په افغانستان کې د هر وګړي د کب کلنی مصرف څه باندې دوه کیلوګرامه دی، چې د نړۍ په کچه له ټیټو کچو بلل شوې ده.
دغه څېړنه د کابل پوهنتون د څېړونکو له‌خوا د مالیزیا د پوترا پوهنتون د یوه څېړونکي په همکارۍ شوې ده. څېړونکو د اپرېل له میاشتې تر ډسمبر پورې هره میاشت دوه ځایونه ارزولي دي؛ لومړی د قرغې له زېرمتونه فارم ته راتلونکې اوبه او دویم هغه حوض چې کبان په‌کې روزل کېږي.
څېړونکو د اوبو تودوخه، منحل اکسیجن، تیزابي او القلي کچه، په اوبو کې حل شوي توکي، امونیا، نایټرایټ، نایټرېټ، فاسفېټ، سلفېټ، اوسپنه او زېنک ارزولي دي. موندنې ښيي، چې د کبانو د روزنې حوض اوبه د فارم د ورننوتونکو اوبو پرتله په منځنۍ توګه ۳،۰۲ درجې سانتي‌ګراده سړې وې. په جون میاشت کې دغه توپیر ۵،۸ درجو ته رسېدلی و.
خو د کبانو په حوض کې د امونیا اندازه په منځنۍ توګه ۱۱۰،۸ سلنه زیاته وه او په جون میاشت کې دغه زیاتوالی ۲۷۵ سلنې ته رسېدلی و. همداراز، په حوض کې د زېنک اندازه په منځنۍ توګه ۳۸،۴ سلنه او د اوسپنې اندازه ۳۱،۲ سلنه لوړه شوې وه. برعکس، د فاسفېټ اندازه ۶۱،۵ سلنه کمه شوې وه.
د څېړنې له مخې، د اوبو د اکسیجن کمښت د ټراوټ کبانو لپاره تر ټولو مهمه ستونزه وه.
په اپرېل میاشت کې په دواړو څارل شویو ځایونو کې په هر لیټر اوبو کې د اکسیجن کچه د ۳،۲۴ او ۳،۳۰ ملي ګرامو ترمنځ وه، په داسې حال کې چې د ټراوټ کبانو د روزنې لپاره لږ تر لږه د شپږ ملي ګرامه اکسیجنو سپارښتنه کېږي.
د څېړنې په ټوله موده کې د کبانو په حوض کې د منحل اکسیجن اندازه د ورننوتونکو اوبو پرتله په منځنۍ توګه ۱۵،۱ سلنه کمه وه. څېړونکو ویلي، د اکسیجن دغه کمښت د کبانو وده او د ناروغیو پر وړاندې د هغوی مقاومت زیانمنولی شي.
سره له دې، څېړل شویو کبانو د پام وړ وده کړې ده. د ۶۰ کبانو د څېړنې پایلې ښيي، چې د هغوی منځنی وزن په اپرېل کې ۷۰،۳۱ ګرامه و؛ خو په ډسمبر کې ۲۱۲،۴۵ ګرامو ته ورسېده، چې ۲۰۲،۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
د کبانو د بدن اوږدوالی هم په همدې موده کې ۴۴،۱ سلنه زیات شوی دی. راپور زیاتوي، د کبانو تر ټولو ښه وده د کال په وروستیو میاشتو کې وه چې د تودوخې شرایط مناسب وو.
څېړونکو منلې، چې څېړنه یوازې په یوه فارم کې شوې، د کال ټولې ۱۲ میاشتې یې نه‌دي پوښلې او د کبانو د خوراک اندازه، په حوضونو کې د کبانو شمېر، د رسوباتو کیمیاوي حالت او د مېکروبونو جوړښت په مستقیم ډول نه‌دي ارزول شوي.
د څېړنې له مخې، اپرېل او مئ د ټراوټ کبانو لپاره تر ټولو خطرناکې میاشتې وې ځکه د تودوخې له لوړېدو سره د اکسیجن کمښت ستونزه هم وه. په مني او د ژمي په لومړیو کې بیا اوبه سړې شوې؛ خو خوراکي توکي په‌کې زیات شول.
څېړونکو د اکسیجن د کمښت د مخنیوي لپاره د اوبو د هوا ورکولو سیستم پیاوړتیا، د ښځلو د اېستلو، د کبانو د شمېر د کره مدیریت، د اوبو د کیفیت د پرله‌پسې څار او د کبانو د مقاومت لپاره د مناسبو خوراکي توکو د کارولو سپارښتنه کړې ده.
راپور کاږي، د افغانستان لپاره چې د کبانو روزنه په‌کې د خوړو خوندیتوب او اقتصادي ودې د یوې برخې په توګه په پراخېدو ده، دغه څېړنه د لومړي ځل لپاره د سیمه‌ییزو شرایطو پر بنسټ د اوبو د کیفیت او د کبانو د ودې ترمنځ کمیتي معلومات وړاندې کوي.
څېړونکي وايي، د قرغې په فارم کې د ټراوټ کبانو دوامداره تولید د اوبو د کیفیت فعال او پرله‌پسې مدیریت ته اړتیا لري.

