• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
چاپیریال

طالبان وایي د هېواد په اوو ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې د افغانستان په څو ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو د پېښېدو اټکل کړی دی.

دغه ادارې د یکشنبې په ورځ، د تلې پر ۵مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه وضعیت د نن او سبا لپاره په اوو ولایتونو کې اټکل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست هغه ولایتونه دي چې د بارانونو اټکل پکې شوی دی.
د طالبانو د هوا پوهنې ادارې ویلي چې په دغو ولایتونو کې د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې د ۱۰ تر ۳۰ میلی‌مترو پورې اټکل شوې ده.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې په لویدیځو، سویلي او سوېل‌ختیځو ولایتونو کې د دوړو او خاورې له پورته کېدو سره د سختو بادونو احتمال هم شته.
د سرچینې په وینا، په بېلابېلو سیمو کې د بادونو چټکتیا په ساعت کې د ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې اټکل شوې ده.

ډېر لیدل شوي

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ
۱

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ

۲

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۳
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۴

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

۵

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟

•
•
•

نور خبرونه

طالبانو په کابل، بلخ او بغلان کې د درېیو صنعتي پارکونو پلانونه منظور کړل

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۰ GMT+۱
100%

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت په بلخ کې د «امام شقیق بلخي»، په کابل کې د «تمیم انصار» او بغلان کې د «قتیبه ابن سعید بغلاني» په نومونو د درېیو صنعتي پارکونو د پلانونو له منظورېدو او لاسلیک کېدو خبر ورکړ. خو پانګوال د برېښنا په ګډون د نورو اسانتیاوو د برابرېدو غوښتنه هم لري.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د یکشنبې په ورځ (د تلې ۵مه) ویلي، چې د بلخ ولایت د حیرتان په دوه ‌لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک د صنعتي ودې، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا، د پانګونې د پراختیا او د کارموندنې د فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره په شاوخوا ۲۲ زره او ۲۷۳ جریبه ځمکه کې طرحه شوی، چې د صنعتي، سوداګریزو، خدماتي او بنسټیزو اړتیاوو لپاره پراخه او منظمې ساحې په‌کې په پام کې نیول شوې دي.

سرچینه زیاتوي، په دغه پلان کې د بېلابېلو صنایعو لپاره ۱۵ ځانګړي صنعتي زونونه په پام کې نیول شوي چې د معلوماتي ټکنالوژۍ، نساجۍ او فرنیچر، برېښنايي وسایلو، خوراکي توکو، د مېوو پروسس، د درملو او روغتیايي توکو، پلاستیک، پایپ او پي‌وي‌سي، کیمیاوي موادو، ودانیزو توکو او د اوسپنې ویلې کولو او فولادو په ګډون بېلابېلې صنعتي برخې به په‌کې ځای پر ځای شي.

د وزارت په وینا، په دې طرحه کې د صادراتو او وارداتو لپاره ځانګړې او منظمه ساحه په پام کې نیول شوې، چې د حیرتان د ستراتیژیک موقعیت او له منځنۍ اسیا سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو له اهمیت سره سم، د صنعتي او سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره زمینه برابروي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت همداراز ویلي، چې د کابل په بت‌خاک سیمه کې د «تمیم انصار» صنعتي پارک به په زر جریبه ځمکه کې په دوو فازونو کې د معیاري زون ‌بندۍ او پراختیايي اصولو په چوکاټ کې جوړ شي.

دغه وزارت زیاتوي، په دې پارک کې ټولټال ۲۹۹ صنعتي نمرې د خوراکي توکو، درمل جوړونې، سپکو متفرقه صنعتونو، کرنیزو محصولاتو او وچې مېوې د پروسس برخو ته ځانګړې شوې دي.

طالبانو همداراز زیاته کړې، چې د بغلان ولایت د «قتیبه ابن سعید بغلاني» صنعتي پارک اړوند یو شمېر مهم او اساسي زیربنایي پلانونه هم لاسلیک او منظور شوي دي. د یادو پلانونو ترتیب او منظوري د صنعتي پارک د زیربنایي چارو د لا منظمولو ترڅنګ، د اوبو، برېښنا، ترانسپورتي اسانتیاوو، فاضلابو او سطحي اوبو د مدیریت په برخو کې د اړینو خدماتو د رامنځته کولو لپاره واضح تخنیکي زمینه برابروي.

