ریچارډ بېنېټ د جمعې په ورځ (د تلې ۳مه) د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې یوې غونډې ته وویل، په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت په زیاتېدونکي ډول د «جنسیتي اپارتاید» په توګه توصیف کېدای شي او نړیواله ټولنه باید دغه وضعیت په همدې نوم په رسمیت وپېژني. هغه زیاته کړه، چې افغان ښځې د دې موضوع د مطرح کولو په لومړۍ کرښه کې دي او نړیواله ټولنه باید د هغوی غږ واوري.
هغه «جنسیتي اپارتاید» د «جنسیت پر بنسټ د بنسټیز شوي تبعیض، بېلتون، واکمنۍ او ځپنې نظام» وباله او ویې ویل، د دې اصطلاح کارول باید له همدا اوس څخه پیل شي؛ په ورته وخت کې د دې اصطلاح د قانوني کېدو او په رسمیت پېژندلو هڅې هم باید روانې وي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي وویل، په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان په تړاو د نړیوالې ټولنې کړنې یو شان نهوې. د هغه په وینا، د سرغړونو د ثبت او حساب ورکونې په برخه کې یو شمېر پرمختګونه شوي، خو که د بریا معیار د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د ژوند او حقونو ښه کېدل وي، نړیوالې ټولنې لا هم تر اړتیا ډېره کمه هڅه کړې ده.
ریچارډ بېنېټ د طالب چارواکو پر وړاندې د جرمونو د نړیوالې محکمې له لوري د نیولو د حکمونو صادرېدو، د افغانستان لپاره د یوه خپلواک څېړنیز میکانیزم رامنځته کېدو او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د لهمنځه وړلو د کنوانسیون پر بنسټ د څو هېوادونو حقوقي اقداماتو ته په اشارې سره وویل، دغه اقدامات د حساب ورکونې لپاره د یوه نړیوال چوکاټ د جوړېدو ښکارندويي کوي.
طالبان پوه شوي چې د نړۍ له سرو کرښو تېرېدل بیه نهلري
ریچارډ بېنېټ ویلي، چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې درک کړې چې کولای شي د نړیوالې ټولنې له سرو کرښو تېر شي، پرته له دې چې له عملي پایلو سره مخ شي.
بېنېټ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې یادې غونډې ته زیاته کړه، یوازې د طالبانو غندل بسنه نهکوي او په باور یې، دې ډلې په پرلهپسې توګه د نړیوالې ټولنې د زغم کچه ازمویلې ده.
نوموړي ویلي، طالبانو پر افغانانو لګېدلي محدودیتونه ګام پر ګام په قوانینو او اجرایي جوړښتونو بدل کړي، په داسې حال کې چې له دې ډلې سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د ځینو هېوادونو لېوالتیا هم زیاته شوې ده.
بېنېټ وایي، له طالبانو سره د هېوادونو د تعامل له زیاتېدو سره سره، د افغانانو د اساسي حقونو په برخه کې د پام وړ پرمختګ نهدی شوی.
هغه ټینګار وکړ، چې له طالبانو سره د بشري حقونو، بندیانو، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او بشري مرستو په څېر موضوعاتو په اړه خبرې اترې ښايي اړینې وي، خو ډیپلوماټیک تعامل باید د طالبانو په چلند کې له معنالرونکي بدلون پرته، د دې ډلې د سیاسي مشروعیت یا له هغې سره د اړیکو د عادي کولو لامل نهشي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له هېوادونو وغوښتل چې د بشري حقونو په برخه کې روښانه او د کره کولو وړ معیارونه وټاکي او له طالبانو سره په خپلو سیاستونو کې باید سره همغږي ولري.
بېنېټ همدارنګه وویل، افغان ښځې باید د خپل هېواد د راتلونکي په اړه د پرېکړو په کولو کې په بشپړه او معنالرونکې توګه ګډون ولري او یوازې دې په نړیوالو غونډو کې د بحث موضوع نهوي.
هغه زیاته کړه، نړیوالې ټولنې د حساب ورکونې د میکانیزمونو په رامنځته کولو کې یو شمېر پرمختګونه کړي، خو دغو اقداماتو لا تر اوسه د افغانانو په ژوند کې د پام وړ بدلون نهدی راوستی.