حمدالله محب متحده عربي امارات کې د سپوږمکۍ د لېږد یو میلیارد ډالري پروژې مسوول دی

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۳۳ GMT+۱
100%

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار حمدالله محب اوس‌مهال د متحده عربي امارات د فضايي ټکنالوژۍ د یوې سترې پروژې مدیریت مخې ته وړي. پر دغې پروژې یو میلیارد ډالر پانګونه کېږي او ټاکل شوې چې له مصنوعي ځیرکتیا څخه برخمنې ۵۰ سپوږمکۍ جوړې او فضا ته واستوي.

محب د «مارلان سپېس» او «اوربټ ورکس» شرکتونو اجراییه مشر دی. دواړه شرکتونه په متحده عربي امارات کې مېشت دي او د فضايي ټکنالوژۍ، د سپوږمکیو د جوړولو او د هغو د کارونې په برخو کې فعالیت کوي.

«مارلان سپېس» او «لافت اوربیټل» شرکتونه د هغه ګډ کنسرسیوم مشري کوي چې د «الټایر – راتلونکی نسل» پروګرام د جوړولو لپاره یو میلیارد ډالره پانګونه کوي. ټاکل شوې، چې د دې پروژې په لومړي پړاو کې ۵۰ سپوږمکۍ جوړې شي او دا سپوږمکۍ به په ابوظبي کې تولید شي.

محب د دې پروژې د اعلان په مراسمو کې ویلي، چې کله یې د الټایر د جوړولو کار پیل کړ، نو پر داسې راتلونکي یې حساب کړی وو، چې «ځیرکتیا» به د ځمکې مدار ته ولېږدول شي او متحده عربي امارات به له هغو هېوادونو څخه وي چې دغه ټکنالوژي جوړوي.

هغه ویلي، چې ۵۰ سپوږمکۍ به د بېلابېلو وړتیاوو په لرلو سره د یوې ګډې شبکې په توګه فعالیت وکړي او ښايي دا پروژه د نړۍ له تر ټولو پرمختللو سپوږمکۍ لرونکو شبکو څخه یوه شي.

محب زیاته کړې، چې موخه یې یوازې په دې صنعت کې ګډون نه‌دی، بلکې غواړي په دې برخه کې مشري هم وکړي.

نوموړي الټایر او «الټایر – راتلونکی نسل» د هغو هڅو یوه برخه بللې چې موخه یې په ابوظبي کې د سپوږمکیو د جوړولو وړتیا په یوه «ملي توان» بدلول دي.

100%

د هغه په وینا، دا پروژه کولای شي متحده عربي امارات له یوه هېواد څخه چې د سپوږمکۍ خدمتونو پېرونکی دی، په داسې هېواد بدل کړي چې دغه خدمتونه نورو ته وړاندې کړي. په ورته وخت کې به د دې صنعت اړوند د انجنیرۍ وړتیاوې، فکري شتمني او د توکو او خدمتونو رسولو لړۍ هم د هېواد دننه وساتل شي.

هغه شرکت چې محب یې مشري کوي، «اوربټ ورکس»، په ابوظبي کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه برخمنې سپوږمکۍ طرحه کوي، جوړوي او د کار لپاره یې چمتو کوي.