له دې ټولو سره سره پانګوال او سوداګر د کارخونو لپاره د ځمکو او برېښنا له کمښت او د پانګونو او د کارخونو لپاره د اومه موادو او همداراز د صادراتو او وارداتو په برخو کې د اسانتیاوو له نشتوالي شکایت لري او په دې برخه کې د لازمو همکاریو همکارۍ غوښتونکي دي.

طالبي فکر باید فکري او سیاسي ماتې وخوري

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۹ GMT+۱
•
اسماعیل میاخېل
100%

د تېرو دریو لسیزو تجربې، او په ځانګړې توګه د تېرو پنځو کلونو کړنې، باید نور د دې پوښتنې لپاره ډېر ځای نه وي پرېښی چې طالب څوک دی، طالبي فکر څه دی او افغانستان باید ورسره څنګه چلند وکړي.

دقیقاً دېرش کاله وړاندې، په همدې ورځ، طالبان کابل ته ننوتل. ډاکټر نجیب الله یې د ملګرو ملتونو له محوطې وایست، هغه او ورور یې شهیدان او جسدونه یې د کابل په اریانا څلور لاري کې راوځړول.

د طالبانو لومړۍ واکمنۍ افغانستان سخت منزوي کړ او هېواد یې له سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ څخه شاته پرېښود. هغه مهال یې هم ټول سیاسي، بشري او د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي و. خو د القاعدې او اسامه بن لادن مسئلې بالاخره افغانستان یو ځل بیا د نړیوالې جګړې ډګر کړ.

ورپسې شل کاله طالبانو بریدونه وکړل؛ نه افغان ساه واخیسته او نه افغانستان.

ځانمرګي بریدونه، سړک غاړې ماینونه، هدفي وژنې، چاودنې او هر لوري ته جګړې د افغانانو د ورځني ژوند برخه وګرځېدله. طالب نه قران کریم، نه جومات، نه ښوونځی او نه روغتون پرېښود، هر عامه ځای یې د بریدونو هدف وګرځاوه. طالبان د زرګونه افغانو ښځو، نارینوو او ماشومان د شهادت مسوول وو او دي.

خو له دې ټولو سره سره، یو شمېر مذبذبو سیاستوالو، اشخاصو او پروژوي رسنیو او ژورنالیستانو د "بدل شوي طالب" تصور پر افغانانو خرڅ کړ. طالب یې په نویو نومونو معرفي کړ، د هغه د تېر تاریخ د سپینولو هڅه وشوه، او بالاخره د دوحې تړون او ورپسې سیاسي بهیر افغانستان یو ځل بیا د طالب په ولکه کې کړ.

د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې معامله د افغانستان د معاصر سیاسي تاریخ له نه‌بخښونکو فصلونو څخه ده.

دېرش کاله تېر شول، طالب دوه ځله پر افغانستان واکمن شو، شل کاله جګړه وشوه او پنځه کاله یې بیا واک تجربه کړ؛ خو زموږ یوه لویه سیاسي ستونزه لا هم پر خپل ځای پاتې ده: موږ لا هم نه یو توانېدلي چې طالب او طالبي فکر په روښانه ډول تعریف کړو او په وړاندې یې یو ثابت ملي دریځ ولرو.

کله مو ورور وباله، کله ناراضه ورور؛ کله مو د یوه قوم استازی ترې جوړ کړ، کله مو د سیمې د سیاست قرباني وباله، او کله مو د خپلو شخصي، قومي او سیاسي عقدو له امله د هغه د کړنو لپاره توجیه پیدا کړه.

مشهوره خبره ده چې هغه ولس چې له خپل تاریخ څخه زده کړه ونه کړي، د هغه د تکرار خطر ورسره تل مل وي. زموږ ستونزه یوازې دا نه ده چې تاریخ مو هېر کړی؛ ستونزه دا ده چې تاریخ مو څو ځله تکرار کړی او لا هم ترې زده کړه نه کوو.

