• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

له پاکستان نه اېستل شوی افغان: کورنۍ مې له امنیتي‌ ګواښونو او جدي‌ بشري ستونزو سره مخ ده

۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۰۳ GMT+۱

د محمد تمیم صدیقي په نوم یو افغان وايي، له پاکستان نه تر جبري ستنېدو وروسته په افغانستان کې هغه او د کورنۍ غړي یې له امنیتي ګواښونو او جدي بشري ستونزو سره مخ دي. نوموړي‌ ویلي، د دغه پېښو د ګواښ لیکونه، اسناد، د روغتون طبي اسناد او شاهدان هم لري.

د صدیقي په نوم دغه کس ویلي، چې پلار یې پخوا وژل شوی او ورو یې هم په ډزو ټپي شوی دی. هغه ادعا کړې، چې یوه شپه ناوخته یې پر کور وسله‌والو برید وکړ او هڅه یې کوله چې د هغه ورور ووژني.
د نوموړي‌ په خبره، په دې برخه کې بشپړ اسناد او شواهد لري او حاضر دی چې اړوندو ادارو ته یې وسپاري. صدیقي د دغه پېښو د ځای او وخت په اړه معلومات نه‌دي‌ شریک کړي.

د هغه په خبره، کورنۍ یې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي‌ کمېشنرۍ او نورو ادارو اسناد هم لرل؛ خو پاکستاني پولیسو یې کورنۍ په جبري ډول له دغه هېواده واېستله، چې له بېرته ستنېدو وروسته یو ځل بیا له امنیتي اندېښنو سره مخ شوی دی.

صدیقي وايي، اوس په افغانستان کې له اقتصادي‌ او روغتیايي ستونزو سره مخ دی. هغه زیاته کړې: «مېرمن مې امېندواره ده او په صفرا (تریخي) کې د ډبرو له امله د جراحۍ سپارښتنه ورته شوې ده. د خپلې څلور کلنې لور او د خپل روغتیايي وضعیت په اړه هم اندېښمن یم».

ډېر لیدل شوي

طالبان او پاکستان؛ ایا روسیه به په هغه کار کې بریالۍ شي چې څلور هېوادونه پکې پاتې راغلي؟
۱

طالبان او پاکستان؛ ایا روسیه به په هغه کار کې بریالۍ شي چې څلور هېوادونه پکې پاتې راغلي؟

۲

ازبکستان ولې د قوش‌تیپې کانال پر سر له طالبانو سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړې؟

۳

سنټرل ایشیا ټایمز: منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعـ .ـش له حضوره جدي اندېښه لري

۴

پخواني نظامیان: په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف د محتسبانو له خوا تعقیبیږو

۵

ملګري ملتونه: په افغانستان کې مېلیونونه کسان له قحطۍ یوازې یو ګام لرې دي