دغه شرکت وايي، موخه یې دا ده، چې د سوداګریزو، ملکي او امنیتي موخو لپاره په هېواد کې دننه د فضايي چارو بنسټیزې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د اعلان شوې طرحې له مخې، د «الټایر – راتلونکي نسل» سپوږمکۍ به په رادار، رڼیزو حسکوونکو او نورو وسایلو سمبالې وي.

د معلوماتو یوه برخه به د ځمکې پر لور د خامو انځورونو له لېږلو مخکې په خپله سپوږمکۍ کې وڅېړل شي.

د دې سپوږمکیو شبکې لپاره اعلان شوې دندې په سمندر کې څارنه، د ځنګلي اورونو پېژندنه، د پېښو پر وړاندې چټک غبرګون او د بندرونو او مهمو بنسټونو څارنه ده.

«لافت اوربیټل» هم ویلي، چې د دغې سپوږمکېږي شبکې د ټکنالوژۍ، مصنوعي ځیرکتیا، کمپیوټري پروګرامونو او د عملیاتو په برخو کې به له «اوربټ ورکس» سره ګډ کار وکړي.

ټاکل شوې چې په ابوظبي کې جوړې شوې لومړنۍ سپوږمکۍ په راتلونکو اونیو کې فضا ته ولېږل شي.

«اوربټ ورکس» ویلي، چې د الټایر دنده د متحده عربي اماراتو د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي په خپل هېواد کې د سپوږمکیو د طرحې، جوړولو او کارولو بشپړ فضايي صنعت رامنځته کړي.

حمدالله محب د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د افغانستان د جمهوري نظام له ړنګېدو مخکې د پخواني ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار وو.

هغه له افغانستان څخه تر وتلو وروسته په متحده عربي امارات کې د فضايي ټکنالوژۍ په برخه کې سوداګریزو فعالیتونو ته مخه کړې ده.

د افغانستان رسنیو په ۲۰۲۴ کال کې هم په متحده عربي امارات کې د محب له لوري د «مارلان سپېس» شرکت له جوړېدو خبر ورکړی وو.

د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې محب، چې هغه مهال د «اوربټ ورکس» اجراییوي مشر وو له ابوظبي پراختیايي صندوق سره د سپوږمکیو په برخه کې یوه هوکړه هم لاسلیک کړې وه.

نوې پروژه د افغانستان په حکومت کې د محب د دندې له پای ته رسېدو وروسته د هغه له مهمو سوداګریزو فعالیتونو څخه ګڼل کېږي.

دا پروژه ښيي چې د نوموړي مسلکي فعالیتونه په وروستیو کلونو کې د افغانستان له سیاست او امنیتي چارو څخه د فضايي ټکنالوژۍ او د مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې پانګونې او سوداګرۍ ته اوښتي دي.

100%

تازه څېړنه: د شپې ډېرې رڼا ته مخامخ کېدل زړه زیانمنوي

۲۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۱۷ GMT+۱
100%

په امریکا کې یوې تازه څېړنې موندلې چې د شپې مهال له ډېرې رڼا سره مخامخ کېدل ښايي د زړه په جوړښت او دندو کې د بدلونونو لامل شي. د څېړنې له مخې، د زړه د دېوالونو غټېدل او د زړه د عضلې د عادي راټولېدو او بېرته ارامېدو د وړتیا کمېدل له هغو بدلونونو څخه دي چې له شپنۍ رڼا سره تړاو لري.

په دې څېړنه کې له ۱۱ زرو څخه د ډېرو کسانو روغتیايي معلومات څېړل شوي او موندل شوې چې د شپې له رڼا سره مخامخ کېدل د زړه د دېوالونو له غټېدو او د زړه د دندو د کمزورۍ له لومړنیو نښو سره تړاو لري.

د څېړنې پایلې تازه په نړیواله علمي خپرونه «د زړه اروپايي ژورنال» کې خپرې شوې دي.

څېړونکي وايي، پخوانیو څېړنو لا دمخه ښودلې وه، چې د شپې رڼا ته مخامخ کېدل د زړه او رګونو د ناروغیو له زیات خطر سره تړاو لري، خو د شپنۍ رڼا د اغېز په اړه په ځانګړې توګه د زړه پر جوړښت او د هغه پر دندو تر دې مخکې معلومات محدود وو.