طالب یو ځل بیا واکمن شو، خو زموږ په سیاسي فکر کې لا هم هماغه پخوانۍ ګډوډي پاتې ده: په دې پوه نه شو چې څوک زموږ سیاسي مخالف دی او څوک دښمن او یا د هېواد لپاره ستراتیژیک ګواښ دی، کومه خبره د افغانستان په ګټه ده او کومه خبره، په شعوري یا غیرشعوري ډول، د طالب سیاسي دریځ پیاوړی کوي؟

سیاسي مخالف او د افغانستان ستراتیژیک ګواښ یو شی نه دي

موږ ټول غیر طالب کولای شو له یو بل سره سخت سیاسي اختلاف ولرو. پر نظام، اشخاصو، تېر حکومت، راتلونکي نظام او حتی د افغانستان پر راتلونکي جوړښت اختلاف ولرو. همدا سیاست دی. اختلاف باید وي، بحث باید وي او نقد هم باید وي. خو سیاسي اختلاف باید په شخصي دښمنۍ، متقابل تخریب او د یو بل په کمزوري کولو بدل نه شي.

زموږ د سیاست یوه لویه برخه له واقعي سیاسي تعامل څخه فیسبوک او ټولنیزو رسنیو ته انتقال شوې ده. له یو بل سره مخامخ خبرې نه کوو، خو پر فیسبوک یو بل کم راولو، مسخره کوو، تخریبوو، خپل ځان راته سلامت او بل ملامت ښکاري، د پرون حسابونه تصفیه کوو او قومي او شخصي عقدې د سیاست په نوم تعقیبوو.

دا قوي سیاست نه دی؛ دا زموږ د سیاسي کمزورۍ نښه ده.

طالب او طالبي فکر د افغانستان بقا له ګواښ سره مخ کړې چې بې له شکه یو ستراتیژیک ګواښ دی، نو باید دا هم درک کړو چې زموږ خپلمنځي بې‌اتفاقي، شخصي عقدې او عامه تخریب هغه ولس ته چې زموږ نه یو څه هیله لري څه تصویر وړاندې کوي. ولس کله کله له داسې سیاسي چاپېریال سره مخ شي چې مخالفین یې کله ناکله له یو بل سره تر طالب ډېر مصروف دي.

طالب او لابیګران یې هم له همدې تفرقې، بې‌باورۍ او ګډوډۍ ښه ګټه اخلي.

خو دا په دې معنا نه ده چې اختلافونه پټ کړو، پر یو بل نقد ونه کړو او یا ټول په یوه فکر شو. برعکس، سیاسي بلوغ دا دی چې اختلاف مدیریت کړو، له یو بل سره خبرې وکړو، پر مشترکو ملي موضوعاتو د ګډ کار ساحه پیدا کړو او خپل سیاسي مخالف د ستراتیژیک ګواښ ځای ته پورته نه کړو.

د طالبي فکر پر وړاندې زموږ دریځ باید د لمر په څېر روښانه وي: طالبي فکر یوه افراطي ایډیولوژي ده او افغانستان باید ترې د تل لپاره خلاص شي. دا نه د غچ معنا لري او نه د شخصي دښمنۍ. معنا یې دا ده چې دغه فکر باید فکري او سیاسي ماتې وخوري، سیاسي واک ترې واخیستل شي، د افراطیت د بیا تولید سرچینې یې وچې شي، او افغانستان داسې نظام ولري چې هېڅ وسله‌واله افراطي مذهبي ډله بیا د دین په نوم پر افغان ملت خپله اراده تحمیل نه کړای شي.

تېرو ۵ کلونو به ټولو افغانانو ته روښانه شوی وي چې له طالب سره یوازې د نصیحت، اعلامیو، سوال او زاریو او فیسبوکي بحثونو سیاست نتیجه نه ورکوي. پر طالب فشار باید جدي، منظم او څو اړخیز وي: سیاسي، اقتصادي، حقوقي او نړیوال فشار. زه پوځي فشار د دې معادلې تر ټولو مهمه برخه ګڼم، خو هر اقدام باید د مشروعیت، د ملکي وګړو د خوندیتوب او د افغانستان د ملي ګټو له معیار سره وتلل شي.

زموږ لپاره معیار باید ډېر ساده وي: افغانستان باید راته تر هر څه لومړی وي. نه قوم لومړی دی، نه شخص، نه تنظیم، نه پخوانی حکومت او نه زموږ شخصي عقدې.

که زموږ شخصي او سیاسي اختلاف دومره لوی شي چې د افغانستان اساسي ګټه، د افراطیت خطر او د طالب مسئله رانه ورکه کړي، نو زموږ خپله سیاسي مبارزه د خپل هدف پر ضد کار کوي.

هر فکر، هر حرکت او هر سیاست چې افغانستان د افراطیت، انزوا، استبداد او وروسته‌پاتېوالي پر لور بیايي، زموږ دریځ یې په وړاندې باید واضح، ثابت او د مصلحتونو تابع نه وي.

د دېرشو کلونو تجربې وروسته، په ځانګړې توګه د تېرو پنځو کلونو له تجربې وروسته، باید نور پر یوه حقیقت پوه شوي وو: طالب یوازې په یوه ژبه پوهېږي؛ د جدي، منظم او دوامدار فشار په ژبه. طالب په مذبذب دریځ، تشو اعلامیو، سوال او زاریو نه بدلېږي.

که غواړو طالبي فکر د افغانستان پر راتلونکي د حاکم فکر په توګه د تل لپاره پای ته ورسوو، باید له پاپولیستي سیاست څخه راووځو، شخصي او قومي عقدې له ملي سیاست څخه جلا کړو، د هرې خبرې او هر دریځ سیاسي پایلې وسنجوو، او سیاست له فیسبوکي جنجال څخه واقعي، منظم او هدفمند سیاسي عمل ته یوسو.

د طالبي فکر له منځه وړل یوازې ژور سیاسي فهم او کلکه انقلابي مبارزه غواړي.

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۳:۵۱ GMT+۱
100%

د جمهوري نظام پر مهال د بلخ پخواني والي عطا محمد نور وايي، په ټولنیزو رسنیو کې د ده د شتمنیو او جایدادونو په اړه خپرېدونکې ادعاوې بې بنسټه دي. نوموړی وايي، هیڅ ښارګوټی نه لري او هغه ملکیتونه چې د خلکو او پانګوالو دي، باید ده ته منسوب نه شي.

عطا محمد نور پر خپل ایکس لیکلي چې د ده د واکمنۍ پر مهال په بلخ کې ګڼې پراختیايي چارې شوې او د ښارګوټو جوړول هم د دغو فعالیتونو یوه برخه وه.

نوموړي ویلي، هغه مهال پانګوالو له قانوني لارو په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې او د ښار د پراختیا، د کارموندنې او خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره یې ښارګوټي، فابریکې، لوړې ودانۍ او ګڼ اقتصادي او خدماتي مرکزونه جوړ کړي دي.

نور وايي، په وروستیو ورځو کې «خالد بن ولید ښارګوټی» چې د ده په وینا، د پانګوالو ملکیت دی، او «دیپلوماتیک ښارګوټی» چې دولتي او د ښاروالۍ اړوند ملکیت دی، هم ده ته منسوب شوي دي.

د نور په وینا، دا ادعا هم شوې چې طالبانو دغه جایدادونه د ده شخصي ملکیتونه بللي، ضبط کړي او «امارتي» یې اعلان کړي دي خو نوموړي دغه ادعاوې بې بنسټه بللې دي.

نور ویلي، چې که د ده د مسوولیت پر مهال جوړ شوي یا بیا رغول شوي ټول تاسیسات د ده شخصي ملکیت وګڼل شي، نو باید له ۶۰۰ څخه د زیاتو ښوونځیو، له ۱۳۰ څخه د زیاتو روغتونونو، کلینیکونو او روغتیايي مرکزونو، د اوسپنې پټلۍ، د هوايي ډګر ترمینل، پوهنتونونو، انسټیټیوټونو، تخنیکي مرکزونو، تالارونو، سوداګریزو مرکزونو او سلګونو نورو پراختیايي پروژو مالکیت هم ده ته منسوب شي.

هغه زیاته کړې، چې د ده او کورنۍ اړوند د شتمنیو لېست روښانه دی، خو ادعا یې کړې چې دغه شخصي ملکیتونه اوس د طالبانو په قبضه، تصرف او واک کې دي.