په دې څېړنه کې ګډونوال د بریتانیا د یوکې بایوبانک له روغتیايي زېرمتون څخه غوره شوي وو. ګډونوالو ۷ ورځې پر خپلو مړوندونو د رڼا د کچې د معلومولو حس کوونکي تړلي وو، څو څېړونکي وکولای شي معلومه کړي چې هغوی د شپې پر مهال له څومره رڼا سره مخامخ کېږي.

له دې درې کاله وروسته پر اېم‌ار‌ای د ګډونوالو د زړه انځورونه واخیستل شول. څېړونکو د دغو انځورونو په کتلو سره د زړه جوړښت او د هغه د فعالیت څرنګوالی وڅېړه.

وروسته هغه کسان چې د شپې له درې لوکس له اندازې ډېرې رڼا سره مخامخ شوي وو، له هغو کسانو سره پرتله شول چې د شپې نږدې هېڅ رڼا ته نه وو مخامخ شوي.

پایلو وښودله، چې د شپې له ډېرو رڼاوو سره د مخامخ کسانو د زړه د چپې بطن دېوالونه غټ شوي او د دغه بطن دننه تش ځای هم کم شوی وو.

څېړونکو همدارنګه موندلې چې په دغو کسانو کې د زړه عضله د زړه د درزا پر مهال خپل طبیعي نرمښت او انعطاف تر یوه بریده له لاسه ورکړی وو. د څېړونکو په وینا، دا بدلون د زړه د فعالیت د کمزورۍ له لومړنیو نښو څخه کېدای شي.

په څېړنه کې د زړه په ښي بطن او چپ دهلیز کې هم ځینې بدلونونه لیدل شوي دي.

د څېړنې لیکوالان وايي، د شپې رڼا ککړتیا ښايي د زړه او رګونو د ناروغیو له خطرونو څخه یو وي. د دوی په وینا، د شپې د رڼا د کچې کمول ښايي د زړه د ناروغیو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

دغه څېړنه د امریکا د نیواورلیان ښار د تولېن پوهنتون د پروفیسور لو چي په مشرۍ ترسره شوې ده.

د جرمني د ماینڅ پوهنتون د روغتیايي مرکز پروفیسور توماس مونزل او د هغه همکارانو هم د خوب چاپېریال ته د پاملرنې پر ارزښت ټینګار کړی دی.

د دوی په وینا، ډاکټران باید له ناروغانو په ځانګړې توګه له هغو کسانو چې د زړه له کمزورۍ یا د زړه د درزا له ګډوډۍ سره مخ دي، د خوب خونې د تیارې په اړه پوښتنې وکړي.

دوی ټینګار کوي، چې ډاکټران باید دا هم وپوښتي چې ناروغ د شپې په وخت کې کار کوي او که نه، او له لمر لوېدو وروسته له موبایل، کمپیوټر او نورو برېښنايي وسایلو څومره ګټه اخلي.

څېړونکي وايي، د خوب پر مهال د خونې تیاره ساتل او د شپې له بې‌ځایه رڼا څخه ځان ساتل ښايي د زړه د روغتیا لپاره ګټور وي.

د ایفون ۱۸ماډلونه؛ اپل د پاسپورټ په څېر خپل لومړنی تاوېدنکی ایفون هم معرفي کړ

۱۸ وږی ۱۴۰۵ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۴۵ GMT+۱
100%

اپل د چهارشنبې په ورځ خپل لومړنی تاوېدنکی ټیلیفون د «ایفون ډویو» په نوم معرفي کړ. د دې ټیلیفون بیه ۱۹۹۹ امریکايي ډالره ده او د ایفون په ډیزاین کې په تېرو څو کلونو کې د اپل تر ټولو ستر بدلون بلل کېږي. ایفون ډویو چې کله تړلی وي، د اندازې او بڼې له پلوه له پاسپورټ سره ورته والی لري.

کله چې دغه ګرځنده ټیلیفون پرانیستل شي، ۷.۶ انچه یا نږدې ۱۹ سانتي‌متره پرده ښکاره کېږي چې هم په افقي او هم په عمودي ډول ترې ګټه اخیستل کېدای شي. د ټیلیفون د باندې پر بدنه یوه کوچنۍ پرده هم شته چې د وسیلې د تړلي حالت پر مهال ترې کار اخیستل کېږي.