نوموړي ویلي، چې طالبان کولی شي د ده شخصي ملکیتونه په خپل نوم قباله کړي یا یې ویجاړ کړي، ځکه د ده په وینا، هغه د خپل ملکیت په اړه له دې موضوع څخه اندېښنه نه لري.

نور ټینګار کړی، هغه څه چې د خلکو، پانګوالو او نورو اشخاصو ملکیت دي، باید دده په نوم ونه نومول شي.

هغه ویلي، چې منتقدان، رسنۍ او سیاسي سیالان یې کولای شي د ده پر سیاسي فعالیتونو او پخوانیو مسوولیتونو نیوکه وکړي او پوښتنې مطرح کړي، خو د نوموړي په وینا، د عادلانه نیوکې او «تهمت، د واقعیت جعل او شخصیت وژنې» ترمنځ څرګند توپیر شته.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې، چې په یوه پوسټ کې یې له دې وړاندې ویلي وو، چې «اړ او کډوال ځوانان» باید د پردیو د خوشحالولو او شهرت ګټلو لپاره د جګړو لیکو ته ونه لیږل شي. د هغه پر دې پوسټ ګڼو کسانو تبصرې کړې او غبرګون یې ښودلی دی.

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۲۵ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
100%

افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو اسنادو له مخې، د طالبانو د بهرنیو چار وزارت په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست عبدالباقي پوپل کاري قرارداد د درېیم ځل لپاره د سیمه ییز کارکوونکي په توګه تمدید کړی دی. طالبانو یو بل سیمه ییز کارمند سید مصطفی نوري د کونسلي چارو مسوول ټاکلی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دغه سفارت لومړي سکرټر نبراس الحق عزیز ته په لېږل شوي مکتوب کې د دغه تمدید پرېکړه تایید کړې ده.

د ترلاسه شویو اسنادو له مخې، په برلین کې د سفارت لومړي سکرتر نبراس الحق عزیز د کارکوونکو چارو ریاست ته په خپل رسمي مکتوب کې لیکلي چې عبدالباقي پوپل د محلي کارکوونکي په توګه د خپل کاري قرارداد د درېیم ځل تمدید غوښتنه کړې وه.

د دې غوښتنې په ځواب کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو چارو رییس لطف الله خپلواک د موافقې مکتوب صادر کړی او له سفارت څخه یې غوښتي چې د اجرااتو لپاره د نوموړي د قرارداد سندونه مرکز ته واستوي.

په دغو سندونو کې د برلین په سفارت کې د نورو سیمه ییزو کارکوونکو د دندو او معاشونو جزئیات هم په ډاګه شوي دي.

100%

د سند له مخې، د طالبانو یو سیمه ییز کارکوونکی سید مصطفی نوري د کونسلي چارو د مراجعینو د اسنادو ارزونې او معلوماتو د برخې د مسوول په توګه ګومارلی چې میاشتنی معاش یې ۲۷۶۰ یورو ښودل شوی دی.

په برلین کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په سفارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې سید مصطفي نوري چې له پخوا څخه په بهرنیو چارو وزارت کې کاري سابقه نه لري، طالبانو د ټولو کونسلي چارو د پرمخ وړلو واک ور کړی دی.

100%

سرچینو له افغانستان انټرنشنل سره د واتساپ ګروپ هغه پېغام هم شریک کړی، چې د طالبانو استازو پکې د سفارت له ټولو کارکوونکو غوښتنه کړې، چې له هغه سره مرسته وکړي.

د دغو مکتوبونو په لړ کې، نبراس الحق عزیز د ۱۴۰۵ کال لپاره د محلي کارکوونکو د قراردادونو او تذکرو د لېږلو ترڅنګ لیکلي چې په سفارت کې د پاسپورټونو د صدور بهیر د ژر پیل احتمال شته او له همدې امله د نویو کارکوونکو اړتیا جدي ده.

هغه زیاته کړې چې په برلین کې د افغانستان سفارت له وړاندې هم د کارکوونکو له کمښت سره مخ دی او د قراردادونو ژر منظورېدل به د پاسپورټونو د وېش په چټکتیا کې مرسته وکړي.

د تېر ۱۴۰۴ کال په کب میاشت کې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو داسې سندونه ترلاسه کړي ول، چې طالبانو په جرمني کې د سفارت سرپرست عبدالباقي پوپل له دندې ګوښه کړی او د لنډمهال لپاره یې د سفارت محلي کارکوونکي په توګه ټاکلی و .