د اپل په وینا، ډویو د پرانیستل شوي حالت پر مهال تر اوسه د دې شرکت تر ټولو نری جوړ شوی ټیلیفون دی. د ټیلیفون بدنه له تیتانیوم څخه جوړه شوې ده.

دا د اپل لومړنۍ ستره غونډه وه چې د دې شرکت د اجرائیه مشر په توګه د جان ترنوس له ټاکل کېدو وروسته ترسره شوه. ډویو د ۱۳۹۶ کال راهیسې د ایفون په ډیزاین کې تر ټولو ستر بدلون دی. اپل په هغه کال کې د ایفون ۱۰ له معرفي کولو سره د کور تڼۍ چې فزیکي بڼه یې لرله، لرې کړه.

ایفون لا هم د اپل د عوایدو تر ټولو مهمه سرچینه ده. دې شرکت په خپل وروستي مالي کال کې د ایفونونو له پلور څخه شاوخوا ۲۰۹ میلیارده ډالره عاید ترلاسه کړی چې د شرکت د ټول پلور له نیمايي څخه زیات جوړوي.

ډویو د کار او هم‌مهاله څو پروګرامونو د چلولو لپاره

اپل ډویو تر ډېره د ورځنیو او مسلکي کارونو د ترسره کولو لپاره د یوه ټیلیفون په توګه معرفي کړ. د معرفي کولو په مراسمو کې وښودل شول چې کاروونکي کولای شي د څو ګډونوالو لرونکې د زوم ویډیويي غونډه د ټیلیفون پر لویه پرده تعقیب کړي.

د ډویو لویه پرده کاروونکو ته اجازه ورکوي چې په یوه وخت کې څو پروګرامونه پرانیزي او وکاروي. اپل تر دې مخکې هم دا اسانتیا په خپلو ځینو ایپډ ماډلونو کې وړاندې کړې وه.

جان ترنوس په بازار کې د موجودو تاوېدنکو ټیلیفونونو پر ډیزاین نیوکه وکړه او ویې ویل چې د عادي کارونو، لکه د مطالبو لوستلو او ویډیو کتلو لپاره ترې ګټه اخیستل ستونزمن دي. هغه وویل چې اپل هڅه کړې په یوه کوچني او جېبي وسیله کې د ایپډ د کارونې تجربه وړاندې کړي.

ترنوس وویل: «دا یوه په بشپړه توګه نوې وسیله ده، خو په ورته وخت کې اشنا هم ښکاري. اندازه یې نږدې د پاسپورټ په څېر ده، په اسانۍ په لاس کې ځایېږي او په یوه لاس هم کارول کېدای شي».

د «پي‌پي فورسايټ» شرکت شنونکي، پائولو پسکاتورې، وویل چې اپل د ډویو په وړاندې کولو سره د لوړې بیې ټیلیفونونو په بازار کې د ودې نوې لاره پرانیستې او د ایفون لپاره یې د عوایدو بله سرچینه رامنځته کړې ده. خو د مراسمو تر پای پورې د اپل د ونډو بیه ۱.۸ سلنه راټیټه شوه.

100%

مصنوعي ځیرکتیا او د کاروونکو د معلوماتو ساتنه

د اپل پخواني اجرائیه مشر، ټیم کوک، د مراسمو په پیل کې د یوې ویډیو له لارې صحنه جان ترنوس ته وسپارله. کوک د ویډیو په پای کې ترنوس ته په اشاره وویل: «زه نه، هغه هماغه کس دی چې تاسو یې غواړئ».

ترنوس وویل چې اپل غواړي ایفون د کاروونکو د شخصي مصنوعي ځیرکتیا پر یوه مرکز بدل شي، خو په دې بهیر کې به د هغوی شخصي حریم له ګواښ سره مخ نه شي. هغه پر هغو شرکتونو نیوکه وکړه چې د کاروونکو شخصي معلومات راټولوي او ساتي.

هغه زیاته کړه: «کله چې ستاسو د معلوماتو واک نور ستاسو په لاس کې نه وي، یوازې باور بسنه نه کوي. له همدې امله د اپل مصنوعي ځیرکتیا تر هغه ځایه چې امکان ولري، په خپله وسیله کې چلېږي.

ایفون ۱۸ پرو لا ګران شو

اپل په دې مراسمو کې ایفون ۱۸ پرو او ایفون ۱۸ پرو مکس هم معرفي کړل. دا دواړه ټیلیفونونه د ډویو برعکس، تاوېدنکي نه دي او د ایفون د عادي ماډلونو د لړۍ دوام بلل کېږي.

د ایفون ۱۸ پرو بیه له ۱۱۹۹ ډالرو او د ایفون ۱۸ پرو مکس بیه له ۱۲۹۹ ډالرو پیلېږي. د دواړو ماډلونو بیې د تېر نسل په پرتله ۱۰۰ ډالره لوړې شوې دي.

ایفون ۱۸ پرو د «A20 Pro» له نوي چپ څخه کار اخلي. اپل وايي، دا چپ په خپله د ټیلیفون دننه د پرمختللو مصنوعي ځیرکتیايي ماډلونو چلېدل اسانه او چټکوي.

اپل یوه داسې اسانتیا هم معرفي کړه چې د اصلي عکسونو او هغو انځورونو ترمنځ توپیر کوي چې د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړ شوي یا بدل شوي وي. دغه اسانتیا چې د اپل د «مرجع انځور» یا «Apple Reference Image» په نوم یادېږي، د ایفون ۱۸ پرو د کمرې له لارې د اخیستل شویو عکسونو د اصلي‌والي د تایید لپاره کارول کېږي.

دا اسانتیا به په اروپايي ټولنه او چین کې وړاندې نه شي.

100%

ارزانه ایرپاډ له مزاحمو غږونو د لرې کولو اسانتیا سره

د ایرپاد نوې بڼه به له ۱۲۹ ډالرو پیلېدونکې بیه ولري. د لومړي ځل لپاره د ایرپاډ ارزانه ماډل هم د مزاحمو غږونو د لرې کولو له اسانتیا سره وړاندې کېږي.

یو بل ماډل چې ۱۴۹ ډالره بیه لري، هم بازار ته وړاندې کېږي. په دې ماډل کې بې‌سیمه چارج او د ایرپاډ له ډنډې څخه د غږ د کچې د بدلولو اسانتیا شته. کاروونکی کولای شي خپله ګوته پورته یا ښکته راکاږي او په دې توګه غږ کم یا زیات کړي.

اپل واچ لړۍ ۱۲ او اپل واچ اولټرا ۴ هم له هغو نورو محصولاتو څخه وو چې په دې مراسمو کې معرفي شول. په دغو دواړو ساعتونو کې اصلي بدلونونه پر روغتیايي او ورزشي اسانتیاوو متمرکز دي.

اپل د دغو ساعتونو د حسکوونکو په ډیزاین کې بدلون راوستی، څو د زړه درزا په لنډو وختي واټنونو کې ثبت کړي. دغه معلومات د بدني چمتووالي او له ورزش وروسته د بدن د بېرته ارامېدو او ځواک ترلاسه کولو د چټکتیا د معلومولو لپاره کارول کېږي.

د اپل په وینا، نوي چپونه او حسکوونکي د زړه د درزا اندازه کول لا کره کړي دي. دغه شرکت ادعا کوي چې نوي ساعتونه د نورو ساعتونو په پرتله د زړه درزا په لا ډېره کره توګه ثبتوي.

د اپل د نوي اجراییه مشر لپاره ستره ازموینه

جان ترنوس د اجرائیه مشر تر مقام ته له رسېدو مخکې د اپل د هارډوېیر یا فزیکي وسایلو د برخې مسؤول و. هغه د محصولاتو د معرفي کولو په څو مراسمو او چاپېریالي پروګرامونو کې له ګډون پرته، د عامو خلکو ترمنځ ډېر پېژندل شوی مخ نه و.

اوس د ترنوس له لومړنیو ازموینو څخه یوه دا ده چې مشتریان د دوه زره ډالرو په بیه د یوه تاوېدنکي ټیلیفون پېرلو ته وهڅوي. اپل تر دې مخکې هېڅکله په دومره لوړه بیه ټیلیفون نه و وړاندې کړی.