د سند له مخې د طالبانو ریاست الوزرا له پوپل څخه غوښتي وو، چې د دندې له پای وړاندې تسلیمي ورکړي.

هغه وخت په برلین کې ډېپلوماټیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي ول، چې د جرمني بهرنیو چارو وزارت ته په رسمي ډول د دغې ګومارنې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

امرالله صالح اسحاق ډار ته؛ د پاکستان په بهرني سیاست کې د افغان ولس ځای چېرته دی؟

۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۳۸ GMT+۱
100%

د افغانستان د جمهوري نظام پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار پر څرګندونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې اسلام‌اباد له طالبانو څخه یوازې د پاکستان د امنیتي اندېښنو د حل غوښتنه کوي، خو د میلیونونو افغانانو وضعیت یې له پامه غورځولی دی.

امرالله صالح په خپله ایکس پاڼه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د اسلام‌اباد د افغانستان پر وړاندې د بهرني سیاست په اړه نیوکه کړې ده.

اسحاق ډار د سپټمبر پر ۲۶مه په نیویارک کې د اقتصادي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په ۲۷مه غیررسمي غونډه کې ویلي چې د پاکستان له طالبانو څخه «یوازینۍ تمه» دا ده چې د اسلام‌اباد مشروع امنیتي اندېښنې حل کړي. هغه له طالبانو غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان، بلوچستان ازادي غوښتونکي پوځ او د هغوی د ملګرو ډلو پر وړاندې «عملي او د تایید وړ اقدامات» وکړي.

صالح د ډار د دغو څرګندونو په اړه لیکلي چې د پاکستان د یوه لوړپوړي او «تجربه‌کار ډیپلومات» له خولې دا خبره داسې معنا لري چې اسلام‌اباد د افغانستان نور وضعیت د ستونزې وړ نه بولي او یوازې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان حضور ورته د اندېښنې وړ دی.

نوموړي ادعا کړې چې د پاکستان په دې لیدلوري کې د «لسګونو میلیونو افغانانو کړاو» او هغه ستونزې له پامه غورځول کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ له امله رامنځته شوې دي.

صالح همداراز د طالبانو د واک ته رسېدو په بهیر کې د پاکستان د پوځ پر رول نیوکه کړې او ویلي یې دي چې اسلام‌اباد که له تحریک طالبان پاکستان سره د طالبانو پر مبارزه ډاډه شي، ښايي یو ځل بیا له طالبانو سره نږدې اړیکې او ستراتیژیکه ملګرتیا پیل کړي.

هغه د طالبانو مخالفو او د «ازادۍ غوښتونکو» ډلو ته په خطاب کې پوښتنه کړې چې که پاکستان د افغانستان له اړخه یوازې د تحریک طالبان پاکستان موضوع ته لومړیتوب ورکوي، نو له اسلام‌اباد سره په داسې یوه معامله کې به افغان ولس څه ترلاسه کړي؟

صالح لیکلي: «د پاکستان په بهرني سیاست کې د افغان ولس ځای چېرته دی؟»

هغه همداراز ویلي چې لوېدیځ، په ځانګړي ډول امریکا او بریتانیا، په تېرو کلونو کې د القاعدې او ترهګرۍ ضد مبارزې پر محور د افغانستان له وضعیت سره داسې معاملې کړې چې د نوموړي په باور، د افغانانو «عادلانه او ولسي مبارزه» یې زیانمنه کړې ده.

صالح په پای کې پوښتنه کړې چې د افغانستان د «ازادۍ غوښتونکو» ځواکونو لپاره له پاکستان سره د تحریک طالبان پاکستان پر محور یوې معاملې ته ننوتل څه ګټه لري او «زموږ د خلکو لپاره په کې څه شته؟»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ډار د وینا په متن کې ویلي چې اسلام‌اباد له طالبانو سره د «رغنده تعامل» هڅې کړې، خو له هغوی غواړي چې د پاکستان امنیتي اندېښنې حل او د هغو ډلو پر وړاندې د تایید وړ اقدامات وکړي چې پاکستان یې د خپل امنیت لپاره ګواښ بولي.