سامسونګ او هواوې له ۱۳۹۸ کال راهیسې تاوېدنکي ټیلیفونونه پلوري، خو د دغو محصولاتو بازار لا هم محدود دی او ډېری پېرودونکي یې د ټکنالوژۍ جدي مینه‌وال دي.

سره له دې چې د ډویو بیه لوړه ده، د څېړنیزو شرکتونو په ګډون د «آی‌ډي‌سي» وړاندوینه کوي چې د اپل د لومړني تاوېدنکي ایفون غوښتنه به د تولید له اندازې زیاته وي.

آی‌ډي‌سي اټکل کوي چې اپل به د راتلونکي کال تر پایه د تاوېدنکو ټیلیفونونو ۴۰ سلنه بازار په خپل واک کې ولري.

له میاشتني عادت مخکې عصبانیت؛ ولې ځینې ښځې ژر غوسه کېږي؟

۱۶ وږی ۱۴۰۵ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۰۱ GMT+۱
100%

ډېری ښځې له میاشتني عادت څو ورځې مخکې احساس کوي، چې روان یې د معمول په څېر نه‌دی. حوصله یې کمېږي، ژر غوسه کېږي، کوچنۍ خبره ورته درنه تمامېږي او کله ناکله پرته له څرګند لامله خپه، اندېښمنې یا احساساتي کېږي.

د ځینو ښځو لپاره دغه بدلونونه ډېر ساده وي او ورځنی ژوند یې نه ګډوډوي؛ خو د ځینو نورو لپاره بیا عصبانیت، ژړا، اضطراب، د تمرکز ستونزه، ستړیا او د روان ناڅاپي بدلونونه دومره څرګند وي چې پر کار، زده‌کړو او شخصي اړیکو یې اغېز کوي.
روغتیایي متخصصان وايي، دغه حالت یوازې «عصبانیت» نه‌دی. په ډېرو مواردو کې یې ریښه د هغو طبیعي بدلونونو سره تړلې وي، چې د میاشتني عادت پرمهال د ښځې په بدن او مغز کې رامنځته کېږي.
د بدن هورموني بدلونونه پر روان څنګه اغېز کوي؟
د میاشتني عادت له پیل مخکې په بدن کې د اسټروجن او پروجېسټېرون په ګډون د ځینو هورمونونو کچه بدلېږي. د ښځو بدن دغه بدلون ته یو شان غبرګون نه ښيي؛ ځینې ښځې ورته ډېرې حساسې وي او همدا حساسیت یې پر روان او احساساتو اغېز کولی شي.
هورموني بدلونونه د مغز پر هغو کیمیاوي توکو هم اغېز لري، چې د انسان د روان، خوب او احساساتو په تنظیم کې برخه اخلي. له دې ډلې یوه مهمه کیمیاوي ماده سېروټونین ده.
په همدې ورځو کې ښايي یوه ښځه داسې احساس وکړي، چې د زغم کچه یې راټیټه شوې ده. هغه خبره چې څو ورځې مخکې ورته عادي وه، اوس یې غوسه کولی شي. ځینې ښځې ژر ژاړي، ځینې د خلکو له خبرو سره ډېرې حساسې کېږي او ځینې بیا د اضطراب، خپګان یا بې‌قرارۍ احساس کوي او ځان ورته بې‌ارزښته، بدرنګه او بې‌کسه ښکاري. نړۍ او ژوند ورته بې‌معنا ښکاري او له هر څه او هر چا بې‌زاره وي.
دغه نښو ته په طبي اصطلاح کې له میاشتني عادت وړاندې سنډروم (PMS – Premenstrual Syndrome) ویل کېږي.
هره ښځه یې یو ډول نه تجربه کوي
له میاشتني عادت وړاندې رواني بدلونونه په ټولو ښځو کې یو شان نه‌وي. یوه ښځه ښايي یوازې لږه بې‌حوصله‌توب تجربه کړي؛ خو بله ښايي سخت عصبانیت، ژړا، ستړیا، د خوب ګډوډي، اضطراب او د تمرکز ستونزه ولري.
حتا په یوې ښځې کې هم نښې هره میاشت په یوه اندازه نه وي. فشار، د خوب کموالی، د ژوند نورې ستونزې او د بدن عمومي حالت کولای شي د نښو په شدت کې توپیر راولي. له همدې امله یوازې دا چې یوه ښځه د میاشتني عادت په ورځو کې غوسه ده، په دې معنا نه‌ده چې هره غوسه یې باید هورمونونو ته منسوبه شي.
کله حالت له عادي PMS څخه سخت وي؟
په لږ شمېر ښځو کې تر میاشتني عادت وړاندې رواني بدلونونه تر عادي PMS ډېر سخت وي. دغه حالت ته له میاشتني عادت مخکې سخت رواني اختلال (PMDD – Premenstrual Dysphoric Disorder) ویل کېږي.
په دې اختلال کې ښځه ښایي سخت عصبانیت، ژور خپګان، اضطراب، د روان ناڅاپي بدلون، له نورو سره د شخړې زیاتوالی او د احساساتو د کنټرول ستونزه تجربه کړي. د امریکا د نسایي او ولادي متخصصانو کالج د معلوماتو له مخې، PMDD د ماشوم زېږولو په عمر کې شاوخوا پنځه سلنه ښځې اغېزمنولی شي.
د PMS او PMDD ترمنځ مهم توپیر یوازې د نښو په موجودیت کې نه؛ بلکې د هغو په شدت او پر ورځني ژوند د اغېز په کچه کې دی. که نښې د یوې ښځې کار، زده‌کړې، کورنی ژوند یا اړیکې په جدي ډول ګډوډوي، موضوع باید یوازې د «میاشتني عادت عصبانیت» ونه ګڼل شي.
ښځه څنګه پوهېدای شي چې ستونزه یې له میاشتني دوران سره تړلې ده؟
د نښو وخت ته پام کول مهم دي. که عصبانیت، اضطراب، خپګان یا نور رواني بدلونونه هره میاشت د عادت له راتلو مخکې پیلېږي او د عادت له پیل وروسته کمېږي، له میاشتني دوران سره یې د تړاو احتمال زیاتېږي.
متخصصان له همدې امله سپارښتنه کوي، چې ښځې د څو میاشتو لپاره خپل میاشتنی دوران او ورسره د روان بدلونونه ثبت کړي. دا کار نه یوازې ښځې ته د خپل بدن د پېژندلو فرصت ورکوي؛ بلکې له ډاکټر سره هم د PMS او PMDD په تشخیص کې مرسته کوي.
کوم شی د نښو په کمولو کې مرسته کوي؟
د ژوند ځینې ساده بدلونونه د ډېرو ښځو لپاره ګټور تمامېدای شي. کافي او منظم خوب، فزیکي فعالیت، د فشار کمول، ژوره ساه اخیستل او د ارام لپاره وخت ځانګړی کول د روان په ښه ساتلو کې مرسته کولی شي. د کافین او الکولو کمول هم د ځینو ښځو لپاره ګټور وي.
که نښې سختې وي، متخصصان د درملنې نورې لارې هم لري. په ځینو مواردو کې رواني درملنه او ځینې درمل لکه د سېروټونین درمل، د سخت PMS او PMDD د نښو په کمولو کې کارول کېږي.
خو د درملو اړتیا او ډول باید د ډاکټر له ارزونې وروسته وټاکل شي.
هر عصبانیت د هورمونونو له امله نه‌وي
له میاشتني عادت مخکې عصبانیت او رواني بدلونونه واقعي فزیکي او رواني لاملونه لرلای شي، خو مهمه ده چې د ښځې هره غوسه، خپګان یا احساساتي غبرګون په ساده ډول «هورمونونو» ته منسوب نه‌شي.
که سخت خپګان، اضطراب، عصبانیت یا د روان نور بدلونونه د میاشتني عادت له ځانګړو ورځو سره محدود نه‌وي او د میاشتې په نورو ورځو کې هم دوام کوي، ښايي تر شا یې بله رواني یا جسمي ستونزه وي.
په ځانګړي ډول که دغه بدلونونه د ښځې پر ورځني ژوند، کار او اړیکو اغېز کوي، له ډاکټر یا له ارواپوه سره خبرې کول د ستونزې د کره لامل په موندلو او مناسبې درملنې کې مرسته کولای شي.